کور / هراړخیز / هالنډ : ځيني افغان کډوال لس کاله وروسته هم نه دي منل سوي

هالنډ : ځيني افغان کډوال لس کاله وروسته هم نه دي منل سوي

په افغانستان کي د هجرت لړۍ د ثور د خونړي انقلاب سره سمه پيل سوه او تر اوسه پوري شاوخوا پنځه مليونه افغانان په جلا وطني کي شپې ورځي تېروي خو زياتره يې اوس هم خپل هيواد ته د بيرته ستنېدو هيله لري .
ډيرﺉ افغان کډوال له پيل څخه تر اوسه په پاکستان او ايران کي مېشت دي شاوخوا يو مليون نور د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کي اوسيږي چي له دغه شمېر څخه تر ټولو زيات په امريکا ، انګلستان او جرمني کي مېشت دي . د ۱۹۹۲ کال وروسته چي تنظيمي جګړو پر مهال يووار بيا په لوی شمېر افغانان له افغانستانه وتلو ته اړ ايستل سول . چي دا وار يې زيات شمېر پخواني شوروي اتحاد ، پاکستان او ايران له لاري يو شمېر اروپايي هيوادونو ته مهاجر سول چي زياتره يې د ډاکټر نجيب د کمونسټ پلوه حکومت کارکوونکي وو چي د پناه غوښتني پر مهال يې يو شمېر ډېر ژر خو ځيني نور يې د بېلابېلو ستونزو له امله تر لس کلون ځنډ غوندي هم نه دي منل سوي او د بې سرنويشتۍ شپې ورځي تېروي .
د ۱۹۹۲ کلونو څخه وروسته اکثريت افغان کډوال لويديځي اروپا ته مهاجر سول چي هالنډ هم په ياد سوو کلونو کي په لومړي ځل افغان مهاجرو ته خپلي دروازې خلاصي کړې چي د ۲۰۱۱ د شمېرني له مخي څلوېښت زره افغانان په رسمي ډول په هالنډ کي ثبت سوي او ژوند کوي .
شاوخوا دوه زره افغانان اوس هم دهالنډ په بېلابېلو کمپونو کي د پناغوښتونکو په توګه ثبت دي خو پناغوښتنه يې ددولت لخوا نده منل سوې ، ځيني له دغو افغانانو څخه تر لسو کلونو زيات د انتظار شپې ورځي تېروي ، ځيني نور يې تر لنډ مهال منل کېدو وروسته بيرته رد سوي او د مهاجرت کارتونه ترې اخستل سوي دي چي څرګند علت يې د کمونسټ پلوه حکومت په استخباراتي ادارو کي د بشري حقونو تر پښو لاندي کول ښوول کيږي  خو ځيني نور بيا بېله دې چي په کوم ګوند يا ډله پوري اړه ولري کلونه کلونه د مهاجرو په کمپونو کي چي عمومآ له ښارونو ليري جوړ سوي دي په هالنډ کي د منل کېدو په هيله د انتظار ترخه وختونه تېروي .


دغسي کسانو که څه هم په افغانستان کي سياسي يامذهبي ستونزي نه لري خو د خپلوانو دوستانو لخوا د بهرنيو هيوادونو د ستاينو اوريدلو يا هوسا ژوند لټون په خپله خوښه دغو زندانونو ته رارسولي دي يو له دغسي کسانو څخه د کندهار ولايت اوسيدونکی فهيم بابړ دی چي د تېرو لسو کلونو راهيسي د پناه غوښتني حق ترلاسه کولو په خاطر څو واري رد سوی او زنداني سوی دی ، نوموړی اوس تر لس کلن ځنډ او انتظار وروسته د امستردام هوايي ډګر په زندان کي د ژوند تر ټولو ترخې شپې ورځي تېروي .


نوموړﺉ وايي چي لس کاله د هالنډيانو لخوا د يوه څخه بل کمپ ته لېږل سوﺉ دی ، څو ځله زندان ته اچول سوﺉ دی ، دافغانستان د پاسپورټ او تذکيري لرلو برسېره لومړني کلونه د هندوستان او بيا د روسيې د وګړي په سترګه ورته کتل سوي حتی تر دې کچي پوري چي لومړی د هندوستان او بيا روسيې سفارت ته معرفي سوی چي خپل هيواد ته يې وليږي خو هغوی تر څېړنو وروسته دا خبره رد کړې چي ګواکي فهيم بابړ دي د روسيې يا هندوستان تبعه وي .


فهيم بابړ وايي چي په هالنډ کي د لسګونو اوسيدونکو افغانانو تصديق او لاسليکونه يې د هالنډ حکومت ته وړاندي کړي خو بيا هم د هالنډ حکومت دده افغانيت او پناغوښتنه نده منلې خو اوس تر لس کلن ځنډ وروسته چي هالنډيانو دده افغانيت منلی دی په پايله کي يې دی په زور مجبوره کړﺉ دی چي افغانستان ته ولاړ سي .
نوموړﺉ وايي چي لس کاله کيږي د خپلي کورنۍ سره منظمه اړيکی نلري او افغانستان ته لېږل يې د مرګ د خطر سره مخامخ کوي .
نوموړﺉ د هالنډ پر حکومت نيوکه کوي چي د بشر حقوقو دعوه کوي خو دده سره يې نه يوازي دا چي د بشر حقوق په پام کي نه دي نيولي بلکي په قصدي ډول يې پر قانوني اسنادو سترګي پټي کړي او دده د ژوند لس کلونه يې عبث ور تېر کړي دي .


هالنډ يوازنی هيواد نه دی چي افغانان د هوسا او بې خطره ژوند په هيله ورته کډوال کيږي ، المان ، ډنمارک ، سويډن ،ناروې ، بلجيم ، فرانسه ، استريا هغه اروپايي هيوادونه دي چي تر اوسه پوري داسي په ډلو ډلو کډوال ورته راستنيږي چي ددې هيوادونو او مهاجرت د قانون او شرايطو په اړه پوره معلومات نلري .


زما هيله په هالنډ او افغانستان کي د خيريه ټولنو د مسولينو څخه داده چي په لومړي قدم کي د فهيم بابړ سره چي تر لس کلن انتظار او رواني فشارونو له امله ډېر ځوريدلی دی همکاري وکړي وروسته ټولو هغو افغانانو ته دا پيغام  لېږم چي د مهاجرت پيل کېدو څخه مخکي د مهاجرت وژونکو سختيو ته ډېر پام او حساب وکړي .


په ګران وطن کي د سولي او سوکالۍ په هيله