کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې رئيس هم په درغليو کامياب سوى دئ

د ولسي جرګې رئيس هم په درغليو کامياب سوى دئ

د ستري محکمې له خوا ترسره سوو څېړنوپه ډاګه کړه چي د ولسي جرګې اوسنۍ مشر عبدالروف ابراهيمي او دوهم مرستيال يې احمدبهزاد له هغو وکيلانو څخه دي چي په درغليو ولسي جرګې ته کامياب سوي وو.
د پارلماني درغليو په باب ځانګړې محکمې تر څو مياشتو څېړنو وروسته نن نتايج اعلان کړل چي وايي له امله به يې ډېرى اوسني وکيلان له جرګې و ايستل سي او هغه کسان به جرګې ته معرفي سي چي د انتخاباتو خپلواک کمېسون يې رايي کمي کړي وې.
د ځانګړي محکمې څېړني ښيي چي د انتخاباتو خپلواک کمېسون د ځينو وکيلانو رايي کمي کړي وې او د نورو دا يې ډېري کړي وې.