کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې لوى څارنوال سلب اعتماد کړ

ولسي جرګې لوى څارنوال سلب اعتماد کړ

د ولسي جرګې غړو په يوه فوق العاده غونډه کي د افغانستان له لوى څارنوال محمداسحق الکو څخه د هغه په غياب کي د باور رايه واخيسته.
د ولسي جرګې غړو پرون له لوى څارنوال او ستري محکمې له غړيو څخه غوښتي وو چي جرګې ته ورسي او د وکيلانو پوښتنو ته جواب ورکړي.
د جرګې له ١٣٥ حاضرو وکيلانو څخه ١٣٣ تنو د لوى څارنوال څخه د باور رايه واخيسته. د قانون له مخي بايد د اعتماد رايي د اخيستلو بهير د جرګې دوه پر دريمه برخه وکيلان تائېد کړي، خو د ولسي جرګې حاضرو وکيلانو دغه نصاب نه پوره کاوه.

د ولسي جرګې غړي په داسي حال کي له لوى څاروال څخه د هغه په غياب کي د اعتماد رايه اخلي چي د پارلماني انتخاباتو د درغليو په باب ځانګړي محکمه نتايج اعلانوي، چي له مخي به يې په لسګونو نوي وکيلان ولسي جرګې ته معرفي سي.