کور / تازه خبرونه / د کرزي پر ضد سياسي ايتلاف جوړېږي

د کرزي پر ضد سياسي ايتلاف جوړېږي

راپورونه وايي د ولسمشر کرزي د پخواني مرستيال احمدضياء مسعود، محمدمحقق او جنرال دوستم له خوا د يوه نوي سياسي ايتلاف د جوړېدو هڅي تيزي سوي دي.
محمدمحقق له بي بي سي سره په خبرو کي منلې چي د ايتلاف د جوړېدو هڅي کوي. نوموړى وايي دا به يو پراخ سياسي ايتلاف وي چي په افغانستان کي ټولي هغه ډلي به پکښي شاملي وي چي له رشوت، فساد، ترور او مخدره موادو پر ضد وي.
محمدمحقق او جنرال دوستم د جمهوري رياست په تيرو انتخاباتو کي د ولسمشر کرزي ملګرتيا کوله، خو اوس وايي کرزى پر کړو وعدو نه دئ ورسره درېدلى.
د چارو شنونکي وايي دغسي ايتلافونه د افغانستان او افغانانو په درد نه خوري، بلکي د امتيازاتو د ترلاسه کولو دپاره رامنځته کېږي. د شنونکو په وينا پنځه کاله دمخه هم په کابل کي د کمونستانو، ليبرالانو او پخوانيو مجاهدينو له خوا دې ته ورته يو ايتلاف جوړ سوى وو، خو ډېر ژر سره وپاشل سو.