کور / تازه خبرونه / دولت: له بهرنيانو د ولسي جرګې د مرستي غوښتنه غير قانوني ده

دولت: له بهرنيانو د ولسي جرګې د مرستي غوښتنه غير قانوني ده

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وايي ولسي جرګې ته نه ښايي چي له بهرنيو هيوادونو څخه مرسته وغواړي.
وحيدعمر پرون رسنيو ته وويل چي د ولسي جرګې دغه غوښتنه د افغانستان د اساسي قانون خلاف او د افغانستان د ملي حاکميت پر ضد کار دئ.
وروسته له هغه چي د ولسي جرګې ٦٢ وکيلان د درغليو په تور د ځانګړي محکمې په حکم د جرګې له غړيتوب څخه بې برخي سول، د ولسي جرګې غړو له ملګرو ملتونو او ځينو نورو هيوادونو څخه مرسته غوښته چي پر افغان حکومت فشار راوړي او دغه پرېکړه يې په بدله کړي.
خو د ملګرو متلونو استازي او د امريکا سفير ويلي چي دوى هيڅ هيله لري چي دغه ستونزه د افغانستان د اساسي قانون له غوښتونو سره سمه حل سي.