کور / تازه خبرونه / قاري يوسف: ملامحمدعمر ژوندى دئ

قاري يوسف: ملامحمدعمر ژوندى دئ

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه تليفوني تماس کي آزادۍ راډيو ته ويلي چي د دوى د مشر ملامحمدعمر د مړيني خبر سم نه دئ.
نوموړي ويلي هغه ژوندى دئ او زياتوي چي د دوى له تليفونونو او ايمېلونو څخه د تخنيکي ستونزي له امله تللي دي.
بايد وويل سي چي د طالبانو د رسمي ويبپاڼي الامارة له ايمېل ادرس څخه په پښتو او انګليسي ژبو يو اوږد ايمېل لېږل سوى چي وايي د دوى مشر ملامحمدعمر د سرطان پر شپږويشتمه د زړه د ناروغۍ له امله مړ سو، او پر ځاى يې ګل آغا د دوى د مشر په توګه ټاکل سوى دئ.