کور / تازه خبرونه / د افغانستان بانک رئيس استعفاء وکړه

د افغانستان بانک رئيس استعفاء وکړه

د افغانستان بانک رئيس عبدالقدير فطرت امريکا ته د سفر پر مهال له خپلي دندي استعفاء کړې ده.
ښاغلي فطرت ويلي خپله استعفاء يې ځکه په امريکا کي اعلان کړه چي په افغانستان کي يې ژوند په خطر کي وو.
فطرت وايي وروسته له هغه چي د کابل بانک په قضيه کي يې د ښکېلو زورورو نومونه د ولسي جرګې غړو ته په ډاګه کړل د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښونه ورته کېدل.
بلي خوا ته د آزادۍ راډيو د جمهوري رياست د وياند وحيدعمر په حواله ويلي چي د کابل بانک په قضيه کي د قدير فطرت نوم شامل وو، چي لويه څارنوالي به تحقيقات ځني وکړي.