کور / سياسي / ګناه دقانون جوړونکوده اوکه دقانون چلوونکو؟

ګناه دقانون جوړونکوده اوکه دقانون چلوونکو؟

ډیره موده کیږې چې دافغانستان دولسي جرګې ، سترې محکمې اوولسمشرحامدکرزي ترمنځ د ولسي جرګې داستازوترټاکلونه وروسته ددرغلیوپه اړوندناندرۍ روانې دي . دټاکنومسقل کمیسمون اودټاکنودشکایاتوکمیسون په کراتوکراتوویلي دي چې تیرې ټاکنې عادلانه وي . دامې هم یادیږي چې دټاکنودمستقل کمیسون مشر ښاغلي معنوي په ډیرویاړوویل :
« تاسوپوهیږي چې زه یوتقواداره مذهبي سړی یم . »
په دې ماناچې زه خودچاحق تلفي نه کوم . په هر صورت ټاکنې پای ته ورسیدي اودولسي جرګې بریالي استازي اعلان شول . ولې ددغه اعلان سره سم هغواستازوچې دټاکنودکمیسون په اندبایلونکي ول ، په اعتراضونواوددرغلیوداسنادوپه راټولولوپیل وکړ. په همدغه ډول یې راټول کړی اسناددافغانستان دلوی څارنوالۍ ادارې ته وسپارل . لنډه به یې کړم دوسیې د څارنوالې له لورې دافغانستان دقضامقام (سترې محکمې) ته وسپارل شوي . دسترې محکمې په وړاندیزاودولسمشرپه منظورۍ ددرغلیودڅیړنې لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه .
دځانګړې محکمې جوړیدنه په ملي اونړیواله کچه داعتراض اوخوښیوعکس العملونه وپارول . د ولسي جرګې دیوشمیراستازولخوادځانکړې محکمې جوړیدنه دافغانستان داساسي قانون سره په مخالفت کې وګڼل شوه . داچې ځانګړې محکمه قانوني ده اوکه دقانون سره په تضادکې ده ، هرلوری یې دځان په ګټه تعبیروي . په هرصورت ولسمشراړایستل شو چې همدغه ولسي جرګه پرانیزي . هرڅوک وپوهیدل چې دبهرنیوپه سخت فشاراودناراضه استازوڅخه په پټه ، ولسمشردخپلې ماڼۍ څخه په چورلکه کې دولسي جرګې تالارته ولاړاوولسي جرګه یې پرانیستل . ولې ولسمشرترپرانیستلونه مخکې دهمدغووکیلانوداستازوڅخه کوم سندترلاسه کړي و ، چې دځانګړې محکمې پریکړې به مني . دولسمشری ددفترپه خبرپاڼه کې راغلی ول چې (۲۰۰) استازوپردغه سندلاسلیک کړی وو.
( ناوې چې سپره وه لاکږه وه ) . ځکه نژدي یوه میاشت یې دادارې پلاوي پرټاکلوتیرکړه . د ولسي جرګې دکارکولودتوانمندي انګیزې دنړیوالوغوږونوته ورسیدي . ددي کشالې څخه په یوډول ووتل ولې څه عزت پاته نه و. ځکه دولسي جرګې په تالارکې یې فزیکي بریدونه یوپربل وکړه چې پولیسوسره بیل کړل . داکشاله هم بیله ځاني تلفاتوپای ته ورسیده . دنورو کشالوپه څنګ کې دغونډودنصاب دنه بشپړیدوستونزه دومره پراخه شوه چې داستازو نومونه یې په رسنیوکې اعلان کړل . دااعلان بیابله ټکه نازله کړه چې یوشمیراستازوحتی د ولسي جرګې مشر ته سپکي وکړي . 
دوزیرانودورپیژندلوموضوع دشطرنج دلوبې بله برخه ده چې ډیره موده کیږي چې ناندري ورباندی رواني دي . ولسمشرخپلې موخې لری اوولسي جرګه خپلې موخې لري ، ولس د دواړولورودپامه لویدلي ښکاري .
دوه ځله ولسي جرګې دوړی روخصتۍ وځنډولي ځکه ډاریې درلود چې ولسمشربه دوي دکړي عمل سره مخامخ کړي . دولسي جرګې دروخصتیودویم ځل ځنډول دولسمشرزغم پای ته ورساوه . په درغلیوتورنواستازواوددوی دملاتړوپرسریې غررانسکورکړ. اوس نوموضوع ددوي په انددتشنج اوبحران پړاوته رسیدلي ده .
غواړم دافغانستان دتیروقوانینوموادداړوندې موضوع په هکله ترنظرتیرکړم :
دغازي امان خان دوخت اساسي قانون ۱۹۲۴ زکال
ماده ۵۳ : تمام محاکم عدلی ازهرګونه مداخله مبرااست .
دداودخان دجموریت ددوري اساسي قانون ۱۹۷۶ زکال
ماده صدهم : قضات به پیشنهاد قاضی القضات ومنظوری ریس جمهورتعین میګردد.
ماده یکصدوهشتم : ستره محکمه مرکب است از(۹) عضوکه ازطرف ریس جمهورتعین میګردد … ریس جمهوریک نفرازجمله اعضای ستره محکمه راکه سن اوازچهل سال کمترنباشد به حیث قاضی القضات تعین مینماید…
زه قانون پوه نه یم چې په هیوادکې رامنځته شوی ستونزه دقانوني پلوه وڅیړم ولې دوې بیلګې مې دتیروقوانینوڅخه رانقل کړي چې څه ناڅه قضاوت ورباندی کیدای شي .
زه په دی لیکنه کي دموضوع بل اړخ ته پاملرنه اړوم .
اونۍ اومیاشتي تیری شوی . دقانون جوړولومرجع وایې چې دځانګړې محکمې جوړیدنه دقانون اساسي سره په مغایرت کې ده ولې  دقضاارګان وایې چې ځانګړې محکمه قانوني ده. دهیوادولسمشرهم دقضادنظرسره همږغی دی . اوهم ولسمشردځان دنده ګڼی چې دعادلانه پریکړې په خاطردځانګړې محکمې دجوړولولپاره فرمان صادرکړي .یقیناً به یې داهم نیت وی چې دملت کورته په درغلیواوټګیوڅوک رانه شي .
پوښتنه داده چې زموږپه هیوادکې داسې حقوق پوه نه شته چې اساسي قانون تفسیرکړي ؟ ایاستره محکمه اولویه څارنوالی موددی وس نه لری چې دخپلوصلاحیتونوحدودوپیژني ؟  ایاولسمشراوپرشاوخوایې دبی شمیره مشاورینوسره په ګډه ددی پوه نه لری چې دولسمشرد صلاحیت حدودوټاکي ؟
اوپه پای کې دقانون جوړولومرجع اویاپه اصطلاح دملت کوردومره کمزوري دی چې اساسي قانون نه شي سپړلاي ؟
ترلمرسپینه ده چې موږپه هیوادکې ډیرپیاوړي حقوق پوهان لروولې څوک غوږورته نیسي . ځکه (جنګ پرسره غله دی ) دشخصي ګټوموضوع ده .
دښاغلي فاروق بشیرحقوق پوه اودکابل پوهنتون استاد نظر ولولئ :
دځانګړې محکمې پریکړه بایدپه عمل کې تطبیق شي …
(دایې قباله په چایې مني ) ؟
که اجراییه ، مقننه اودقضادری ګونې قوي دقانون دتفسیرظرفیت اواهلیت نه لری اوپه خپل جوړشوی اساسي قانون نه پوهیږي ، ښه به داوی چې پټوان ټک وهي اودوتلولارخپله کړي . ولس اوستونزې سره پریږدی . په باورویلای شم چې ولس خپلې ستونزې بیله دزورواکو او توپیکیانودلاس وهنې څخه حلولای شي .
زه نه پوهیږم چې ځانونه دولس استازې ګڼې ولي ترخپلومینځ په یوه میاشت کې داداري پلاوي پرټاکلونه سره جوړیدل . غونډوته نه حاضریږي. که نیوکه ورباندی وکړي ، مقابل لوری په توهین امیزه کلماتوګواښوي . ځانونه دملت استازې ګڼي ولې ددرغلیودبربنډولوڅخه ډارلري .
خبرې رالنډوم . داسي به یې وګڼوچې ولسمشر، لوی څارنوال اوقاضی القضات ، ځانګړې محکمه غیری قانوني جوړه کړی وه . ولې دغوقاضیانوداسې درغلي راپه ګوته کړی چې د انسان دعقل څخه دباندی دي په دی ماناچې دځینواستازووټونه صفراعلان شوی ول په داسې حال کې چې هغه استازي په حقیقت کې ګټونکی ول . ایاپردغه واقعیت سترګې پټي شي ؟ هغه استازي چې ولس ټاکلی ول ، بیاهم په هیڅ کې حساب شی ؟ یومنطق وینم چې پخواني په درغلیوراغلي استازي به ووایې چې موږدولسي جرګې پرټاکلوڅوکیو ا پټوان ایښي دي ځکه ددغه استازوپه انددولسي جرګې څوکۍ دسینمااویابس دڅوکیوسره برابرې ګڼي .
انساني عقل خوداسې حکم کوي چې لومړي دغلومخه ونیول شي ورورسته به دکوردخاوندانو ناقانونه کړنې وڅیړل شي .
« په ډنمارک کې څوک حق نه لري چې دغله دټینګولولپاره په هغه پسی وځغلی . په ټولو دوکانوکې دپلورونکوددریدودځای سره پښوته نژدي دالارام تڼی شته که غل راشی اوپه تهدید پیسي وغواړی ، هټی وال کولای شي چې په خپل پښه چې غل یې نه وینی، اړونده تڼی ته فشارورکړی ترڅوپولیس خبرشی . ولې پلورونکی ددی چارې داجرأ صلاحیت یوازې هغه وخت لري چې غل دپیسو سره اویاهمدغسی دهټۍڅخه ووزي . ځکه که دغله په موجودیت کې داچاره ترسره شي ، کیدای شی غل متوجه شی اوهټیوال ته ځانی صدمه ورسوی.
څوبیلګې په دغه ښارکې چې زه اوسیږم ، پیښی شولي چې هټیوالودپورته قانون په خلاف غله ونیول . پولیسوداسی ونه کړه چې هټیوال زنداني کړی اوغلوته ووایې چې تاسوډیروبخښی چې ناقانونه نیول شوی یاست نوبایدخپلوکورونوته ولاړشي . غله مجازات اوهټیوالوته ورورسته دقانون پربنسټ توصیه شوی اویانورقانوني چلندورسره شویدي .»
دابیلګه مې ځکه وړاندی کړه چې اوس بایدهغه کسان چې په درغلیومتهم دی اوهم دټاکنو د کمیسون دمشراواړوندوغړوڅخه نیولی دشکایاتودکمیسون تراړوندوکسانوبایدسخت مجازات شی اووروسته دځانګړې محکمې دجوړیدوموضوع په ارامواعصابووڅیړل شي .
پاملرنه وکړي دولسي جرګې غبرګون ته :
ولسي جرګې په وروستیوغونډوکې لوی څارنوال ، دسترې محکمې سرپرست مشر،اودقضادعالي شورایوشمیرغړيسلب اعتمادکړل . ( زه دی باغ نه وینم ته وایې تارودرغی ، ویې نیسه )
ایادغه قانوني واک ولسي جرګه لري ؟
زه یې عامیانه پلوته پاملرنه کوم . ماخوتراوسه ارویدلي نه دی چې څوک په غلامتهم وی ، ددی پرڅای چې غل مجازات شي ، غل داواک ولري چې اړوندقاضی دکاره ګوښه کړي . نورتاسولوستونکي قضاوت وکړي .
عجیبه داده چې دولسي جرګې ځینې غړي قسم کوی چې یواستازی دولسي جرګې څخه ویستل شي ، دوی به په ګډه سخت غبرګون وښیي ، یواستازی داهم وویل چې دژوندپه بیه به مقابله وکړي .
ډیرافسوس دولس پرداډول استازوچې ددرغلیوملاتړکوی اوهیوادددوی په خبره بحران ته سوق کوی .
بله عجیبه واوري :
همدغه ولسي جرګه وه چې بهرنیان یې په لاس وهنوتورنول ځکه دملت پاملرنه یې رااړول چې دوي څومره هیوادپال دي . اوس یې وګورئ چې دستونزې دحل لپاره همدغوبهرنیانوته ورځغلي . پریکړه یې وکړه چې دنړیوالوموسسو، دامریکاسفارت اونوروسره بایداړیکې ټینګې شي چې ددوی ددرغلیوڅخه ملاتړوکړي . (پزپری کړی که شرم درلودای دچړې نوم به یې نه اخیستي ) . په کوموسترګوهغوته وردانګي .
ایادمسقل افغانستان ، دفوځي اډونه جوړول ، دافغانستان په چاروکې نه لاس وهنه اونوري نارې سورې دخلکودتیرایستنې لپاره وي ؟
ترلمرروښانه ده چې تاسودولس په وینوتویولوچې ستاسومقام خوندی شی ، خوښی څرګندوي ، درباني صاحب دحکومت دوران درپه زړه کړي !
څه موده مخکې مې (ډیموکراسۍ که انډوخره ) ترسرلیک لاندې یومضمون لیکلي و. اوس ګومان کوم چې ترانډوخرې هم خبره ورتیره شوه .
نورولس مه زوروی ، دولس وینې تویږي ، تاسودملت داستازوپه څیره کې دولس سره دښمني کوی . دولس غم درڅخه پاته دي دخپلوپیسوپه ټولولواودواک څخه په ناوړه ګټه اخیستوورځې اوشپي سباکوي . غونډوته نه حاضریږي ولې دامتیازاخیستلوځانونه مستحق ګڼي . وټونه موپه درغلیواوپه زورواکۍ ترلاسه کړي دي ، ولې دعدالت ناري سوري وهي . دولس مال اوناموس ته ګواښونه کوي ولې ځانونه دولس استازي بولي . نوردخدای څخه وبیریږي ، دافغانستان د مظلوم ولس دزورولوڅخه لاس پرسرشي .
په یادولري چې خلک اوولسونه هرزورواک پرځنګنوکولای شی .
سرلوړی دی وی افغان ولس