کور / هراړخیز / رجب د پخواني عثماني خلافت د احیا خوبونه ویني

رجب د پخواني عثماني خلافت د احیا خوبونه ویني

لیکوال: مهرداد فرهمند
منبع: بی.بی.سی، بیروت
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
جون۲۰۱۱،۱۸


د ترکیی په تاریخ کی پس له ۵۴ کلونو یو ګوند وکولای شول چی ددریم ځل لپاری یو په بل پسی ټاکنی وګټی او په واک کی پاتی شي. رجب دغه کامیابی نه یواځی د ترکیی داوسني حریم د اوسیونکو لپاره بریا بللی بلکی ټولو هغو ته یی مبارکي ورکړی چی یو وخت د دعثمانی خلافت په حریم کی میشته وو.
مخکی له دی چی د عدالت او پرمختیا ګوند رسماً ګټونکی اعلان شي، رجب سره د خپلی میرمنی (امینی) د خپل ګوند مرکزی دفتر ته سر ورښکاره کړ او هغو خلکو ته چی هوری په خوښی بوخت وو خبری وکړی: نن له استنابوله تر بوسنیا خلک کامیاب شویدي، له میره تر بیروته، له انقری تر دمشقه، له یاربکره تر رام الله، تر نابلسه، جنینه تر غزی تړانګی تر قُدسه او تر باختري کرانی پوری
نن له ترکیی تر منځنی ختیځه او له قفقازه تر بالکان او اروپا پوری خلک کامیاب شویدي.
دغه سرحدونه چی رجب یی نومونه واخیستل د عثماني خلافت د حریم برخی وی. یو خبره چی مهمه او اړینه دی هغه دادی چی په  ملکونو باندی د لښکر کشی وخت نور تیر شویدی، نن سبا ملکونه هڅه کوي چی خپلی نفوذی ساحی مالومی کړي. او د نفوذ د ساحو لپاره دا اړینه دی چی له اقتصادی او فرهنګی هلوځلو څخه باید کار واخیستل شي.


دازادی کښتی او د لیوانو دره:
له اردوغان او ملګرو سره یی تاریخ داځل بی اندازی یاری کړی؛ امریکی په عراق حمله وکړه، ترکیی دلته کی له امریکی ځان لری کړ چی په دی کار سره ترکیی وکولای شول چی د عربانو په زړونو کی ځای ومومي.
 ترکانو له دی وروسته په مکرر ډول هڅه وکړه چی د عربانو زړونه فتح کړي، تیر ځل یی غزی سره د مرستی لپاره د خوراکی توکو او کالیو ډکه کښتی ولیږله، په دی سره یی وکولای شول چی هم د عربانو زړونه خپل کړي او هم خپل سامان الات د عربو تر بازارونو ورسوي، تُرکی سریالونو لکه نور، محبت منع دی (عشق ممنوع چی طلوع یی هم خپروي، ژباړن) او د لیوانو دره یی وکولای شول له یمنه نیولی تر مراکشه د خلکو زړونه خپل کړي.
د سیلګرو عربانو پښی هم د ترکیی خواته خلاصی شوی، د ترکیی هوایی شرکت و کولای شول خپل پروازونه د عربانو هوایی ډګرونو ته زیات کړي، د ترکیی هوایی شرکت په داسی مهال غوړیږي چی زیاتره اروپایی شرکتونه له دیوالی کیدو سره مخامخ دي.


هغه ترکیه چی له انفلاسیونه کړیدله، او د بی کاری نرخ (ریټ) پکی لوړ وو اوس د نړی ۱۶م وتلی اقتصاد دی. هغه ترکیه چی د نظامونو د سقوط لپاره یی شهرت درلود، اوس د ۸ کلونو لپاره یو با ثباته نظام لري، او دوه کاله نور وخت ته اړتیا لري چی په ترکیه کی د یو طولاني او با ثباته نظام ریکارډ خپل کړي.
په باندنی سیاست کی هم ترکیی یو ځانګړی نوم خپل کړیدی، عربان اوس د تُرکانو مُریدان دي، په خپلمنځیو شخړو کی تل له دوی هیله کوي چی ترمنځ یی منځګړیتوب وکړي عربان تُرکانو ته په داسی مهال زړه وروړي چی په ځلونو یی له باندنی مداخلی شکایت کړیدی. سړی د عربانو محبوبیت ته په تُرکانو کی حیرانیږي ځکه دوی یو له بل سره د اوږدی جګړی شالید لري، سړی نه پوهیږي لکه چی عربانو د خپلو شهیدانو وینی چی د تُرکانو سره د جنګ پرمهال تویی شی هیری کړی وي.


تُرکی اسلام او عربی پسرلی:
هیڅوک هم نشي کولای دا خبره رد کړي چی تُرکیی به د امریکی له ملاتړه بی غیر دومره لاس ته راوړنی لرلی شوای. امریکا چی له اسلامی بنسټګرو سره په جګړه بوخته دی، خو بیا هم د سولی نخچه د تُرکانو په لاس کی ګوري. د امریکی هری اداری څه چی د بوش وه او یا هم د اوباما؛ د تُرکانو اداره یی د مسلمانانو لپاره یوه نمونه بللی دی. په ټونس او مصر کی اوښتونونو تُرکیی ته بل چانس هم ورکړ، د رجب حکومت له هماغه اوله له دغو اوښتونونو سره همغږي او یووالی اعلان کړ.، او هغه چا چی ویره لرله چی د مصر په تحریر میدان کی به اوښتون د بنسټ ګرو مسلمانو لاس ته وروغورځيږي، دوی به ویل چی مونږ د تُرکانو غوندی نمونه وی سیستم ته وده ورکوو. حتی اخوان المسلمین هم اعلان وکړ چی دوی به خپل خط مشی د ترکیی د عدالت او پرمختیا ګوند په څیر ترتیبوي او له هغی څخه به الهام اخلي.
په لیبیا او سوریا کی خپریدونکی بغاوت د ترکیی لپاره یو څه ستونزی را ولاړی کړی. د مطبوعاتو په وینا بشارالاسد د رجب شخصی انډیوال هم بلل کیږي، ترکیی په دواړو هیوادونو کی سرمایه ګذاري هم لري، په لیبیا باندی د نظامي حملی په صورت کی ترکیی موضع ګیري هم وکړه. یوه خبره چی ټول دی ته منتظر دي چی ودریږه لږ رجب له ټاکنیزو مشغولتیاوو خلاص شي هغه دادی چی ترکیه د لیبیا لپاره یوه حل لاره راوباسي. یوی خواته د ناتو عملیات په ترکیی باندی اوږدیږي او بله خواته معمر هم پایدار پاتی دی له بلی خوا په غرب باندی د عربو انتقادات ورځ په ورځ زیاتیږي، د ا ټول په دی باندی دلالت کوي چی نن سبا د ترکیی محبوبیت په عربی ملکونو کی موجونه پیدا کړیدي.
په سوریی کی غرب د ترکیی د فشار له وجی هغه حالت ته مخه نه کړه چی په لیبیا یی راوستلی وو، دوی وویل چی سوریه اوس هم کولای شي چی اصلاحاتو له لاری خپل مخالفین ارام کړي، ترکیی د سوریی د مخالفینو میزباني هم وکړه، خپل سرحدات یی خلاص پریښودل ترڅو د بشار دظلمونو څخه تنګ کسان په اسانی سره وکولای شي پناه ویسي او هغه څه ووایی چی ورته پیښ شوي وو.
د سوریی مطبوعاتو او په لبنان کی میشتي د سوریی پلوو رسنیو په ترکیی باندی د خپل دریځ له وجی انتقاد کوي، خو ترکیه بیا د بل څه په غم کی دي هغه دا چی که بشار الاسد پاتیږي او که ځي خو شام په بازارونو کی باید ددوی د جنسونو بازار ګرم وي او ددوی محبوبیت ته کوم زیان ونه رسوي.



دوبی او ریبل:
د رجب ګوند په داسی مهال کی ټول ټاکنی و ګټلی چی په عربو کی پسرلی مخ په خلاصیدو او دوبی  په پیلیدو دی، او د عربو د نظامونو د چپه کیدو خوځښت له یوه وبل ته پراخیدونکی دی.
داچی رجب  د ټولټاکنو کامیابي هغو خلکو ته چی د د ترکیی د حریم هغی غاړی ته هم دی وایی، یوه مانا یی کیدای شي دا وي چی ترکیه په دی فکر کی دی چی ددوی د عدالت او پرمختیا ګوند رول او ددوی د معمارانو نقش به د شاوخوا وو ملکونو په سیاست کی موثر حساب شي. عربی اوښتونونو چی د ازادی او تغیر لپاره پیل شوي خپل هغه اسلامي اړخ او دترکیی له موډل څخه متاثر والی ښکاره ثبوت دی. تر ټولو مهمه وسله ددغو تظاهراتو لپاره د جمعی مبارکه ورځ ده کله چی مسلمانان د جمعی لمانځه لپاره راټولیږي له دی لاری دوی د مصر کی اوښتون کامیابی ته هم ورساوه. او بله مهمه خبره دا چی سلفیانو او میانه روو اخوانیانو دا په ثبوت ورسوله چی دوی کولای شي چی دخلکو ګله په مخه کړي.
نو هماغه وو چی د ټولو سترګی وو ترکیی ته شوی، د عدالت او توسعه ګوند حکومتي نمونه یی ښه مثال بللی شو، د عدالت او توسعه ګوند له حکومتی موډله هم سیاسیون او هم اسلامپالي چی د اخرت په فکر کی دي خوښ دي او د خپلی کامیابی لپاره ددوی تګلاره مهمه بولي او په پیروی یی افتخار کوي.
دا ټولی خبری د رجب د خوبونو تعبیرونه دي: د مسلمانانو دخلافت چوکی باید بیا د تُرکانو لاس ته ورشي. که د اسلامي هیوادونو مشرانو د عثمانیانو پرمهال له توپ قاپی فرمان او اوامر اخیستل خو اوس به له چان قایا قصره خط اخلي.
له ترکیی بیرون د اردوغان د خوبونو تعبیرونو لپاره زمینه برابره دی، خو د ترکیی دننه بیا حالات بل ډول دي او کولای شو چی ووایو چی اوس هم ددوی لپاره تهدیدات شته.


د مندرس عدنان له سرنوشته دعبرت یوه کیسه:
د رجب اسلام، څومره چی باندی د خلکو زړونه وړي، په هماغه اندازه یی کور دننه د ډیرو زړونه ور چولی دي
د کامیابیو د لمانځلو پرمهال د اردوغان د خبرو اصلی موضوع د قانون—چی د اتاترک پاتی شونی بلل کیږي—به بدلوي او تعدیلات به پکی راولي.
که څه هم رجب داځل له تیرو ټاکنیزو دورو  کمی رایی اخیستی خو له هغو یویشت ملیونو رایی چی دده په ملاتړ د ټاکنو پرمهال په صندوقونو کی اچول شویدي، دده د ملاتړ ګراف اوچت ښیی. دغه تعداد رایو ته په کتو، سړی ویلای شي چی د تیرو نهو کالونو په پرتله د عدالت او پرمختیا ګوند ملاتړي دوه چنده شویدي او دغه یوویشت ملیونه رایی ده ته دغه زړه هم ورکوي چی په هر بل ریفرینډم به په خلاصو سترګو ورځي.
رجب به په ترکیی کی  لومړی څوک نه وي چی دری دوری حکومت رهبري کوي، له ده مخکی عدنان مندرس وو. عدنان مندرس وکولای شول چی خپل حکومت تر لسو کلونو وچلوي، د مندرس په وخت کی له جوماتونو بیرته د اذان ازانګی اوچت شول،هغه ترکیه چی ۶۰ کاله له اقتصادي بحران سره مخامخ  وه، یی بیرته وغوړوله، ترکیه یی یو ځل بیا په باندنی سیاست کی مطرح کړه، ترکیه یی د ناټو غړی کړه، خو د اتاترک ملاتړو سړی مخکی تک ته پرینښود.


خو دلته تاریخ له رجب سره مل دی، د کودتاګانو وختونه نور تیر شویدي، او که څوک هم بیا دا ډول ګروه او پوهه لري، رجب ونیول او زندان ته یی ولیږل. په فوځ کی هم اوس داسی څوک نه دي پاتی چی د کودتاګانو حوصله ورسره وي او یا د پرویز مشرف غوندی کوم حکومت په ترکیه کی راولي بله خوا په اروپا کی هم اوس  د دیرشو کلونو پخوا په څیر څوک په ترکیه کی کودتاګانی  نه خوښیږي.
خو د رجب غوږونه باید په دی خلاص وي چی هر تغیر د اصلح لپاره چی دیی به یی کوي باید د اساسي قانون مطابق وي، بله خوا د ترکانو خیال او خوب چی دوی به له اروپا سره یوځای کیږي په باد وړل کیږي په داسی حال کی چی باد له ښی خوا ورځی، او د اسلام خپریدو هم په اروپا کی بلا ډار پیدا کړیدی.


د کُردانو دوه ژبی توره:
یو بل ریکارډ چی اردوغان ټینګ کړ هغه اقلیت ته نوم او هویت ورکول وو، ده د خپلو کامیابیو پرمهال د ټولو اقلیتونو(لږکیو) نومونه واخیستل: نن ورځ زما تُرک ورونه، زازا، لاز عرب، ګرجی، کولي، ټول کامیاب شول.
کله یی چی د اساسي قانون د تعدیلاتو وعده ورکړه نو ویی ویل چی راتلونکي ټول تغیرات او تعدیلات به د ملي مشارکت، ورورولی، یو والي په بنسټ وي. او د ټولو اقوامو او ملیتونو لکه زازا، عرب، چرکس،لاز، ګرجی، کولی، تاتار، کرد، علوي او سنی نظریات  به په نظر کی نیول کیږي.
ده چی د کومو اقلیتونو نومونه واخیستل، کیدای شي له مخکی پلان شوي او مطرح شوي وي. ده د له کولیانو دوه واری نوم واخیسته خو ارمینیان او اشوریان یی په خولی هم را نه وړل. 
بیخی واړه اقلیتونه لکه چرکس،لاز، ګرجی، او تُرکمان د تُرکیی لپاره سردرد نشي جوړولی، اصلی سردرد کُردان دي.  او دده وعده هم په اصل کی له کُردانو سره دی.  د تیری یکشنبی ټول ټاکنو کی کُردانو پارلمان ته لاره پیداکړه، هغه هم په داسی حال کی چی دوی کلونه، کلونه ددغی ورځی منتظر وو؛ د کُردانو ځینی مشران خو اوس هم په زندانونو کی ورځی تیره وي. نو ویلای شو چی د تُرکی ټولټاکنی نه یواځی د عدالت او پرمختیا ګوند لپاره مهمی وی بلکی د کُردانو لپاره لا په زړه پوری، لازمی او مهمی وی.
د کُردی سیاستوالو سره لاندینی وعدی شویدي: کُردانو ته مطبوعاتی اجازه: کله تلویزیون، اخبار او مجلی چی ددوی په ژبه به خپرونی کوي، په پوهنتونونو او ښوونځیو کی په کُردي ژبه تدریس او زده کړی. دغه یاد شوی وعدی کولای شي چی تُرکي نشتلستان چی د رجب په ګوند کی هم کم نه دي کیدای شي نا رضایتونه را وپاروي چی اردوغان به له ستونزو سره لاس و ګریوان کړي.
نن سبا خو اوښتونونو، جنجالونو په منځني ختیځ کی ښه بازار پیداکړیدی.
نو اړینه نه دی چی کُردان دی وسلی په لاس کی واخلي، په ډیره اسانی سره کولای شي چی واټونو ته راوځي او خپل غږ اوچت کړي که دلته رجب ددوی خلاف ګام پورته نه کړي، نو هماغه دی چی نور(نشنلستان) به د رجب په مخالفت کی دریږي بیا به یی نو واک کاوکه شوی وي، که د ځپلو هڅه وکړي نو نه به یی د اروپایی کیدلو او نه هم به یی د عثماني خلافت د احیا خوب سیی تعبیر شي. هر څه به په اوبو لاهو شي.
leekwal@yahoo.com