کور / هراړخیز / دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۱مه برخه

دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۱مه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


طلایی  ښکر


مقدسه  پلاره !  په دومره لږ وخت کې ستا ملګرتیا   دخپل ځان له پاره نیکبختي ګڼم . زه د تیرو  پنځه ویشتو کلو  راهیسې  دلته  کشتۍ  چلوم ….. او په خپل  ژوند کې مې دسترو سترو راهبانو خبرې اوریدلې دي  خو له تاسره به مې دغه  سفر  د ټول  ژوند یو  یادګار  اوسي ….»


دا دهغه  زوړ  ملاح  اواز  و  چې  قاسم بن هشام  یی  له ځانه  سره  د « ابنای فاسفورس  »  اروپایی ساحل ته  روان کړې  و . قاسم د څو  ورځو راهیسې په سفر کې  مصروف  و ،   هغه  د« اورنه  » څخه  ځانته  را روان  شوي  و . او د ابنای فاسفورس په اسیایی  ساحل کې    د سلطان  بایزید  یلدرم  له اړخه  د جوړې شوی    « انا ضول » فوځي کلا  ترمخه   دهمدې ابنا  اروپایی ساحل ته  ورته . هغه د عیسایی راهبانو کالي  اغوستې و اوپه غاړه کې  یی  طلاې  صلیب  را ځوړند  و  ترڅنګ  یی دعیسې علیه السلام   د انځور په څیر   یو  انځور  هم   د یوه طلاې  زنځیر  سره  یو ځاې  را ځړولې و ، په سر یی د پادریانو  خولۍ  او په بدن  یی  ستره  چپنه  پرته وه . قاسم یو ډیر هوښیار جاسوس  و  همدا  علت  و چې  هغه په ډیر بریالیتوب سره  خپل  ځان  بدل کړې و. خو دحیرانتیا خبره دا وه چې  قاسم دغربي  اروپا د پادریانو په  څیر  لباس  اغوستې   و چې د رومن کتولیک د مذهب  سره  یی تړاو  درلود،او مرکز یی په روم کې  د « پاپای روم »د  ریاست  لاندې  کار کاوه  ، د رومن کتولیک  مذهب   د عیسویانو د لاطینی ډلې  مذهب  و . اودا  ډله د غربي اروپا نه  علاوه د هنګري او دبالقان د غرونو په  یو شمیر    سیمو کې  اوسیدله. ددې برعکس د عیسویانو پخوانۍ  فرقه « دي هولي ارتهودکس چرچ » و  چې مرکزی  ښار  یی  قسطنطنیه  و . او دې  ډلې ته یی دعیسویت  یوناني  ډله ویله . تر دې وخته  پورې  پروټسټ   عیسوی  فرقه  لا  نه وه  پیدا شوې  او دپروټست  فرقي  د جرمن نژداه بنسټ ایښوونکې   چې د  « مارټن  لوټر »  دسیمي په  « ایزګبن »  کې  یی  لا دپیداکیدو  له پاره  دیرش کاله  واټن  موجود  و ،منځته  نه  وه راغلې .


د فاسفورس ابناء   چې    دقاسم کشتۍ یی  په نیلګونه  اوبو  کې څپې وهلې  ، د اتلس  میله لرې   سمندري  پټۍ  نوم دې . ددې ابناء په شمالي برخه کې  « توره  بحیره  »  او جنوبي  سر کې یی « بحر مارمورا » پروت دې .  همداراز  یی په شرقي سر  کې د اسیا  او په غربي  برخه  کې یی  د اروپا ….. دوه ستر ې  لوې  وچې  پرتې دې . ددې دواړو  سترو وچو تر منځه  د ابنای فاسفورس  د پلنوالي  ډیره برخه د بحر مارمورا  په لور ځي  ،چې ټول  پلنوالې  یی  دری نیم  میله دې  او تر ټولو  کوچنې پلنوالې  یی د  تورې  بحیرې په لور   ورځي   چې ټول  پلنوالی یی  اته سوه ګزه دې . او ژور والی  یی  په مختلفو ځایو کې   دڅلویښتو ګزو  څخه تر دوه دیرش  ګزو پورې  اندازه  شوې دې . قاسم په  ډیر کم وخت کې د ملاح  څخه ډیر  زیات  معلومات  تر لاسه کړل . هغه  په کشتۍ کې ناست  و او د ابناې فاسفورس  په داخل کې یی  د عثماني  فوځونو د کشتیو  تګ  راتګ  څاره . هغه  ته   د  ابناء  په اسیایی ساحل  باندې  د عظیم فارس  د  هیبت ناکه   حکمران  «کسرې »   په خیمو کې پراته   هغه  بې پناه  فوځ  تر سترګو شو چې  د روم  قیصر ته یی پرلپسې  ماتې ورکړې وې  او هغه یی په قسطنطنیه کې  کلابندۍ  ته مجبور کړې و . خوبیا د قران کریم هغه  حیرانونکې  وړاند وینې  پوره شوې   چې په کې یی ویلي وو  چې  رومیان  به  ډیر ژر  د مغلوبیدو نه وروسته بیرته  غالبیږي، اوبیا دکسرا  فوځونه ددې ځایه  و تښتیدل …. هغه ته  په یوه ډیر  لرې  ځاې کې ….. ډیر لرې ځاې کې  دکوچنیو کوچنیو ښارونو نښې  نښانې  تر  سترګو  شوې  نو د هغه ملاح  نه یی وپوښتل .


« هغه  ووینه ….. هغه  څه دي ؟ ….. داسې  ډاګیزیږي  چې ددې ځایه  څلور پنځه میله  لرې کوم ښار اباد شوې دې . اودهمغې په خاطر د یسوع مسیح دین  ژوندې دې ، خداوند  دې هغه د هرې بلا او افت  نه  خوندي وساتي .  ته خو د « رومه  » پادری یی  ، ته خو زمونږ  چرچ  نه منې  …..همداسې ده که نه ؟»


دغه  زوړ  ملاح  هم  دعیسویانو د دواړو  ډلو په اړه  معلومات  درلودل .


« نه داسې کومه   خبره نه شته . قسطنطنیه  خو د «یسوع مسیح »  د رسولانو  ښار دې ….زه  هم دعا کوم چې  خداوند دې  دا ښار  په  خوندي لاسو کې  ورکړی …»


دقاسم دخبرو په اوریدو ملاح  ټکان وخوړ  او د کومې نا معلومه  خطرې  د احساسیدو په اساس  یی رنګ  تک ژیړ وګرزید . « دا  ته څه وایی ؟  په محفوظولاسونو کې   ددعا کول  خو د شهنشاه په حق کې  نه دي ،ځکه چې ټول  پوهیږې  چې زمونږ دقیصر لاسونه  محفوظ اوخوندي لاسونه نه  دی . داسې  اوریدل کیږي چې  د مسلمانانو نوې  سلطان  په   قسطنطنیه باندې  حمله کونکې  دې .»


د ملاح   په خبرو  قاسم ډیر  ولړزید . ځکه هغه ته  یو نا څاپه  خپل  حیثیت  ور په یاد  شو  چې هغه یو جاسوس دې  ، په دې خاطر  په ارام  کیناست . خو هغه  په دې حیران  و چې  دسلطان  دحملې خبر  څنګه  او په څه ډول  دلته تر دې ځایه را ورسید. هغه د ملاح  څخه  د نورو  پوښتنو کولو هڅه وکړه  او ورته یی وویل:


« لیکن دا خو ډیر خطرناکه خبر دې ،…. اوریدل مې دې چې دمسلمانانو نوې  سلطان ډیر میړنې او جنګجو انسان دې . »


«هو! …. هغه دلته ددې ځاې  تر مخه   د قسطنطنیی  څخه  پنځه میله  لرې،د  جنوب لورې  ته  د یوې  سترې جنګې کلا د جوړولو کار پیل کړې دې .  نن سبا  چې  زمونږ د ابناء  څخه اروپایی جهازونه تیریږي  نو د ویرې  احساس کوي ، زه داسې انګیرم چې کوم خطرناک  جنګ  کیدونکې دې . ګوره  مقدسه پلاره ! څومره ویني به  و بهیږي ، ددواړو خواو څخه  به څومره انسانان  ووژل شی ،په داسې حال کې  چې یسوع مسیح د امن  اومحبت  پیغمبر و .»


زوړ ملاح  په ډیرې  غمژنې لهجې   سره دا خبرې کولې ، قاسم  ته داسې  ډاګیزه شوه لکه چې  ملاح  د خپل مذهب  څخه بیزاره شوې وي  اویا د خپلو مذهبي  مشرانو څخه  بیزاره شوي وي، لږ څه  وروسته قاسم د ملاح  څخه  بیا وپوښتل :


« نوبیا د سلطاني حملې پر خلاف  شهنشاه  هم  کوم تدبیر نیولې دې  دې او که څنګه ؟ »


« شهنشاه  به د څه  تدبیر په اړه  فکر وکړي ؟ اوس  خو په قسطنطنیه کې داسې  کوم  وګړي نه دې پاته شوې چې دخوندي پاته  کیدو په اړه  فکر وکړي  ، خلک وایی  چې قیصر په خپله  سلطان  دخپل ځان په خلاف  را پا څولې دې . …..زه وایم  چې دداسې کار کولو  اړتیا  څه وه ؟ زوړ ملاح  همداسې  بړیده  خو څه  خاص ورته  معلوم  نه و .»


د قاسم له پاره دا سفر  ډیر په زړه پورې و  ، په ابنا کې  یو  یا دوه  نورې کشتۍ  هم روانې وې ، هغه یوځل بیا دخیالاتو په نړۍ کې ورک شو ،هغه ته د قسطنطنیه په  دیوالونو د عثماني توپونو د ګولیو د لګیدو ننداره  تر سترګو کیده  او  د « طرابیبه » د خلیج به غاړه  یی د عربي نسل د آس  د ځغلولو  هوا په سرکې ګرزیدله . د لږ  ځنډ وروسته کشتۍ  ساحل  ته را ورسیده . دقسطنطنیی  په زمکې د کیوتو سره سم دهغه په زړه کې ډیرې  عجیبې  اوغریبې  هیلې را تازه  شوې .  په دې ساحل باندې  څو نورې کشتۍ هم  دخپلو مسافریونوله پاره  لنګرونه  اچولي و . قاسم داسې و انګیرله چې دا  د ماهیانو د نیونکو کوم کلې دې  چې  دساحل تر مخه  د اینځرو د ونو په منځ کې  خپور  پروت و .  هوا  لا تر اوسه  پورې سړه وه  او د سمندر څپو تر اسوه هم  د تیروشوو  یخنیو  یخې څپې  را لیږلې . د شنو او شادابو غرونو  په اساس  د « طرابیه  خلیج» ټوله  سیمه  یخه ګرزیدلې وه  او ګرمي په کې  ډیره کمه  او دلږ وخت  له پاره به محسوسیدله.


دماسپښین وخت و ، کله چې قاسم د «پاسفورس  »  په اروپاېې ساحل  کې د همدې  ماهی نیونکو دکلي سره یو ځاې  دکشتۍ  څخه کښته شو . هغه د ماهی نیونکو  کوچنیان او بچي  د همدې ساحل  په غاړو  د لوبو په حال کې  کتل ، اوس نو درې  میله  لرې   دهغه  چپ  اړخته د قسطنطنیی ښار  پروت و  اوښی  لورې ته یې د  « دتورې  بحیرې  » اوږده  غاړه  وه چې د باسفورس  په لورې  ور   غځیدلې وه . هغه د باسفورس په اروپایی ساحل باندې  و درید او دهمغه  ځایه د بایزید یلدرم  په لاسو  جوړه شوي  د « انا ضولي »  جنګې  کلا   وکتله . هغه  ته  دا ډاګیزه  شوې  وه چې دهمدې کلا څخه  لږ مخته  سلطان محمد  هم یوه ستره جنګي کلا  جوړول  غواړي . هغه د خپل ساحل  څلورو خواو  ته  و کتل  خو هغه ته  داسې  معلومه شوه چې  هغه لا تر اوسه د کلا  د جوړښت له پاره د ټاکل شوي ځاې څخه  ډیر لرې دې . په حقیقت کې دسلطان محمد له اړخه  په دې  ځاې کې د جنګې  سترې کلا  جوړول  د میړانې  نه ډک  کارو . ځکه دا د دښمن سیمه وه   او په ځانګړې توګه   دغه سیمه  چې  هغه پرې اوس  ولاړ و  د یوناني  عسکرو په ولکه  کې وه . که څه هم دا عسکر د قسطنطین  د حکم  لاندې و  خو د خپلو عاداتو او رواجونو  له مخې  ډیر  بداخلاقه  او بدکړچاره و . که چیرې  قاسم  غوښتلې  ددې  ځایه قسطنطنیې  ته ولاړ شي نو باید ددې ځایه یی د شمال  لورې  ته درې میله  واټن  سفر کړې وې . خو بیا هم هغه په دې خاطر  قسطنطنیی ته و نه رسید چې دهمغې لورې نه د قسطنطنیی د دیوال سره یو ځاې  د « ابنای فاسفورس » یوبل شاخ  را وتلې و . دا د سمندري اوبو  نرې  او ډوب   شاخ  و  چې ورته   یو مستطیلې  خلیج  هم ویل کیده  چې د فاسفورس غربي  لورې  ېې د وچې سره   یوځاې کوله . اود  ښکر په څیر  شکل  یی درلود. یو چا دقسطنطنیی د دیوال  څخه  د لمر خاته په وخت کې   دا ښکر کتلې  و اودا یی  مشاهده کړي و چې دلمر دختلو په وخت کې د سمندر د اوبو رنګ  طلاېې بریښې   نو په دې اساس یی ورته  « طلاېی  ښکر » یا « ګولډن هارن »  ووایه   چې بیا په فارسي ژبه یی  د « شاخ زرین  »  اوپه پښتو کې  ېې ورته  د « طلايي  ښکر  » نوم ورکړ . دا د ښار د جنوبي غاړې  سره  یو ځاې  تر ډیره پورې  د شا لورې  ته  ورځي ، په دې اساس  دغه  مثلث ، ښار  ددوو  غاړو  څخه  دسمندر  په منځ  کې را نغاړي .


دریمه او یواځنۍ  لورې  یی د وچې سره نښلي ،  خو هغې  لورې  ته  یوپه بل پسې  دیوالونه  جوړ کړل شوي دي .


قاسم تر ډیره وخته  پورې د قسطنطنیی په لور  سترګې  اړولې  وې  او ورکتل یی . هغه  ته له دې  ځایه « برج غلاطه »  د یوه  میخ د څوکې  په څیر  راوتلې   تر سترګو شو . لږه شیبه وروسته دماهیی نیونکو کوچنیانو د قاسم په لور  رامنډې کړې  او ورته  را نزدې  شول .  دا ټول  عیسوی  کوچنیان  و او د عیسوي راهبانو کالي یی په ښه توګه پیژندل . هغوې د مقدس  پلار ، مقدس پلار   په نامه  ورته  نارې وهلي  اودقاسم تر څنګ  راټول  شول . قاسم  غوښتل  قسطنطنیی ته د ور رسیدو تر مخه د خپلو عسکرو او معمارانو  لټون  وکړي  اودهغوې  کار  تر سترګو  تیر کړې . په دې خاطر  یی دهمدې  ماهی نیونکو په کلي کې د تم کیدو  پریکړه وکړه .  هغه  په  خپل  څنګ کې دراټولو  شوو کوچنیانو سره د  یوه  پادري پلار په څیر  سلوک وکړ ، دا کوچنیان  که څه  هم خیرن  او چټل و  خو بیا هم دخپل  رنګ  او خوې  له  اړخه  پاک  یوناني  معلومیدل .  دا  ماهي  نیونکې  هم  په اصل کې د یونانیانو له  نسله و . قاسم د خپل سامان  څخه کوچنیانو ته دخوراک  څښاک  څه  سامانونه  راواخستل  او ور یی کړل  نو د کوچنیانو مینه د قاسم سره نوره  هم زیاته شوه . اوس نو هغوې د قاسم هره خبره په پوره  مینه  منله . قاسم  د یوه  تیز او چالاکه  کوچني څخه وپوښتل :


« څنګه  زویه !  دلته  نژدې  څه  عسکر  راغلي  دي….. کیدې شې چې هغوې غیر ملکي  عسکر وي … ایا ته  پوهیږې چې هغوې به کومې لورې ته  پراته   وی..؟»


« هو !  د هغوې   په  سرونو  پګړۍ  دې  او تورې  یی  راتاوې شوې  شانته  دي ….لکه » دې کوچني دخپل لاس په اشارې  سره د مسلمانانو د هلالي تورې  شکل  جوړ کړ او قاسم ته یی  وښود. دقاسم په مخ  خوشحالي را څرګنده  شوه . هغه  په دې  پوه  شوې و چې دسلطان عسکر په همدې ساحل دکلا  د جوړولو له  پاره را رسیدلي دي ، په دې  وخت کې  قاسم  غوښتل  لږ څه نور هم وپوښتي  چې دوو نورو کوچنیانو په ډیره بې صبرۍ سره په یو  وار په خبرو پیل وکړ .


« هو !  هغوې دخپلو ځانو سره ډیر زیات  سامانونه هم راوړی دي….هغوې  هغه لورې  ته دي » دې کوچنیانو د تورې بحیرې  د ساحل په لور اشاره وکړه ، دې کوچنیانو قاسم ته دا ډاګیزه  کړه چې د پګړۍ لرونکو سپاهیانو  او  یونانی  عسکرو تر منځه   کله کله  ټکه ټوکه  هم کیږی ، قاسم   ډاډمن شوي و  چې  د  کلا د جوړولو  د کار  مشر  « مصلح الدین  اغا»  خپل  کار  پیل کړې دې  ، قاسم د کوچنیانو سره د څه نورو خبرو وروسته  وویل :


« راځئ  چې  ستاسې کلي ته ورشو . زه به تاسې  ته د یسوع  قصه وکړم »


کوچنیانو دخوشحالۍ  نه ټوپونه  کړل ، او دقاسم نه مخته مخته یی  منډې وهلې . اوس  قاسم د ماهي نیونکو کلي ته ور  روان و . دا یو کوچنې کلې و چې  د کورنیو شمیر  یی د دیرشو اویا پنځه دیرشو څخه نه ډیریده . دهغوې  نارینه   دخپلو جالونو سره یو ځاې د  سمندر  دفاسفورس په ابناء  کې  تر  لرې  لرې  پورې تر سترګو کیدل ، لمر  په پوره  ځواک  سره  په سر ولاړ و ، ښځې په خپلو کورونو کې په  پخلي او خوراک په تیارولو  کې   مصروف وې .  خو نجونې  بیرون د ساحل  په غاړه  په ګرمۍ کې  په لوبو  کې  را لتاړې وې .  یو شمیر  پیغلې  هلته په لمر کې  دنورو  ځانته  ناستې وې او خپل ویښتان یی را سپړلي و او په هغوې کې یی په څه لټولوباندې اخته وې ، هغوې یو دبل سره مرسته  هم کوله  او پخپلو منځو کې به یی  په  ډیره  وړه  وړه خبره    په زوره  زوره  خندل .   خو کله  چې دې پیغلو قاسم وکوت  نو خنداګانې  یی و درولې  او سمدلاسه  دهغه ځایه ولاړې شوې   او وریدې، لوبې کونکو نجونو هم     ورمنډې کړې  او   د پادري په  لور  راغلې.  د قاسم  قدوقامت  او سره اوسپینه  څیره  د ماهي نیونکو  پیغلو  له پاره دحیرانتیا سبب وګرزیده ځکه هغوې دومره  نیک اوښایسته   راهب  په خپل ژوند کې د لمړی  ځل  له پاره کوت . هغوې مقدس پلار ته سلام وکړ  اوسرونه  یی ټیټ  کړل  او دخپلو ځانو سره  مسکئ  شوې .  قاسم د پیغلو نجونو په  احساساتو کې دخپل  ځان له پاره  د ستاینې  احساس  وکوت .اوپه ډیره معصومه اوراهبانه  توګه  یی  وویل :


« بچیانو ! سلامتې اوسئ ! د اوږده عمر خاوندانې شئ ، او یو دبل سره مینه  کوئ ، ځکه چې خداوند یسوع مسیح  محبت او مینه  خوښوي »


دمحبت   دلفظ  په اوریدو سره  پیغلې  په خپلو منځو کې سره و پسیدې ، په دې وخت کې یوې  تیزې او چالاکه پیغلې د قاسم څخه  سمدلاسه وپوښتل . « پلاره ! ایا تا محبت  کړې دې ؟ … کله  ، دکوم چا سره ؟»


هو !  ما د ټول  انسانیت سره محبت کړې دې ، زما په زړه کې د محبت او میني پرته نور  څه نه شته . … بچیانو!  زما په زړه کې  د محبت  پرته   نور  څه نه شته .  له  تاسو سره  هم ..»


د قاسم  دخبرو په دې اخري ټکو باندې  یوې  شرمناکه او حیاناکه  پیغلې  د لمړي  ځل له پاره خپلې سترګې  راپورته کړې  او هغه یی پرې وکوت . کله چې د قاسم سترګې  په هغې  پیغلې ور  ونښتې  نو دا  یی احساس کړه چې دا پیغله  د نورو  پیغلو څخه  بلکل مختلفه ده . قاسم لا  تر اوسه په همدې ځآې ولاړ و  چې یو زوړ ماهي نیونکې  چې  په  اوږو  یی  دماهيانو د نیولو  سامان  ایښې و  هغې لور ې ته راغې . دې پیغلې وویل :


« سردار  را  روان دې »


نجونې  ټولې  یوې لورې ته  شوې  او ودریدې . د ماهیانو د نیونکو سردار  قاسم ته  را نژدې شو او قاسم  ته   یی په پوره  ادب  سره   ښه راغلاست ووایه  . « مقدسه  پلاره !     دلته زمونږ دې کلي ته په راتګ سره  تا مونږ ته ډیر  زیات عزت  رابښلې دې . دلته ډیر کم ستاسې په څیر  خلک راځي .  ځکه چې مونږ  ماهي نیونکې یو  که څنګه ؟ په همدې خاطر مونږ دلته دخپلو ځانو له پاره  د یوې جونپړۍ څخه  چرچ  جوړ کړې دې . ته راځه !  ستا په راتګ  سره  به دې  چرچ ته د لمړي ځل له پاره کوم  مقدس  راهب  ور ننوځي »


قاسم دغې  زوړ  سردار  ته د  مقدسو پلارانو په څیر  درنښت ورکړ  او  ورسره  روان  شو .


تر ماښامه پورې ټول کلې په همدې   کې بوخت  و چې  دغه مقدس  پلار  به زمونږ سره  تر ډیرې مودې پورې پاته شي . قاسم  په دې نه پوهیده چې ددې کلي خلک ورسره دومره  مینه اومحبت  لري  اودومره ښه استقبال یی  کوي . هغه  داسې انګیرله  چې  ماهي نیونکې چې  په ريښتونې توګه د کلیسا سره تړلي دي نودهغه  په  رومن  کتولیک  کیدو  به  نا خوښه شي . هغه د رومن کتولیک  کالي  د یوه بل کار  له پاره اغوستي و . خو کله چې ماهي نیونکو ته ډاګیزه شوه چې  « فادر» د روما  څخه راغلې دې  نو هغوې نور هم  خوشحاله شول .


هغوې نالوستې  غیرمذهبي خلک و .  تر څنګ  ی د مذهبي ډلو ټپلو  په اړه یی هم ډیر معلومات  نه درلود. په دې اساس  دلته د څو  ورځو له پاره  د قاسم پاته کیدل  کوم ستونزمن کار  نه و . په همدې خاطر هغه د  ماهي نیونکو په کلي  کې دپاته کیدو  پریکړه وکړه   تر څو ددې ځایه  د قسطنطنیی د سمندر  په اړه پوره  معلومات  تر لاسه کړي  اوسلطان  پرې خبر کړي . هغه  غوښتل دهمدې ځآیه  قسطنطنیی ته ولاړ شي . خو  ددې ځایه  هغه ته د  قسطنطنیی    په لور  د تللو له پاره  د  « ګولډن هارن »  څخه  د یوې کشتۍ په واسطه تیریدل ور په غاړه و . او که چیرې  غوښتل یی چې   د وچې   له لارې  قسطنطنیی ته ور ننوځي  نو  بیا به د « طلاي  ښکر » دپاسه  تیریده او د « سینټ  رومانس »  ددروازې  څخه به ورننوته .


خو قاسم هملته د ماهي نیونکوپه کلي کې پاته شو  ، هغه  شرمناکه اوحیاناکه  پیغله  ددې کلي د سردار لور وه   چې  «روزس »  نومیده . نورو نجونو به ورته  «روزي » ویله . د کلي هلکانواو نجونو د قاسم څخه د انجیل  درس  پیل کړ . او ټول  د قاسم په محبت  کې را  ونښتل . روزی  په دې پوهیده چې قاسم یو راهب دې  او هیڅکله  به هم واده و نه کړي . خوبیا به یی هم د قاسم  په کتلو ، خداې پوهیږې ، چې څه څه  خوبونه کتل . هغه  به خوبونه کتل چې د هغې  دخوبونو شهزاده  به یوه  ورځ  نه یوه  ورځ د هغه  د اخستلوله پاره دې لورې ته راځی ، خو هغې  هیڅکله هم دا فکر نه و کړې چې  دخوبونو شهزاده به یی  د یوه راهب  په کالیو کې راځي، هغه  به ټوله  ورځ  په یوه  یا بله بهانه د قاسم په خدمت کې  وه . ساده ، معصومه  اوحیاناکې دغې پیغلې په  همغه  دریمه ورځ  خپل  زړه  په قاسم باندې  ایښې و  او قاسم ته   به یی ویل :


« پلاره !  ته په دې عمر کې د یوه راهب  په کالیو کې بلکل   ښه نه ښکارې . ته باید یوه  ښه عسکر  وواسې .»


قاسم به ورته  خندل ، هغې  معصومې  پیغلې ته  څه معلوم  وه  چې  په هغه چا یی  چې  زړه ایښې دې هغه په حقیقت کې  یو تکړه  سپاهي او عسکر دې . قاسم د خپل راتګ په دویمه  ورځ د باسفورس د ساحل  د « طلایی ښکر » په اړه  معلومات  تر لاسه کړي و، هغه د  جنوب لور ې  ته  هم ورغلې و  او دلرې  څخه یی  د « مصلح الدین اغا »  معماران  د جنګي کلا  د ابادولو په کارونوکې بوخت  کتلی و . د اپریل د میاشتې تر  اخره پورې د کلا  بنسټونه  را پورته کړل شوي و . سلطان دې کلا ته د « رومیلي » نوم ورکړې و .


اوس نو  قاسم  غوښتل ددې طلاې  ښکر  پوره  پوره  جایزه واخلي ، په حقیقت  کې هغه غوښتل هغه زنځیر له نژدې  څخه وویني چې  دطلاې ښکر   په خوله کې  یی  په سمندر کې  را ځړولې  و .


ګولډن هارن  یا طلاې ښکر  په حقیقت کې  یو کوچنې  خلیج و  چې دقسطنطنیی د دیوالونو تر څنګ  غځیدلې و . دا کوچنې شانته خلیج د ابناې فاسفورس  څخه  ووت  اوپه اروپایی ساحل کې ور داخلیده . په عامه توګه کوچني جهازونه  او کشتۍ به  چې په ابنا کې   تللې  په همدې خلیج کې  به   هم ور  داخلیدې . د ګولډن هارن  لورې   ته به  د قسطنطنیې  اروپایی تجارت  ترسره کیده . په همدې لورې د ښار یوه بله دروازه هم وه   چې دخلیج  لور ې  ته پرانستل کیده. دهمدې خلیج  په څنډو  دښار د ساتنې له پاره  د اوسپنې یو ډیر ستر  زنځیر داسې  تړل شوې و چې  په عامو حالاتو کې به  هغه  خلاصول کیده او په سمندر کې به را ځوړندیده . خو کله به چې  دګولډن  هارن  څخه  کشتۍ  بندول کیدې   نوزنځیر  به یی را ښکود او دروازه به یی  بنده کړه .  دا چې ولې دهمغه  لمړیو ورځو څخه کوم  حمله کونکي  قسطنطنیه  نه شوه  نیولې  علت یی همدا  زنځیر و چې دهغوې مخه به یی  نیوله، اوس قاسم غوښتل دا زنځیر له نژدې  وویني .


نن  دماهي نیونکو په کلې  کې دهغه پنځمه  ورځ  وه ، او همدا نن سهار داسې یوه پیښه منځته راغله چې قاسم  ته یی  ټکان ورکړ . نن سهار وختي د یوناني قیصري  فوځیانو یوه ډله  دماهي نیونکو دې کلې ته راغله ،کله چې سپاهیان  خبر شول چې دې کلي ته نوې  راهب  راغلې دې  نود لیدلو له پاره یی  ورغلل . خو کله یی چې د قاسم په مذهبی کالیو سترګې و نښتې  نو پښه نیولی شول . دهغوې  مشر چې کله دقاسم په  چپنه د پاپاې  روم  نښه وکتله  نو د قاسم څخه یی وپوښتل :


« مقدسه پلاره !  دا څه دي ؟»


قاسم دهغه  په خبره کومه  اندیښنه  را ډاګیزه نه کړه  اوپه ډیره بې پرواهۍ سره یی وویل : « دا دستر پلار، پوپ  له اړخه  راکړل  شوې  نښه ده .»


خو کله چې قاسم په ځواب کې  ددې ډلې د سالار   خبره واوریده نوحیران پاته شو . دې سالار وویل :


« ګوره  صاحبه !…اوس  وخت  راغلې دې  چې درومن کتولیک  د مذهب  پادري  د یوناني مذهب  په سیمه کې ازاد ګرزیږي ، دا ټوله د شهنشاه  کمزورتیا ده . شهنشاه  خو غواړې  چې ددواړو مذهبونو خلک سره را نزدې شی  خو ګورئ چې مونږ یونانیان  به هیڅکله هم  داخبره   و نه منو ..»


په حقیقت کې د قاسم حیرانتیا په خپل  ځاې  سهي وه . ځکه هغه  د شهنشاه د کوښښونو څخه   خبر نه و . حقیقت دادې چې  قیصر دهمغه وخته  راهیسې   متوجه شوې و  چې دعثماني فوځ  څو کسه سپاهیان  د ابنای فاسفورس  په اروپایی ساحل  باندې  را ښکته شوي و . اوشهنشاه دهمغې ورځې  را په دیخوا د قسطنطنیی د ساتنې  له پاره  لاس  و پښې وهل  پیل  کړې و . دهغه  ښار  ددیوالونو مرمت   یی پیل کړې و  اوپه ښار کې یی  خلکو ته د ډیر  زیات  خوراک  څښاک د شیانو د راټولولو او جمع کولو  هدایت کړې و .


ددې وروسته  یی د غربي هیوادونو څخه د مرستې کولو غوښتنه کړې وه  او د ټولې اروپا د مرستو دتر لاسه کولو له پاره یی د روم د کلیسا  ټولې غوښتنې  منلې وې . او یوناني کلیسا یی د رومي کلیسا  تر کنترول  لاندې   د راوړلو له پاره  ژور  فکر پیل کړې و . د شهنشاه د هڅو څخه اوس د قسطنطنیه په چرچونو کې هم  د رومن کتولیک  راهبان  تر سترګو کیدل .  په حقیت کې دا د قیصر  پوه او درک و  ، هغه غوښتل دعیسویانو ددوو ډلو تر منځه   اتفاق او اتحاد را پیدا کړي، لا تر دې وخته  پورې دعیسویانو  د «پروټسټنټ »  ډله  نه وه را پیدا شوې ، دعیسویانو یوې ډلې د روما چرچ  مانه او بلې ډلې  د «یوناني کلیسا »  هدایت  ته  غاړه  ایښوده . د رومن کتولیک  مشري   پوپ  یا پاپای اعظم  کوله  او د قسطنطنیی  مذهبي  مرکز  « ایا صوفیا»  بشپ  اعظم ته  « بطریق اعظم »  ویل کیده .


دسلطان محمد خان د حملې  داوریدو وروسته  قسطنطین  د روما پوپ  ته لیکلي و چې …. اوس وخت راغلې دې …. اوس  وخت راغلې  دې  چې مونږ خپل مذهبي اختلافات  له  منځه یوسو  او ټول متحد شو او د مسلمانانو مقابله وکړو . زه   ستاسې عقاید په خوشحالۍ سره منم  او همتاسې د « ایاصوفیا»  دمشر په څیر منلو ته تیار یم ….. همدا علت دې چې ددواړو  ډلو ترمنځه  د تلو راتلو  له پاره وړاندیز کوم . ترڅو دا  راولاړ شوې  واټن  له منځه ولاړ شي .


قاسم  ته په دې اړه  کوم معلومات  نه و   په دې اساس  یی  کله چې د یوناني ډلې  دمشر خبرې واوریدې نو حیران  پاته شوې و . هغه ترې په ډیر تعجب سره و پوښتل  چې « دا ته څه وایی ؟  ایا شهنشاه  دواړه کلیساګانې سره   را یوځاې کوي ؟ دا  خو ډیره ښه خبره ده ، زه  خو وایم چې ټول انسانان سره را یوځاې کړل شی »


قاسم  درواغ ویلي و . حال داچې هغه ددواړو کلیساګانو   د اتحاد او یووالي څخه  خوشحاله  نه و ، هغه د  رومن کتولیک  کالي په دې خاطر اغوستې و  چې  د کافرانوو تر منځ  دغه  نفاق  نور  هم ورزیات کړي ، تر څو د کفارو  دواړه  ډلې  د حملې په وخت کې  یو دبل سره  بسپنه و نه  شی کولې . خو د ډلې سالار ډیره  عجیبه خبره کړې وه  ،  ددې خبرې  څخه دا مقصد  اخستل کیده  چې  قسطنطین  په مکمله توګه خپل  ځان  دحملې له پاره تیاروي . قاسم  فکر وکړ چې دا خو ډیره  ضروري  اطلاع ده ، او دې ته اړتیا ده چې سلطان ترې   به مکمله توګه  خبر کړل شي  ، هغه په همدې فکر کې ډوب  و چې سالار ورته یو ځل بیا وویلې .


« مقدسه پلاره ! ته خو پوهیږې  چې یونانیان  مرګ  خوښوي خو د خپلې عقیدې او مذهب  بدلون  نه خوښوي ،په دې خاطر به  ته وویني چې دا  اتحاد  به نه بریالی کیږي . تر خو تر اوسه  زمونږ میلمه یی .  ځکه چې قسطنطین تاسې ته زمونږ هیواد  ته د راتلو بلنه درکړې ده .  خو ډیر ژر به د رومن کتولیک پادري زمونږ دمیلمستیا نه لاس په سرشي . په دې خاطر  غوره  ده چې ته دباران د  راتلو تر مخه  دخپل ځان له پاره د خوندی ځاې  د راپیدا کیدو په فکر کې شې .»


د یوناني  عسکری ډلې سالار  همدومره  وویلې  او بیا دخپلې ډلې سره بیرته  ستون شو ، خو د ماهی نیونکو د کلي ټول  لوې او واړه  چې اوس د  فادر سره  ډیر  اشنا شوی و  دقاسم په شاوخوا کې په زوړندو  شونډو او غمژنو مخونو سره ولاړ و .


دا د نن سهار پیښه وه  خو نوره پاته ورځ د معمول په مطابق  تیره شوه . هغه ټوله  ورځ  په همدې فکر کې ډوب و چې  څه ډول د نوې  تعمیریدونکې  «رومیلي کلا » پورې  « مصلح الدین  اغا»  ته ځان ور  ورسوي  او دهغه په لاسو  سلطان محمد ته  دا  خبر  ور ورسوي چې  د عیسویانو دواړه ډلې  په نژدې کې  سره را یوځاې کیږي.  هغه غوښتل  نن د ماښام نه وروسته  د «رومیلي کلا » ته ولاړ  شی . هغه  په همدې  فکرونو کې  ډوب  و چې د غټو سترګو خاونده  «روزي » یی  څنګ ته راغله او په څنګ  کی  یی و دریده . روزي  ډیره  غمژنه وه ، ځکه چې نن سهار  د رومي  فوځونو سالار د ټولو خلکو تر مخه د  ځوان  راهب  څخه پوښتنې  ګرویزنې کړې وې . هغه ته د سپاهیانو دا  کړچار د سپکاوي ډک  ښکاره شوې و . اوبیا هغې  د یونانیانو ددې  ډلې د سالار څخه  ډیر ه کرکه هم کوله  ، ځکه دا هغه څوک و چې په ځنګل کې یی  روزی د لاسه نیولې وه  ، نو که چیرې  هغه وخت د روزي ملګرو  شور  و غلمغال نه وې کړې نو روزي به دهمدې  بداخلاقه  سالار په لاسو بې  عصمته شوې وې . روزې  دا سالار  دیوه کاله راهیسې په دې سیمه کې  کوت ، دهغه نوم  « مقرون » و اود قسطنطین د ساحلې فوځي چوڼۍ  څارونکې و.


نن سهار هم  ، کله چې مقرون  د ماهی نیونکو کلي ته را ننوت  نو نیت  همدا و چې دغه  ښایسته او حسینه  پیغله  په خپل دام  کې را و نښلوي . خو کلي ته د راننوتلو سره سم « باقو ماهي نیونکي » هغه  ته ددغه نوی  ځواب  راهب  په اړه معلومات ورکړل . باقو هغه ته  داهم  ډاګیزه کړه  چې د سردار لور  دهمدې ځوان  راهب په شاوخوا کې  چکر وهي، باقو  پخپله  د روزي  په اړه ښه  آند  نه درلود. خو دسردار  تر مخه یی  هیڅ  نه شو ویلاې . پخپله روزي هم دهغه  د بدبویه   کالیو او وجود  څخه کرکه او نفرت کاوه . دهغه  اوږده اوږده  ویښتان ، چې د څو میاشتو خاورو او خټو کې ککړ  پاته شوی، دهغه  دسترګو تر مخ  را ځړیدلی و  . دهغه  دښۍ سترګې  څخه  به ټول وخت  اوبه  تلې ، د همدې سترګې  تر مخه  را ځړیدلې  ویښتانو  دا سترګه  په ناروغتیا ککړه کړې وه . ددې نه اخوا هغه  په یوې پښه  ګوډ  هم و ، ګویا  دهغه شخصیت په خپله  د روزي له پاره  د کرکې  نه ډک  و . باقو به د سردار د ویرې  روزی  ته  څه نه شو ویلاې .  او که  نه ، که وس یی کیدې  نو یوه  لحظه به یی هم روزی  نه  وې  پری ایښې. خو کله چې  دغه ځوان  راهب  کلي ته راغې  نو روزی هم ورسره مینه  پیدا کړه . باقو ددې خبرې زغم  نه درلود . هغه تر پنځه  ورځو پورې د مار په څیر تاویده را تاویده . خو په سبا یی  په  ذهن کې  یوه لاره  راپیدا شوه، په دې اساس  د یوناني فوځونو سالار مقرون ته ورغې اوهغه ته یی د دې نوي راهب او  د راهب  او روزي تر منځ د محبت  په اړه خبره وکړه . همدا علت و چې  هغه  نن سهار وختی   دخپلو عسکرو  سره دغه کلی ته راغې ، مقرون هم د تیر یوه کاله راهیسې د سردار په لور   روزي  باندې  سترګې  ښخې  کړې وې .  روزي  د ډیر ساعت خاموشۍ وروسته  قاسم ته د هولي فادر په نامه ورغږ  کړ .


«  نن  چې له تاسره  څه  سلوک وشو مونږ  د کلي خلک  ټول پرې  ډیر زیات  خفه شوی یو. په اصل کې دغه کس  چې د یوناني  ډلې سالار و   ډیر زیات  بدطینته  انسان  دې ، نن چې هغه  له تاسره  کومه  بدکلامي وکړه ، هغه ستا په خاطر  نه وه بلکه  زما په خاطر وه .»


قاسم  د لمړي ځل له پاره د روزی په لور وکتل او په لږ څه حیرانتیا سره یی ورته وویل :


« څه  مطلب ؟…. څنګه  ستا په خاطر ؟  ایا  ته هغه د پخوا  څخه پیژنې ؟ »


« هو! ….ددې نوم مقرون  دې . ددې لورې  د فوځې  څوکیو  څارونکې ، هغه  یوځل زه په ځنګله  کې له لاسه و نیولم ، خو دخداې  شکر  و چې زما ملګرو  شور  وغلمغال  جوړ کړ .  نوموړی  ټوله ورځ په همدې ځنګلونه  کې  ګرځي  را ګرځي . ماته  مې پلار  ویل  چې نن سبا   څو کسه مسلمان  سپاهیان  راغلي دي ، په دې خاطر  مقرون  د پاګل او لیوني په څیر  منډې  رامنډې وهي .»


قاسم د روزی خبرې په دیر غور  سره واوریدې . اوس  چې  کله هم روزي دهغه سره  خبرې کولې  نو  د فادر لفظ  به یی خامخا  وایه . قاسم دهغې په سترګو کې د محبت  پیغام  لوستې و  خو هغه دلته دمحبت کولو له پاره نه و راغلې . په دې خاطر  هغه  هڅه کوله چې  د روزي په غټو  غټو سترګو کې  دغورزیدو نه ځان و ساتي .


ماښام  را نزدی کیدونکې و، او دتیارو د خپریدو  سره سم  هغه د «رومیلې کلا »  په لور  تلل  غوښتل ،  دې  ماهي نیونکو  دهمغه  لمړۍ ورځې څخه  قاسم  ته یو ډیر  ښه آس  ورکړې و  ، تر څو هغه د مقدس کتاب د تعلیم  له پاره  شاوخوا  کلیو او بانډو  ته په اسانۍ سره  تګ  راتګ وکړ اې شي . قاسم د تللو دمخه  په ډیره  عجیبه توګه  روزي  ته  وویل :


« روزي !….زه د ټولو دپاره مقدس  پلار یم. خو ستا  له پاره  نه یم  ، زما په زړه کې  ستا  له پاره عزت  د یوه  دوست دعزت  په څیر دې . زه دغه پاس  کلي ته د یوه  ضرورت په خاطر  ورځم  ،  خو ماته  ستا دبسپنې له پاره اړتیا ده . »


د روزي له پاره ددې ځوان  راهب  خبرې  بلکل  نوې  او په زړه پورې وې . هغه یووارې په هواکې په الوتو شوه . دقاسم خبرو  دهغې په غوږو کې  ، معلومه نه ده   چې  څه  ور   رسولی و. دهغې مخ د شرم څخه د ګلنار په  څیر و ګرزید  دهغې په سترګو کې حیرانتیا وه ، خوبیا یی هم په  زوره  زوره  سر وخوځاوه  اوقاسم ته یی دخپل تعاون   په  اړه  ډاډ  ورکړ. خو ترې  ویی پوښتل :


« زما ځان  هم ستا له پاره  حاضر دې . ته حکم وکړه  چې  زه  باید څه وکړم ؟»


« ته یواځې همدومره وکړه  چې زما  چیرې د تللو ،اوبیرته راستنیدو  اویا ددې ځایه  د غیر حاضرۍ په اړه  هیچاته   څه  مه وایه .»


روزې د یوې  لمحې  له پاره  فکر وکړ او بیا  یی  سمدلاسه وویل : «  ته اندیښنه مه کوه .  ستا نه وروسته به هیچاته   دا معلومات و نه شي  چې ته چیرې  یی . زه  به ټول  هر څه  کنترول  کړم .»


« خو څنګه ؟ ته  به څه کوې ؟»


« داټول  ماته پریږده ،  ته   بې  فکره  اوسه  او د خپل کار  پسې دې ورشه »


کله چې سیوري  تیاره شول  نو قاسم د خپل  اس په شا کیناست  او د انځرو په  ونو کې  غایب  شو . هغه خپل  آس  د ابناې فاسفورس  د ساحل  په غاړو  بوت . اوبیا  یی د رومیلي دکلا په لور  مخ کړ او آس  یی پسې و ځغلاوه . د لږځڼد  نه وروسته آس  دهوا  سره خبرې کولې ،  د ورمیلي  کلا ددې ځایه په  پوره واټن کې  جوړیده . خو قاسم  غوښتل  په ډیر کم وخت کې  تر مصلح الدین اغا پورې خپل راپور  ور ورسوي اوبیرته  دغه کلي ته راستون شي . هغه هلته د تللو دمخه د روزي څخه  ټوله لاره  پوښتلې وه ، هغه ته دا هم ډاګیزه وه چې په لاره کې به د یوناني عسکرو  سره   لاس  په لاس کیږي  ، په دې اساس  یی خپل  ځان پوره تیار کړې او  وتلې و . اوس نو هغه دخپل آس  په څټ  کې  ور پروت  و اودهغې  هوا  څخه یی، چې د آس  د ځغاستې  په واسطه   پرې  لګیده  ،  ځان خوندي کاوه، کله چې  دخپل وخت سره  سم د رومیلي  کلا ته ور ورسید نو دآس   واګې  یی دتمکیدو  له  پاره  راکش کړي ، هغه  ډاډمن  چې  همدلته چیرې  په کوم ځاې  کې  به دعثماني  فوځ کوم سپاهي د یوه هوښیاره  زمري  په  څیر  په  پهره  بوخت  وي . اوس نو هغه دآ س  په مزله مخته روان و . هغه ته  دا  اندازه  معلومه  وه چې  رومیلي کلا  همدلته چیرې  تعمیریږي  خو دشپې په تیارو کې هغه  تعمیر  نه شو کتلاې . په دې خاطر په ډیره محتاطه توګه مخته  روان و .  یوځل پخوا د ورځې په رڼا کې  هغه  د رومیلي کلا د کتلو  له پاره راغلې و  خو په هغه وخت کې   یی د لویی  لارې  ستر واټن  وهلی و  خو نن  هغه په کم وخت اوپه  پټه دې ځاې ته راغلې و ، همدا علت  وچې  هغه د ساحل  تر څنګ   د انځیر په ونو کې   پټه لاره  خپله کړې وه. هغه  په فکر کې ډوب  و چې  مخته  یی  د خلکو  د خبرو  زوګ   را پیدا شو . اوبیا لږ څه وروسته یی  دمسلمانو سپاهیانو یوه ډله  تر مخ  ولاړه وه . دې ترکي  عسکرو  قاسم په خپله  محاصره کې واخست . دهغوې په لاسو کې  لوڅې تورې وې  او هغوې  خپله محاصره  را تنګوله   او قاسم ته  را نژدې کیدل ، قاسم  خپل مخ په یوه دستمال کې را نغښتلې و  اوهغه  دخپلې تورې د  راویستلو پرته دترکانو دفوځ  سردار  ته کتل . لږ وروسته قاسم  په خبرو کې  لمړیوالې وکړ او ویی ویل :


«السلام علیکم ورحمة الله  وبرکاته !….. الحمد لله زه دمسلمانو سپاهیانو له ډلې څخه یم ….. تاسې ما  « انجنیر مصلح الدین  اغا» ته د کتلو له پاره  یوسئ .»


د قاسم په خبرو د عسکرو  خولې  وازې پاته شوې   ، بیا یی سالار را مخته شو او دقاسم څخه یی وپوښتل :  ته څوک  یی ؟ او د مصلح الدین اغا  سره څه کار لرې ؟


قاسم ته  داسې ډاګیزه شوه چې دغه پوښتونکې پخپله مصلح الدین اغا دې . ځکه قاسم دهغه سره یوځل په اورنه کې کتلي و ، هغوې  به کله کله دسلطان  به دربار کې هم یو ځاې  کیناستل . قاسم بیا هم دخپل مخ څخه  پرده  لرې نه کړه  بلکه مصلح الدین  اغا ته یی وویل :


« زه ستا دوست  یم  او تاته د یوه  مهم  پیغام د  ورسولو  له پاره راغلې یم … ته  ما ښه پیژنې خو زه به  تاته خپل  مخ په   ځانته ځاې  کې و ښایم .»


مصلح الدین اغا ته د قاسم اواز   اشنا  شانته  معلوم شو  خو هغه یی پوره  و نه پیژانده . خپلو سپاهیانو ته یی  یوې  لورې ته دکیدو  اشاره ورکړه ، ترکي عسکر  هم یوې لور ې ته شول او و دریدل  ، په دې وخت کې قاسم د مصلح الدین اغا تر مخه د خپل  مخ  څخه  پرده  لرې کړه او ویی ویل :


« ډیر ښه شول چې ته ماته  همدلته  تر لاسه  شوې . دا یو پیغام باید سلطان  ته  ژر  تر ژره  ورسیږي  ، او ماته  ستا څخه پرته بله  لاره  نه وه چې دا پیغام  مې پرې  لیږلې وې .


مصلح الدین اغا  قاسم ډیرښه پیژندلې و . هغه د خوشحالۍ نه  چغې کړې او دقاسم  قاسم  نوم  یی اخسته . خو قاسم ورته  په شونډو  لاس کیښود او د چپ  کیدو  مشوره یی  ورکړه .


«  زه  ډیر  کم وخت  لرم . ته زما دکار په اهمیت باندې  پوهیږې . زه  سمدلاسه  ددې  ځایه بیرته ستنیږم . ته تر سلطانه  پورې دا پیغام  ور  ورسوه  چې د عیسویانو ددواړو  ډلو تر منځه  اتحاد  راغلې دې  او د روم پاپا دقسطنطنیی  د بسپنې  له پاره ملاتړ  اعلان کړې دې په دې خاطر  هغه باید د غربی  اروپا  په لور  حتمې توجه  وکړي .


مصلح الدین اغا د قاسم پیغام په ډیر غور اودقت سره واورید او   تر سلطانه پور ې یی  دهغې  د وروسولو ژمنه   هم  ورسره  وکړه ، اوس نو دقاسم له پاره په دې ځاې کې ددې نه زیات  تم کیدل  مناسب  نه و . هغه  غوښتل  سمدلاسه بیرته  ستون  شي  ، په دې  خاطر یې  دمصلح الدین څخه  اجازه واخسته  اوپه همغه  لاره  چې راغلې و  دهمغې په تیارو  کې پټ  او بیرته  ستون شو ، مصلح الدین اغا او  دهغه سره یوځاې  عسکر  په خپل  ځاې  حیران  دریان ولاړ  و  او د شپې  ددغه مسافر  لاره  یی تر  ډیره  پورې  کتله .


قاسم  چې په کوم  رفتار  سره  راغلې  و په همغه رفتار  بیرته  لکه د مرغه په څیر  الوت  اوروان  و . خوپه یوځاې  کې  یی  یو ناڅاپه د خپل  آس  واګې  راښکودې . ځکه دهغه تر مخه  په ناڅاپي  توګه  د یوناني فوځیانو  یوه ډله   را ووتله . په دې ډله کې  یواځې  پنځه  عسکر و . دوې  د قاسم  په لاره  کې  لکه د دیوال  په  شکل و دریدل. او د قاسم د تیښتې ټولې  لارې  یی و تړلې . دیوناني عسکرو په لاسو کې  تیزې  تیرې لوڅې تورې وې  چې  په تیاره کې  د ورایه  ځلیدې . دوې د قاسم تر مخه په  یوه  لیکه  کې ولاړ و . قاسم هم  یوه اوږده  ساه واخسته  او خپله توره  یی دتیکې  څخه  را وویسته . ددې پنځو  یوناني سپاهیانو څخه  یی  یوه  چې  ښې لورې ته   ولاړ  و  دقاسم  څخه په  غوریدونکي اواز  سره وپوښتل :


« ته څوک  یی ؟  او  په دې وخت کې  له کومه ځایه  را ځې  ؟  »


قاسم نه غوښتل ددوې  تر مخه خپل  ځان د یوه راهب په څیر  را څرګند کړي . په همدې  خاطر یی  دماهي نیونکو په څیر  لهجه  خپله کړه  او دوې ته یی وویل :


«  ماهي نیونکې  یم ،  محترما ! د خپلې یوې  ورکې شوې توري د لټون   په خاطر   وتلې وم  ، راباندی ناوخته شو  ، خو پیدا مې نه کړه   او اوس بیرته  خپل کلي ته  روان  یم .»


خو  قاسم ته دې درواغو  نجات ورنه کړ ، ځکه چې یوه یوناني عسکر هغه  پیژندلې و ، په اسانۍ  سره دهغه دپیژندلو یو علت داو  چې  هغه  همدا  نن سهار  هغه د  مقرون سره یو ځاې  درومي راهب  په کالیو کې کتلې و. په دې  اساس  هغه عسکر  په ډیر قهر سره په داسې حال کې چې خپله توره  یی  په لاسو کې لوبوله ، قاسم ته وویل  چې  « ته درواغ وایی ،ماته  وپیژندلې ،  ته ماهي نیونکې نه یی .  بلکه ته همغه رومي راهب  یی چې همدا نن سهار  یی زمونږ سالار  په اړه   مونږ ته خبر  راکړ ی …..ته به  زمونږ سره  ځې ، ته اوس  زمونږ دڅارنې  لاندې  یی …..»


اوس نو قاسم خپل  ځان  په تلک  کې  ګیر  وکوت . دهغه  راز  رابربنډ شوې و ، او ددې عسکرو سره یو ځاې  مقرون ته په  ورتلو سره  دهغه  وژل  سل په سلو کې  پیښیدل . په دې اساس  قاسم  خپله توره  را وویسته  او په یوه ځل یی په   هغو پنځو  باندې  را کیښودل . ډیر وخت  شوې و چې هغه ته دخپلو مټو د ازمیښت  له پاره  زمینه نه وه  برابره شوې  ، هغه د یوه   وږي  زمري په څیر  په یوناني فوځیانو باندې حمله وکړه او دهغوې د شمیرې  د ډیرښت د پروا کولو پرته یی  پر هغوې  یوپه بل پسې مرګونې  ګذارونه پیل کړل ، دهغه توره  د برق او تندر  په څیر  ددښمن په  جسمونو باندې  را پریوته . دشپې په تیارو کې د تورو  یوله بل  سره ټکر   په فضا کې  د اور  بڅرکي  پریښوول  او د ټنګ او ټونګ  اوازونه  یی هم  تر ډیره پورې تلل .


د قاسم د تورې  د وهلو  او د  د دوو په ځاې د څلورو لاسونو  په تیزۍ سره   په خوزولو د یوناني عسکرو  اوسان  ور خطا شول ، خوبیا هم هغوې  غوښتل  قاسم   را محاصره کړي  خو هغوې په پرلپسې توګه د شرمناکه  ناکامۍ سره مخکیدل . تر څنګ  یی د قاسم تورې  په یوه وخت کې  دوه سپاهیان  د زمکې  خاورو ته ورسول ،  او   آسونه  یی  و تښتیدل . د خپلو دوو ملګرو  په داسې  وژل کیدو  باندې دهغوپاته  درې عسکرو  اوسان  هم ورخطا شول  خوقاسم  هوډ کړې و چې دهغوې  له ډلې څخه  به یوکس هم  ژوندې نه پریږدي . ځکه دې خلکو دقاسم  اصلیت  پیژندلې و  په دې خاطر  قاسم  غوښتل  دهغه  د  راز دا پیژندونکې  باید ټول  له منځه یوسي  اوبیا  کلی  ته ستون شي . د قاسم توره  یو ځل بیا د  یوه بل عسکر په سر  داسې راپریوته  چې  هغه  یی دوه ټوټې کړ  ، دپاته دوو عسکر و  له پاره دا  هیبت ناکه  منظر  د زغم وړ نه و ، په دې خاطر  یی د تیښتې لاره  ونیوله او دجګړې  څخه   یی  دخپلو پښو د ویستلو  له پاره  خپلو اسونو ته پوندې ورکړې . دهغوې  مخه د « ورمیلي کلا » په لور وه ، قاسم هم خپل  آس دهغوې پسې  کړ  ، او د ځغلیدونکې آس  د زین  څخه  یی  ځان  را کوږ کړ او د خپلې   د غشو  د خلطې  څخه  یی  یو تیر  را وویست اوهغه  یی په کمان کې  کیښود، دا  غشې  د یوناني فوځې  په ځاې دهغه په اس کې ور ننوت  ، اس  نا ارامه  شو او یو خوا  بلخوا یی  منډې کړې او بیا یی  په خپل ځان  سپور  کس  په زمکه  را وویشت . دغه  یونانی  عسکر  پخپله هم د زخمې  آس  په شا  خپل  ځان   دکنترول  نه بیرون   وکوت و او په دې ترتیب  په زمکه  راپریوت . خو د هغه  بدبختي داوه چې دهغه  یوه پښه د آس  په رکاب  کې نښتې  پاته شوه ،  دغه  زخمې  ځغلیدونکې نا ارامه  آس  د خپل  راپریوتې  مالک  د پروا کولو پرته  هغه په ځان پسې را ښکود او دننه  ځنګل  ته یوړ . د را پریوتې  عسکر  سر په زمکه د کاڼو سره  ټکریده   نو قاسم فکر وکړ چې  هغه   ژوندې نه شي پاته کیدې . په دې  اساس  هغه  یوه لمحه  هم تم ونه  کړ اودهغه بل یوناني عسکر  تر شا  یی   خپل آس  ور  وځغلاوه ، اوس  نو هغه تښتیدلې  عسکر  یوکس  و او هغه  چې کومې لورې  ته   ور ته   قاسم هم  همغې لورې  ته پسې ور  روان و . خو پخوا  له دې چې  هغه  قاسم  ته په ګوتو ورشي ، رومیلي کلا  ته  په ورنژدې کیدو سره ترکي عسکرو  هغه کتلې و، د ترکانو د ساتونکو یوه  ډله یی مخته  ولاړه  وه، کله چې  یوناني عسکر  خپل  ځان د څلورو خواو څخه  محصور وکوت  نوسمدستی  یی خپله توره  و غورځوله  اودخپل ژوندې  پاته کیدو  خیر  یی وغوښت ، اوس نو دقاسم په څیر  د یوه غیرتمنده  جنګجو  له پاره دا ضروري وه چې هغه  ژوندې  پریږدي . خو هغه د قاسم د  راز  څخه  خبر شوې و. اودا خبره دهغه د ستر  مقصد دترلاسه کولو  په لاره کې  زیانمنه  ثابتیده . په دې خاطر قاسم  د هغه د وژلو په ځاې  مسلمانو سپاهیانو ته  په لوړ اواز  وویل چې  :  « دا   یوناني عسکر  دې ….. سمدلاسه یی و نیسئ »


پرلپسی لري …..