کور / تازه خبرونه / رحمان ملک: الياس کشميري ووژل سو

رحمان ملک: الياس کشميري ووژل سو

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د القاعدې د احتمالي راتلونکي مشر الياس کشميري مړينه تائېد کړه.
رحمان ملک د آج ټلوېزون سره په مرکه کي وويل چي د دوى ټولي استخباراتي شبکې د الياس کشميري د مړيني خبر تائېدوي.
پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړى وو، چي الياس کشميري وړمه شپه په جنوبي وزيرستان کي له خپلو نهو ملګرو سره د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه حمله کي وژل سوى دئ.
د الياس کشميري په باب ويل کېدل چي ښايي د اسامه بن لادن تر مړيني وروسته د القاعدې د مشر په توګه وټاکل سي. د هند حکومت وايي الياس کشميري د ممبى په حملو کي هم لاس درلودئ.