کور / تازه خبرونه / د هرات د جنګ تازه حال

د هرات د جنګ تازه حال

له هرات څخه ورکړل سوي تازه خبرونه وايي چي اوس هم د پي آر ټي پر مرکز حمله روانه ده او ټکان شروع دي.
د آزادۍ راډيو خبريال شراف الدين ستانکزى وايي د پي آر ټي په مرکز کي څرخکي الوتکي کښېنستې چي ښايي بمبار هم وکړي.
د نوموړي په وينا تر جګړې دمخه په سينما چوک کي ځانمرګې حمله وسوه، چي ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
يوه عيني شاهد آزادۍ راډيو ته ويلي چي دوه پر موټرسايکل ناست لارويان يې د مرګ په حالت کي ليدلي دي.
راپور وايي پر پي آر ټي حمله کوونکي د ياد سوي مرکز پر مخامخ يوه اووه منزله تعمير ته ختلي او له هغه ځايه ډزي کوي.
د هرات د ملکي روغتون يوه ډاکټر ويلي تر اوسه ٢٠ ټپيان او دوه مړي ور وړل سوي دي.
يوه بل امبولانس چلوونکي آزادۍ راډيو ته ويلي چي څلور جسدونه يې د سينما چوک څخه روغتون ته انتقال کړل.
امنيتي چارواکو تر اوسه د پېښي په باب څه نه دي ويلي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې پېښي مسئوليت پر غاړه اخيستى او وايي څلور ځانمرګي يې حملې ته ګومارلي دي.
بايد وويل سي چي د پي آر ټي دفتر د هرات په نوي ښار کي د ولايت مقام ته په څلور يا پنځه کيلومتره فاصله کي واقع دئ.