کور / تازه خبرونه / طالبان: د روغتون ځانمرګى موږ نه دئ کړى

طالبان: د روغتون ځانمرګى موږ نه دئ کړى

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي د لوګر په ازره ولسوالي کي د نن ورځي ځانمرګى دوى نه دئ کړى.
ذبيح الله مجاهد آزادۍ راډيو ته ويلي نه يوازي دا چي په روغتون کي يې ځانمرګى نه دئ کړى، بلکي دوى يې په کلکه غندي.
په افغانستان کي ځانمرګي بريدونه د طالبانو او اسلامي حزب له خوا کېږي، خو د دوى دواړو ډلو په باب دا مشهوره ده چي د هيڅ يوې داسي حملې مسئوليت پر غاړه نه اخلي چي ملکي کسان پکښي وژل سوي وي.
بايد وويل سي چي نن غرمه پر يوولس نيمي بجې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په ملکي روغتون کي ځانمرګې حمله سوې چي له امله يې ٣٥ تنه مړه او ٤٥ ټپيان سوي دي.
د لوګر د چارواکو په وينا په مړيو او ټپيانو کي د ښځو او کوچنيانو په ګډون ناروغان، پايوازن، ډاکټران او نرسان مړه سوي دي.