کور / تازه خبرونه / طالبان: ملامحمدعمر مجاهد په حق ورسېد

طالبان: ملامحمدعمر مجاهد په حق ورسېد

د طالبانو له خوا د لراوبر ادارې ته رسېدلې اعلاميه وايي د دوى مشر ملامحمدعمر مجاهد په حق رسېدلى دئ.
د طالبانو لېږل سوې خبرپاڼه وايي ملامحمدعمر د سرطان پر ٢٦ – مه د زړه د ناروغۍ له امله مړ سوى دئ.
خبرپاڼه وايي د ملامحمدعمر له وصيت سره سم يې پر ځاى د ګل آغا په نوم يو کس د دوى مشر ټاکل سوى دئ.
د ملامحمدعمر د مړيني خبر لا د هغوى د وياندويانو له خولې نه دئ تائېد سوى، خو لېږل سوې خبرپاڼه د طالبانو د ويبپاڼي له رسمي ادرس څخه لېږل سوې ده.
د ملامحمدعمر د مړيني خبر دوې مياشتي دمخه د افغانستان استخباراتو هم خپور کړى وو، خو وروسته طالبانو رد کړ او افغان چارواکو هم خپله خبر د مړيني پر ځاى د هغه په ورکېدو باندي تبديل کړ.