کور / تازه خبرونه / دردوونکى خبر: په ملکي روغتون کي ځانمرګې حمله وسوه

دردوونکى خبر: په ملکي روغتون کي ځانمرګې حمله وسوه

د لوګر ولايت په ازره ولسوالي کي يوه ځانمرګي بريد ٣٥ تنه وژلي او شاوخوا ٤٥ يې ټپيان کړي دي.
د لوګر ولايتي چارواکي وايي دغه حمله پر ځايي وخت د غرمې پر يوولس نيمي بجې سوې، چي په وينا يې د بريدکوونکي هدف معلوم نه دئ، خو وژل سوي کسان ټول ملکي ناروغان، د هغوى پايوازان، د روغتون ډاکټران او نرسان دي، چي ښځي او کوچنيان هم پکښي شامل دي.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى.