کور / هراړخیز / په اسلامي هيوادونو كې د انګرېز جاسوس (همفر) خاطرې لومړۍ برخه

په اسلامي هيوادونو كې د انګرېز جاسوس (همفر) خاطرې لومړۍ برخه

له مودو راهيسې د برتانياي كبير دولت په دې لټه كې وه، چې په نړۍ كې د خپل قوت او قدرت د پايښت په موخه مستعمرې را منځته كړي.
اوس وخت كې د دغې امپراطورۍ پراختياتر دې شوې، چې دلمر د راختو او لوېدو وړانګې د هغوى د سمندرونو په څنډو كې هم ليدل كېږي.
له دې ټولو پرمختګونو سره، سره بيا هم د برېتانيا جزيره د خپلو مستعمرو لكه: د هند نيمه وچه، چين، د منځنۍ اسيا هيوادونه او داسې نورو په پرتله ډېره وړوكې ښكاري.
له بلې خوا د انګليسي نيواك مسله په دې ټولو ځايونو كې يو شان نه ده، په ځينو هيوادونو كې د حكومتونو چارې ظاهرا د هماغو هيوادونو د خلكو په لاسو كې دي،خو مستعمراتي سياست په بشپړه توګه پكې عملي كېږي، نږدې ده چې د دغو هيوادونو ظاهري حاكميت هم له منځه لاړشي او په بشپړه توګه د برتانيا تابع وګرځي.
ځكه نو پر موږ لازمه ده، چې د خپلو مستعمرو د ادارې او كنټرول په اړه له سره فكر وكړو او په دې برخه كې بايد دوه شيانو ته ډېره پاملرنه وكړو:


۱- په هغو سيمو او هيوادونو كې چې په بشپړه توګه پكې انګرېزي امپراطوري خپل راج چلوي، د خپل نفوذ د ټينګښت او پايښت په موخه ځينې لارې چارې لټول.
۲- د هغو سيمو د قبضه كولو لپاره هڅې، چې تر اوسه  په بشپړه توګه تر برتانيايي استعمار لاندې نه دي راغلي.


د انګرېزي مسعمراتو د بهرنيو چارو وزارت د دې پلانونو د عملي كېدو په برخه كې د مسووليت احساس كوي او په دې برخه كې غوره گڼي، چې ټولو دغو سيمو ته هغه كه پوره مستعمره وي او كه نيمه مستعمره خپل جاسوسان او استخباراتي استازي د مالومات او اطلاعاتو د راټولو په موخه ولېږي.
ما هم د مستعمرو په بهرنيو چاروزارت كې د كار له پيل څخه خپله دنده په پوره برياليتوب ترسره كړې وه، په ځانګړي ډول  په (دختيځ هندشركت ) كې مې د كاركولو پر وخت، چې ظاهرا يې موخه سوداګريز كارونه وو، خو په پټه يې په جاسوسي او اطلاعاتي برخو كې كاروه، خپله وړتيا وښوده.
هلته مو منظور دا و، چې د هند په نيمه وچه باندې په پشبړه توګه تسلط ولرو، نو د همدې سترو كارونو د ترسره كولو په بدل كې مې په بهرنيو چارو وزارت كې ښه موقف تر لاسه كړ.
په هماغو وختونو كې انګرېز حكومت په هندوستان كې د خپلې مستعمرې په غم كې دومره نه وه او د خطر احساس يې نه كاوه، ځكه چې د هندي وګړو خپل منځي قومي، نژادي، ديني او فرهنګي اختلافات د دې خنډ ګرځېدل، چې هندوان دې د انګريزې مستعمرې په وړاندې شورش وكړي.
د چين هيواد كې هم حالات همداسې وه. هلته هم دوى د كوم ځانګړي خطر وېره نه درلوده، ځكه هلته د كنفوسيوس او بودايي دينونه لا له پخوا له منځه تللي وه او دا ډېره لرې او غير امكان پذيره خبر وه، چې د هند او چين هيوادونو اوسېدونكي دې د دومره بنيادي اختلافاتو سره، سره بيا هم د خپلواكۍ د اخيستو په لټه  وي.
د برتانيايي امپراطورۍ لپاره د داسې پر امنه ځايونو شتون بيا هم په پوره توګه د هغوى له مغزو څخه د وېرې جرړې نه وې وېستلې، بلكې په دې لټه كې وه، تر څو د ټولو هغو لارو چارو مخه ونيسې، چې د دغو هيوادونو د اوسېدونكو د افكارو د راژوندي كېدو په برخه كې يې كار كاوه.
د دغسې كارونو د ترسره كولو په موخه مو ځيني طويل المدته پروژې لاس لاندې ونيولې، چې په دې ډول مود دغو سيمو اوسېدونكيد  جهل، بې اتفاقي، فقر او رواني ناروغيانو سره لاس او ګريوان كړل.
د دغو سيمو د خلكو په وړاندې د دومره بد بختيو او كړاوونو په برخه كې موږ ځان ته يو پخوانۍ بودايي متل كړنلاره ګرځولى وو. متل داسې دى:
 ((ناروغ په خپل حال پرېږده او زغم له لاسه مه وركوه، بالاخره دارو به له خپل ټول تريخوالي سره وخوري)).
موږ كه څه هم له خپل بل ناروغ  عثماني امپراطورۍ سره په خپله گټه يوقرار داد لاسليك كړى وو، خو د انګرېزي مستعمرو د بهرنيو چارو د وزارت ځينو كارپوهانو وړاندوينه كړې وه، چې دا امپراطوري به تر يوې پېړۍ پورې دوام ونكړي.
له دې ور اخوا موږ د منځنۍ اسيا له ځينو هيوادونو سره هم پټ قرار دادونه لاسليك كړي وه. په دې اساس نو زموږ جاسوسان او مامورين په اسلامي هيوادونو كې د عثماني امپراطورۍ تر نفوذ لاندې او په منځنۍ اسيا كې په خپل كار لګيا وه.