کور / تازه خبرونه / پخوانى وزير عبدالمجيد سربلند وفات سو

پخوانى وزير عبدالمجيد سربلند وفات سو

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانى وزير عبدالمجيد سربلند پرون د شنبې په ورځ په عرب اماراتو کي د سرطان د ناروغۍ له وجي وفات سوى دئ.
مجيد سربلند د خلق ديموکراتيک ګوند له غټو غړو څخه وو، چي د کمونستي دورې پر مهال يې د کندهار او هلمند دوالي په توګه، د اطلاعاتو کلتور او سرحداتو د وزير په حيث او يو مهال په هند کي د افغانستان د سفير په توګه دندي اجرا کړي وې. نوموړي څو عمر د صدراعظم د مرستيال په توګه هم دنده اجرا کړې وه.
مجيد سربلند په ١٣٧١ کال د مجاهدينو تر راتګ وروسته له افغانستان څخه دباندي اوسېدى.
د سربلند کورنۍ وايي جسد به يې سبا د دوشنبې په ورځ د کابل په شهداى صالحين هديره کي خاورو ته وسپارل سي او فاتحه يې د سې شنبې په ورځ په کابل کي اخيستل کېږي.