کور / هراړخیز / انځوریزه نړۍ : د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه ښکلي انځورونه (۴)

انځوریزه نړۍ : د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه ښکلي انځورونه (۴)

دلراوبر ویبپاڼي د (( انځوریزه نړۍ)) نومي څلورمي برخي ته ښه راغلاست !


په دې برخه کي د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه بېلابېل ښکلي، په زړه پوري انځورونه پر لیکه کیږي، چي د هرانځور سره به د همغه انځور اړوند لنـــــډ معلومات هم لیکل سوئ وي .




۱.  د ((Porsche 911)) نومي قیمتي موټر یو نامعلوم څښتن د خپل موټر ځینو تکراري ستونزو دومره په تکلیف کړئ وو، چي نور یې حوصله نه درلودله . ددې پر ځای چي نوموړی خپل موټر د شل زرو ډالرو په بیه جوړ کړي، د ((Massachusetts club Comm2A)) نومي ښکار کلب ته ولاړئ او هلته یې د ښکار د تختې په شاني خپل موټر تسلیم کړ، چي د نوموړي کلب د ۱۴۰ غړو لخوا شاوخوا لس زره ګولۍ پکښي ونښتې . ((سرچینه : ایم ایس این))





۲. په هسپانیه، جنوبي-فرانسه، پرتګال او لاتیني امریکا کي په تکراري ډول سره د غويي لوبي ترسره کیږي . زیاتره وخت ددې لوبي له امله زیات شمېر غویان له منځه ځي، په داسي حال کي چي یو شمېر تماشه چیان خوند ترې اخلي او هلته په سېل ورته ګوري . خو کله – کله داسي هم پیښیږي چي غويی تر کنټرول ووځي او ځیني کسان زخمي یا مړه کړي، چي پورتني انځورونه یې ښې بیلګي دي .





۳. دغه پُل  په ((Golden Gate Bridge)) نامه یاديږي، د امریکا د سن فرانسیسکو په ایالت کي موقعیت لري او په ۱۹۳۳ زېږدیز کال کي جوړ سوئ دئ. ددې پُل اوږدوالی ۳ کیلو متره او ۳۴۷ متره دئ، پلنوالی یې ۲۷ متره او لوړوالی یې ۲۲۷ متره دئ  . مصارف یې شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره کیږي .




۴. زموږ په ګاونډي هیواد چين کي د نړۍ تر ټولو اوږد پُل موقعیت لري . داپُل  ۴۲،۲ کیلومتره اوږدوالی او ۳۵ متره پلنوالی لري، چي په جوړولو کي یې شاوخوا لس زره تنو کار کړئ او مصارف یې تقریبا ۱،۱ میلیارډه یورو کیږي . علاوه پر دې د ښه ساختمان له برکته ذکر سوئ پُل د ریختر په مقیاس ۸ درجې زلزلې ته مقاومت هم ښودلائ سي .  د چین حکومتي چارواکي اټکل کوي، چي پر دې پُل به په راتلونکي کي د ورځي ۳۰ زره موټره ځي او راځي . همداډول د یادوني وړ ده چي په لومړی ورځ پر دې پُل اوښتل وړیا دي، خو وروسته به یو ځل پر پُل اوښتل ۶ یورو مصرف ولري .



۵. دغه پُل په  ((The Bridge of Separation = د بېلتون پُل)) نامه یاديږي، چي د ایران او آذربایجان ترمنځ موقعیت لري  او دغه هیوادونه یې یو د بل څخه جلا کړي دي.




۶. پورتنی طبیعي منظره په تایلېنډ کي  د”پي پي جزیرو” یوه برخه ده، چي د “کرابي” نومي ولایت پوري اړه لري . دغه جزیرې د ګرځندویانو لپاره ډيري په زړه پوري دي او هر کال زیات شمېر ګرځندویان لري .




۷.  د هالنډ د “دین هاخ” یا “هاګ” نومي ښار کي د مشهوره چینايي مجسمه جوړونکي “سوي جیانګو” د کارنامو یوه بېلګه، چي ((Dinosaur Amidst the Wind)) نوميږي .



۸.  د اوږدې مودې وچکالی څخه وروسته د چین په جنوبي او منځنی برخه کي شدید بارانونه سوي دي، چی له امله یې لږ تر لږه ۱۸۰ تنه له منځه تللي او همداډول یې ۸۳۰ میلیونه یورو مالي زیان اړولئ دئ . پورتنی انځور په چین کي باراني حالت ښيي او پر چوکیو اوښتونکي کسان زده کوونکي دي، چي ښوونځی ته روان دي او کوښښ کوي چي لانده نه سي .






۹ .   په وروستیو وختونو کي په کندهار کي د ((کندهار د ښکلو هنرونو)) په نوم يوه ټولنه پرانستل سوه، چي له برکته یې  یو شمېر ښکلي او په زړه پوري رسامی نندارې ته وړاندي سوي دي، پورتنې څلور بېلابېل انځورونه ددې نندارتون بيلګي دي . په څلورم انځور کي درې رسامی سته، چي اول، دوهم او درېیم مقام یې ګټلئ دئ . لومړی مقام مصطفى وګټئ، چي په پرېم کي یې یو ماشوم انځور کړئ دئ . دوهم مقام امان الله درخشان وګټئ، چي یوه ښکلې د ګلونو ګېډۍ یې انځور کړې، همداډول درېیم مقام یوې مېرمني وګټئ . ددې نندارتون په اړه د عطاالله محمدي او درخشان بشپړ راپور وګورئ : ((کندهار : د ښکلو هنرونو د غونډي انځوريز راپور))



۱۰ .  د هالنډ هیواد د ((هاګ)) یا ((دین هاخ)) نومي ښار کي د نړیوالي محکمې تعمیر  . په دې محکمه کي ۱۵ قاضیان سته، چي بېلابیلي تبعي لري . اوس مهال د جاپان، چین، امریکا، جرمني، فرانسې، روسیې، برتانیې سره تر څنګ د ځینو نورو هیوادونو څخه قاضیان په دې محکمه کي په وظیفه بوخت دي .


د انځوریزه نړۍ د تیرو برخو د لوستلو او کتلو لپاره لاندي کلیک وکړئ :     
                 لــــــــومـــــــړی بــــرخه
                 دوهـــــــــــــمــــــــه برخه
                درېـــــیـــــمــــــــــــه برخه


قدرمنو لوستونکو او کتونکو!
دلراوبر ویبپاڼي څخه د”انځوریزي نړۍ” پنځمه برخه لنډه موده وروسته پر لیکه کیږي، تاسو یې کتلو او لوستلو ته رابولم .  همداډول تاسو ددې برخي په اړه د خپلو نظرونو او نیوکو د شریکولو سره ترڅنګ هم کولائ سئ دې برخي ته خپله هم په زړه پوري انځورونه راولېږئ .

د مختار احمد احسان ژباړه او راټولونه
سرچینه : بېلابیلي ویبپاڼي