کور / تازه خبرونه / پاکستان د نيويارک ټايمز راپور رد کړ

پاکستان د نيويارک ټايمز راپور رد کړ

د پاکستان پوځ د نيويارک ټايمز هغه راپور رد کړ چي وايي د اسامه بن لادن په تليفون کي د پاکستاني پوځ او آى ايس آى د ځينو چارواکو د مبايل شمېرې ساتلي وې.
نيويارک ټايمز پرون په يوه راپور کي د امريکايي چارواکو له خولې ويلي وو چي بن لادن د آى ايس آى او پاکستاني پوځ له ځينو غړيو سره اړيکي درلودې او په هغوى يې ځان ساتئ، خو د پاکستان پوځ او حکومت دغه راپور رد کړ.