کور / تازه خبرونه / دولت: د افغانستان بانک رئيس خيانت وکړ

دولت: د افغانستان بانک رئيس خيانت وکړ

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر وايي د افغانستان بانک د رئيس عبدالقدير فطرت استعفاء او تېښته له هيواد سره خيانت دئ.
وحيد عمر غربي رسنيو ته ويلي چي قديرفطرت د کابل بانک په قضيه کي لاس درلودئ او د لويي څارنوالۍ د تحقيقاتو له بېري تښتېدلى دئ.
بلي خوا ته د لويي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري مطبوعاتو ته وويل چي د امريکا متحده ايالاتو او انټرپول پوليسو ته يې ليکونه لېږلي چي عبدالقدير فطرت ونيسي او افغانستان ته يې وسپاري.
عبدالقدير فطرت پرون په امريکا کي د افغانستان بانک له رياست څخه استعفاء وکړه او ويې ويل چي نور هيواد ته نه ځي، ځکه هلته د مرګ ګواښونه ورته کېږي. هغه د ګواښونو علت د ځان له خوا د کابل بانک په فساد کي د ځينو زورورو کسانو رسوايي په ګوته کړه، خو افغان حکومت وايي نوموړي خپله په دې فساد کي لاس درلودئ.