کور / سياسي / هند اوافغانستان تر خپلواکۍ وروسته

هند اوافغانستان تر خپلواکۍ وروسته

هند چې له افغانستان سره یې دتاریخ په اوږدوکي زیاتي سیاسي اړیکي درلودلي  ۶۳ کاله وړاندي یې دانګریزانو څخه خپلواکې ترلاسه کړه او په دي ورستیو کي یې دنړۍ د پرمختللو هیوادونو په لیکه کې ځانګړی ځای خپل کړی په داسي حال کي چې د افغانستان ۹۱کاله د خپلواکی وشوه لا تر اوسه دپرمختګ خو څه چي د ورانیدو په لور روان دی په تیره بیا په دي ورستیو دري لسیزوکي .
دا ولي ؟ دهند دپرمختګ لامل څه دی ؟ چې په دومره لږ وخت کي یې د پرمختګ لوړ پړاو ته ځان ورساوه او افغانستان یعني هغه افغانستان چي یووخت یې د واکمنی جنډه پر ډهلی او مشهـــــــــد رپیدل نن  یې مرستو ته اړ دی ، دلته نوموړي پوښتنې دیوه عامل (فکتور) له مخې ځوابوو چې هغه ملت پالنــه (نیشنلیزم) دی :
هند چې له چین څخه وروسته د نړۍ دوهم ګڼ نفوسه هیواد دی او وګړي یې دبیلا بیلو دینونو پیروان او د مختلیفو ژبو  ویونکي دي د دغو ټولو تو پیرونو سره سره بیا هم وخپل هیواد او اولس ته وفادار دي ، دخپل هیواد وملي ګټو ته دقدر په سترګه ګوري او دخپلو پوهانو ، ملي ویاړونو او سیاستوالو یې دومره قدرکړی چي شپه او ورځ یې نو مونه په مطبوعاتو کي په ستایونو سره یادوي او دهغوی په نامه او تګلاره ویاړي  داځکه چي ددوی سیاستوال او پوهان وخپلي خاوري او اولس ته وفادار اوسیدلي او تر خپلو ځاني ګټو یې ملي ګټي ښه بللي او دهیواد په پرمختګ کي یې نه ستړي کیدونکی هلي ځلي کړي دي او د ټولو وګړو (هندو ، مسلمان ، سیک ، عیسوي او نورو …) یې هیله دسمسور وطن غوښتنه ده او یوله بله یې دورورولۍ لاسونه ورکړې او یوه باامنه او ښکلي فضا یې جوړه کړي ددوی همدغه وطنپال احساس و چي خپل هیواد یې دپرمختللو هیوادونو په لیکه کي ودروی چي اوس د یو ودان او سمسور هیواد خاوندان دي .
داچي افغانستان داسیا په زړه کي قرار لري نو د نړی دزړه د تیوري له مخي دنړۍ وقدرتمنو اوهغو هیوادونو ته چي غواړي دمرکزي اسیا هیواودونه تر خپلي واکمنی او کنټرول لاندی راولي نو افغانستان ورته د زیات اهمیت وړ دی، دوی دي موخې ته درسیدا لپاره پر افغانستان بیلابیلې کړنلارې لکه پوځي او نورې وازمویلې خو کومه مثبته پایله یې ونه درلودل نو بیایې (د درز واچوه او حکومت وکړه) پالیسی نه کار واخیست یعنی کورنی جګړې ته لمن وهل یې پیل کړل ،چي له بده مرغه افغانان ددوی دهمدغه سیاست ښکارشول او په خپلو کي په څوډلو (حزبونو)وویشل شوه که څه هم چي دنوموړي دسیسي شاته دبل چا لاس وو خو دعمل جامه ورته په خپله افغانانوواغوستله او خپل هیواد یې په خپل لاس په فزیکي او هم معنوي ډول وران او ویجاړکړ،یعني په فزیکي لحاظ یې  سړکونه ،روغتنونه، ښوونځی ، پوهنتونونه ، فابرکي او نور ویجاړ او له خاورو سره یې خاوري کړل او په معنوی ډول یې داسي د نفاق او جلاوالي اورونه په کښي بل کړل چي مړ کیدل به یې وخت وغواړي په داسي حال کې چي ټول وګړي یې دیوه دین (اسلام) يیروان دي او نورهم نژادي او ژبنې توپیرونه په کښي ډیر کم لیدل کيږي ولي په خپلوکي یې کرکه او نفرت لوړي کچي ته رسیدلي لنډه داچي د ګران وطن نه یې د وزلوبي میدان جوړکړی هرکس په کښي دخپل آس ځغلول غواړي او سیاستوال یې هم وخپلي خاورې او هیوادوالو ته وفادار نه دي او ملي ګټو ته یې هم د قدر په سترګه نه ګورې او هر څوک د خپل ځانې ګټو او لاس ته راوړنو لپاره هلي ځلي کوي . د بیلګي په ډول دخلیلې(دولسمشرلمړی مرستیال )دریځ دمظلومو کوچیانو په مقابل کي یعني ددي لپاره چي د یوه ګډ استازي په توګه ددواړو قومونو تر مینځ راپیداشوي لانجه حل کړي دی (خلیلي) په مطبوعاتو کي په ډاګه وایي که چیري حکومت د هزاره ګانو حق ورنکړ نو موږ به خپل دریځ وښایواو همدارنګه په دې ورستیو کي د اخبر(داولمپیک دملی کمیټې مشر) ملی ضد کړنه چې په چین کې یې داسیایي لوبو دپیل په درشل کي د ملی ســــرود پرځای بله  سندره وغږول اوداسي نوري ملي ضد کړني په داسي حال کي چې ددوی داکړنې تیروتني نه بلکي قصدي عملونه وو ، تاسي یې ګوری حکومت څه ورسره وکړه یو یې هم دمحاکمې میز ته راکش نه کړ .
نو دټولو سیاستوالو او پوهانو څخه مو هیله داده چي نور د واک او قدرت  دلاسته راوړلو پر سر له خپل مینځي جګړو ، کرکي او نفرت نه لاس واخلي او نور دپردیو په لمسه د نفاق او جلاوالې تخمونه په دغه سپیڅلي او مظلومه خاوره کي ونه شیندې او دهغو پوهانو ملاتړ وکړي کوم چي په ريښتني ډول  وخپلې خاورې او هیوادوالو ته وفادار وي او د هغه چا ملاوتړي کوم چي دهیواد په پرمختګ او بیا رغوونه کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کوي .
د ودان ، سمســور، پرمختللې ، سوکالــــه او ډاډمـــــــن افغانستان په هیـــــله