کور / تازه خبرونه / ځانګړي محکمې ٦٢ وکيلان ناکامه اعلان کړل

ځانګړي محکمې ٦٢ وکيلان ناکامه اعلان کړل

ځانګړي محکمې تر خپلو څېړنو وروسته ٦٢ داسي وکيلان بريالي اعلان کړل چي وايي په درغليو يې ولسي جرګې ته د تګ مخنيوى سوى وو.
د پارلماني ټاکنو په باب د ځانګړي محکمې مشر صديق الله حقيق د افغانستان د ٢٧ ولايتونو په باب ترسره سوي څېړني نن د پنجشنبې په ورځ اعلان کړې چي په هر ولايت کي له يوه څخه تر څلورو پوري وکيلان پکښي رد او بدل سوي دي.
د آزادۍ راډيو راپور وايي زابل او بادغيس هغه ولايتونه دي چي اوسني ټول وکيلان يې ناکام بلل سوي او پر ځاى به يې نور کسان پارلمان ته ولاړ سي.
د ځانګړي محکمې نتايج وايي د ولسي جرګې اوسنى مشر عبدالروف ابراهيمي چي د تخار وکيل دئ او دوهم مرستيال يې احمدبهزاد چي له هرات څخه تللى دئ، هم په درغليو ولسي جرګې ته ننوتلي وو.
د کابل ولايت څخه بيدار ځاځى او جميل کرزى د پخوانۍ ولسي جرګې غړي وو، چي اوس د ځانګړي محکمې له خوا کامياب بلل سوي دي.
ځانګړې محکمه وايي د انتخاباتو کمېسون د وکيلانو پر حق تېرى کړى وو او يو داسي وکيل يې موندلى چي د انتخاباتو کمېسون صفر ورته ايښى وو، خو دوى د څېړنو پر مهال د هماغه وکيل ٢٠٠٠٠ رايي حساب کړې.
د غزني له ولايت څخه داود سلطانزوى هغه وکيل بلل سوى چي کمېسون ناکام کړى وو، خو نوموړي تر ١٠٠٠٠ ډېري رايي ترلاسه کړي وې.
بلي خوا ته د اوسنۍ جرګې غړو چي ښايي له پارلمان څخه و ايستل سي نن په يوه فوق العاده غونډه کي د افغانستان لوى څارنوال محمداسحق الکو سلب اعتماد کړ، خو د ستري محکمې د پرېکړي په باب يې تر اوسه نظر نه دئ څرګند کړى.
د آزادۍ راډيو راپور وايي د ځانګړي محکمې د نتايجو داعلان په غونډه کي يوازي معترض کانديدان حاضر وو، هغوى ټول د ځانګړي محکمې له پرېکړي خوشحاله وو او هغه کسان چي تر څېړنو وروسته هم کامياب نه ووبلل سوي، برياليو وکيلانو ته يې مبارکۍ ورکړې او خوشحالي يې وښوده چي حق و حقدار ته ورسېدئ.
همدا راز ځانګړي محکمې ويلي چي که د دوى پر څېړنو بيا هم ځيني وکيلان شک لري، دوى حاضر دي چي عريضې يې ومني.