کور / هراړخیز / عینو مېنه ، وخاندم که وژاړم

عینو مېنه ، وخاندم که وژاړم

د جمعې مبارکې قضا ماسپښین وه ، کندهار میشتي ملګري مې راته  وویل درځه چې دعینو مېنې منظره درباندې وکړم ، عینو کارېز او عینو مینه مې له دې پخوا اوریدلي وه ، خو لیدلي مې  نه وه ، عینوکارېز ویل کیږي چې له کندهار ښاره یوڅه وتلی دی ، خو عینو مینه هغه نوې شنه سیمه ده چې په دې وروستۍ  ( ډالري لسیزه ) کې دکندهارښار دشمال ختیز دقشله جدید په دښته کې رازرغونه شوې ده .
 دکندهار ــ  کابل دسرک په شمالي  غاړه ، په نظام قراول ته ورته  دروازه چې ورننوزې ، غبرګ  سرک ، دناجوګانو له  ونو ، ګلبوټو او زرغون چمن سره ، دتوپک دمیل په شان سیخامخ  ترهاپورې  غره پورې رسیدلی دی ، ځای ځای په مناسب امتداد څلورلارې دي  ، دغه راز عرضا هم همداسې سرکونه غزول شوي ، چې دعینو مینې په نوم یې ددې نوې ښایسته میشت سیمې تاروپود ساز کړي  .
نن دجمعې مازدیګر وه چې غمووهلي کندهاریان په داسې ورځ دباباصاحب او دهلې دبند دمیلو او منظرو نه علاوه اوس دعینو مینې په منظره هم غم غلطوي ، نوي ماډل موټرونه چې له کندهاریو ځوانانو ، سپین روبو او ماشومانو ډک وه ، یوپه بل پسې له عمومي دروازې  تېریدل او عینو مینې ته ننوتل ، زه هم له خپلو ملګرو سره په پیاده مزل مخکې لاړم  لومړني څلورلاري ته  ( چې لومړنۍ فواره یې هم بولي ) ورسیدو ، دلته بیخي بیروبار جوړ وه ، شاوخوا چمنونه له خلکو ډک وه ، څوک په خوړلو ، څوک په مجلس او څوک په لوبیدلو بوخت وه ، په لومړي ځل مې په کندهاریانو زړه ښه شو، ماچې ددې درديدلي  خوباتوراولس ځوانان لیدل ، چې له خپل اصلي ثقافت ( خامک ګریوانونو او شاهبازۍ غاړو ) سره یې غمونه هیر کړي وه ، او په څیرو یې موسکا خپره وه ، ډیر اثر یې راباندې وکړ ( الله تعالي دې وکړي چې دا آني خوښۍ همیشنۍ او هیواد شموله شي آمین )
دمازدیګر اودسونه مو دعینو مینې په چمنو کې په پریمانه بهیدونکو  اوبو تازه کړل ، چې له لویې ویالې څخه یې ورخ رامات شوی او سیمه یې زرغونه کړې ده ، دلمانځه له ادا وروسته په مېنه کې نور هم وګرځیدو ، په عصري بڼه جوړیدونکي سټي سنټرونه مو ولیدل چې دجوړیدو کار یې په درز روان وه ، او ویل کیږي چې  بیه کول یې دهرچا کار نه دی ، رستورانت ته ورغلوچې عملې یې دخارجیانو کانې کولې ، چپس  برګر او آیس کریمونه یې هم له خارجه تقلید شوي وه ، او له بیې څه یې ځکه  خبرنه شوم ، چې یوه کندهاري ملګري خرابات وکړ .
ترماښامه په ټوله مېنه کې ونه ګرځیدو ، خودا راته وویل شول چې نوره هم ( علی هذالقیاس ) دمېنې سرکونه او پارکونه په خورا معیاري بڼه جوړ شوي ، کورونه هم چې ویل کیږي  ۹۰ فیصده یې دچارواکو او زورورو دي ، ډیر عصري جوړ شوي دي ، سره له دې چې په دې وران هیواد کې که څوک یوه خښته په بله سپروي هم باید قدرونه یې وشي ، او دوطن خادم وبلل شي ، چې له همدې امله دعینو مېنې په لیدلو ماهم دخورا خوښۍ احساس کاوه ، او په زړه کې مې ددرست وطن دراتلونکې ودانۍ او هوساینې  ګوړې ماتولې ، خو متأسفانه دا احساس مې هغه مهال بیرته لږ پیکه غوندې شو، چې یو ملګري راته دعینو مینې درسته کیسه تېره کړه .
ده وویل دادښته چې دقشله جدید مربوطه وه پخوا ددفاع وزارت ملکیت وه ، دولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزی او څوتنه خارجیان راولاړ شول ، دکرزي دواکمني په دوهم کال یې داسیمه جریب په شل زره افغانۍ له دفاع وزارت څخه رانېوله ، اوبیا یې خپل ماستر پلان په کې پلی کړ، د ده په وینا احمدولي او ملګرو یې دسیمې له یوڅه ودانې وروسته ځمکې ته  داسې نرخ وټاکه ، چې دیوه عام افغان له وسه تېره خبره وه ، نوله همدې امله وه ، چې یوازي د ډالرو قماروهونکو ، چارواکو ، زورورو ، اوزردارو ترخپل منځ سره وویشله ،دنوموړي په وینا همدا اوس دعینو مینې دمالکینو په سلوکې نوي برخه چارواکي ، قومندانان  او نورلوړپوړي دي ، او پاته لس فیصده یې عام سرمایه داران دي .
ددوی په وینا کوم څوک چې دکندهار ــ کابل په لاره سفر کوي ، اوله موټر څخه شنه عینو مینه ویني ، نوښایي په مالکانویې  بې ملاحظې آفرین ووایي ، خو حقیقتا لکه څومره چې ددې دښتې زرغونتیا هیله بښونکې ده ، همدومره په کندهار کې دطبقاتي ناانډولتیا له اړخه  ځورونکې هم ده .
عام کندهاریان  له دې سیمې څخه یوازې دجمعې په مازدیګر خوند اخلي ، او ښایسته ودانیو ته یې حیران حیران ګوري ، نور نو داپراخه سیمه رسما یوازې دڅو هغو کسانو په نامه قید ده ، چې رسنۍ یې دځمکو مافیا بولي ، او په اصطلاح د ( دابة الارض ) دسترې شبکې غړي بلل کیږي .
دماښام جماعت ته په لاره چې کله مې ملګري دچارواکو له شیش محلونو خبرولم ، زما ذهن دکندهار دعام اولس دسرپناه په ستونزو کې ډوب وه ، دارغنداب دترکو کلاچه مې په ذهن ووریده ، چې له بنسټه ونړول شوه او خبر نه یم چې اوسیدونکې به یې اوس چیرې ترکیږدیو لاندې  دوبی تیروي ، دپاشمول او ډنډ بې کوره کلیوال مې ترسترګو لربر شول ، چې کورونه یې  په  بیلډوزرو هوار شول ، او بالاخره مې دعینو مېنې نه لږ ورلوړ دکابل دسرک په غاړه دنساجۍ په سیمه کې دبې کوره وګړو پیوندي کیږدۍ راپه زړه شوې ، چې داڅوکاله چې زه کندهار ته راځم ددوی همدا کیږدۍ دي او لږترلږه یې  خټینو کوډلو ته ترفیع ونه کړه .
هرڅه مثبت او منفي اړخونه لري ، عینو مینه په ټوله کې خورا یو مثبت انکشاف  وه ، او د وران هیواد دابادۍ تنده یې تروروستۍ کچې خړوبوله  ، خو که بګراونډ یې ورسره ملاحظه کړو ، نو له  ترسره شوې یوڅه بې انصافۍ نه یې هم پرده پورته کوله  ، او دطبقاتي توپیر یوژوندی مثال ایسېدله .
رښتیا ، دزرغونې او ودانې عینو مینې یوازیني مشکل داوه ، چې جوماتونه  په کې کم وه او یاخوپه مناسب موقعیت نه وه جوړ شوي ، موږ له لومړۍ فوارې څخه داسې مهال دجومات په لټه حرکت وکړ چې دماښام اذانونه نه وه پیل شوي ، خو چې کله  موجومات ته ځان ورساوه نوجماعت تېر شوی وه  ، ماښام عینو مینه دسرک غاړو ګروپونه روښانه اولاښایسته کړه ، په شنو ناجو ګانو کې یې ساړه باد شور جوړ کړی وه ، کندهاري ځوانان په خپلو تیزرفتارو کې بیرته دزردارو له کلی وتل ، ماحول ډیر روح بښونکی وه ، او ماپه زړه کې له ځان سره ویل ( وطن خو وطن دی  خوکاشکې چې دا سره ( يرغلګر) په کې نه وای .  (نوربیا)