کور / هراړخیز / د اسلام له نظره ټولنيز خوځښت

د اسلام له نظره ټولنيز خوځښت

(ولا تكونوا كالذين تفرقوا و اختلفوا)



مقدمه
ټولنیز خوځښت څه ته وايي؟
ټولنیز خوځښت څه وخت شروع شویدی؟
ټولنیز خوځښت د چا دنده ده؟ 
د ټولنیز خوځښت پیغام او وسایل څه دي
څو وړاندیزونه:
علوم دينی، عصري و يا مطلق؟؟



مقدمه:
زما څخه زما محترم پلار(الحاج رازمحمد فدایی) چې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د حلالې روزې د ګټلو په لټه کې دي او تر ډېره حده د ښه ایمان او پوخ یقین پر لرلو سره تر ما ځوان ښکارې!!،او زما د زده کړي او روزني تر شاه دده ستر لاس وو او چې دا نن څه یم دده له برکته ده. له ما وغوښتل چې د (Social Mobilization) ( یا ټولنیز خوځښت ) په اړه په ځانګړي ډول د اسلام له نظره یو څه ولیکم. رېښتیا داده چې د ولایت له بوختیاوو سره سره لیکنې کول ډېر ستونزمن کار دي، دا چې د پلار امر وو، ما ورته (لبیک) وویل.  زه خپله دغه لیکنه خپل پلار ته ډالۍ کوم او هیله ده چې ددې لیکنې هر لوستونکی نوموړي ته د ښه صحت او د ایمان د سلامتي دعا وکړي.
کله نا کله په افغاني ټولنه کې په ځانګړي ډول د غیر دولتي موسسو له راتګ سره او هغو دوستانو چې په بهرنیو تعلیمی موسسو کې زده کړه کړيده او اوس د ډیرو بهرنیو هیوادونو په شتون سره  داسې یو تصور او ولسی انګېرنه ایجاد کړېده چې ګواکې یوازې د انګریزي کلماتو په استعمال سره هغه مفهوم خارجي دي او یا داچې د خارجیانو ایجاد دي. د مثال په ډول، جندر(Gender) ( د ښځې او نر ترمنځ عادلانه برابری)، د بشر حقونه (Human Rights)، ولسواکې (Democracy)، سیسټم (نظام)، این جی او (غیر دولتی موسسې)، انتخابات، (Science)، سوشل موبلایزیشن (ټولنیز خوځښت) او دې ته ورته نورې ډیري کلمي.
ددې ډول انګېرونو تر شاه لاندې لاملونه پراته دي:
۱.دا کلمات په سم ډول افغاني ټولني ته نه دي تشریح شوی، دهغوي معادله کلمه مو ورته نه ده پیدا کړی او تر ډیره برېده مو دهغې تر لفظي ترجمي بسنه کړیده او مفهوم مو ورته نه دي تشریح کړی.  د ټولو مفاهیمو جوهر او تاریخچه که تشریح شي دا بدې انګېرنې سمېږي.
۲. د افغاني ټولنې مطلق اکثریت له علم او زده کړي څخه محروم شویدی او دا هڅه مو نه ده کړیده چې ددغو کلماتو مفهوم او ريښي په خپلو دودونو، تاریخی متونو، ادبیاتو او اسلامی منابعو کې ولټوو.
۳.زموږ اکثریت دینی عالمان یوازي د فقهي علومو تر ظاهري زده کړي پوري محدود دي او هڅه یی نه ده کړي چې د عصر له غوښتنو سره تطابق ورکړي او د عصري علومو پوهانو ددیني زده کړو سره د خپلو زده کړو مطابقت نه دي کړي او تل ددغو دوو علومو ترمنځ یو ډول مرموز ټکر او بدبیني موجوده ده.  دا چې د عصري او دیني علومو ترمنځ څه توپیر شته او کنه؟ زما د یوه کتاب (د سولې قلم) څخه (علوم دينی، عصری و يا مطلق؟؟؟) را اخیستل شوی مضمون حتما په پای کې ولولوي.
۴.فقر او د اقتصادي ودې کمزوري. عصریت، انکشاف او پرمختګ هغه ساحې دي چې ډیری ځل دغه مفاهیم په خپله خپل مفهوم په اصلی بڼه څرګندوي.
۵.دتاریخ په اوږدو کې زموږ ولس هرچا ته د دوستۍ لاس ورغزولی دی، او موږ ته هرچا د خپل مطلب تر پوره کېدو وروسته نه داچې یوازې شايي راته نه ده ګرځولي بلکې د خپلې دوستي په جرم! یې ټکولي او ځورولي هم یو.
پورته عواملو زموږ ولس له یو ډول پر ځان د بې اعتمادي او بي باورۍ له حالت سره مخ کړیدي. داسي ولسي انګیرنه یی ایجاد کړیده چې ګواکې زموږ ولس هیڅ نلري او هرڅه بهرنیان لري او یا داچې موږ هرڅه لرو، بهرنیان هیڅ نلري. دا دواړه انګیرني له مبالغې ډکې دی او موږ باید پر خپلو زده کړو انتقادي څېړنه او مرور وکړو او ددغو دوو افراطي انګیرنو ترمنځ د اتصال نقطه پیدا کړو.
د علامه اقبال لاهوري د خودي نظریه دنوموړی د فلسفي اساس دی. په حقیقت کې له ځانه پردو او مایوسه مسلمانانو ته ګوت څنډنه ده چې خپل ځان ته حرکت ورکړي او له خپلو داخلی قوتونو او منابعو څخه ګټه پورته ترڅو خپلو لوړو هدفونو ته ورسېږي. علامه اقبال په دې باور دي چې  شرق خپل ريښتینی هویت چې اسلامی هویت دی له لاسه ورکړیدي او باید هماغه ته وګرځي.  نوموړي وايي: څرنګه چې یو وګړي کله نا کله د خپل شخصیت په تزلزل او ورکېدا اخته شي، له خپل ځان څخه فاصله نیسي او یا له ځانه پردی کېږي. خپل ځان ورته پردي، بیګانه او اضافي پرزه ښکاري.
په داسې حال کې که موږ خپل تاریخ ته وګورو زموږ ولس، ټولنه او حکومت د ستر برم څښتن وو.  د افغانستان پخوانی صدراعظم مرحوم موسی شفیق د افغانستان د تاریخی موقف په اړه وایی:
دبستان کې د آسیا چې زه اســــــتاد وم 
 تا لوستله هغه وخــــــــت کې سیـــپاره
مخ د تور شه اوس زما د سر سودا کړي
 ته او خدای چې پر همــــدغه قــــــواره 
د شرق نابغه علامه اقبال بیا د آسیا او افغانستان دواړو په اړه  وایی:
آســـیا یک پیکر آب و ګل اســـــــت 
 ملت افغان آن در آن پیکر دل اســـــت
از کشــــــــاد او کشـــــاد آســـــــــیا
 از فســــــــــاد او فســـــــاد آســــــــیا
داچې موږ ځان او جهان نه دی پیژندلی، ستونزه داده چې ډیری ځل موږ یو بل د خپلو کتابونو او ایدیالوژیو پر بنسټ نه، بلکې د یو او بل د کړنو پر بنسټ ارزوو. دا په داسې حال کې چې د هر مسلمان عمل لازمي نه ده چې هغه به د قرآن او حدیث برابر وي. همدا زموږ مسلمانانو ستونزه ده، باید حل یې کړو، کنه زموږ کړني به د اسلام، افغان او حتی انسان په اړه غلط تصور نړیوالو او حتی بیسواده وګړو ته وړاندي کړي.
رسول الله صلي علیه وسلم فرمايي: چې د د قیامت له علایمو څخه یوه داده چې لمر به د شرق پر ځای له غرب څخه راغېږي. دي کې شک نشته چې د قیامت له را تلو سره به دا ټول نظام ګډوډیږي او لمر به په فزیکي ډول له غرب څخه راغیږي، هغه کوم عادی دوران چې اوس طی کوي، دا به سرچپه کېږي.  اما زما په اند دا تفسیر ورنه هم کولای شو، چې شاید دلته لمر له علم سره تشبیه شوی وي، ځکه حقیقت دادی چې علم له شرق څخه غرب ته تللی وو او اوس موږ ګورو چې ټول پرمختللی علوم له غرب څخهشرق ته راځي (والله اعلم بالصواب). زموږ بریالیتوب پردې کي دي چي خپل ځان هم په عصري او هم په اسلامي علومو سمبال کړو چې هم دا د غرب او شرق، اسلام او نوري نړي ترمنځ د اتصال ټکی کېدای شی.
د اکتوبر په ۷، ۱۹۸۷ میلادي کال کې کینن ټیلر د کلیسا د کانګرس په وړاندې په والورهمټن کې یو مقاله ولوستله چې ښاغلي آرنوډ په خپل کتاب (The Preaching of Islam)د اسلام تبلیغول په ۷۱ صفحه کې نقل کړیدي: دغه (اسلام) بیزوتوب (حیوانیت) په انسانیت تبدیل کړ. دا غلام ته هیله وربخښي، انسانیت ته ورورولی او د انساني طبیعیت اساسي فاکټونه (توکې) ورپیژني.
زه غواړم په دې لیکنه کې دا وضاحت وکړم چې ټولنیز خوځښت څه ته وايي، ددې تاریخ څه دي؟ د چا دنده ده؟ ټولنه وېښوونکې څوک دي؟ په ټولنیز خوځښت کې د پیغام اهمیت، په ټولنیز خوځښت کې د ولس مشارکت،  ټولنیز وسایل او منابع د ټولنیز خوځښت لپاره څه ډول بسیج او خوځنده کړو؟


ټولنیز خوځښت څه ته وايي؟
ټولنه له فرد، دهغو لپاره د موجودو منابعو، فرصتونو او له هغه ګروپونو څخه چې د وګړي د سمون، تغییر او تبدیل لپاره منځته راځي جوړه شویده.  فرد ته ټولنیز یا اجتماعي حیوان هم وايي. یا په بل عبارت، د حیواناتو او انسانانو ترمنځ یو د مهمو توپیرونو څخه ددوي ټولنیزتوب دی. ټولنیزتوب دیوځای کیدو، یوځای اوسیدو، یوځای راټولیدو، یو ځای کارکولو او یو ځای ژوند کولو له لاري چې د ژوند هر اړخ تر پوښښ لاندي نیسی، د ګډ لرلید، هدف، مقصد او فعالیتونو په موخه ترسره کیږي منځته راځي.
ټولنیز خوځښت هغه دي چې ټولنه داسې هر اړخیز علم او  خوځنده شعور او متحرک فکر څښتن شي چې د خپل ګډ لرلید په موخه یی عمل کولو ته مجبور کړي.  په ټولنیز خوځښت کې یوازي د علم زیاتېدل او یا ټولنیز ويښتوب (Social Awareness) کفایت نه کوي او ورسره د فکر سمون هم بسنه نه کوي. ريښتینی ټولنیز خوځښت هغه دی چې علم زیات، فکر دعلم مطابق سم، تغییر او یا تبدیل شی او ددواړو پر بنسټ مناسب چلند او سلوک اختیار ترڅو ټولو فکری او سلوکي زده کړو ته د عمل جامه ورواغوندي او ټولنه دومره غښتلي شي چې دهماغه بدلونونو، سمه ونو او سلوکونو په خپلولو کې ستاسو څخه پیروي وکړي.
د ټولنیز خوځښت اصلی توکې په لاندي ډول دي:
• علم او پوهې لاسته راوړل (Increased Knowledge and Learning)
• د فکر او طرز فکر تغییر، تبدیل او یا سمون (Improved Attitude and thinking process)
• د سلوک، چلند او عمل تغییر، تبدیل او یا سمون (Improved Skills and Behavior)
• د تغییر شوی، تبدیل شوی او سم شوی علم او فکر پر بنسټ عمل عیارول (Improved Action)
• د ټولني غښتلتیا (Empowerment) ترڅو خپل حقونه او مسوولیتونه او د ټولنی د بل غړی حق او مسوولیتونه و پیژنی او ادا يي کړي
• په ټولنه کې ټولنیز ويښتوب (Social Awareness) منځته راوړي.
• د ټولني او ټولنیزو موسساتو اصلاحات البته د ټولنیز عدالت (Social Justice) د اصولو په نظر کې نیولو سره یقیني کوي. د سروجینی نیدو په بیانیو او لیکنو کې په ۱۹۱۸ میلادي کال کې د هند په مدراس کې چاپ شویدیراغلی دی:(د عدالت توکی یو د اسلام له بهترینو نمونو څخه دی، ځکه کله چې زه قرآن لولم، زه د ژوند دغه خوځنده اصول په کې مومم. یوازې روحاني اصول نه، بلکې د ورځني ژوند لپاره په کې عملي اخلاق موجود دی چې د ټولې نړي لپاره مناسب دی.)
• د ویري، ترس، تهدید، زور، ناامنی، جنګ، خشونت او بي عدالتي په ګډه له منځه وړل، ځکه په انساني ويښ شوي ټولنه کې دغو مفاهیمو ته ځای نشته، دا ټکی هغه وخت وجود لري چې انساني ټولنه په حیواني ټولنه (ځنګل) تبدیل شوي وي. ټولنیز خوځښت سیاسي شعور(Political Conscious)  او پوهه رامنځته کوي نو بیا هلته منطق (Logic)، استدلال (Reasoning)، ، مباحثه (Discussion)، مذاکره (Negotiation)، خبری اتری (Dialogue)  او سوله اییز چلند (Peaceful Behavior) حکم فرما وي، نه د هغې عکس.
• په ډاینامیک ډول د په ارزښتونو (Values)، باورونو(Beliefs)، عادتونو (Traditions)، رواجونو (Customs) او خویونو (Norms) کې اصلاحات راولي.
• ټولنیز خوځښت له وګړي او کورنۍ څخه پیل اما لازمه یی داده چې په ګروپي (Collective) او موسساتي (Organizational)، خوځنده (Mobilizing)او ويښوونکې (Awakening)  بڼه ډیر موثر وي.
• په وېښه ټولنه کې یوازې د مسوولیت رفع کول نه بلکې د مسوولیت ادا کول د ټولو دنده وي.
• ويښې ټولنې په ګډه خپل لرلید (Vision)، ماموریت (Mission)، هدفونه (Goals) او مقاصد (Objectives) ټاکی او په دې ټول پوهه وي چې اوس ټولنه چېرته قرار لري؟ او کوم ځای ته یی باید ورسوي؟ دوی ولي موجود دي؟ فرصتونه او ګواښونه څه دی؟ څنګه او له کومو منابعو څخه په ګټې اخیستني مشترک لرلید ته ځان رسولای شي.


ټولنیز خوځښت څه وخت شروع شویدی؟
دا چې ټولنیز خوځښتونه چې په اقتصادي، سیاسي، تجارتي، اجتماعي، مذهبي، اخلاقي، فرهنګي او دینی ساحو کې د ټولني د بشپړ ويښتابه په موخه پیل شویدي، ټول یو تاریخ او یوه مبدا  او یوه تیوري نلري. په هره زمانه او هر هیواد کې ګڼ خوځښتونه په ګڼه بڼه په مختلفو دورو کېد هماغې سیمي د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره پیل شویدي. د ټولنیز حرکت (خوځښت) کلمه د لومړۍ ځل لپاره په ۱۸۵۰ میلادي کال کې د الماني ټولنپوه لورینز ون سټین له خوا د هغه په کتاب (د فرانسی ټولنیز حرکتونه له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۸۵۰ پوري) معرفي شوه.
د امریکا د مدنی حقونو تحریک یو له معاصرو او ډیرو مشهورو ټولنیزو خوځښتونو څخه ده چې په شلمه پیړي کې پیل شو. ددې تحریک مشر مارټین لوتر کینګ د لینکولن میموریل مخامخ د دندو او ازادۍ لپاره د واشنګټن په لورد مارش په جریان کې په ۱۹۶۳ کې د (زه یو خوب لرم) تر نوم لاندې بیانیه ورکړه.
ځیی تاریخپوهان وايي چې دا خوځښتونه د فرانسی له انقلاب او یا په ۱۷۹۱ کې د پولنډ داساسی قانون لومړني ټولنیز خوځښتونه دي، اګر چې چارلس ټیلی وايي چې د برتانویانو د (ابولیشنسټ) خوځښت دعوا لري چې دوي  لومړني ټولنیز خوڅښت دي.  په ۱۹۴۵ میلادي کال کې وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې له ګټلو څخه  بریتانیا د اساسي تغییراتو او اصلاحاتو دورې ته ننوتله.  له جګړې وروسته د ښځو د حقونو، مدني حقونو، سولي، د زروي اسلحو ضد او د چاپیریال ساتني خوځښتونه پیل شو.
ځینی بیا وايي چې دا د رینایسانس (Renaissance) له دورې سره تړاو لري. دا د انګریزی ژبي له دوو کلمو څخه ترکیب شویده. یوه (ري) یعني بیا او بله (نایسانس) یعنی پیدایښت چې ټولیزه معنی یی ده، (بیا پیدايښت).  دا یو کلتوري خوځښت دی چې اکثره مورخین وايي چې په څوارلسمه پیړي کې د ایټالیا د  فلورینس په ولایت کې پیل او تر ۱۷ پیړي پورې نورې اروپا ته وغزول شو.
په همدې ډول نور خوځښتونه پیل چې ځینو په اقتصادي او سیاسي حزبونو هم بدل شول، د کمونیزم، سوشل ډیموکراټیک او د شنو خلکو ډلې یی و زېږولي.
پورته تاریخي حقایق دی اما هغه حقایق چې هم تاریخ، انسانیت او اسلام ټول یې تاییدوي او هیڅوک یې رد نشي کولاي، په دغسې مواردو کې له نظر څخه غورځېږي. زه غواړم چې د تاریخي، انساني او اسلامي حقایقو په رڼا کې د ټولنیز خوځښت تاریخچه په لنډ ډول ذکر کړم:
ټول اسماني او الهی ادیان د ولس، قوم او ټولنې د ويښتابه او بیدارې او انسان جوړونې لپاره را استول شویدي. اخرني کتاب چې قرآن کریم دي او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د ټول انسانیت ناجي او داعي دي په شپږمه میلادي پیړي کې دا خوځښت شروع کړیدي. درسول الله صلی الله علیه وسلم حجه الوداع خطبه د بشریت په تاریخ کې څوک نشي ردولاي چې څومره عادلانه او په انساني ارزښتونو ولاړه وه. د مشرکینو پر خلاف چې لوڼې به یې ژوندي خښوولي د (بای ذنب قتلت، په کومه ګناه وژل شویدی) آیت را نازل شوي چې دا د ښځو د ژوند حق نه دی نو څه دي؟!
رسولله صلی الله علیه وسلم ته الله جل الله فرمايي: (یاایها المدثر، قم فانذر). ای په بړستن کې نغښتې! جګ شه او ولس وویروه! یعني وېښ یې کړه، بیدار يي کړه، د الله تعالي له عذاب څخه یې خبر کړه.  بیا الله جل جلاله فرمايي: (انا ارسلناک شاهدا و مبشرا ونذیرا و داعیا الی الله باذنه و سراجا منیرا). موږ ته شاهد (ګواهی ورکوونکی)، زیري ورکوونکی، ویروونکی، او د الله تعالی په خوښه مو د الله تعالی طرف ته بلوونکي او بلېدونکی څراغ استولی یی.  په دغه آیت کې د رسوالله صلی الله علیه وسلم نقش د یوه قوم د بیدارولو، ښه لاره ښودلو او د یوه بلوونکي ده.  همداسي الله جل جلاله فرمايي: (یاایهاالرسول بلغ ما انزل الیک من ربک)، ای رسوله، هغه څه چې ستا د رب له خوا تاته نازلیږي، هغه (ولس) ته ورسوه. ترڅو بیدار او ويښ شي. همداسې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (نما بعثت معلما)، زه یو ښوونکي استول شوي یم. د ښوونکي اصلي دنده د علم ښودل، د فکر او عمل سمون، تغییر او تبدیل ده. خلک له جهالت او تیارو څخه د رڼا طرفته ویستل دي (…. لتخرج الناس من الظلمات الی النور)…. ترڅو خلک له تیارو څخه رڼا (علم او پوهې) ته وباسې او دا هغه وخت امکان لري چې هغوي بیداره وي. هغوي په ښه او بد پوهه شي.
په همدې ډول که موږ له شاته ولاړ شو. آدم علیه السلام او بی بی حوا ته امر شو: (ولا تقربا هذه الشجره فتکونا من الظالمین). دغه ونې ته مه نېږدي کیږي، له ظالمانو څخه به شي.  همداسي نوح علیه السلام چې د انسانانو دوهم پلار هم ګڼل کیږي. خپل زوي ته نصیحت کوي چې: (یا بنی ارکب معنا، ولا تکن من الکافرین). کله چې طوفان راغی نو خپل زوي (چي نافرمانه وو) ورته وفرمایل: چې ای زویه! راځه زموږ سره په کښتۍ کې سپور شه، او له کافرانو څخه مه کېږه.  همداسي ابراهیم علیه السلام خپل پلار ته (چې مشرک وو) وايي: (یاابتی لما تعبدوا ما لایسمع ولایبصر و لایغنی عنک شیئا). ای پلاره! دهغو (شیانو) چې نه اوري، نه ویني او نه تاته کومه ګټه او تاوان رسوي، ولي عبادت کوي؟ او بیایی ورپسي وفرمایل: (اذ قال لابیه و قومه ما هذه التماثل التی انتم لها عاکفون). کله چې ابراهیم علیه السلام خپل پلار او قوم ته وویل: دا دکوم شیانو چې تاسو عبادت کوي دا تشې مجسمي دي.
په لنډ ډول که موږ دقیق متوجه شو، له آدم علیه السلام څخه نیولي تر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري دوي ټولو خپل قوم او ولس پخوا له دې چې د رینایسانس تحریک پیل شي، د ټولنې او ولس د بیدارولو لپاره ولسونه بسیج کړل. هغه څه چې په تاوان او زیان وو، له هغوي څخه یې وویرول، هغه څه چې یې په ګټه وو، هغو ته یې تشویق کړل.  نو که موږ دینی متونو ته دقیق متوجه شو، هلته دولس د ويښتابه لپاره دقیق احکام موجود دي. بلکې غربي علما او مستشرقین هم په دې نظر دي چې اروپا ته د اقتصادي ودې او تکنالوژي عمومي اصول په قرآن کریم کې موجود دی. د ټولو علومو او تحریکونو اساسات، اصول او منابع دلته ذکر شویدي. د صحت، طب، زراعت، انجنیري، د حکومتونو د ډول، ټولنیزو خوځښتونو، سیاست، تجارت، اقتصاد، قانون، بشري حقونو، تحقیق او څیړني او حتي ژورنالیزم، فزیک، کیمیا، بیولوژي، جیولوژی، هوانوردی، فضا او بر او بحر ذکر شویدي. داچې موږ مسلمانان ورڅخه خبر نه یو، ځان نه پرې پوهه وو او عملي کوو یی نه، دا زما او ستا بدبختی ده.
پردې سربېره د ټولنیز خوځښت لپاره تر ټولو مهم ټکی ټولنیز عمل (Collective Action) او اجتماعیت دی. په اسلام کې تل په اتفاق، یووالی او اجتماع باندي ټینګار شویدی. د جَمعي، جُمعې او اخترونو لمونځونه فرض کول، په عرفات کې ټول را غونډېدل، د (د واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا) امر کول او فقراوو، مساکینو، یتیمانو، کونډو او بي وزلو سره مرستي ته هڅول د ټولنیز خوځښت اساسي تګلاره ده.)ولا تكونوا كالذين تفرقوا و اختلفوا( . د هغو کسانو په ډول مه کېږي چې تفرقه او اختلاف یې وکړ. همدارنګه په اسلام کې د کورنۍ په رسالت او اصل ترکیز او له انفرادیت (Individualism) څخه لیري والي د همدي ټولنیز خوځښت د غوره تطبیق لپاره دی.


په تنزانیا او مصر کې اوسنۍ مظاهرې، په کومو کې چې تر ډېره حده له دیني شعارونو څخه ګټه پورته شوه او ولس یې منظم کړ مثلاٌ: ( موږ عدالت غواړو)، کوم چې د اسلام اصل او د الله جل جلاله له نومونو څخه هم یو (العدل) دی.  همدارنګه دوی ویل: (په عدلې سیسټم کې موږ د قانون حاکمیت غواړو) کوم چې هم د الله له نومونو څخه دی یعنی (الحکم). دا مظاهرې ښيي چې که وړوکې ډله د یوه هدف لپاره منظمه شي، هغه هدف لاسته راوړای شی، اما ډېر نفوس، که که متفرق او مختلف وي، هیڅ هم نشي کولاي.
(یا أَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَکُمْ وَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ ،  الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الأَْرْضَ فِراشاً وَ السَّماءَ بِناءً وَ أَنْزَلَ مِنَ السَّماءِ ماءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَراتِ رِزْقاً لَکُمْ فَلا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْداداً وَ أَنْتُمْ تَعْلَمُونَ). ای خلکو د هغه رب عبادت مو وکړي چې تاسو او هغه څوک چې له تاسو څخه پخوا تېر شویدي، پیداکړیدی ترڅو پرهیزګاران شي. هغه رب چې ځمکه یې ستاسو لپاره هواره وګرځوله او اسمان یې چت او له اسمان څخه یې اوبه نازلې کړي او دهمدغه اوبو په نتیجه کې میوې را زرغونې کړي، نو له الله تعالی سره بل څوک شریک مه ګرځوي او تاسو پوهېږي. په پورته آیت کې څوک کلمات ډیر د تامل وړ دی او هغه (د انسانیت خلقت)، (د انسانیت د خلقت تاریخچه)، (ځمکه)، (آسمان)، (اوبه)، (میوې) او (رزق) چې اوس ساینس په هرهمدغو ټولو ساحو کې بیل مضمونونه لري.  اوس ګورو چې ټولنیز خوځښت له رینایسانس سره تړاو لري، که د اسلام له راتګ سره ایجاد شویدي، غواړم د ځینو غیر مسلمو عالمانو اعترافات هم په دې اړه را نقل کړم:
ښاغلی جیرډ ډایمنډ د یو، سی، ایل، اې ټولنپوه او اراو پوه چا چې د خپل کتاب (ټوپک، جراثیم او اوسپنه) په لیکلو سره د پولټزر نړیواله جایزه هم ګټلي ده لیکي: (د وسط قرن (دمنځنۍ پېړیو) اسلام د تکنالوژي له پلوه پرمختللی او د ابتکاراتو او اختراعاتو لپاره ډیر خلاص وو.  د اوسني اروپا په پرتله د سواد کچه ډېره لوړه وه.  په وسطی قرن کې تکنالوژي رشد په حیرانوونکی ډول له اسلام څخه اروپا ته راغی، نه له اروپا څخه اسلام ته.  یوازې په ۱۵۰۰ میلادي کې دانټرنیټ ایجاد دغه جریان سرچپه کړ.) بدبختانه زموږ ډیری پوهان قرون وسطی ته د وروسته پاتې پېړیو په نظر ګوري کوم چې کاملا بې بنسټه ده.
ایم، این رای (۱۸۸۷-۱۹۵۴) دهند انقلابي فیلسوف، د سیاست تیوریست او فعال په خپل کتاب (د اسلام تاریخی رول) کې لیکی: (په لومړی ځل اسلام د ټولنیز عدالت نظریه معرفی کړه له کومې سره چې د ځمکې پر سر ټول قدیم تمدنونه نا اشنا ول).
برټرانډ روسل په خپل کتاب (د غربي فلسفې تاریخ) چې په ۱۹۴۸ میلادې کال کې چاپ شویدي په ۴۱۹ صفحه کې لیکي: (زموږ دا جمله تیاره زمانه (The Dark Ages) چې له ۶۹۹ څخه تر ۱۰۰۰ پوري مودې ته اشاره ده،له غربي اروپا څخه زموږ د توجهد ګرځولو هڅه ده، په داسې حال کې چې په دغه موده کې له هند څخه تر هسپانیا د اسلام ځلانده تمدن وده کړې وه. موږ ته داسې برېښي چې د غربي اروپا تمدن تمدن ده، دا زموږ تنګنظري ده).
ناپیلون بوناپرت (۱۷۶۹-۱۷۲۱) وایی: (یوازې قرآن د انسان د سعادت مسوولیت پر غاړه اخیستي دی. زه هیله من یم چې هغه وخت به لیري نه وي چې د ټولو هیوادونو ټول عالمان را ټول کړم او یوازې د قرآن پر اصولو ولاړ غیر متغییره ټولنه جوړه ترڅو ټول خلک د سعادت پر لور رهبري کړي.)
د فرانسي معاصر اسلام پیژندونکي پی، ایچ کاربین وایی: (که د محمد صلی الله علیه وسلم فکر غیر منطقي وای او قرآن د الله وحي نه وای، نو هغه به جرآت نه وو کړي چې انسانیت یې ساینس ته را بللای وای. د محمد په پرتله هیڅ یوه فکر او شخص انسانان دومره ساینس ته نه دی رابللی، لکه نوموړي چې رابللی دی. ځکه موږ وینو چې قرآن ۹۵۰ ځله د ساینس په اړه خبرې کړیدي.)
البرټ اینسټن (۱۹۷۹-۱۹۵۵) وایی: (قرآن د الجبر او هندسې کتاب نه دی، مګر دداسې اصولو مجموعه ده چې انسانان سمې لارې ته رهبري کوي. هغه لارې ته چې تر ټولو ستر فیلسوفان ددې توان نلري چې رد یې کړي.)
پروفیسور کیت مور د نړي په کچه د اناټومی مشهور ساینسدان او پروفیسور الفرید کرونر څوک چې د نړي مشهور ځمکه پیژندونکی دی، وایی: (د ډیرو پوښتنو مطرح کول او ددي په اړه فکر کول چې محمد له کوم ځای څخه راغلی دی، په هر صورت هغه د اطراف یو عرب و، موږ فکر کوو چې دا به اصلا ناممکنه وه چې هغه دهغو شیانو په اړه پوهه وي چې ساینس یې اوس ایجادوي،  لکه د مخلوقاتو اصلیت، ځکه چې ساینس دا په دا وروستیو کلنو کې د پیچیده او پرمختللو تکنالوژیکی میتودونو له لاري کشف کړ او پیغمبر په هماغه وخت کې په دې اړه خبري کړیدي، نو زه حتما ویلای شم چې دا الهی وحی ده او بل څه نه ده.


چارلس ټیلي په خپل (ټولنیز خوځښتونه شلمې پیړې ته داخل شول) لیکنې چې په ۱۰ اکټوبر ۲۰۰۳ میلادي کال کې لیکلې په اتمه صفحه کې لیکلي چې لومړی د موبایل ټیلی کمیونیکیشن سیسټم په ۱۹۷۷ کې په سعودي عربستان کې پیل شو.


په سلهاوو نورو غیر مسلمو عالمانو د اسلام په اړه ګڼي څرګندوني کړیدی لکه پروفیسور ویلیام ډبلیو هی، پروفیسور یوشودی کوسن او امریکایی پروفیسور پالمر او د ټولو له ادعاوو څخه دا ثابتیږي چې دا اسلام دی چې د ژوند په ټولو اړخونو کې بشپړي لارښووني کړیدی، په ځانګړي ډول د هغو اختراعاتو په اړه چې ساینس کشف کړیدی او یایی د کشف کیدو په حالت کی دی. نو نړي باید د اسلام مرهون منت وي، نه د ریناینس ددوري.
ټولنیز خوځښت د چا دنده ده؟
په ټولو ټولنیزو خوځښتونو کې یو ټکي ډیر مشترک دی او هغه د ولس اصلاح ده او هغه څوک چې په دودیز سیاسي، اقتصادي  او اجتماعي نظام او بیوروکراسي کې بنیادي تغییرات راوستل غواړي هغوی ته (اصلاح طلبان) یا (Reformist) وايي.  الله تعالي په ډیرو څرکندو ټکو کې فرمايي: (ان الله لایغییر ما بقوم حتي یغییروا ما بانفسهم). الله تعالی د یوه قوم او ولس حالت تر هغې نه بدلوي ترڅو چې دوي خپل ځانونه تغییر، تبدیل او یا اصلاح نه کړي.  او بیا فرمايي: (ولتکن منکم امه یدعون الی الخیر و یامرون بالمعروف و ینهون عن المنکر واولئک هم المفلحون). له تاسو څخه باید یوه ډله موجوده وي چې نیکي (چې په دې کې د ټولني بیدارول هم شامل دی) و بولي. په معروف (نیکیو) امر او له منکر (بدو) څخه  منع کول کوي او هم دوي بریالي دي.  په دې آیت کې د ټولني ويښتوب د یوې ډلي مکلفیت و باله او دايي هم ورته په ګوته کړل چې کوم کار به کوي او د هغو کسانو انجام چې ولس ويښوي هم ذکرکړ. لنډه داچې د ټولني، قوم او ولس ويښتوب د هر فرد او ډلې دنده ده.
برعکس داسي کسان هم شته چې هغوي ټولنه وژني، په جهالت یي اخته کوي او په هغې کې بدکارونه خوروي. لکه چې الله تعالی فرمایی: (ان الذین یحبون ان تشیع الفاحشه فی الذین آمنوا لهم عذاب الیم فی الدنیا والاخره). هغه څوک چې د مومنانو ترمنځ د فحشا (هر بد کار، دلته یوازی زنا مراد نه ده). خوروي، ددوي لپاره په دنیا او اخرت کې دردناک عذاب وي. دلته یوه ټکي ته مو پام راګرځوم پرته له پیغمبرانو او صحابه وو څخه چې معصوم دي، داسې وګړي هم شتون لري چې هغوي ټولنه د بدو خوا ته بسیج کوي.
د آدم علیه السلام او بی بی حوا د اغوا کولو لپاره شیطان موجود وو او ورته وویل چې که دا د ونې دانه د وخوړه نو تاسو به تل په جنت کې یاست.  او قسم یی ورته وخوړ چې زه ستاسو خیر غوښتونکی یم. نو ټول ټولنه ويښوونکي (Social Mobilizers) خلک ښه طرفته نه بلی، بلکې داسي هم شته لکه شیطان چې سره له علمه یي آدم علیه السلام ته دوکه ورکړه او سره له علمه یی ملاییکو ته سجده ونکړه.  خو دا په دې معنی نه ده چې یوازي شیطان دا کار کوي. شیطانان هم دوه ډوله دی. انسی او جنی ( الذی یوسوس فی الصدور الناس من الجنه والناس) ژباړه: هغه چې د انسانانو په سینو کې شکونه او وسوسې اچوي، چې هم په انسانانو کې شته او په جناتو کي.  دلته غواړم ټولنه ويښوونکي هم په دوو ډلو وویشم:
رحماني عالمان (ټولنه ويښوونکي) یا (Devine Social Mobilizers) او شیطاني عالمان (ټولنه ويښوونکي) یا (Evil Social Mobilizers).
رحماني عالمان هغه څوک دي چې هغوي عالم وي، فکر او ذهن یی د خپل صحیح علم مطابق وي او عمل او سلوک یی هم د علم مطابق وي او نیت او اراده یي د ټولني خیر وي.
شیطاني عالمان هغه دي: چې یوازي عالم وي، فکر، ذهن، سلوک او چلند یي د علم مخالف وي او یا دا ټول هم لري، نیت او اراده یي د ټولني ګمراهي وي. د مثال په ډول: الله تعالي ټولو مخلوقاتو ته امر وکړ چې (اسجدوا لادم فسجدوا الا ابلیس، ابی و استکبر و کان من الکافرین). آدم ته سجده وکړئ، ټولو سجده وکړه، پرته له ابلیس (شیطان). منع یی وکړه او تکبر یی وکړ او له کافرانو څخه شو. په دې آیت کې د شیطان په اړه وايي چي (ابی) منع یی وکړه، دا له سلوک، چلند او عمل سره تړاو لري او (استکبر) او تکبر او لويي یې وکړه او دا له فکر او ذهن سره ارتباط لري. د شیطان په اړه دا ونه ویل شول چې دی جاهل وو، دی پوهیدو چې آدم ته سجده کول د الله تعالی امر دی، په دې اړه دي جاهل نه وو. بلکې دده فکر او عمل دهغه څه چې پرې پوهیدو، مطابق نه وو.
نو اوس هم یوازي په یوه کار، شی او موضوع مجرد د علم حاصلول او ظاهري قیافه د عالم په څېر جوړول انسان نشي عالم کولاي ترڅو چې فکر او عمل یی د علم مطابق نه وي او دا ډول وګړي ته شیطاني عالم وايي (الله تعالي د موږ ورڅخه و ژغوري).
د الله تعالی پیغمبرانو ځکه په ټولنه کې بنیادي تغییرات راوستل چې هغوي دهغه څه چې زده کړي یې وو، او الله تعالی ورته امر کړی وو او ورباندي عالمان ویل، ژوندي نمونې وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها فرمايي: چې محمد صلی الله داسی وو، لکه ژوندی قرآن چې پر ځمکه حرکت کوي.
همداسې ډاکټر سی، ایس وینکاټا راټنم، چې په نوې ډیلې کې د نړیوال منجمنټ د انسټیوټ رییس دی، په خپل کتاب (یوه مقاله د اسلام په اړه) کې لیکی: (د محمد اسلام له خپلو جدې اصولو او جدې اخلاقو سره دا ثابته کړه چې دا یوازیني عملی دین دی. محمد، د الله پیغمبر، نړي ته تر بل هر انسان ډیر خیر رسولی دی).
زه فکر نه کوم چې زموږ په ټولنه کې څوک په دې نه وي خبر چې په نجونو او هلکانو تعلیم فرض دي اما بیایی هم محروموي، داسي څوک به نه وي چې په دې نه وي خبر چې یووالي د الله تعالی امر ده، اما بیا هم بی اتفاقه یو. داسی به کم خلک وي چې د جګړي، نا امني او تربګنیو په زیانونو به نه پوهېږي او د سولې په ګټو به نا خبره وي اما بیا هم جګړه روانه ده. آیا موږ په دې نه پوهیږو چې پاکي د ایمان برخه ده؟  بیا هم زموږ ځان، کور او ښوونځي ناپاکه ده. لوراني به بدل کې ورکول، غیبت کول، دروغ ویل، توطییه کول، شیطاني او درغلۍ کول، زنا کول، لواطت کول، چرس څکل، سګریټ او نسوار کول، نظم او ډسپلین نه مراعاتول او یو بل بدنامول هغه منکرات دي چې الله تعالی ورڅخه منع کړي یو، اما بیايي هم کوو، دلته علت دا نه دي، چې موږ نه پوهیږو، دلته علت هماغه ده چې موږ یوازي د زده کړي (Learning) تر حده پاته یو او تطبیق (Application) یی موږ نه کوو. چې دا ډول عالم، معلم، ټولنه ويښوونکي، سیاستوال، تجار، اقتصادان، ژورنالسټ، لیکوال مو په شیطاني ډله کې راځي.


د ټولنیز خوځښت پیغام او وسایل څه دي؟
په ټولنیز خوځښت او هر بل خوځښت کې دا ډېره مهمه ده چې ټولنه ويښوونکی پوهه وي چې مشخص پیغام یې څه دی؟ مخاطب یې څوک دي؟ د مخاطب سویه څه ده؟ دمخاطب ارزښتونه، باورونه، تاریخ، او عادتونه څه دي؟ مخاطب له کومي لاري معلومات را غونډوي؟ د مخاطب فکري او جسمي توانايي څومره او څه ډول ده؟ د مخاطب ژبه او فرهنګ څه دی؟ د مخاطب څه خوښېږي او له څه څخه یې بد راځې؟ مخاطب څه وخت پیغام ته تیار ده؟ د پیغام رسولو وسایل کوم ډول په کار دی؟ آیا راډیو، ټلویزیون، انټرنیټ، سټلایټ کېبل ده که، اخبار، مجله، کتاب، بروشر (کتابګوتی) او که چارټونه، تبلیغاتي لوحې، ډرامې، رسامي، کنسرټونه، سندري ، شعرونه، غزل او نور دی. او یا مطلق دودیز وسایل دی لکه: مسجد، مکتب، حجره، جرګه، شورا، ملا امام، ښوونکي، قومي مشر، غیردولتی موسسه او یا نور دی؟ ټولنه ويښوونکی باید له ځانه دا پوښتنه وکړي چې دي پیغام د څه لپاره ورکوي؟ دي له پیغام اخیستونکو څخه څه غواړي چې باید عملي يې کړي؟ دی باید دا هم معلومه کړي چې دده د پیغامونو په اړه دده د مخاطب ګروپ عکس العمل (مثبت یا منفی) څه ډول ده؟ او که پیغامونه، د پیغامونو ډول، وسایل او طریقو ته د اصلاح ضرورت وي باید اصلاح یې کړي. دې ته ورته ګڼي پوښتنې باید پیغام ورکوونکی چې دلته ټولنه ويښونکی دی له ځانه وکړه او بشپړ تیاری ورته ونیسی. زه غواړم د اسلام له نظره د پیغام او پیغام ورکوونکی څو ځانګړتیاوو ته اشاره وکړم:
اول:  باید دهغه څه په اړه چې پیغام ورکوي پخپله یې عملي کړي، کنه نتیجه نه ورکوی: الله جل جلاله فرمايي: (لم تقولون ما لاتفعلون، کبر مقتا عندالله ان تقولوا ما لاتفعلون). ولی هغه څه وایی چې تاسو یې نه کوي، دا د الله په وړاندي لویه ګناه ده.
دوهم: په پیغام او معلوماتو کې مو پلټنه وکړي او یوازې په آوازو او انګازو، فرضیو او ګمانونو پیغام جوړ نکړي. باید معلومات مو دقیق او فلټر شوی وی او له معلوماتي خلا سره مخ نه یاست. الله جل جلاله فرمایی: (ان جاکم فاسق بنبا فتبینوا، ان تصبوا قوما بجهاله فتصبحوا علی ما فعلتم نادمین). کله چې یو څوک (فاسق) تاسو ته خبر راوړي، په کښې پلټنه او څېړنه وکړي (یعني په پټو سترګو یې مه مني). (که مو دا کار وکړ) نو تاسو به یو وقوم ته په ناپوهي (یعنی پرته له پلټني خبر او پیغام رسول ته جهالت وویل شو) زیان واړوي او بیا به تاسو په خپل کار پښېمانه یاست. دلته یو ډیر باریک ټکي ته اشاره شوې ده. هر هغه چاته چې په خبره او پیغام کې یې پلټنه او څېړنه نه وي شوي (فاسق) ویل شویدي.
دریم:  باید پیغام ورکوونکی، پیغام رسوونکی، پیغام اخیستونکی او د پیغام وسیله معلومه وي: لکه چې الله جل جلاله فرمايي: (وانه لتنزیل الرب العالمین، نزل به الروح الامین علی قلبک لتکون من المنذرن بلسان عربی مبین). دا د عالمیانو د رب له خوا نازل شویدی (پیغام ورکوونکی)، روح الامین (جبراییل) را وړی دی (پیغام رسوونکی)، ستا (محمد صلی الله علیه وسلم) په زړه (پیغام اخیستونکی)  ترڅو له ویروونکو څخه شي (له پیغام اخیستونکي څخه د عمل غوښتنه)، په روښانه عربي ژبه ( د پیغام وسیله او پیغام اخیستونکو حالت).
څلورم:  د پیغام ورکوونکی هدف مشخص وي. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق). زه ددې لپاره لېږل شوی یم، چې غوره اخلاق بشپړ کړم.
پنځم: پیغام ورکوونکی باید د ځان لپاره ځیني اصول او اخلاق و ټاکی، کنه بیا به دده اوریدونکی څوک نه وی. الله جل جلاله فرمايي: (یا ایهالذین آمنوا لا ترفعوا اصواتکم فوق صوت النبی ولاتجهروا له بالقول کجهر بعضکم لبعض ان تهبط اعمالکم و انتم لا تشعرون).  اې مومنانو، خپل غږ د پیغمبر په غږ باندي مه لوړوي او داسې مه ښکاره کوي لکه په خپلو منځو کې یې چې ښکاره کوي، دا به ستاسو عملونه ضایع کړي پداسې حال کې چې تاسو به شعور نلري. یعني داعي او ټولنه ويښوونکی باید د ځان لپاره ځانګړي اخلاق و ټاکی، ترڅو پیغام اخیستونکی دده پیغام واوري، غوږ ورته ونیسی او عملی یې کړي. دلته الله جل جلاله مومنان د پیغمبر په حضور کې په لوړ آوز له غږېدو څخه منع کړل.
شپږم: د پیغام عملي کول لومړي له ځانه پیل شی لکه په مزمل سورت کې لومړي مخاطب محمد صلی الله علیه وسلم ده. (قم، یعنی پورته شه، له بړسټنې څخه ووځه) او (فانذر، خلک وویروه یعنی عمل وکړه). دوهم: له خپلې کورنۍ (نېږدې چاپېریال) څخه پیل وکړه لکه الله جل جلاله فرمايي: وانذر عشیرتک الاقربین (خپل نېږدي خپلوان وویره او بیا لیري چاپېریال ( … والناس اجمعین، او ټول انسانان). زموږ تل خبره سرچپه وي، ځان او نېږدې چاپېریال مو هېر کړي وي او په لیري چاپېریال کې اخته یو. همدا وجه ده چې زموږ پیغام څوک نه اوري او نه ورباندې عمل کوي.
اووم: د پیغام وخت او موده ټاکلی وي. لکه د لمونځ په اړه الله جل جلاله فرمايي: (ان الصلاه کانت علی المومنین کتابا موقوتا). یقینا لمونځ پر مومنانو پرټاکلی وخت فرض شویدي. همداسې ټول عبادات حج، روزه، زکات، فدیه او نور ټاکلی معیار او وخت لري.
څو وړاندیزونه:
۱. ددې لپاره چې اسلام مو نور هم ښه پیژندلی او عملی کړی وی، لازمه ده چې د غرب او د غرب د فرهنګ او ددوي د ټولنیزو فلسفو په اړه ژور معلومات راغونډ کړو، ترڅو هغه (معلوماتی خلا) چې مسلمانان په ځانګړې ډول افغانان یې لري باید ډکه کړي او د ټکرونو پر ځای د علمی او عملی خوځنده سیاست پر لور خپل لورې ته خوځښت ورکړو.
۲. د ټولنیز خوځښت لپاره فعال، خوځنده او د عصر د غوښتنو مطابق او موافق د اهلیت او قابلیت وړ لیډرشپ (قیادت، مشرتوب) ته اړتیا لیدل کیږي. د کور، ښوونځي، جومات او حجرې په کچه د لیډرشپ ملاتړ او غښتلتیا ټولنیز خوځښت رامنځته کولای شی. د لیډرشپ یو رول او نقش دادی چې ټولنه د یوه مشترک لرلید په لور په سم ډول رهبري کړي. د ټولنیزو موسسو له ایجاد څخه ترمخه دداسې قیادتونوته اړتیا ده چې را وړاندې شي او ټولنه له بدبختیو څخه راوباسی. که د ټولنیزو موسسو او نورو ګڼو موسسو په سر کې ښه لیډرشپ قرار ونلري. هغه الوتکې ته ورته ده چې ډېره عصري، نوي او په ټولو پرمختللو وسایلو سمبال او د مسافرو ګنجایش یې هم تر بلې هرې الوتکې زیات وی، اما د یوه کمزوري، بی مسلکه او نا لایقه پیلوټ په واک کې یې ورکړي، نو د ټولو مسافرو برخلیک به له خطر سره مخامخ او دټاکلی هدف پر ځای به یې د مرګ کومې او کندي ته وغورځوي.
۳. د ټولنیز خوځښت دتطبیق په ترڅ کې نورې زده کړي کول او خپل اشتباهات او تېروتني مستندي کول او د ټولنیز خوځښت په تګلاره، ستراتیژي، هدفونو، پیغامونو، او نورو لارو چارو له سره کتنه او په ورین تندې خپلې تېروتنې منل.
۴. د ټولنیز خوځښت لپاره محلي، ملی، سییمه اییز او نړیوال فاکټورونه پیژندل او هڅه کول چې له ټولو سره منطقی او عقلانی چلند وشي، نه احساساتی، عاطفی او لنډ فکره.
۵. ټولنیز خوځښت د ټولنیزي اجماع په نتیجه کې راځي په دي معني چې (فرد (Person)، کورني (Family) ، قبیله (Clan) او ټولنه (Society) له یوځاي کېدو څخه اجتماع(Community) جوړيږي.  موږ هغه وخت ټولنیز خوځښت رامنځته کولاي شو چې ټولنه په اجتماع بدله کړو. اجتماع د یوه ټولنیز هدف لپاره منځته راځي.
۶. ډیري ځل په اوسني حالاتو کې زموږ ټولنه من حیث المجموع د هر ډول منکراتو (بدو کارونو) او ورانکاریو پر وړاندې جامده، بي تفاوته او سیل بینه ده. ددې اصلي لامل زموږ د ټولنې تشتت، بې اتفاقي او عدم اجتماعیت دی. موږ هغه وخت د هر جاهل، ظالم، جابر او ناروا مخه نیولای شوو چې موږ د ځان ځانیو څخه د ټولنیز خوځښت پر لور ټولنه متحده کړو.
د وخت د کمښت او د بوختیاوو په نظر کې نیولو سره اوس هم لیکنه راڅخه اوږده شوه، نه غواړم په اوږده لیکنه تاسو ته سرغوږی پیدا کړم.  دعا راته وکړی چې همدا سلسله په راتلونکی کی نوره هم وغزوم.
علوم دينی، عصري و يا مطلق؟؟؟
ممکن است بعضى چنین تصوّر کنند که این همه تأکیدات که درباره فرا گرفتن تعلیم و تعلّم و نشر علوم و دانشها در آیات قرآن مجید آمده است، تنها ناظر به علوم دینى است و آنچه را در بحث حکومت اسلامى و گسترش همه علوم مورد توجه است شامل نمى‏شود.
ولى این اشتباه بزرگى است، زیرا هم از آیات قرآن وهم از روایات اسلامى اهمیت علم و تعلیم و تربیت به طور مطلق استفاده مى‏شود.
شواهد این معنى فراوان است از جمله در آیات قرآن، موارد زیر به چشم مى‏خورد.
1-در داستان آدم (ع) مسألة تعلیم اسماء بیان شده که اشارة به علم و آگاهى بر اسرار آفرینش تمام موجودات است نه تنها علوم دینى «و علَّم آدم الاسماء کلَّها»
2-در سورة الرحمن به تعلیم بیان از سوى خداوند پرداخته، و آن را به عنوان یک موهبت عظیم الهى در آغاز سوره‏اى که مجموعة بزرگترین نعمتها در آن ذکر شده است معرفى مى‏کند «علَّمه البیان»
3 – در سورة یوسف به علم تعبیر خواب و حکایت رؤیاها از حوادث آینده که گاه مى‏تواند در سرنوشت ملتى همچون ملت مصر اثر بگذارد اشاره کرده از قول یوسف، نقل مى‏کند «ذلکما ممّا علَّمنى ربّى»
4-باز در همین سوره به مسألة تدبیر امر یک کشور و آگاهى بر مدیریت بیت‏المال اشاره کرده، از قول یوسف خطاب به عزیز مصر مى‏گوید: «اجعلنى على خزائن الارض انّى حفیظ علیم مرا بر خزائن این سرزمین بگمار که من نگاهدارنده و آگاهم (و مدیریت آن را به خوبى مى‏دانم.
5-در همین مدیریت یک کشور) داستان طالوت و جالوت، هنگامى که دلیل انتخاب طالوت را از سوى پیغمبر آن زمان (اشموئیل) بیان مى‏کند، مى‏گوید: «انَّ الله اصطفاه علیکم وزاده بسطةً فى العلم و الجسم خداوند او را بر شما برگزیده است، و علم و قدرت جسمانى او را وسعت بخشیده.
بدیهى است امتیاز طالوت بر سایر بنى اسرائیل تنها در معارف الهى نبود، بلکه آگاهى و مدیریت در امور نظامى و سیاسى که در نهاد این جوان هوشیار و مدبر وجود داشت، نیز مورد توجه و استدلال بوده است.
6-در داستان داود (علیه السلام) نیز تعلیم صنعت لبوس (علم زره بافى) را یکى از افتخارات بزرگ او مى‏شمرد بلکه «لبوس» به گفتة طبرسى در مجمع البیان هرگونه اسلحه دفاعى و تهاجمى را شامل مى‏شود و منحصر به زره نیست، مى‏فرماید: «و علّمناه صنعة لبوسٍ لکم لتحصنکم من باسکم.»
۷- در سورة کهف در داستان موسى و خضر، از علوم و دانشهایى سخن مى‏گوید که از سوى خضر (ع) به موسى (ع) آموخته شده و هیچ کدام از آنها از علوم و معارف دینى به معنى خاص نبود، بلکه از علومى بود که جامعة انسانى را طبق نظام احسن اداره مى‏کند، مى‏فرماید: فوجدا عبداً من عبادنا اتیناه رحمةً من عندنا و علَّمناه من لدُّناً علماً در آنجا (موسى و دوست همسفرش یوشع) بنده‏اى از بندگان ما را یافتند که او را مشمول رحمت خود ساخته و از سوى خود، علم فراوانى به او تعلیم داده بودیم.
و سپس در آیات بعد، سه نمونه از این علوم را مشروحاً بیان مى‏کند که هیچ کدام از علوم و معارف دینى نیست، بلکه همة آنها مربوط به تدبیر امور زندگى است.
8- در سورة نمل از آگاهى سلیمان نسبت به چگونگى سخن گفتن پرندگان سخن به میان آورده و آن را به عنوان یکى از افتخارات سلیمان که به آن مباهات مى‏کرد ذکر مى‏کند: «و قال یا ایُّها النّاس علِّمنا منطق الطَّیرگفت اى مردم زبان پرندگان به ما تعلیم داده شده است.
9-در اواخر سورة کهف در داستان ذى القرنین، سخن از سدّ سازى او به عنوان یک واقعه مهم به میان آمده، و حتى جزئیاتى از چگونگى تدبیر او در امر ساختن یک سدّ نیرومند آهنین، براى جلوگیرى از هجوم قبایل فاسد و مفسد (یأجوج و مأجوج) را بیان مى‏کند: «آتونى زبر الحدید حتّى اذا ساوى بین الصَّدفین قال انفخوا حتّى اذا جعله ناراً قال اتونى افرغ علیه قطراً قطعات بزرگ آهن را برایم بیاورید (و آنها را روى هم بچینید) تا هنگامى که کاملًا میان دو کوه را بپوشانید، سپس گفت (در اطراف آن آتش بیفروزید و) در آن بدمید (آنها دمیدند) تا قطعات آهن را سرخ و گداخته کرده، گفت اکنون مس مذاب برایم بیاورید تا بر روى آن بریزم». این موهبت نیز علم و دانش سد سازى بود.
10 در سورة لقمان نیز در آیاتى که شرح وصایاى لقمان را به فرزندش مى‏دهد به یک سلسله دستورات برخورد مى‏کنیم که جنبه روانشناسى و اجتماعى و مردم دارى دارد که رعایت آنها براى همگان در زندگى نیز مهم و کارساز است، از جمله اینکه به پسرش دستور مى‏دهد نسبت به مردم بى‏اعتنایى و ترشرویى نکن، مغرورانه بر زمین راه نرو، در راه رفتن اعتدال را رعایت کن، بلند سخن نگو و فریاد نکش و صبر و شکیبایى و استقامت در کارها داشته باشد.
این درحالى است که خداوند مقام لقمان را به خاطر برخورد از موهبت علم و حکمت و دانش، بزرگ داشته است، تا آنجا که سخن او را در کنار سخن خویش قرار داده است
11-در سورة سباٌ در شرح حال سلیمان، سخن از برنامه‏هاى گسترده عمرانى وهنرى به میان آمده است، که پریان زیر نظر سلیمان، انجام مى‏دادند «یعملون له ما یشاء من محاریب و تماثیل و جفان کالجواب و قدورٍ راسیات آنها هر چه سلیمان مى‏خواست (و دستور مى‏داد) برایش درست مى‏کردند. معبدها و تمثالها و ظروف بزرگ غذا همانند حوض‏ها و دیگهاى ثابت»
و در آیة قبل از آن، به دستیابى سلیمان به دانش ذوب فلزّات، اشاره کرده مى‏فرماید: «وارسلنا له عین القطرما چشمه‏هاى مس (مذاب) را براى او روان ساختیم»
12-در سورة بقره، درباره زمامدارى داود پیامبر، مى‏فرماید: «و قتل داود جالوت و آتاه الله الملک و الحکمة و علَّمه ممّا یشاء داود جالوت را کشت و خداوند، حکومت و دانش را به او بخشید و از آنچه مى‏خواست به او تعلیم داد»
روشن است، علم و حکمت در اینجا دانشى است که براى تدبیر ملک و مملکت لازم است و اگر معنى وسیعترى نیز داشته باشد، این بخش از علوم مربوط به کشور دارى و نظام حکومت را قطعاً شامل مى‏شود.
ساز مجموع اشاراتى که در آیات فوق و بعضى دیگر از آیات قرآن وارد شده، به خوبى مى‏توان استفاده کرد که برخلاف پندار کسانى که تصوّر مى‏کنند، قرآن تنها به علوم دین و معارف الهیّه اهمیت داده و سخنى از علوم دیگر به میان نیاورده است، قرآن براى این بخش از علوم اهمیت فوق العاده‏اى قائل است و آن را از مواهب بزرگ الهیّه مى‏شمرد و مسلمانان را تشویق به فراگیرى هر گونه علم مفید و نافع در زندگى مادّى و معنوى مى‏نماید.


یادداشت: په افغانستان کې یو د نا امنی لامل د علم بشپړه نه پیژندنه او تعریف او د هغې ویشل په دینی او عصري علومو دی.  قرآنکریم د محمد صلی الله علیه وسلم معجزه او د بشریت لپاره تلپاتی آسمانی اساسی قانون دي چې د هر عصر غوښتنو ته ځواب وايي. لهذا د عصري او غیر عصري تفکیک په خپله د ملا او مکتبي یا په بل عبارت د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د اختلاف را منځته کول دي.  زموږ په تاریخ کې تل ځینو حلقو دا هڅه کړېده چې د کلیوال او ښاري او ملا او مکتبي په نومونو زموږ ولس وویشي او ولس ته داسې وښي چې جنتیان یوازي طالبان او ملایان دي او مکتبیان ټول دوزخیان یا له الله تعالي څخه لیري نور څوک دي او مکتبیان تل داسې ښودل شوي چې ګواکې دوي روشن فکر! او خدانخواسته ملایان تاریک فکر! دی. دا هغه فکري مرض دی چې د شیطاني علم پیروان یې زموږ ټولنې ته پیچکاري کوي.  په داسې حال کې چې مدرسه او مکتب دواړه د لیک او لوست ځای ته وايي او دواړه عربي کلمي دي. په خلیج او عربي ملکونو کې ښوونځیو ته مدرسې وايي. زموږ په ټولنه کې د مدرسې له نوم سره جوخت یوازې داسې انګیرل کیږي چې یوازې دیني زده کړه او د مکتب له نوم جوخت دا تړلی ده، چې یوازې دنیاوي علوم. 
اسلام علم فرض کړیدي او هر نافع علم چې د ټولنې او انسانانو په درد وخوري او دنیا او اخرت دواړه ورباندې جوړ شي هغه علم دي. راځې د مکتب او مدرسې ترمنځ داسې یووالي رامنځته کړو چې څوک دا اعتراض ونکړي چې ملا ددنیا په چل نه پوهیږي او مکتبي د اخرت!  د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې وايي: د اخرت لپاره داسې کار وکړه لکه چې دا نن مري، او ددنیا لپاره داسې کار وکړه لکه چې تل ژوندي یي. همدارنګه موږ په پنځه وخته لمانځه کې همدا دعا کوو چې (ربنا اتنا فی الدنیا حسنه و فی الاخره حسنه و قنا عذاب النار). دلته په اخرت او دنیا دواړو کې د (حسنه) غوښتنه شویده.
موږ باید ټولنې ته داسې وګړي وړاندې کړو چې ددین د پوهې ترڅنګ په دنیوي امورو پوهه وي او د دنیوي کارونو ترڅنګ په دینی امورو پوهه وي. ددین او دنیا د علومو امتیاز په ټولنه کې طبقاتي ویش رامنځته کوي، او په نتیجه کې اختلاف او بي اتفاقي منځته راځي او همدا حالت د ټولني سوکالي له ګواښ سره مخامخ کوي.



ماخذونه:
۱. قرآن کریم
۲. ټولنیز خوځښتونه شلمې پیړې ته ننوتل – چارلس ټیلی، ۱۰ اکټوبر ۲۰۰۳
۳. ټولنیز حرکتونه: د هغه څه لنډیز چې کار ورکوي – چارلس ډابسن – آګسټ ۲۰۰۱
۴. خودی در اندیشه اقبال لاهوری
۵. په افغانستان کې د مدني ټولو د ونډي په اړه تاریخ منظر – محمد حلیم فدايي – مارچ ۲۸، ۲۰۰۷
۶. ټولنیز خوځښتونه – ویکیپیډیا ویباسایټ
۷. د اسلام تبلیغ – کینن ټیلر – اکټوبر ۷، ۱۹۸۷
۸. د غربي فلسفي تاریخ – برټرانډروسل – ۱۹۴۸
۹. د اسلام د پرمختګ په اړه د غیر مسلمو عالمانو نقل قولونه – ګڼې ویبپاڼي
۱۰. د ټولنیز خوځښت له لاري د ټولني غښتلی کول – پنځم فصل – لیکنه
۱۱. په اساسي زده کړو کې د ولسې ونډې او ټولنیز خوځښت د روزني لاسوند – ISBN: 984 – 847 – 017 – 4 یونسکو، ډاکه، بنګلادیش، د اګامي د چاپ او نشر موسسه
۱۲. THE SOCIOLOGICAL QUARTERLY Vol. 42/No. 4/2001د هارورډ پوهنتون د ټولنپوهني د ډیپارټمنټ استاد زیاد مونسن لیکنه.
۱۳. حج، احکام او حکمت یی، محمد حلیم فدايي – ۲۰۱۰ کال
۱۴. په اروپا کې د مسلمانانو سیاسی تنظیمونه او مذهب– سپټمبر ۲۰۰۶ – لیکوالان: کرولین ایم وارنر او مانفریډ ډبلیو وینر.