کور / تازه خبرونه / د کابل بانک پخواني مشران ونيول سول

د کابل بانک پخواني مشران ونيول سول

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د کابل بانک پخواني مشران شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي يې د تحقيقاتو دپاره نيولي او زندان ته اچولي دي.
لويه څارنوالي وايي د دوى دوسيې د سې شنبې په ورځ ور ورسېدې او سمدستي يې ياد سوي کسان ونيول.
شيرخان فرنود او خليل فيروزي د کابل بانک هغه مشران دي چي وايي له لاسه يې دې بانک په سوو ميليونه ډالره تاوان وکئ.
لويي څارنوالۍ ويلي د کابل بانک په قضيه کي د نورو ښکېلو کسانو پر دوسيو هم کار روان دئ او هغوى به هم ونيول سي.