کور / هراړخیز / دانش کرکټ دانې،دانې کړ

دانش کرکټ دانې،دانې کړ

دطالبانو دواکمنۍ وروسته  دتاج ملوک عالم،شهزاده مسعود اودخالقداد نوري  سربيره ديوشمير نوروکسانو په هلوځلو دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله جوړه شوه .
دغه لوبډلې په لومړيوکې د دبيلابيلو ډويژنونو په ګټلو سره دافغانستان په هرګوډ کې خپل مينوال پيدا کړه .
حامدکرزي هم په داسې حال کې چې پوهه شو کرکټ لوبه دغه هيواد ته يوه سوله راوړونکې لوبه ده کرکټ بورډ ځانګړي اداره يې جوړه کړه چې مشريې ورته دمالې وزير حضرت عمر زاخيلوال وټاکه .
ولسمشرحامدکرزي يوه لويه اشتبا وکړه چې دکرکټ بورډ مشريې داسې څوک وټاکو چې هغه په دغه لوبه نه پوهيده .
پکار وه چې له يادو درې تنوڅخه چې دافغانستان دکرکټ بنياد ايښودونکي دي يوتن ټاکل وو،خو په هرصورت زاخيلوال  دکرکټ بورډ ادارې لپاره ښاغلى شينوارى داجرائيو ريئس په توګه وټاکه .
دهغه په ټاکل کيدو سره دافغانستان په کورني کرکټ کې زياتې لاسته راوړنې رامنځ ته شوي چې څوځله دولايتي سياليو ترسره کيدل،دهيواد په بيلابيلو ولايتونوکې دلوبغالو جوړول او دملي لوبډلې لپاره يوښه انتخاب کول دنوموړې دښو لاسته راوړنو څخه دي .
دنوموړې د دندې پرمهال دافغانستان ملي لوبډلې دنورو برياوو ترڅنګ وتوانيده چې دانټرکانينينټل سياليو اتلولي خپله کړي .
همدا رنګه دايشاګيم په سياليوکې لوبډله وتوانيده چې پاکستان ته ماتې ورکړي .
شينوارې ملي لوبډله د ډيرې رخصتۍ لپاره نه پريښودله او دلوبډلې لپاره يې وخت په وخت سيالۍ برابرولي همدا علت وو چې لوبډلې به هيوادته ښې بريا راوړلې .
هغه دخپل تعليم له امله دخپلې دندې څخه استعفا ورکړه او په همدې حال کې يې دنوروز منګل پرځاى حميدحسن ديوه ورځنيو اوشل اوريزو سياليوکپتان وټاکه .
حضرت عمر زاخيلوال دکرکټ بورډ لپاره نوى اجرائيوي ريئس نسيم الله دانش وټاکه،تردې وړاندې دکرکټ په نړۍ کې دښاغلي دانش نوم په رسنيوکې نه وو،اوريدل شوى خو په هرصورت !
د دانش په راتګ سره ملي لوبډله دڅومياشتو لپاره په کور کيناسته،ويل کيدل چې حميدحسن او محمدنبي به دهندوستان په اى پي ايل سياليوکې ولوبيږي خو دنوموړي دبې غورۍ له امله چې له هندسره يې اړيکي ونه لرلې بې برخي پاتي شول .
نسيم الله دانش هميشه له هغو کارونوڅخه يادونه کوي چې دشينوارې په وختونوکې پرې کار روان وو اوياهم ترسره شوي وو .
د دانش په راتګ سره نوموړي په داسي حال کې چې په افغانستان کې دومره لوبغالې وه چې ولايتي سيالۍ دې پرې ترسره شي خو نوموړي په دې موخه چې ګټه يې دلته پاتې نه شي پاکستان کې دغه سيالۍ ترسره کړي .
له هغې وروسته نسيم الله دانش حميدحسن له کپتانۍ لرې کړ په داسي حال کې چې هغه په دغه برخه کې ازمايل شوى هم نه دى .
حميدهغه لوبغاړى دى چې هميشه يې دافغانستان په برياکې شپيته فيصده لاس درلود،نن هغه دمريضى او نورو پلمو چې زړه يې نه غواړي په لوبډله کې نه لوبيږي .
په داسي حال کې چې افتاب عالم په افغانستان کې ترټولو بهترين بالر دى خو هغه ته په لوبډله کې وخت نه ورکول کيږي اوشاپور ځدران چې په ډير وخته کومه لاسته راوړنه نلري لوبيږي .
کرکټ بورډ ويلي وه چې افتاب عالم نولس کلن دى اوپه خپله لوبډله کې به ولوبيږي نوجاويد احمدي خو هم شپاړس کلن دى ولې هغه لوبيږي .
دا چې ويل کيدل ښاغلى شينواري دننګرهارکرکټ ته زيات وخت ورکړى او په ملي لوبډله کې زيات لوبغاړي هم دننګرهار دي دانش په قصدي ډول ننګرهار له کرکټ څخه بې برخه کوي ځکه په ننګرهارکې داسي لوبغاړې شته چې په ملي لوبډله کې هم شتون نلري خوبيا هم په لوبډله کې نه اخيستل کيږي اودولت ځدران او عزت الله دولت ته وخت ورکول کيږي .
دزونونو ترمنځ وړاندې سيالۍ ترسره شوي وي چې په شل اوريزو لوبوکې ګټونکې لوبډله ننګرهار وه،دهغې لامل دا وو چې ددغه ولايت کرکټ مسؤلينو سليکشن په خپله کړى وو مګر دانش دغه واک ترې واخيست او له مرکز څخه يې دزون لوبډلې انتخاب کړه چې په ترڅ کې ختيځ کرکټ دوه ځلې له ماتې سره مخامخ شوو .
خو دهرڅه پرځاى پريږدو اودملي لوبډلې لپاره يې درې سيالۍ دپاکستان له اى لوبډلې سره برابرې کړې چې دکرکټ بورډ دخراب سليکشن له امله دپاکستان ګمزورې لوبډلې ته افغان اتلان چې هميشه يې وياړونه راوړي ماتې ورنه کړى شوه او په درې سياليوکې ترې ماتې وخوړه .
ددې ماتې علتونه يو خو دلوبډلې ډير وخت له لوبې څخه بهر پاتې کيدل چې مجرم يې بيا هم ښاغلى دانش دى .
په لوبډله کې بې اتفاقي رامنځ ته کيدل اوپه هغه افغانۍ جذبه چې پخوا به لوبغالې ته ښکته کيدل داځل نه وو بياهم د دانش له امله .
په ملي لوبډله کې دبدلونونو او دسختو ماتو له امله له دغه لوبډلې څخه زيات مينوال خفه دي اوله دغه لوبې سره يې دپخوا په څير چې واټونو ته به راوتل اولوبډله به يې بدرګه کوله مينه هم نشته .
هغه مينه چې هنرمندانو به په سندرو شاعرانو به په شعرونو ماشومانو به په خوبونو،مشرانو به حجروکې دکرکټ لوبډله ستايله پريښودلي او که چيرې دانش خپلې غلطياني بيا،بيا تکرار کړي ښايي افغان کرکټ لوبډله چې هغه نوم يې پخوا درلوده لمنځه يوسي .