کور / تازه خبرونه / د افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغانستان، پاکستان او امريکا درې اړخيزه غونډه جوړېږي

افغان حکومت وايي د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق کياني کابل ته رسېدلى او نن به د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ په درې اړخيزه امنيتي غونډه کي ګډون وکړي.
په دې غونډه کي به د تروريزم خلاف جنګ او له قبايلي سيمو کونړ او جلال آباد ته د پاکستاني پوځيانو پر راغورځولو باندي بحث وسي.
افغان چارواکي وايي د دغو حملو په باب پرون د ولسمشر کرزي او جنرال کياني ترمنځ هم خبري سوي دي.