کور / تازه خبرونه / پاکستان: موږ پوهېږو چي طالبان چيري دي

پاکستان: موږ پوهېږو چي طالبان چيري دي

د پاکستان د دفاع وزير چوهدري مختار له بي بي سي سره په يوه مرکه کي ويلي چي له طالبانو سره تماس نيول دوى ته ډېره آسانه ده، ځکه پاکستان پوهېږي چي هغوى چيري اوسېږي او چيري اډې لري.
د پاکستان د دفاع وزير ويلي له طالبانو سره بايد خبري وسي او دوى کولاى سي چي له افغان حکومت سره يې خبرو ته کښېنوي.
دا لومړى ځل دئ چي پاکستان په خپله خاوره کي د طالبانو سته والى مني، تر دې دمخه پر پاکستان باندي تور ووچي افغان طالبانو ته يې په خپله خاوره کي ځاى ورکړى دئ، خو پاکستاني چارواکو دغه تورونه ردول.
د پاکستان د ټايمز ورځپاڼي مدير اقبال خټک بي بي سي ته وويل چي دى د پاکستان د دفاع وزير په دې خبرو حيران دئ، ځکه چي پاکستان تر اوسه د طالبانو سته والى نه مانه.