کور / تازه خبرونه / امريکا: قذافي د پټېدو په ځاى پسي ګرځي

امريکا: قذافي د پټېدو په ځاى پسي ګرځي

امريکايي رسنيو د خپلو چارواکو په حواله خبرونه خپاره کړي چي د ليبيا ولسمشر معمر القذافي د پټېدو په ځاى پسي ګرځي.
راپورونه وايي قذافي په پلازمېنه طرابلس کي ځان خوندي نه احساسوي او غواړي يو داسي ځاى ته ولاړ سي چي د مخالفينو له حملو څخه خوندي وي.
امريکايي چارواکو ويلي په طرابلس کي د قذافي مخالفين ورځ په ورځ ډېرېږي او همدا علت دئ چي نوموړى د ځان د پټولو هڅه کوي. خو د ليبيا مشر پخوا لا ويلي چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د يرغلګرو پر خلاف وجنګېږي.