کور / هراړخیز / پان ايرانېزم دافغانيت لوى دښمن !

پان ايرانېزم دافغانيت لوى دښمن !

که چېرې دګرانه هېواد افغانستان تاريخ ته يو ځغلنداو لنډ نظروکړو ، نو دخپل ژوند هرباب يې په وينو ليکل شوى ،چې دغه لړۍ له آدمه تردياسي او ټولنيز ې دمه بې له ځنډه راروانه ده .
دهېواد تاريخ شاهددى ،چې ددغه لرغوني ټاټوبي دهرڅلوېښت کلني بهير په دوران کې يواوښتون او بدلون راغلى ،چې په ترڅ کې يې ددغه تاريخي او وياړلي ټاټوبي ټول مادي او معنوي هستي لوټ تالا تر غه کړې اودغه لرغوني او اصيله آريايي خاوره يې دبشري ژوند له تکاملي بهير څخه کلونه -کلونه شاته غورځولې ده . هرکله ،چې بهرني يرغلګر او بلوسګر ځواک زموږ پرخاوره تېرى کړى ،زموږ  دټولنيز ژوند اډانه يې ورانه کړې ،خو په پاى کې افغا ن اتل  او باتور ملت دخپلو مټو په زور دتيريګر اورمېږ ورمات او په سرکوزي بڼه يې پسې اخېستى اودغرور، برم او ېرتم زور يې ورته په اوبه لاهو کړى دى ،چې دهېواد تاريخ يې شاهددى.
دافغانستان او ايران ترمنځ داړيکو تاريخ دهمدغسې پېښو ښکارندويي کوي . صفوي دولت تر يوۀ مهاله په ګران هېواد واکمني کړې او دنوموړي دولت دواکمنۍ په شپول کې دافغانستان پراخې دجنوب او جنوب لويديځې حوزې سيمې راتلې ، د صفوي دولت دافغاني خاورې واکمن ګرګين ټاکل شوى ؤ ،چې دهغه دظلم ، زياتي او تيري داستانونه دتاريخ په سينه کې ثبت دي . خولوى ميرويس نيکه يې دسياسي پوهې او بصيرت په رڼاکې پروړاندې پاڅون وکړ، چې ددغه هوتکي پاڅون په پايله کې نه يوازې ګرګين او دهغه ځواکونه له منځه ولاړل ،بلکې په ايران کې صفوي دولت هم نسکور او پوپنا شو ، او ايراني شاهانو ته يې داسې تاريخي عبرتناک در س ورکړ،چې دهغه هېواد تاريخ يې سارى نه لري. له هغه مهاله ايرانيان دافغان ملت سره  تاريخي دښمني او تربګني لري ،چې دغه لړۍ تر دامهاله  راروانه ده . خوکله ،چې لوى احمدشاه باباپه ١٧٤٧ زېږديز کال دنوي افغانستان  دبنسټ ډبره کېښوده ، نو فارسيانو دګران هېواد دفزيکي وجودله منلو څخه تردا مهاله  انکار کړى ، او په ښکاره او پټه يې مخالفت او دښمني کوي . دتاريخ په هرپېرکې ايرانيانو افغان ملت په خورا ناځوانمردانه ډول سره له شاڅخه په چاړه وهلى او په دې توګه يې دافغان اتل او مېړني ولس پروړاندې خپله کرکه او نفرت په ډاګه کړى دى.
کله ،چې په هېواد کې د١٣٥٧ لمريزکال دغويي مياشتې د اوومې نېټې  بدلون رامنځ  ته  شو، نو اوبه دايران او پاکستان په ورخ  ورماتې شوې او هغه څه يې وکړل ،کوم ،چې د دوى تاريخي هيله او ارمان ؤ. لکه څرنګه ،چې پاکستان  اووۀ جهادي ګوندونه جوړکړل ، نو ايران لا وړاندې ولاړ او اتۀ ګوندونه يې جوړکړل ، او ددغو ګوډاګيانو په لاس يې په خواږۀ افغانستان کې خپل فاشېستي او ستالينستي وزمه بشري او انساني ضد پلانونه تطبيق  او پلې کړل . او دغه لړۍ دنوى زمان له حالاتو سره په سمون او همغږۍ کې دبېلابېلو ستراتېژيو او تکتيکونو په خپلولوسره  عملي کېږي . هوتکي پاڅون دايران په تعليمي نصاب کې د( فتنه افغانها) تر سر ليک لاندې تدريس کېږي . ايرانيان افغانان ( پدرسوخته ) بولي ، چې فارسيان پدرسوخته نوم دهندوانو لپاره کاروي . او دادى ايرانيان يې اوس مهال دافغانانو لپاره هم کاروي .
      ايرانيان زموږ په هېواد او سيمه کې دپان ايرانېزم ډنډوره او تش په نوم عمليه په لاره اچولې او په دې توګه دفارسي ژبو هېوادونو مثلث رامنځ ته کوي ،چې هغه به ايران ، تاجکستان او افغانستان وي . او په دې ترڅ کې يې په لوى لاس خپل ګوډاګيان روزلي ،چې دهېواد په کچه سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ، کلتوري او هنري پروژې پرمخ بيايي او دپلې کېدا لپاره يې په مېليونونه ډالر لګوي . او هم په کورنۍاوسيمه ييزه کچه پدرامخېلي کړۍ په اخلاص او وفادارۍ سره ورته کار کوي.
په هېواد کې ځينې پدرامخېلي څېرې لکه سيدمخدوم (رهين )،لطيف پدرام، رهنورد زرياب ، پرتو نادري ،واصف باختري ، کريم خليلي ، حفيظ منصور ، حاجي محمد محقق او داسې نور .. د د ايراني موخو لپاره په  ستړياوتې توګه کار او فعاليت کوي.
رهين ، رهنورد زرياب، پدرام ، حفيظ منصور او پرتو نادري . دافغانستان داساسي قانون پرخلاف ،چې ملي اصطلاحات ( ټرمينالوژي ) په پښتوژبه منل شوې دطلوع ټلويزيون له لارې ايراني ټرمينالوژي کاروي اودغه چاره ښه په ګړندۍ توګه په مخ روانه ده .
خو هغه ملي او هېواد پال دري ژبي شخصيتونه ،چې  غواړي په افغانستان کې دايران دلاسوهنو څخه مخنيوى وکړي ، نوپه کابل کې دايران سفارت يې مخالفت کوي او دبېلا،بېلو دسيسو په ترڅ کې يې پروړاندې خنډونه جوړوي ،چې په دې لړکې دامروزټلويزيون د مشر ښاغلي نجيب اله کابلي او د ( ردپاى فرعون) کتاب ليکوال ښاغلي رزاق مامون يادونه کولاى شو.ښاغلى کابلي په هېواد کې دايراني واکمنو دلاسوهنو سخت مخالف دى . او دايران په اشاره افغان دولت دڅه مودې لپاره دامروزټلويزيون خپرونې ودرولې ، او داشان دايران ګوډاګيانو دښاغلي مامون پرمخ تېزاب وشيندل ، ځکه هغه په خپل کتاب کې ليکلي ،چې ايران غواړي ، څو افغانستان تجزيه کړي . نو ځکه خو ايراني عُمالو(پلويانو) د هغه پر مخ تېزاب وروشيندل . ايران غواړي ، دنړۍ او سيمې له عيني واقعيتونو څخه په انکار افغانستان او افغانيت له منځه يوسي ، ايرانيان دومره بې شرمه دي،چې دافغانستان تاريخي څېرې خپلې ګڼي، سيدجمال الدين افغان سيدجماالدين اسعدآبادي بولي، حال دا،چې سيدجمال الدين افغان خپل ځان افغان باله . او دکونړولايت داسعدآباد اوسيدونکى پښتون دى  .
په ورته شان ايران افغانستان يو فارسي ژبى هېواد بولي، او په همدې موخه دايران ، تاجکستان او افغانستان لپاره ګډفارسي ټلويزيوني چينل جوړوي ، چې ټولې خپرونې به يې فارسي وي . او په دغه ټلويزيون کې پښتو ژبې ته هېڅ ونډه نه ده ورکړل شوې ، په داسې حال کې ،چې دافغانستان داکثريت وګړو ملي او رسمي ژبه پښتوده . او په هېواد کې (٦٥ ) سلنه پښتانه دي او پاتې ٣٥ سلنه تاجک ،هزاره،  ازبک ، ترکمن ، پشه يان ، نورستانيان ، ايماق ، او داسې نورقومونه او توکمونه دي . ايران دافغان ملت او دافغان خاورې تاريخي دښمن دى اوهغه هېواد په هرات کې ټولې هغه فابريکې ،چې لومړني خوراکي او اقتصادي توکي يې  توليدول ، دسقوط سره مخ کړې اوله منځه يې يووړې ،چې زموږ د هېواد اقتصاد ته يې سخت ګوزار ورکړ.
ايراني ځواکونه هر کال په سلګونو افغان مهاجرين دجرم داثبات پرته اعداموي او داشان هغه افغانان ،چې ايران ته دتلو هڅه کوي ، دايران سرحدي ځواکونو له خوا په خورا بې رحمۍ سره وژل کېږي او مړي يې په دښتو کې غورځول کېږي . داشان فارسيان په کلتوري ډګر کې  موږ تر يرغل لاندې نيولي يو . هرکال په زرګونه داسې کتابونه هېواد ته رالېږي ،چې زموږ دحنفي مذهب ، کلتور، ژبې ، رواجونو او دودونو سر په ټکر کې راځي .دشيخ محسني ټلويزيون دجعفري فقې او شيعه مذهب لپاره کار کوي او په دې لړکې يې يوه مدرسه هم جوړه کړې ده .
داشان ايران دهېواد  په پارلمان او حکومت کې معلوم الحاله لاسپوڅي ګوډاګيان لري،چې  دايراني ګټو لپاره کار کوي، ان دا،چې  دولسمشر حامد کرزي سره يې هم ډالري مرستې کړي ، او دافغانستان ولسمشر هم منلې دي او په دې خبره يې اعتراف کړى دى .
له بله پلوه ايران د هلمند جهيل اوبه دځان حق ګڼي ، اوزياتې اوبه ايران ته ورځي . خو بياهم په دغه برخه کې افغان دولت ته بېلا،بېلې ننګونې او خنډونه جوړوي.
ترڅو په دې توګه افغانستان او افغان دولت مشران تر سياسي فشار لاندې وساتي .
دافغان ټرانزيټ په لار کې هم خنډونه راولاړه وي . او دافغان سوداګرو مالونه او کانټينرونه پرته له کوم قانوني جواز څخه په سرحدي پوله ايساروي،او اجازه نه ورکوي، چې دسونګ توکي هېواد ته وارد کړي.
په پاى کې په زغرده او ټينګار سره وايم ،چې ايران دافغانستان تاريخي دښمن او هډماتى تر بور دى ، ايران ، پاکستان  او زموږ نور ګاونډيان په هېڅډول سره يو پرمختللى ، ودان او سوکاله افغانستان نه غواړي . نو ځکه په هر تاريخي پړاوکې دافغانانو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او افغان ، افغانيت او افغانستان نه مني . نوموږ افغانانو ته دتاريخ په دغه برخليک ټاکونکو شرايطو او حالاتو کې په کار ده ،چې دپوره سياسي پوهې ، درک او ځيرکتيا څخه کار واخلو اوخپل هېواد او ملت د د تاريخ  له دغه جبر او ستم څخه  په  برياليتوب او سرلوړۍ سره راوباسو.