کور / سپورټي / کرکټ : افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه

کرکټ : افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه

کانادا په خپل لومړي وار ١٣٠ منډي وکړې . حميد حسن د دوى اووه لوبغاړي او محمد نبي درې وسوځول .
د انترکانتيننتل يا د لويو وچوترمنځ د کريکټ د څلور ورځنيو لوبو په دريمه ورځ کانادا له افغانستان سره په لوبه کې لویه ماتې وخوړله.
د دغې څلور ورځنۍ سيالۍ يوازې دوه ورځې لوبه شوې او يوه هم د باران له امله ضايع شوې ده خو افغان لوبغاړي پوره برلاسي پکې ښکارېدل.
افغانستان لومړی بیټینګ وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې مخالف لوري ته د ۲۹۳ منډو هدف ورکړ، چې کاناډا دغه هدف ترلاسه نه شوای کړای او په خپلۍ لومړۍ پانۍ کې یې یوازې ۱۳۰ منډې وکړې او په دې ډول فالو ان شوه او په دویم وار یې ټول ټال ۲۳۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې یوازې د ۶۹ منډو هدف ورکړ.
افغانستان د کریم صادق په سوځېدو دغه هدف په اسانۍ ترلاسه او کوربه هېواد ته یې په نهو ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی حمید حسن سو چي ټول ټال یې لس کاناډايان وسوځول.

تبصره نسته

  1. Da allah talah na warta har wakht dasi kamyabi ghalam