کور / هراړخیز / هر والي دي ځان د ستايلو مستحق کړي

هر والي دي ځان د ستايلو مستحق کړي

دهېواد ولسمشرحامد کرزي دښاغلي نعيمي کړنو اولاسته راوړنوته په کتوسره چې په ډيربرياليتوب سره يې خپله ورسپارل شوې دنده سرته رسولې ده دنوموړي دمدبرانه اواغيزمنې مشرۍ ستاينه اوتقديرکوي  اوده ته ېې ١٢٠٨ګڼه حکم پربنسټ تقديرنامه ډالۍ کوي   ،ښاغلي نعيمي ته په خپل ژوند کې دلوى خداى پا ک (ج) له دربارڅخه دښې روغتيا ،نيکمرغه ژوند اوزياتوبرياليتوبونوهيله کوي .اودنوموړي دمدبرانه مشرۍ تقديرکوي،واقعيت دادى چې دمشرتوب اوسمبالښت په ټولو آرونوکې يومنل شوى ارزښت دادى،څوک چې په ټولنه کې داغيزمن چوپړ لپاره کړنې ترسره کوي ،ولس ته درېښتني خدمت کولو وياړ لري ،دسالمې اواغيزمنې مشرۍ ټولې منل شوې ځانګړتياوې ولري ،خپل تاريخ ،ولس اوملي گټو ته ژمن وي .دارونوپه چوکاټ کې اړتيا ده چې بايددنورو کړنو،هڅو،نوښتونو دترسره کولو لپاره تقديراوهڅول شي .ځکه ديوچادښوکارونوستاينه دزيات پرمختګ اوکړنولپاره ښه پايله لري .هغه څوک چې په يوه ټولنه کې دچارودروندمسووليت پرغاړه اخلي بايد ځواکمن ،واکمن ،مدبراو دعمل په ډګرکې ژمن اوهوډمن شخصيت وي .خوست والي ښاغلى عبدالجبارنعيمي چې دې هېوادته دخدمت ملي روحيه دنوموړي له کړنو اوشخصيت څخه په ډاګه سره څرګنديږي ،نوموړى دملي احساس ،ملي موخې ،هېوادنۍ مينې ،ملي ګټوته درناوي ،ټولو تاريخي ارزښتونوته دپاملرنې له مخې يوځوان اونوښتګر والى دى .چې دمشرتوب ټولې پورته منل شوې ځانګړتياوې يې په شخصيت کې نغښتې دي .نوموړي ددې هېوادلپاره په هرډګرکې دقدروړچوپړترسره کړئ دى .دهېواد دديپلوماسۍ په چوکاټ کې يې په ډيراغيزمن ډول سره زمونږ دنړيوال دريځ اوبهرنۍ تګ لارې ددفاع اوعملي کولو دخدمت وياړهم لري .دچوپړبله څرګنده بېلګه يې دميدان وردګودوخت دولايت مشري وه چې په ډيروياړ اوعزت سره يې په دغه ولايت کې ډيرې لاسته راوړنې درلودې. چې ددغه ولايت دتاريخ په پاڼوکې به دتل لپاره ژوندۍ وي .دادى له نيکمرغه اوس مهال زمونږ دهېواد په خوست ولايت کې ددغه ولايت دمشرۍ وياړلري .نوموړي ته دهېواد دولسمشرڅخه په ورکړل شوې تقديرنامه کې په خوست ولايت کې دده دټولو لاسته راوړنو ،پرمختګونواواغيزمن مشرتوب واقعيت نغښتى دى .خوست والي په دغه ولايت کې دسمون اوبدلون پياوړى لاروى دى .پرهره کړنه اوچوپړيې دخوست هروګړى دخوښۍ اوخوشحالۍ اعتراف کوي .ښاغلي نعيمي په دغه ولايت کې په خپل ژور،اغيزمن اوپوهنيز درايت اوليدلوري سره دشخړوداسې تاريخي کړکيچنې غوټې خلاصې کړې چې په کلونو کلونويې ددغه ولايت دبېلابېلوقومونوپه ذهن کې شتون درلوداوډيرې ځواکمنې رېښې يې کړې وې .دټولوقومونوترمنځ يې دورورولۍ ،دوستۍ ،اوغيزمن پوهاوي فضاء واکمنه کړه ،دولتي شتمنۍ چې دټولو خوست ميشتو شتمني بلل کيږي دزورواکوله منګلولوڅخه يې ازاده کړه ،ددولتي حاکميت دټينګښت لپاره يې داسې ګړندي ګامونه اوچت کړل چې له مرکزڅخه نيولې بياترولسواليوپورې يې ددولتي حاکميت لمنه وغځوله ،داداري فسادرېښې يې ترډيره بريده له منځ څخه يوړي اوپه فسادکې ښکيل  کسان يې دعدالت منګلولوته وسپارل ،دښوونې اوروزنې په ډګرکې يې دفکري رغونې لپاره داسې وياړمنې کړنې سرته ورسولې چې په دې سره يې دخوست دټولوولسونوزړونه راخپل کړل ،دعامه اړيکوپه ټينګښت کې يواغيزمن اوژورليدلري ،ځکه هروخت دولس په منځ کې ستونزوته غوږ نيسي ،دولس اودولت ترمنځ يې دبشپړ باورفرهنګ راژوندۍ کړ .دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې لپاره يې هره هڅه دستاينې وړ ده ،په اداري چارو کې همغږي خودنوموړي دژوندکړنلاره ده ،دځوريدلي ،کړيدلي اودرديدلي ملت خدمت يې دژوندشعاراود عمل دډګرتګ لاره ده .    .