کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې له قاضي القضات څخه د باور رايه واخيسته

ولسي جرګې له قاضي القضات څخه د باور رايه واخيسته

د ولسي جرګې غړو د افغانستان له قاضي القضات (د ستري محکمې له رئيس) پوهاند عبدالسلام عظيمي او د ستري محکمې له غړو څخه د باور رايي واخيستې.
د ولسي جرګې په غونډه کي ١٨٥ غړي حاضر ول چي ١٨١ تنو يې د ستري محکمې د رئيس او غړو څخه د اعتماد رايي واخيستې.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل سلب اعتماد کسان قاضيان دي د تحقيقاتو دپاره عدلي او قضايي ادارو ته معرفي سي.
د ستري محکمې په پنځو غړو کي عبدالرشيد راشد، مولوي عبدالعزيز، بهاءالدن بها، ضامن علي بهسودي او محمدعمر ببرکزى شامال دي.
ولسي جرګې ځکه له قاضيانو او لوى څارنوال څخه د باور رايي واخيستې چي تېره پنجشنبه د پارلماني انتخاباتو د څېړني ځانګړي محکمې له ولسي جرګې څخه د ٦٢ تنو د ايستلو پرېکړه وکړه. ځانګړې محکمه وايي دغه شمېر کسان په درغليو ولسي جرګې ته تللي ول.
بلي خوا ته د افغانستان ستري محکمې ويلي د قاضي القضات او د محکمې د غړو ايسته کول د ولسي جرګې له صلاحيتونو څخه نه دئ.