کور / تازه خبرونه / لوګر: د ځانمرګي مړي ٦٠ او ټپيان ١٢٠ ته وختل

لوګر: د ځانمرګي مړي ٦٠ او ټپيان ١٢٠ ته وختل

د لوګر ولايت په ازره ولسوالي کي د ځانمرګي بريد له امله د مړو شمېر ٦٠ او د ټپيانو ١٢٠ ته ورسېدئ.
د لوګر چارواکي وايي ځانمرګي نن سهار پر يوولس نيمي بجې د ازرې ولسوالۍ په ملکي روغتون کي ځان وچاودئ، چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله رامنځته سوه.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي له آيساف ځواکونو څخه يې د څرخکو غوښتنه کړې چي ټپيان د لوګر مرکز او د کابل روغتونونو ته انتقال کړي.
د نوموړي په وينا په دې پېښه کي مړه کسان ټول ولسي وګړي دي چي ناروغان، پايوازان، ډاکټران، نرسان او ښځي و کوچنيان پکښي شامل دي.
طالبانو او اسلامي حزب دواړو دغه حمله غندلې ده او پر ترسره کولو يې پښېمان دي، خو د دې دواړو ډلو په هکله ويل کېږي چي د هيڅ يوې داسي حملې مسئوليت نه مني چي ملکي کسان پکښي وژل سوي وي، خو د هري هغي حملې مسئوليت دواړه پر غاړه اخلي چي خارجي او افغان عسکر پکښي وژل سوي وي.