کور / تازه خبرونه / كندهار دوو ښځو او یوه ماشوم ته مرګ ژوبله واوښته

كندهار دوو ښځو او یوه ماشوم ته مرګ ژوبله واوښته

د كندهار امنیتی چارواکی وایی چی په پنجوايي ولسوالۍ كي د ماين چاودني دوی ښځي ووژل او یو ماشوم یی ټپی کړی .
دهمدی ولایت دپنجوایی ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اعظیم وایی چی پیښه نن سهار شاوخوا لس بجی دیادی ولسوالي په موشانو کی رامنځته سوی .
هغه وایی چی دمخالفینو دلوری په سیمه کی ماین ځای پرځای سوی ؤ چی دچاودیدو له امله یی دوی میرمنی ووژل سوی او یوماشوم ټپی سویدی.
خو يوه باوري امنتي سرچينه وايي چي ددغه پیښی وروسته سيمي ته د عامه نظم پوليس ورسيده چي په رسيدو سره تر وسله وال بريد لاندي راغله ،
سرچینه زیاتوی چي په دغه نښته کی دعامه نظم يو تن پولیس ووژل سو او يو بل ټپي سو .
بل لوری بیا دوسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی چی نن سهار دپنجوايي ولسوالئ دموشان په سيمه کي د بهرنیو ځواکونو پر بلی ګزمه چاودنه سوی چی دنوموړی په خبره په چاودنه کي دوه تنه بهرني عسکرمړه اوګڼ نورژوبل سوي دي .