کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (څلورمه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (څلورمه برخه)

(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
لومړى څپركى:
څلورمه برخه:  ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)
ژباړه: جاويد واك


د احمد شابابا او له هغه په راوروسته وختونو (۱۷۴۷-۱۸۴۲)كلونو په افغانستان كې د د يني مدارسو لګښت د دولت د ځانګړو عوايدو او د دربار د مامورينو لخوا وركول كېده.  (۳۴)


خو بيا د امير عبدالرحمن خان د حكومت په دوران كې (۱۸۸۰-۱۹۰۱) دغه ديني مدرسې د دولت له ادارې څخه ازادې شوې او د اوقافو يا عمومي صدقاتو لخوا يې لګښت تامينېده، چې له همدې لارې يې د ښونكو معاش، د ليليې لګښت او د شاګردانو د اطاقونو مصرف لاسته راوړو. د مدارسو شاګردانو سره د زكات او صدقو ځيني نورې مرستې هم كېدلې.   (۳۵)


امير عبدالرحمن خان (۱۸۷۹-۱۹۰۱) د ديني زده كړو د لا ښه والي په موخه د كابل شاهي مدرسه پرانيستله، چې په افغانستان كې لومړنى ديني تعليمي مركز يادېږي.    (۳۶)


دغې مدرسې چې د قضا او قوانينو په اصولو برابره جوړه شوې وه او په همدې برخه كې يې شاګردان روزل، دوه سوه(۲۰۰) زده كوونكي درلودل، چې ټول لگښت يې د دولت له خوا وركول كېده.   (۳۷)


د همدغې مدرسې ډيرى فارغان بيا د امير حبيب الله خان او  امير امان الله خان د دورو د لومړيو كرښو د علماوو په توګه را څرګند شول.


علما له معمول سره سم په داسې لقبونو،  چې د هغوى له علميت او حتى تر دې چې د هغوى له تحصيلي مركز سره يې سمون درلود يادېدل.


د بېلګې په ډول، د شيخ لقب به هغه عالم ته وركول كېده، چې ستره علمي وړتيا به يې درلوده او د حجاز يا مصر له سترو اسلامي مركزونو څخه به فارغ شوى وو. همدا راز دغه لقب اهل طريقت والاو ته هم كارول كېده.


د هدايت العرفان (په نولسمه پېړۍ كې د نقشبنديه طريقي درسي متون) د يادونې پر اساس ويلى شو، چې د شيخ كلمه به په شريعت كې يوه پوه شخصيت،يو حقيقي مومن، روحاني رهبر او يا هغه كس ته چې د يو تصوفي ډلې څخه يې د تبليغ او ارشاد اجازه درلوده، استعمالېده.    (۳۸)


د مولوي لقب، چې په اسلامي  قوانينو كې د تخصص نښه ده په لومړيو وختونو كې هغو كسانو ته وركول كېده، چې د هندوستان له مدرسو څخه به فارغېدل. په وروسته وختونو كې بيا د افغانستان د لومړۍ كرښې ټول ديني علما په دغه لقب يادېدل.


په ټوله كې د ملا كلمه هغه چاته كارول كېده، چې له يوې سميه ييزې مدرسې څخه به فارغ شوى وو او د شلمې پېړۍ تر لومړيو وختونو پورې ټول ديني علما په همدغه نوم (ملا) يادېدل.


خو له هغه وروسته تر ننه پورې بيا دغه لقب يوازې تر هغو كسانو محدود پاتې شو، چې په جوماتونو كې امامان دي.


همدا رانګه ځيني علمي روحانيون هم د دولتي قاضيانو، قانون پوهانو، په دولتي مدارسو كې د ښوونكو، د دربار د مذهبي چارود مشاورينو او مفسرينو، د جوماتونو د امامانو او د سترو مساجدو د خطيبانو په توګه په دولتي ادارو كې استخدامېدل.


هغوى به د علومو له مخې د لوړ رتبه اشخاصو په ډول په دولتي ادارو كې كار كاوه او د اسلام د ساتونكو په توګه به مكلف وه، چې دولت يوې سمې لارې ته هدايت كړي.


د ديني مرتبو په سلسله كې د مفتيانو او قاضيانو رتبې لوړې وې او سره له دې چې د دولت لخوا ټاكل كېدل،د شرعيت په چوكاټ كې يې بشپړ صلاحيتونه درلودل.


د قدرت اساس او منبع د قاضيانو لپاره حقوقي بڼه درلوده، چې د هغه په وسيله قاضي حق درلود د مجازاتو او بنديزونو نوعيت وټاكي، چې دا د يو قاضي د قدرت قانوني  حق وو.


په افغانستان كې څو وړوكو خو په علمي درجو سمبالو كورنيو د قضا په برخه كې ډېر كار كړى او د قضايي چارو په برخه كې يې بشپړ تسلط درلود.        (۳۹)


د سياسي نفوذ له پراخېدو سره سم، د علماوو او مذهبي مشرانو اقتصادي قدرت هم ورځ تر بلې لوړېده. ان تر دې چې لوړ رتبه علما د ځمكو د عوايدو د سهميه او په مركز كې د ډېرو كرنيزو ځمكو خاوندان شول.


په همدې ډول په كال ۱۸۷۹ كې د هر ولايت د عوايدو درېيمه حصه د مذهبي او ديني مركزونو د ساتنې او تقويې لپاره ځانګړې شوه.    (۴۰)


د بېلګې په ډول په كابل كې د سيد احمد چې مشهور په ميرواعظ وه، پراخ املاك او دارايي  د دغه مركزي ښار نږدې درېيمه حصه تشكيلوله.  (۴۱).


همداراز د سلطنتي او مذهبي كورنيو تر منځ د ودونو معمامله يوه معمولي خبره ګرځېدلې وه.


امير عبدالرحمان خان په خپل اثر ((تاج التواريخ)) كې په ډېر وياړ سره دا خبر كوي، چې زوى يې د قاضي سعد الدين له لور سره واده كړى. نوموړى د خپل سلطنتي او د قاضي د مذهبي كورنۍ پر اړيكو افتخار كوي.


دغه ډول ودونو او اړيكو د دواړو خواوو د سياسي موقف ځواك تر دې لوړ كړ، چې د لوړ رتبه علماوو نفوذ يې ان د دربار تر رسمي سطحې پورته كړ.   (۴۲).


بايد ووايو، چې ډېرى علماوو د سياسي او اقتصادي نفوذ تر څنګ، د فلسفي، تاريخي او ادبي مطالعاتو د ترويج په برخه كې هم فعاله ونډه لوبولې او په واقعيت سره په اتلسمه، نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو وختونو كې ډېرى ليكل شوي ادبي اثار د همدغو ديني او مذهبي علماوو د هڅو په وسيله منځ ته راغلي. ښاغلى عبدالباقي مجددي مشهور په قيوم جهان د وروستۍ پېړۍ يو نامداره شاعر وه.كه څه هم د نوموړي د اشعارو بشپړ دېوان په لاس كې نشته خو شعر ونه او اثار يې د افغانستان په مختلفو جرايدو او مجلو كې راغلې.    (۴۳)


همدا راز به ټيټ رتبه ملايانو په وړوكو ښارونو او ياهم د سترو ښارونو په لرو پرتو سيمو كې د امامت دنده پر غاړه درلوده. هغوى د امامت تر څنګ د نكاح او جنازې د مراسمو مشري هم كوله. او په جوماتونو كې به يې د كورني ښوونځي په شكل درس هم وركاوه.


دغو ملايانو دا حق درلود چې د قاضي په غياب كې د خلكو اسناد ثبت او شرعي بڼه وركړي. او ياهم د ازدواج او ميراث په معاملاتو كې شرعي فيصلې وكړي.


د دغو علماوو فعاليتو نه زيات وو او د خلكو په ورځنيو چارو كې بيخي ګډوله شوي وه.


ټيټ رتبه علما د لوړ رتبه علماوو چې له دولتي ادارو سره يې سرو كاردرلود  برعكس د خلكو اوعام مخلوق لخوا حمايه كېدل. او په پراخه كچه د دولت له كنټرول څخه ازاد وه.


دغو مذهبي ملايانو عايداتي سرچيني د صدقاتو، د نكاح د پيسو او د هغو بخششيو چې د كليو د قبايلي مشرانو لخوا وركول كېدې  تر لاسه كولې.


د سيمه ييزو ستونزو د هواري او نورو مباحثو لپاره جوماتونه غوره ځايونه وه او ملايانو هم چې د مهمو سيمه ييزو او ملي مسايلو په برخه  كې يې د خلكو د خبرولو مسووليت پر غاړه درلود، اكثره كوشش كاوه، چې د خلكو او جوماتونو تر منځ اړيكې پراخې كړي.


د قبايلي سيمو په سيمه ييزو جرګو كې به ډېرى وخت ملايان د ميانجي په حيث مطرح كېدل. او اكثره ملايانو به په  جنوبي او شرقي ولايتونو كې، چې د زراعتي ځمكو نشتوالي د ژوند تېرول يوه څه ګران كړي وه، د ملايي مسلك له لارې د ژوند اړتيا برابروله.


روحانيون:


نور بيا….



لمنليكونه:



34-bid.


35- nemat-alla shahrani,oct,1976


۳۶- سراج التواريخ، كاتب، ۱۹۳۱- ۱۴، ۹۴۲:۳.


۳۷- كاكړ، په افغانستان كې دولت او ټولنه، ۱۶۲.


۳۸- عمر جان، هدايت العرفان، ۵۹.


۳۹- ابراهيم خليل، تاريخ مزارات كابل، عطا محمد شكارپوري، نواى معارك، په پوپلزايي كې نقل شوى، دره الزمان فې تاريخ شاه زمان، ۲۷۴.


40- Gani, Islam and state – Building in a tribal society, 271.


۴۱- د هيواد په رسمي مالياتي دفاترو كې، د كابل هغه برخه چې يو وخت د مير احمد خان د اولادې وه، د مير واعظ د اوقافو په نوم يادېدله.


۴۲- اميرعبدالرحمان خان له بې بي حليمې(بوبو جان) سره، چې د عتيق الله خان لور او د مير واعظ لمسۍ وه واده وكړ. مير عتيق الله د امير دوست محمد خان له لور شمس جهان سره واده كړى وو. مير منشي، حيات امير عبدالرحمان خان، دويم ټوك، ۱۱.


۴۳- د افغانستان دايرت المعارف، درېيم ټوك، ۵۸۷.