کور / هراړخیز / د نړۍ تر ټولو بېګناه خلک

د نړۍ تر ټولو بېګناه خلک

نجیب منلی
موږ عجیبه بېګناه خلک یو. که کارېزونه مو وچېږي نو ملامتي یې په وچکالۍ ده، که ویالې مو بندې دي نو ګونا د هغو موسسو ده چې د ویالو د پاکولو کار ته یې مخه ده، که خوړونه مو هغه کورونه وړي چې د تېر په هېرولو مو د سېلاو مخې ته اباد کړي دي نو پړه یې د حکومت پر غاړه ده، که غرونه مو وچ کلک دي او ځنګلونه مو په چارتراشو بدل شوي دي د ګاونډیو د لاسه راباندې کېږي، که ماشومان مو بې مانا پروګرامونو ته بړکې سترګې ناست وي نو مسوولیت یې د تلویزیوني چاینلونو او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پر غاړه دی… کومه به یې ژاړو؟
د څو کلونو راهیسې د کندز، تخار ، بلخ او جوزجان په ولایتونو کې د آمو سیند هره ورځ، لوېشت په لوېشت د افغانستان ساحلونه ګروي. دا د نن خبره نه ده، پنځوس کاله پخوا هم د درقد ځنګلونه آمو تر ستوني تېر کړي وو. که د خوړونو پر غاړه د ناقانونه ودانیو مسوولیت د هغه چا دی چې دولتي ځمکې یې غصب کړي او ځان ته یې د تاوان لار جوړه کړې، که په کلیو او بانډو کې د ویالو او کارېزونو وېجاړېدل د سېمې پر خلکو باید وروتپل شي، که د ښارونو په کوڅو کې د پلاستیکي کڅوړو ډېرانونه د ښار داوسېدونکو خپل پیداوار دی، هغو سترو طبیعي ګواښونو ته د حل لارې لټول چې د عادي خلکو د عادي امکاناتو پر مټ یې مخنیوی ناشونی وي د حکومت کار دی. د کلدار، شورتېپې او درقد اوسېدونکي پرته له دې چې پر خپلو له منځه تللیو جایدادونو وژاړي بله لار نه لري. هر کال په دوبي کې د پامیر او هندوکش واورې اوبه کېږي او آمو مستوي. دا د طبیعت لار ده. که د آمو د شګو زیږوالی د شاعر تر پښو لاندې د ورېښمو خوند لري دا د هنر چاره ده، خو هرکال چې په زرګونه جریبه ودانه ځمکه د آمو خوراک کېږي دا د ټول افغانستان ستونزه ده. د پاکو خو سرزوره احساساتو خاوندان ، جنوب لور ته د آمو خوځښت د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا له پاره ګواښ بولي او په دې پلمه ګاونډیانو ته ګوته نیسي. که له احساساتي اړخه دغه اندېښنه د قدر وړ ده، سیاسي او جغرافیایي اهمیت یې دومره نه دی چې څوک دې دوه پاڼې پرې تورې کړي. برعکس، د سیمې د خلکو له پاره چې هر جریب ځمکه اوبه وړي په حقیقت کې یوه کورنۍ د ژوند له امکاناتو بې برخې کېږي. دلته نو دولتي ادارې خپل مسوولیت نه پټولای شي او نه یې کم ښوولای شي.
حکومت هرکال دوه دری ملیونه ډالره دې کار ته ځانګړي کوي چې د اوبو مخې ته د شګو کڅوړې واچوي. په بل عبارت به بې ځایه نه وي که وویل شي هرکال د افغانستان حکومت دوه یا درې ملیونه ډالره د آمو اوبو ته غورځوي. د کلیو د پراختیا د وزارت د اټکل له مخې څلورسوه ملیونه ډالر په کار دي چې د آمو د سواحلو د تخریب مخه و نیول شي خو حکومت وایي چې دغومره پیسې د دوی په واک کې نه شته نو له بدې ورځې پر ناسور د پرهرپاڼې پټۍ لګوي.
د پیسو نه شتون یوه جدي موضوع ده. افغانستان په تېرو لسو کلونو کې ډېر هغه بنسټیز زېربنایي کارونه د الله ایلې ته پرې اېښي دي چې د هېواد اقتصاد په پښو درولای شي. علت یې هم دا دی چې پر دغو بنسټیزو پروژو دومره لګښت راځي چې د افغانستان حکومت یې له برابرولو عاجز دی. د کوکچې یا کونړ بندونه په ملیاردو ډالره لګښت غواړي چې پوره کول یې اسان نه دي. پاتې شو د آمو د غاړې څلورسوه ملیونه ډالره. همدغه حکومت چې د زرګونو هکتارو ځمکو د ژغورلو له پاره څلور سوه ملیونه ډالر نه شي پیدا کولای، د هېواد په ښارونو او بانډو کې په سګلونه کیلومتره سېمټي دېوالونه په دې هیله جوړوي چې خپل امنیت به پرې وساتي خو نه یې د دفاع وزارت خوندي کړ، نه د کورنیو چارو وزارت، نه د یو او بل ښار ولایتي ماڼۍ، نه د کندهار زندانونه او نه د اردو مرکزي روغتون. که هر متر دېوال په زر ډالره هم محاسبه شي، په دې تېرو څو کلونو کې د افغانستان حکومت کم له کمه د نیم ملیارد ډالرو په بیه دېوالونه جوړ کړي دي چې خپل ځان پرې له خپل ولسه پردی کړي. خبره د ارزښتونو او لومړیتوبونو ده. د افغانستان حکومت هم لکه د هېواد عادي وګړي یو بې وزلې، بېګناه حکومت دی. د سړکونو پر منځ، له ګټو او کاڼو بې ګټې دېوالونه جوړلای شي چې هم ترافیک مختل کړي او هم د ولس خوا بده کړي، خو دومره فکر لا چا نه دی کړی، او که کوم تن نیم کړی هم وي چا ورته غوږ نه دی نیولی، چې د انسدادي دېوالونو په بیه د خورا لوړ کیفیت استنادي دېوالونه هم جوړېدای شي.
ورک یې کړﺉ، پړه به یې پر تاجیکستان ورواچوو، هغوی پرته له دې هم زموږ مطبوعات نه لولي نو دا وېره هم نه شته چې رانه به خپه شي.