کور / هراړخیز / دحرمينو هنداره (دحج يونليک) – دوهمه برخه

دحرمينو هنداره (دحج يونليک) – دوهمه برخه

 haqyar@gmail.com  محمدحسن حقيار
منزل د ټولو يو دی خوسفر جدا جدا
ترهوايي ډګره  په ټکسي کې يوازي


ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی  


بسم الله الرحمن الرحيم – د ٢٠١٠ زېږديزکال  داکتوبر نهه و يشتمه  چې د١٣٨٩  هـ لمريز د لړم له پنځلسمې سره يې سمون درلود، د پنجشنبې ماښام وو له تايمنيو دکابل په لوېديځ کمپنۍ کې خپل کور ته روان وم چې ټېليفون مې وشرنګېد، له اورم سره جوخت مې له هغې خوا د سيد نصير غږ واورېد،موټر مې دسړک غاړې ته کړ، له سلام او روغبړ وروسته يې راته وويل چې دشنبې په ورځ لس بجې له هراته   سعودي ته زموږ الوت دى او سحر اوه بجې بايد په هوايي ډګر کې و اوسو نو ته بايد سبا (جمعه) هرات ته ځان ورسوې، ما ورته وويل تا خوله ماسره ژمنه کړېوه چې له روانېدلو به دې درې ورځې وړاندې خبروم زه خو اوس سفر ته هېڅ چمتو والى نلرم، سودامې نده کړې ، کارونه مې ګډوډ دي.بل داچې که زه سباته هرات ته ټکټ ونه مومم نو څنګه به کوم خو هغه همدا خبره کوله چې کام آير راته د شنبې ورځ ټاکلې او ماته يې هم همدا څو دقيقې وړاندې خبر راکړى دى، بله چاره نلرو ما تردې دمه  حج ته دتللو په اړه له خپل پرېکنده تصميم څخه له خپلې مېرمنې پرته نو رهېڅوک هم نه وو خبر کړي ځکه چې نه مې غوښتل د نورو په څېر د موټروکتار راپسې وي،لسګونه دوستان له کاره وباسم او آن تر هوايي ډګره مې بدرګه کړي،ما غوښتل که ممکنه وي چې په تللومې له خپلې کورنۍ پرته نور هېڅوک هم خبر نشي، له دې کاره مې څو موخې وې : نه مې غوښتل چې په عبادت کې مې ريا شريکه شي.
رسول الله (ص)فرمايي: چې الله (ج)هغه عبادت نه مني چې ان د ذرې په اندازه ريا هم پکې وي، ددوستانو له کاره وېستل ،زما تر رخصتولو پورې انتظار ، د کابل په يخنۍ کې دلته څو شپې کول د بې ځايه لګښت مخنيوى  ، ددې ناسم دود مخنيوى چې حاجي بايد هرو مرو د موټرو په کاروان بدرګه اورخصت کړل شي.
 ما غوښتل چې زما عبادت او سفر بايد يواځې او يواځې دالله (ج) د رضا او خوښۍ لپاره وي، زه د حاجيانو ددرناوي او احترام مخالف نه يم ،د هر نېک عمل هر کلى او تشويق نېک کار دى، هر نېک کار او نېک عمله شخص محترم او دستاينې وړ دى،خو په افغانستان کې چې دې دود کومه افراطي او ريايي بڼه خپله کړېده دا واقعاً د غندنې وړ او نا روا کار دى،دا نا سمه سيالي ده چې د اسلامي ټولنې لپاره هر اړخيز زيانونه لري.
 زما له حرکت يوه اونۍ وړاندې زما ماما حبيب الرحمن استاد له جلا ل اباد څخه حج ته  ته، ما ورته وويل  چې ډېر دوستان به نه په تکليفوو، زه به دې کابل ته ورسوم او تر څو چې له عيدګاه څخه هوايي ډګر ته روانېږې .  زه به درسره يم هغه هم راسره ومنله ،ما خپل موټر ګلپوش هم نکړ، دهغه سامان مو د جلا ل اباد په قصبه کې د هغه له کور څخه په موټر کې ور واچاوه له کوره څه يواځې څلور تنه را ووتو موږ د سره رود ولسوالۍ اړوند  دنظر آباد په کلي  کې چې دکابل جلا ل آباد په لويه لار ه پروت دى ، بايد په يوه ختم کې ګډون کړى واى ،کله چې دوستان زموږ له قصد څخه خبر شول نو مخالفت يې وښود،((ولې حبيب الرحمن خو بې څوکه ندى،چې يواځې به ځي ،يوه ورځ دې ورسره له کاره ووځو که نه ،حج خو هره ورځ نه وي ، زما شرعي استدلال او منطق ددوى د منطق او کليوال استدلال په مخ کې چانه اورېده ،لکه غريب ملا چامې په اذان لمونځ هم ونکړ، ساعت وروسته  چې کابل ته روان شو، نو پنځوموټرو حرکت وکړ چې يوګلپوش موټر هم پکې و.ماما مې هم هغوى همدې موټر ته کش کړ. له ماسره په موټر کې زموږبل ماما نصرالله ناست وو، پدې وخت کې زما دحج کار هم يقيني شوى وو  ما هغه خبر نکړ خوورته و مې ويل چې که الله (ج) زما په نصيب کې هم حج کړ نو وبه ګورې چې هوايي ډګر ته به يواځې لاړشم، کله چې له حج څخه راستون شوم نو زموږپه ختم کې هغه هم ګډون وکړ په خندا يې راته زما خبره راياده کړه ويل يې ستا خو په دې خبره کې چل وو ،زه هسې پوهـ نشوم ،ته خو رښتيا پټ لاړې  او پټ راغلې.
له سيد نصير سره له ټېليفوني خبرو وروسته مې لومړى خپل پلار ته ټېليفون وکړ، هغه په همدې ورځوکې ديخنۍ له امله له کابل څخه جلا ل اباد ته تللى وو،له سلام وروسته مې ترې وغوښتل چې سبا کابل ته راشي ،هغه راته وويل چې يوخوله کابل څخه اوس راغلى يم او بل يخ دى څه مې کوې؟ اخر اړشوم چې ورته حال ووايم خو دا شرط مې پرې کېښودچې د وروڼو په شمول به مې هېڅوک هم نه خبروې ځکه چې په راتللو په تکليف کېږي، دوهم ټېليفون مې معلم مير عثمان ته وکړ،ميرعثمان زما سکه کشرى ماما او ملګرى دى، که څه هم رانه مشر دى خو مادده  مشري هېڅکله هم په رسميت نده پېژندلې ،تل دهمزولوپه څېر ټوکې کوو،چې کوچنى وم هر وخت يې را څملولم ،کله کله به يې  وار او ګوذار هم راباندې کاوه  ، بده لا داچې کله کله مې د مېرمن ،بچيانو او ملګروپه وړاندې هم راباندې وار کوي او اوس چې دلمسيانو خاوند دى هم له خپل عادت څخه ندى اوښتى، خواوس پرې زه قوي يم ،ډېر راته ګران دى نو موړى هم دامهال په کابل کې وو ،ده ته مې له وېرې ټېليفون وکړ ما ويل وروسته خوخبرېږي ،بيابه په غوسه وي،هغه هم دشپې زموږ کورته راغى .
دجمعې په ورځ راته ډېر کارونه پر غاړه  وو ،د اخبار د ډيزاين چک کول، دټېليفون دنمبروکتابچه مې زړه شوې وه ،نمبرې او نومونه راته رفيع الله (روشن) او اميرزېب (دراني) پخواکمپوزکړي وو دا بايد په جېبي بڼه ډيزاين صحافت او کلک پوخ ورکړل شوى واى، سفري بيک ،داحرام څادرونه،چپړې،او دسفرنور لوازم يوهم نه وو او په بازارکې يې پېرل غوښتل تر ټولو مهمه داچې ما بايد په همدې ورځ هراته هوايي ټکټ موندلى اونن مې هرات  ته هم ځان رسولى واى.
د جمعې په ورځ سحر مې په کور کې چاى وڅښه ،ماما مې ډېر اصرار وکړچې تر هوايي ډګره مې ملګرتيا وکړي  خو ما ورسره ونه منله او خپل کارته مې رخصت کړ.
لومړى د محاذ دفتر ته ولاړم خپل ملګري قاضي نورحسن (بدوي) او خپل زوى طارق ته مې د سودا لست ورکړ هغوى مې سودا پسې ولېږل او زه وزير اکبر خان ته ولاړم ،له څه شېبه ګرځېدو وروسته مې په پنځه سوه افغانيو لوړې بيې (٤٥٠٠)افغانيو د پامير هوايي شرکت د غرمې ددولسو بجو دالوتنې ټکټ تر لاسه کړ، دکابل د هوايي ډګر داصولو له مخې زه بايد لس بجې له خپل سامان سره په هوايي ډگر کې حاضر واى ، له وزير اکبرخان څخه تايمنو ته لاړم ددولس مخه اخبار د محتوى او ډيزاين کتل او سمول هم اسانه کار ندى.
زما له نصيبه  زما تکړه مرستندوى او ښي لاس رفيع الله (روشن ) هم د جمعې په رخصتۍ د پنجشنې په ورځ مازيګر کور(لغمان )ته روان شوى وو.
پاوکم يوولس بجې وې چې د اخبار له کار او زګار شوم او دټېليفون کتابچه مې هم چمتو شوې وه .له تايمنيو په نوي سړک دهوايي ډګر هغه سړک ته ووتم چې دا ډګر له خير خانې ،تايمنيو او بالاخره له کانټينينټل هوټل سره نښلوي، دجمعې ورځ وه بيروبار هم کم و  په لس دقيقوکې هوايي ډگر ته ورسېدم خو قاضي   قاضي بدوي صاحب او طارق لا نه وو را رسېدلي، په ټېليفون يې ډاډراکړ چې هغوى هم را نږدې دي، دوه دقيقې تېرې نه وې چې له ټکسي راښکته شول، دهوايي ډگر په څلور لارې کې مې ترې بيک واخست له دواړو سره مې خداى پاماني وکړه طارق ژړغونى شو ،نږدې وه چې زما زړهم نرى کړي خو ژر مې مخ واړاوه په لاره څوځايه زه او بيک دواړه تلاشي شو خو چې کله به مؤظفينو د کورني پرواز (الوت) خبرله ما واورېده نو تلاشي به يې سسته کړه ما په هرات کې خپل يوه  ملګري  غلام حبيب سيفي ته ټېليفون وکړ او هرات ته مې له خپل ورتګ څخه خبر کړل ،هغه  د الوت او هلته د وررسېدلو وخت  وپوښت خوله بده مرغه نه  د افغانستان دولتي الوتکې اونه هم د خصوصي شرکتونو الوتکې په خپل وخت الوځي ،موږ هم پوره يو ساعت وځنډېدو يوه بجه الوتکه والوته او دوه بجې په هرات کې کېناسته.
په الوتکه کې مسافروته يواځې يو کوچنى بوتل اوبه ورکړل  شوې او بس، دخوړو او شربتونو درک هم نه وو.
دسفر دومره نږدې واټن ،دومره لوړه کرايه او دمسافرو په اړه دومره  بې اعتنايي واقعاً سړي ته شهر ناپرسان ورياد وي .
 کله چې له ترمينل څخه ووتم ګورم چې څلورتنه ملګري راته ولاړ دي چې در يويې يوله بل سره نه  پېژندل حيران شوم چې دانور چا خبر کړي وو ډېر مې راټينګ کړل  خو حال يې راته ونه ويلې ،  له سلام او روغبړ وروسته  غلام حبيب سيفي له هغو نورو وړاندې شو زما بيک يې له هغه موټر څخه را واخست،چې کارګوله الوتکې  بهر لېږدوي، او د خپلې سپينې کرولا شاته سېټ کې يې کېښود.
هغو نورو ملګرو په ټينګه ورته وويل چې دى به زموږ سره لاړشي،خوخداى ج دې هر مسلمان   د غلام حبيب له ضدڅخه ساتي.
د غلام حبيب دوى کوردهرات ښار په زړه کې ارګ ته نږدې  د خرقې د جامع مسجدڅنګ کې  دى، داهغه مسجد دى چې د طالبانو په وخت کې داکثرو کتونکيوپه باور ايراني استخباراتو ،يواځينى سني لوى عالم ملا موسى پکې  شهيدکړ،ملا موسى په ايران کې د سنيانودحقوقو غوښتونکى و په همدې جرم !!ايران هغه فرار او بالاخره همدلته په داسې حال کې شهيد کړ چې د جمعې له لمانځه راووت.
دغلام حبيب دوى په کور کې له چاى څښلو وروسته په پاتې سودا پسې ووتو له سودا وروسته د ازادۍ باغ ،ملت پارک،دصفرتخت ،دحضرت مولنا عبدالرحمن جامي، امام فخرالدين رازي،ګوهرشاد بېګم او دحضرت خواجه عبدالله انصاري زيارتونو ته لاړو ،دماښام لمونځ مو په تخت صفرکې وکړ ماسختن کورته لاړو.
هرات هم د افغانستان له اداري واحدونو څخه يو واحد دى او دقانون له مخې پر نورو  ولاياتو کوم فوق العاده لوړتيا او امتياز نلري.خوکه څوک هرات د افغانستان   له نورو ولاياتوسره پرتله کړي نو حيران به شي ،  هرات دومره پرمخ تللى او دومره کار ورته شوى چې اصلاًڅوک پرې د افغانستان ديوې برخې باور نشي کولى.
په دې پارکونوکې ډول ډول ګلان او نور د تفرېح وسايل ،هغه هم لويانو ته بېل اوکوچنيانوته بېل ،لوى حوضونه ،فاميلي ميلې دخلکو پام ځانته اړوي ، غلام حبيب راته وويل چې دلته خلک له خپلو کورنيوسره راځي د شپې تر دوه بجو ښځې او نارينه مېله کوي.
په دې ورځ هم سلګونه ښځې او انجونې راغلې وې هراتۍ انجونې د ايران په تقليدچل کوي ، ددوى کورنۍ جامه دومره تنګه او نازکه وي چې اروپايان هم ورته نه رسېږي پطلون اوکوباى هم اغوندي، خوچې کله بهرځي نوبيا پرې لوى څادر واغوندي، داجامه پټه کړي ته به وايي چې خير او خيريت دى اودرنه جامه يې په تن ده.
دهرات ښار سړکونه  دوطرفه اوښه لوى دي،په ټول ښار کې خام سړک نه ليدل کېږي ،آن لېرو ولسواليو  ته هم څلېرويشت ساعته برېښنا  تللې ده ،په سلګونو فابريکې پکې فعالې اوخلک پکې بوخت دي.
هرات نن  د افغانستان ستر سوداګريزاو صنعتي ښآر دى،په هرات کې دبيا رغونې دا کارونه اسماعيل خان په هماغه وخت کې کړېدي چې دلته په ننګرهار کې حاجي عبدالقدير اوحاجي دين محمد واليان وو،دهرات په ودانولوکې د هماغه ګمرک او ولايت عوايد کارول شوي چې د حاجي عبدالقدير اوحاجي دين محمد په واک کې و.
په ننګرهار کې ددوى د حاکميت پرمهال يوانچ سړک هم پوخ نه شو( له هغه سړک پرته چې په سره رود کې ددوى ترکوره پوخ شوى دى   ) اوپه هرات ښارکې د اسماعيل خان په واکمنۍ کې يوانچ سرک هم خام پاتې نشو، دلته نو د الفت صاحب شعر دانسان سترګوته نېغ ودرېږي:
ډېرتفاوت دى په انسان کې دمعنى په لحاظ
واړه لګيادي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
د ننګرهار عوايد له هرات څخه کم نه دي،دواړه سرحدي ولايات دي ،بلکې دننګرهار طبعي  پانګه اوکرنيزه وړتيا له هرات څخه ډېره ده .
دشهيد معلم اول ګل په جنازه کې زما يو دوست ته په ننګرهار کې دمرمرو ديوې فابريکې خاوند ويلي وو چې حاجي دين محمد په کابل کې د کور جوړول پيل کړي او تر اوسه يې له ده څخه دڅلورنيم ميليونه افغانيو په ارزښت مرمر وړي دي اوس يې نو له دې قياس کړئ .


نوربيا