کور / سياسي / د افغانستان روان حالات – چارفصله پيزه او سپيشل ديش

د افغانستان روان حالات – چارفصله پيزه او سپيشل ديش

نه پوهیږم چه دغي لیکنۍ ته څه نوم ورکړم ، طنز يي وبولم که نثر او که يي دواړه . څه موده مخکي په کابل ښار کي دوستانو دغرمي ډوډۍ لپاره  یوه رستوران ته دعوت کړی وم ، درستوران مینویی  راوړه اوهریوه دمینو څخه د خوراکونو فرمایش ورکاوه ،ما دکابلي پلو فرمایش ورکړ ،یودوست وویل چه چارفصله پیزه راوړه اوبل دوست سپیشل دیش  راوغوښت ، زه ددي خوراکونو په چرت کي سوم ،معمولي پیزه خومي دلته اوهلته خوړلي وه خوچارفصله پیزه راته نوي وه همدارنګه سپیشل ډیش هم راته نااشنا ؤ. څه وخت وروسته ډوډي راورسیده اوچارفصله پیزه مي ترنظرتیره کړه ،پیزه پرڅلورو مساوي برخو ویشل سوي وه هره برخه یي په جلا رنګ سابواولعابو(ساس) باندي پوښل سوي وه . اوسپیشل دیش یودوریجو وړوکۍ غوري ؤ چه دپسه دغوښي یوه ټوټه ،دچرګ دغوښو ټوټه ،یوه دانه کوفته ،څه چپس،سلاد، اوڅوټوټي دکباب دیوي پارچي ډوډی سره پکښي پرځای سوي وه . نواوس هم دالنډه لیکنه دچارفصله پیزي یا دسپیشل دیش په ډول ده دهرڅه نه یوه بیلګه لري اودلوستونکو يي خوښه چه څه نوم ورکوي .


اساسي قانون اته نهه کاله دمخه دلويي جرګي لخوا تصویب او بیا نافذ سودولسمشرۍ لپاره دوي دوري انتخابات وسوه ،دپارلمان لپاره هم دوي دوري ټاکني وسوي ،دولایتي شورالپاره هم دوي دوري ټاکني وسوي، داټوله ټاکني ترډیروسوالو لاندي دي ،یوخوپسله دیرشو څلویښتو کالو ټاکني کیدي ،تقریبا نوي پروسه ښکاریده ،امنیتي حالات ښه نه وه ،دخلکوبرخه اخیستنه ټیټه وه اوپه اساسي قانون کي کمۍ موجودؤ چه دپیښ سوو حالاتو جوابده نه ؤ.  په ټاکنوکي دپراخودرغلیوراپورونه ورکړه سوه ،خصوصا دولسي جرګي داوسنی دوري دټاکنو په هکله ددرغلیو ډیر راپورونه اومستند اسناد راټول سوه ،اوسني پارلمان کي داسي استازي سته چه په درغلیو متهم دي اوولسمشر ددغو درغلیو دارزولو لپاره ځانګړي محکمه وټاکل اوپربل سريي پارلمان پرانیست چه دادواړي کړني ضداونقیض دي . ځانګړي محکمي دخپلوڅیړنو نتیجه اعلان کړه او ۶۲غړي به دپارلمانه وزي اوپه عوض کي به یی مستحق کسان دمتعرضو کاندیدانو له جملي څخه  پارلمان ته ځي  دایوبله جدي ستونزه په دي حساسه موقع کي رامنځ ته سوه چه کیدای سي دنورو ناارامیو موجب وګرزي .


پارلمان کي سخته بي نظمي روانه ده ،حتی دملي مسایلو په مورد کي مختلف دریزونه لري ،جالبه داده چه زموږ دولس نمایندګان دپارلمان په غونډوکي مسلح ناست وي اوڅوځله دجرګي مشرغوښتنه کړیده چه دسلاح سره داخل وجرګي ته مه راځي.


داساسي قانون بعضي مادي عملي سوی خویوشمیريي همداسي منجمدي پاته سوي څوک يی په قصه کي هم نه دي ، دښاروالۍ لپاره تاکني ونه سوي ،دحکومت لخوا تعین سوي ښاروالان داساسي قانون په خلاف پرچوکیوقبضه لګولي ده . اساسي قانون صرف په نامه دی عملا هغه نه کارول کیږي .اساسي قانون دیوي قبالي یا یو دستاویز په ډول دضرورت په وخت کي استعمالیږي ،داساسي قانون دتطبیق دنظارت کمیته کال یادوه دمخه جوړه سویده خوخپل کوم لاس ته راوړنه یی نه ده برملا کړي .


ګوډه اوړنده یموکراسي حکمفرما ده ، په غلطه استعمالیږي ،زورلرونکي ،توپک سالاران توپک په لاس ددیموکراسۍ نه ناوړه ګټه اخلي اوپه زغرده ددیموکراسۍ ترنامه لاندي ډير ناوړه اعمال ترسره کوي حتی بعضي دولتي چارواکي پخپل سرعمل اواجرآت کوي ، اودیکتاتورانه کړنه کوي . ظاهرا دیموکراسي داسي افاده کیږي چه هرډول لباس چه اغوندي څه ډول ویښتان اوږيره جوړوي ستا اختیاردی ،دغربي کلتورپیروي اوناخوښوعادتونو خپلول اوځان دنورو نه خاص ښودل . په یوطرفه جاده کي په لوکس موترانو کي په سرعت سره ځغاستي اودخپلوشتوتظاهر دنوروپه مخ کي ددیموکراسۍ غلط برداشت دی ، بلکه دااکثره اخلاقي انحرافات دي چه دافغاني سوچه منل سویو عنعناتواورواجونو خلاف واقع سویدي .


دفساد اداري اورشوت برخه ډیره ده ، داسیستم داسي جوړسوچه فساد اداري اورشوت رشد پکښي وکړي ،اواوس ډیرعام اومعمول سویدی ،داخرڅونه ،داماڼۍ اوقصرونه ،دالوکس موترونه ،دامیلمستیاوي اوسیالدارۍ بیله رشوته نه پوره کیږي ،هره چوکۍ ځانته قیمت اوسرقلفي لري . دولسمشر لخوا دفساد اداري اورشوت دمنځه وړلو لپاره کمیټي ،اداري اوکمیسونونه جوړکړه چه هیڅ نتیجه یی ورنکړه.  ولسمشرپخپله اقراروکړچه دفساد اداري اورشوت دمنځه وړل اسانه کارنه دي اوپه دي خبره کي داپیغام دی چه ګذاره وکړی داکارناشده دی . درشوت اواداري فساد په څنګ دجایدادنو اومځکو قبضه په پراخه کچه روان دي اوخصوصا ددولتي اوغیردولتي مافیا اوزورواکو لخوا داقبضي ترسره کیږي اواصلي مالیکینوته ګواښونه کیږي او دخپلو جایدادونو څخه په زورایستل کیږي .


جګړه د۳۰-۳۵ کالوراهیسي روانه ده دناتو-ایساف قوتونه دخپلو مغلقوسپکواودرنو وسلو اوډول ډول الوتکو سره د۴۲ ممالکو څخه دلته میشته دي .دازموږ دغریب ملک اودناتو لپاره نوي تجربه ده اوتراوسه داسي نه ده پیښه سوي چه د۴۲ ممالکو عسکر دخپلو پرمخ تللی وسلو سره په یوغریب جنګ ځپلي مملکت کي د دښمن په تلاش کي دي اولس کاله کیږي چه نه بریالي کیږي ، اواوس وایي چه دخبرولاره خپلوو اوحتی دامریکایانو اوطالبانو خبري رواني دي ،هغه داستادرباني دسولي شورا يي دمځکي ووهل او څومره مصارف په وسول .


ددي جګړي په جریان کي بیا جوړونه هم روانه ده ،په چوکونو کي ښکلي منارونه اوفواري جوړیږي اوپه څنګ کی یی دجګړي تاوده سنګرونه دریګو دبوجیو نه جوړیږي اوخارداره سیمونه راتاویږي اوفوجي موتران پکښي ولاړ وي .په یوکلي کي ښوونځي جوړیږي اوپه ګاونډ کلي کي سوځیږي ،یوپل اوسرک لانه وي جوړسوی چه هغه بل يي وران سوی وي ،ځای ځای کي  ښوونځي جوړي سوي دي چه بیت الخلا نلري اویا داحاطي دیوال نلري .


چاپی ،تصویري او برښنایي میدیا په خپل سریع حرکت سره مخ ته روانه ده .دتلویزیوني چینلونو کمي نه سته اوبعضي چینلونه بهرنی ملاتړ لري او دیومستقل حکومت په ډول عمل کوي .څوک تودي خبري نشروي ،څوک بیا داماج ،کنکاش اوداسي نورو نومولاندي ګردي میزونه جوړوي ،عجیب اوغریب اونااشنا نومونه ،دکارپوهانو کمي نه سته ،که رشتیا ووایم ددي ۳۵ کالو جګړو راهیسي هرڅوک کارپوه  ګرزیدلی دی. ورځپاڼي ،اووه نیزي اومجلي په سلونو چاپیږي ،دکمپیوترتکنالوژي کارونه ډیراسانه کړي دي ،په کټ اوپيسټ سره په ثانیوکي مضامین دیوي رسنۍ څخه رانقلیږي اوهرځای چه وغواړي هلته کافي کیږي (کټ اوپیسټ یوکمپیوتري اصطلاح ده کټ یعني مظمون انتخاب کړه اوراپري یی کړه اوهره صفحه کي چه زړه دي غواړی ويي ټومبه ). نن انترنيت او کمپیوتر ددي پیړي رنسانس دی ،خبرونه اومعلوماتونه دنور په ګړندیتوب دنړی هرګوټ ته رسوي ،نن سبا ډیري الکتونیکي رسنۍ کارکوي ،سړی یي په لوستلو نه رسیږي ،اودورځي په اخیرکي سړي سرسامه کي .


ښوونه په غیرمتوازن ډول پرمخ روانه ده ،کوریکولمونه يوپه پل پسي جوړیږي اوچابیږي بیاهم دغلطیوډک وي ،ښوونکي په کافي شمیر نه سته ،بعضي دولسم ټولګي فارغین دي چه دکانکورلپاره امادګي نیسي نوداجیرښوونکي وظیفه هم مخ ته بیایی ،لیدل سویدي چه ښوونکي یوصنف ترشاګرد دمخه وي ،په بعضي ولایاتو کي امنیتي دفترونه اوقرارګاوي دښوونځیوپه ګاونډ کي موقعیت لري ،نه پوهیږوچه دوی دښوونځیوامنیت ساتي اوکه ښوونځي ددغوامنیتي دفترونو سپرګرزیدلي دي (دکندهارښارکي دتیري حملي وخت کی ځان مرګي دترافیکو ددفتر بام ته ختلي دکندهاردملي امنییت دفترچه دافغان ترک دلیسۍ په ګاونډکي دي هدف ګرزولی ؤ اودنوموړي ښوونځي زده کوونکي دشپي ترلسوبجوپوري په ښوونځي کي بندپاتي وه ).


په ملینوډالردروغتیا په سکتورکي په مصرف ورسیدل ،کلینیکونه اوروغتونونه جوړسول په څنګ کي يي خصوصي سکتور په نامساعده اوغیراصولي ډول په فعالیت پیل وکړ،اوارقام ښیي چه په نړی کي افغانستان دمور اوماشوم لپاره خراب ترین اونامصؤن ځای دي . دعامي روغتیا وزارت منسوبین صرف اوصرف ددي په لټه کي دي چه بیا اوبیا خارجي ملکوته سفرونه وکړي ،دافغاني ناروغانو ډکي ډکي الوتکي هره ورځ هندوستان ته ځي اویا دپاکستان په روغتونو کي لالهانده ګرزي .


ملي اردوته که وګورو نوعجیب اوغریب بریښي ،نه توپ لري نه ټانک اونه هم جنګي الوتکي ،داسي توپک لري چه مرمي يي نلري اوداسي مرمي لري چه توپک يي نه سته ،ستندرد تاکتیک اوپوهه نلري دمختلفوهیوادونو معیارونو دلته تدریسیږي  ګزاپ مصارف پري لګیږي چه په اینده کي به افغان دولت ددي لګښتونو توان ونلري .


اداره ،نظم اودسپلین هم دستونزوډک دي ،ښاروال يي تر والي لوړجنګوي ،مدیردریس په قصه کي نه دی ،معین په وزیر کي چورت نه وهي . کار و نااهلوکسانو ته دقومي اومنطقوي نورمونو په اساس ویشل سویدی ،اهلیت اومهارت په نظرکي نه نیول کیږي .  سرپرست وزیران چه ترکال زیاته موده کیږي دسرپرست وزیر په حیث وظیفه اجراکوي په داسي حال کي چه دمخکني پارلمان لخوا یی داعتماد رایه هم ونه ګټله . ولسمشردنوو وزیرانو معرفي موجوده ولسي جرګي ته څوځله وځنډوله اوداسرپرست وزیران چه دولسمشر په لست کي دي تمامه ورځ دولسي جرګي دوکیلانو دروازو ته ولاړدي اوداعتماددرایي دورکولو وعدي ځني اخلي ،حتی دخپل مربوط وزارت ولایتي ریسان یی وکیلانو ته استولي دي چه ذکرسوو وزیرانو ته داعتماد درایي غوښتنه وکړي . ډیرافسوس دی پرداسي وزیرانو.
ولسمشردملي وحدت خوبونه ویني خودوه مرستیالان یی دپښوخاوري کاږي اود خپلو خلکو لپاره کارکوي ،ولسمشردقاطعیت څخه کارنه اخلي ضداونقیض اجرات کوي هغه دچاخبره هم يي پرنال وهي اوهم يي پرسندان . په اوسني حالت کي دمملکت اداره په یوه غوټه یاکمپلیکس بدله سویده چه خلاصول يي ډیر ستونزمن دی . کله کله خیال پلوکي ډوب سم اووایم چه کاشکي دافسانوي رابین هوډ غوندي څوک مو درلودای چه دسترګوپه رپ کي پراس سپور دهرمظلوم او غریب ومرستي دانګلای اوظالم یی هلته ختمولای اویا کله وایم چه ددي عصرافسانوي سوپرمین یا سپایډرمین مودرلودای چه په تنابونو اورسیو الوتلای سوای اودخپل لوی طاقت په مرسته يي هره ستونزه په ثانیو کي دمنځه وړلای اوحداقل دالاډین څراغ مودرلودلای…


داسي نامرده همسایه ګان لروچه ددریايي غلوپه شان يي امبورونه اوچنګکونه راته نیولي دی اوزموږ دوجود غوښي په ژوندون رانه بیلوي . اخیرنۍ دترانزیت موافقه دپاکستان سره دولسمشرانو په موجودیت کي مسٌولو وزیرانوامضاکړه مګرمتاسفانه زموږ لارۍ موتران دپاکستان په خاوره کي درول سوی دي . اودپاکستان سرحدي پوستي دافغانستان دکنړونو دسرکانو دولسوالۍ په سرحدي کلو اوبانډو باندی حملي کوي، چه څلورماشومان یي هم شهیدان کړي دي ،خدای دي دشهید محمدداود خان شهادت قبول کړي ،اوس به یي وخت سفربري اعلان کړي وای اوافغاني عسکر به په سرحدونو کي اماده دحملي وه  .همداسي ایران دافغانستان په داخلي چاروکي لاس وهنه کوي . په تیرژمي کي يی زموږ په سوونو دتیلو تانکران چه دترکمنستان څخه راروان وه په میاشتو ودرول اوزموږ بي وسه حکومت یوازي زارۍ او جګۍ کولي اوهیڅ ګواښ یي ورته ونکړ چه ځه نو دهلمند اوبه هم څک نه درکوم.
ویل کیږي چه افغانستان دنړی لابراتواردی هرڅوک دلته خپلي تجربي کوي ،وسلي ازمايي اوستراتیژي امتحانوي ،زه وایم افغانستان بر علاوه دلابرتواره دنړي کچره دان هم وی ،خپل زاړه اودکاره لویدلي توکي اوزهري مواد دلته ښخوي .  دلته  هرڅوک  بشري ناورینونه رامنځ ته کوي اوځني تښتي  .


خوباورلرم چه افغانستان به دنړی پرمخ همیشه وي ،داملک دورانیدونه دی اونه يي څوک ورانولای سي . یوازنۍ دخلاصون لار دافغان ولس اتفاق اواتحاد دی چه درڼايي څرک به يي حالات بدل کړي .