کور / هراړخیز / دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۲مه برخه

دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۲مه برخه

ددې په زړه پوري لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولئ


اوس نو قاسم یو ځل بیا دکلي په لور  لکه  د مرغه په څیر الوت . هغه غوښتل چې ژر تر ژره  خپل ځاې  ته ځان


ور سوي ، همغه و چې دخپلو تلو  څخه  پوره یو  ساعت  وروسته قاسم بیرته  د خپلې جونپړۍ  تر شا ولاړ و . هغه څو لمحې دمخه دخپله اسه راښکته شوې و او په پښو د خپلو اوسیدو ځاې   ته روان و . هغه ته دخپلې جونپړۍ  په  کړکیو کې  د رڼا نښې تر سترګو شوې ، هغه خپل  آس  هملته  د خپلې  جونپړۍ  تر څنګ  په  ونو بوټو کې و تړه . اوپه خپله د اوسیدو د ځاې   ددروازې په لور ورغې . خو ددروازې  نه بیرون  یی په تیاره کې  څوک  ناست وکوت  ….. خو لږه  شیبه وروسته یی  روزي پیژندلې وه ..


قاسم  بې له ځنډه  د روزی  خواته ورغې ، روزی  په خندانه توګه دهغه  ښه راغلاست وکړ  اوبیا یی په لږه  شوخۍ  سره  ورته وویل :


« په جونپړۍ کې دننه  مقدس  پلار په عبادت   کې مصروف دې . هغه ماته دلته دکیناستو حکم کړې دې  ترڅو  څوک  دننه ورتلو ته پرې  نه ږدم ،په دې خاطر  تاسې دننه  نه شئ ورتلاې …»


قاسم د روزي په خبرو  د خندا نه شین شو  او  ددې  حکمت  په خپلولو سره  یی د روزی  ډیره ستاینه وکړه . بیا یی  روزي ته وویل چې  هلته د جونپړۍ تر شا  یی  خپل  آس تړلې دې ، هغه باید سمدلاسه دکلي د آسونو په اخور وتړل  شي …..روزي دحکم دتعمیلولو له پاره سمدلاسه  راپورته شوه،  قاسم د روزی د نشتوالې نه په  ګټې اخستو سره  جونپړۍ ته ننوت او خپل کالي یی بدل کړل ،ځکه د جنګ په وخت کې دهغه کالي  شکیدلې  و اوپه  ځینو ځایو کې یی د ویني  څاڅکې   هم تر سترګو  کیدل. قاسم  خپل  لباس  بدل کړې  و ، خو پخوا تر دې چې هغه دخپله مخه د سپاهیانو د وینو  څاڅکې  پاک کړي  روزي پرې  ناڅاپه را ننوتله  اوقاسم ته یی وویل :


« ستا  د تلو وروسته  ،زما پلار  ستا په اړه  له ما پوښتلي و. او یو ځل  هغه  بدذات  باقو  هم ستا سره دکتلو له پاره راغلې و . خو ما هغوې دواړو ته  ډاډ ورکړ  او  تم مې کړل.


« باقو؟  …..کوم  باقو ؟ »


خو روزي  قاسم ته د ځواب  ورکولو  په ځاې  تندې تریو کړ  اود قاسم  په مخ  یی د وینو دداغونو په کتلو سره  ترې  وپوښتل :


« دا ….دا څه دي ؟  … ستا په مخ  باندې  د وینو څاڅکې …. ولې ……دا څه در پیښ شوې دي ؟ …. ته خو  به نه یی  زخمې شوې …..؟ »


قاسم  بې ځوابه شوې و  او سمدلاسه یی لستوڼي راپورته کړ اودمخ  څخه  یی د وینو د څاڅکو دپاکولو  هڅې پیل کړې .  او ویی ویل : نه  ، زه نه یم  زخمې شوې ، بس په لاره کې یوڅو  غلو راباندې  حمله وکړه،اودهغوې سره مې   تر لږه وخته  پورې کشمکش درلود.َ»


قاسم نه غوښتل  بله کومه بهانه  جوړه کړي ، ځکه چې هغه ته معلومه  وه چې  سهار  وختي به د یونانی عسکرو د مرګ  خبر  د ځنګل داور په څیر په ټوله سیمه  کې  خپریږي، خوروزي  په  حیرانونکو سترګو قاسم ته  کتل ، قاسم د روزې دکتلو دانداز  څخه  په ویره کې شو . اوپه ډیر  بیړه یی دروزي د کمزورتیا څخه د ګټي اخستو په خاطر   هغې ته  وویل :


« روزي !  ته دومره حسینه اوښایسته یی  چې ماته  په خپل دغه راهبانه  ژوند  باندې  پښیمانتیا راځي . کاشکې  چې زه راهب  نه وې  اویو عام انسان  واې …»


دقاسم  د لهجې  دد غه حسرت  په کتلو سره  روزي هر څه له یاده  وویستل.اودهغه  ځوان عرب  په سترګو کې همداسې ور ډوبه  شوه . اوس نو قاسم   روزي ته  د تللو اجازه ورکړه  تر څو  هغه خپل په  وینو ککړ کالي پریمنځلې شي.


روزي ولاړه ، اوقاسم د جنګ  ټولې  نښې نښانې  له  منځه یوړې . خو راتلونکې سهار د  ټولې  سیمې له پاره دقیامت په څیر  ګرزیدلې و. د پنځه  یوناني عسکرو د وژلو خبر د ابنای فاسفور س  څخه نیولې  ان  د قسطنطنیی تر  قصره  پورې  رسیدلې  و . نن مقرون  لکه   دلیوني سپې په څیر  په هر هر ځاې کې  خوله اچوله . هغه  په هرې  پوستې باندې وګرزید او د ډیرو کلو او بانډو  اوسیدونکو ته یی  اخطارونه اوګواښونه ورکړل . شهنشاه  ته یی  د خبر ورکولو  له پاره د خلکو یوه ځانګړې  ډله ور واستوله  اوپه خپله د یوې څلور سوه کسیزې  عسکری ډلې د برابرولو په هڅو کې بوخت شو .  هغه  غوښتل  چې  د رومیلي کلا  د جوړولو کارکونکي مسلمانان    له منځه یوسي .


د بله اړخه انجنیر مصلح الدین  اغا ته هم هره  ګړۍ  خبرونه ور  رسیدل ،  په همدې  خاطر هغه خپل ټول عسکر او انجنیران  را ټول کړل او ضروري لارښوونې یی ورته وکړې . نن د ماهي نیونکو په کلی   کې  هم ډیره  بده  ورځ وه . د هر کس په زړه کې د یوناني  عسکرو د وژلو هیبت  ناست و . یوازي روزې  وه چې   په ویره  کې نه وه  بلکه  حیرانه وه .  هغه په دې فکرونو کې ډوبه وه چې دهغه دخوبونو شهزاده  یواځې ځوان او ښایسته رنګه  نه دې  بلکه جنګجو او میړنې  هم دې ، هغه په  دې خبره  هم حیرانه وه چې  څه ډول د کلیسا یو راهب  دغسې یو میړنې  شخص ګرزیدلې شي . دهمدې  فکرونو  په بنسټ د  قاسم په اړه دهغې  آند مشکوک  شوې  و . ځکه دغه  نوي ځوان  راهب  په یوه شپه کې په ځانته ځان  د یوناني عسکرو  پنځه وسلوال کسان  له منځه وړي و، هغه   په دې فکر کې وه چې هسې نه  چې دې ځوان د رهبانیت لباس  اغوستې وي !  خو دې  فکرونو هغه د اندیښنو په ځاې د خوشحالۍ لورې ته  ور وړله . ځکه هغې همدا غوښتل چې قاسم رهبانیت  پریږدي  او خپل عادي ژوند ته  راوګرځي  تر څو  له دې سره  واده وکړي . اوس  چې  کرار  کرار  روزی ته د قاسم د نه راهبیت  په اړه  یقین  تر سترګو کیده  نو تر څنګ  یی په زړه کې  خوشحالې  احساسوله . خو ټول کلې  په  غم  او مصیبت کې اخته و .  یواځې روزي  چې په دې خبرو یی  فکر نه و خراب  شوې . خو بیا یی هم فکر کاوه چې دغه  نوي ځوان  راهب   ولې  یوناني پنځه کسه فوځیان  وژلې  دي ؟   هغې غوښتل چې ددې  راهب  څخه  پوښتنه وکړي  خو له دې ویریده  چې قاسم به  دهغې څخه هسې نه چې  قاسم  ترې  دا حقیقت  پټ  کړي او  دخپلو درواغو په واسطه ددې  زړه  ورمات  کړی .


لږ څه نور  وخت  هم  په همدې توګه تیر  شو ، دقسطنطنیی د قصر څخه دا حکم  راغې  چې  مسلمان  عسکر  ښار ته  را نژدې  پرې  نه ږدئ او نه ورسره  جنګ  جګړه وکړئ . خو مقرون  دخپلو عسکرو په وژلو  ډیر قهرجن  و . هغه غوښتل چې په هره  توګه چې شوني وي  ددې  پنځه یوناني عسکرو د وژلو بدله واخلي . هغه انتظار کاوه چې  د شهنشاه د درباره  به  په دې اړه کوم حکم  راځي اودهغې  حکم سره سم  به دغه یوموټي  لږ مسلمانان د تیغه تیروي . دهغه څلور سوه  سپاره ملګري هر وخت  دهغه  دحکم  لاندې و.  مقرون په خپله مرکزی  قرارګاه  کې  منتظر   او نا ارامه ناست و  چې  په باقو یی سترګې  ولګیدې ، هغه ګوډ ګوډ کیده  او دهغه  لورې ته  را روان و . معلومه  نه  ده چې مقرون ولې سمدلاسه  ټکان  وخوړ ،هغه د باقو  څخه  دکوم  ښه او ناڅاپی خبر  داوریدو هیله درلوده . هغه  په خندانه  توګه د باقوسره  لاس  ورکړ  اودخپل ځان  خواته یی کیناوه .


« وایه !  څنګه راغلې یی ؟ … داسې بریښې  چې کومه مهمه   خبره دې  راوړې ده .» مقرون ورته په ډیرې بې صبرۍ  سره وویلې . باقو ورته په ځواب کې  وویل :


«  بلې ، هو ! ما یو خبر درکول  غوښتل ، چې پرون ماښام دتیارو د خپریدونه وروسته ،زمونږ د کلي راهب  په  اس  سپور  شو او د «رومیلې کلا » په  لور تللې و . اوبیا  د یوه ساعت وروسته بیرته راستون  شوې  .»


د مقرون  ته دا خبر  دومره  مهم  ښکاره نه شو .  او په لږ څه  قهر سره یی وویل :  « نوبیا  څه وشول ؟ … ایا د یوه راهب  چیرته تګ  راتګ  منه دې ؟ هغه به  ستاسې  په خوا کې  بل کوم کلي ته تللې و .»


« نه  !  زمونږ دکلي راهب  زمونږ  په اړخ کې کوم کلي ته نه و  ورغلې. هغه چیرې  لرې تللې و ،زه  په پوره  یقین او ډاډ سره ویلې شم  چې همدې  راهب   دغه یوناني عسکر  ټول  له منځه وړي دي .»


دباقو  په خبرو  مقرون   را نیغ  شو او کیناست . بیا یی په  پوره  شوق  سره ترې و پوښتل  چې :


« ستا ددې  دومره پوخ  یقین   علت   څه شې دې ؟ »


« زه یی تاته  علت  وایم . ته زما خبره  په ډیر غور  سره واوره . پرون  سهار  ته زمونږ کلي ته راغلې وې  او بیادې هلته دغه  راهب  متنبه کړ.  دهغې  دعکس العمل دکتلو له پاره  زما سترګې  ټوله ورځ  په دغه  راهب  باندې نښتې وې . خوکله چې ماښام شو نو ما وکتل چې  راهب  د روزي سره   پټې خبرې کوې ، زما غوږونه   ودریدل. د ماښامه وروسته  راهب  خپلې کوډلې  ته ولاړ . او د کوډلې  چراغ  یی  روڼ  پریښود. لږه شیبه وروسته  روزي راغله  او د همدې کوډلې تر مخ  یی   زنګون  وواهه او کیناسته . ما  تندي   ته ټک ورکړ  ځکه چې ددوې  دواړو  تر منځه  دغه  خبرې  دغه  ډول حرکت د معمول پر خلاف  کار و . زه قصدا  د همدې  راهب  دکوډلې په لور  ورغلم ، هلته  مې د روزي څخه وپوښتل چې  مقدس پلار  چیرې دې ؟ نو روزي ځواب راکړ  چې مقدس پلار  هلته په کوډله کې  په عبادت کولو  مصروف دې ، او هیچاته  اجازه نه  شته چې  کوډلې ته  ور ننوځي . زما شک د روزي دخبرو  سره نور هم  زیات شو په دې خاطر مې پریکړه وکړه چې  په کوم  ډول د کوډلې  دننه حالت  و څارم . خو د کوډلې  دروازه همغه لورې ته وه کومې کې  چې روزي ناسته وه . بیا  زما په ذهن کې  یوه  بله خبره  راغله  اوهغه دا چې  : باید د آس داخور په لور ولاړ شم اود راهب  آس  ووینم .  نو زه هغه وخت  ډیر  حیران  شوم چې  هلته  د آسونو په اخور  د راهب  آس  نه و تړلې . زه دآس داخور  نه  را  روان  شوم اوپه یوه ډیر پټ  ځاې  کې کیناستم ، نژدې  یو ساعت  وروسته  روزي  په داسې  حال  کې  چې د راهب  آس  یی د  قیضې  څخه   نیولې و  د آس  داخور په لور راغله  او آس  یی هملته و تاړه  او  بیرته ولاړه . دهغې د تللو وروسته ما یوه  رڼا  را واخسته  او د  راهب د آس د کتلو له پاره هلته ورغلم  ، نوهغه وخت  ډیر زیات حیران  شوم چې ومې کتل  چې   آس  په خولو کې  ډوب  دې . او دهغې  په زین او  جسم  باندې د وینو نښې  نښانې دي.  بیا ما ته  دا ډاډ تر لاسه  شو چې  هرومرو  راهب  دکومې  وینې تویونکې  پیښې  د تر سره کولو  ورسته راستون شوې ،ما نن ټوله ورځ دهمدې خبرې څخه  د خبرولو له پاره ستا دپیدا کیدو هڅې کولې ، خو ستا درک  راته  چا نه راکاوه . سالار صیب ! زه تاته په ډاډ  سره وایم  چې    همدا راهب  ستا د عسکرو اصلي  قاتل دې .  »


د باقو د خبرو دمکملیدو سره  سم  مقرون  سمدلاسه راپورته شو او دخپلې تورې په لاستې یی  لاس کیښود  او ویی ویل « که چیرې  هغه ریښتیا هم  قاتل وي نوزه  به همدا  اوس اوهمدا ګړۍ دهغه سر له تنې نه  جدا کړم .»


مقرون  په ډیر ټینګ عزم  سره دا خبره کوله . دهغه ددې عزم  سره د باقو  سترګې  را خلاصې شوې ، مقرون  د باد اوتوپان  په  څیر  بیرون  را ووت . اودخپله ځانه سره  یی د پنځوسو  عسکرو  یوه ډله هم واخسته . لږه شیبه وروسته  دغه  ټول  د  ماهی نیونکو د کلي په لور  الوتل .


د بله اړخه   په کلې کې  قاسم او  روزي  د کلي  څخه  لږ څه  لرې  د انځیرو  د ونو په سیورې کې ناست و او   په خپلومنځو   کې یی خبرې   کولې، نن  روزي  ډیره  خوشحاله وه . ځکه نن هغې  ته دخپلو خوبونو شهزاده   تر لاسه  شوې و . یو ډیر ښایسته ، د ښه قد و خال  او جنګجو  ځوان  د هغې  سره مینه کړې وه . حال دا چې  قاس  به څه ډول د روزی سره مینه او محبت   کړې واې ؟ هغه    خو لا دپخوا څخه دخپل یو  ورک  شوي محبت   د قاتل   ابوجعفر  څخه د  «مارسي »  د پوښتنې له پاره  دلته راغلې و  خو هغه ته دهغې محبت  څخه هم  خپل  مقصد  اوپروګرام  ډیر  اهمیت  درلود. اودهغه  مقصد د قسطنطنیی د دفاعي نظام  په اړه  کره  معلومات  تر لاسه  کول و . هغه  خو روزي دخپل  ځان سره  ملګرې  کړې وه تر څو  د ماهی نیونکو په کلي کې  یو څو شپې په ارامه تر سره کړي ….  همداراز هغه د روزی  سره  د درواغو کومه ژمنه  هم  نه وه  کړې . خو هغه ته دا  په ډیره ښه توګه  ډاګیزه  شوې وه  چې روزی  اوس د هغه  په اړه    په غلطه انګیرنه کې  را نښتې ده . هغه  همدلته د روزي تر څنګ  ناست و . په همدې فکر کې و چې د روزی کوچنۍ خور  چې  یولس  یا  دولس کلنه  نجلۍ وه  په ډیره  تیزه منډه   دوې ته را ورسیده . او دخپلې  ساه  د جوړولو پرته یی دوې ته وویل :


« مقدسه پلاره !….  د یوناني فوځونو همغه پرونې  سالار  د ګڼ  شمیر  سپرو عسکرو سره یو ځاې  لوڅې تورې په لاسو کې نیولې   او په  ګړندۍ توګه   زمونږ دکلې  په لور را روان دې . مونږ  په  هغه   غونډۍ  لوبې کولې او هغوې مو وکتل  چې د کلي په لور په تیزۍ سره   را روان دي . »


قاسم  سمدلاسه  راپورته شو او  د یوه  پورته  ځاې  په لور یی ورمنډه وکړه  او ودرید، په خپل تندي یی د لاس  سیوری وکړ اودغرب په لور یی   وکتل . د لمر  پریوتو ته  لا  ډیر وخت  و .  دروزی خور  ريښتیا ویل ، دمقرون  اس سپاره  اوس  کلي ته  ور  رسیدونکې و . دا خو  ډیره دخوشحالۍ خبره وه چې قاسم د روزي سره یوځاې  دکلې څخه بیرون  راوتلې اودانځرو د ونوپه سیوري کې ناست دي . روزي  چې د لرې څخه  خپل کلی ته  لوڅې  تورې  په لاس  د یونانیانو داسې  ورتګ وکوت  نو  وویریدله  او رنګ  یی تک  ژیړ شو . هغه  سمدلاسه  قاسم ته ددې ځایه  دپښو د ویستلو  مشوره  ورکړه ، دقاسم  له پاره هم  همداسې کول  مناسب  و . خو هغه  به  د سپرلۍ  پرته  ، له دې ځایه  په پښو  څنګه  تښتیدلې وې . په دې اساس  روزی  قاسم  ته  د کلي څخه  لرې  په یو پټځاې کې  د پټیدو  وویل  اوپخپله   د آس  د راوستلو له پاره دکلي په لور  ور  روانه  شوه .


مقرون  د لیوني سپې په څیر  کلې ته  ورغې او  سمدلاسه   دکلي   دغه  یواځني  کوچني چرچ  ته  ،چې د یوې کوډالې څخه  جوړ شوې و  ورننوت .  دهمدې  چرچ تر څنګ د قاسم   د اوسیدو  ځاې هم و. کله چې  یی راهب  په  چرچ کې  ونه موند  نو سمدلاسه  یی  د راهب د اوسیدو ځاې ته ورمنډه کړه ،خو قاسم یی هلته هم  و نه موند   ، نو د قهره  تک سور  شو ،  تر دې وخته  پورې د کلي سردار او نور واړه او زاړه ټول ددې  چرچ  تر مخې  را ټول شول . د پنخوسو وسلوالو کسانو  ډله هم همدلته  منتظر ولاړه وه . مقرون د غصې اوقهر نه  سور  راووت  او بیرون  یی  د کلي  سردار ته  اواز  کړ ، دروزی  پلار چې  پخپله ډیر قهر جن و  د مقرون مخې ته  راغې ، مقرون دهغه د کتلو سره  سم خپله توره را پورته کړه اودهغه  په سینه  یی کیښوده :


« مقدس پلار مو چیرې دې ؟  زه همدا اوس  او همدا  شیبه دهغه سر غواړم . »


د روزی پلار  چې  لا دپخوا  څخه دقهره اوغضبه  تک سور  اوختي و د  مقرون په دې خبرو نور  هم وقهریده  او په خپله سینه  یی د ایښوول شوې تورې  کومه پرواه  ونه کړه   او په غضب  سره یی وویل :


« سپه سالاره  !  ته  دخپل  حد څخه بیرون وځې ، زه  به همدا سبا سهار د قیصر په دربار کې  ستا له لاسو شکایت  وکړم …. تا پخوا هم  زمونږ د میلمنو سپکاوي کړې دې،مونږ د کلي خلک ټول په یوه خوله   تا ته وایو  چې ته د  معمولي مذهبي  اختلافاتو په  اساس   زمونږ  دروند  او عزتمند  راهب  مه تنګوه .  او که نه  دا کار به ستا له پاره ښه  نه وي .


خو د روزی پلار ته دا  ډاګیزه نه وه چې  د   راهب  مسئله دومره کوچنۍ  اومعمولي مسئله نه ده  چې هغه یی ګڼي .  دهغه دخبرو دختمیدو سره  سم  مقرون خپله توره په هوا کې  پورته کړه او سمدلاسه یی پرې د زوړ  سردار  سر  پرې کړ ….. د سردار د سر دپرې کولو نه وروسته مقرون په لور  اواز سره وویل  :


«  دکلي خلکو ! ستاسو څخه هر څوک  چې ددې سردار اویا  ددې  راهب  دوستان  وي  نومخته  دې راشی ، زه  نن ستاسو د راهب  دسر دپرې کولو  له پاره راغلې یم .


خو دکلي هیڅو ک  مخته را نه غې . د زاړه سرد ار وژلو ټول په  وحشت او  دهشت کې  غورزولې و . مقرون  یوځل  بیا خپله خبره په لوړ اواز  تکرار  کړه ، دهغه   دغه دروند اواز   د هوا  په څپو باندې سپور دکلي بل اړخ کې د روزي غوږو ته  هم  ور  رسیدلې و . روزي خو د راهب  له پاره دآس  د ور  وړلو  پسې  راغلې وه  خو دخپل پلار د مرګ  د اوریدو سره سم یی هر څه  له یاد ه  ووتل . هغه  لکه د لیونۍ په څیر  د  خلکو  د ټولې په لور  ور منډې کړې  ، غوښتل یی د  چرچ په مخ  کې دخپل  پلار  لاش  ته ځان  ور  ورسوي، هغې دپاګلو اولیونیو په  څیر  چغې سوري وهلې    ځکه هغې ته یی پلار دهر  څه  څخه  زیات   محبوب  و . مور یی  ترې  هم د کوچنيوالي په وخت کې  جدا شوې وه . پلار یی  د ا  او ددې کوچنۍ  خور  لکه د مور په څیر پاللي وو . هغې ته په خپله  هم  نه وه معلومه  چې  د راهب  نیول  د مقرون  له پاره  څومره  قیمت  لري . هغې رامنډې کړې او د  خپل پلار په لاش  باندې یی  ځان  را و غورځاوه  او په زوره  زوره  یی چغې  ووهلې ، مقرون هغه کتله ، هغه  خپله په وینو ککړه توره  را واخسته  او د  روزي لورې  ته راغې   اوپه ډیره سخته  ژبه یی ورته وویل :


« نجلۍ ! …. ستا هغه   مقدس  پلار  چیرې دې چې  ته  ورسره عشق او   معشوقي  کوې؟ ژر  یی راته ووایه او که نه ته به  هم دخپل ژوند څخه ډیره  ژر  بیغمه  شې »


خو  مقرون ته د روزي  ځواب  غیر متوقع  شانته و . ځکه روزی ورته وویل :


« هو ! هو!  …..ته ما هم  ووژنه . ځکه اوس نو زما دژوندي پاته کیدو ارزښت هم له منځه تللې دې . زما پلار  له منځه ولاړ   ،  زه  هم اوس  نور په دې دنیاکې  اوسیدل نه غواړم .»


هغې په ډیره  بده توګه  ژړا  اوفریاد کاوه  او خپل  حواس  یی  هم  له لاسه ورکړي و  چې دمقرون  دخبرو ځواب  یی ورکړې واې . همغه و چې مقرون دهغې دحالت دکتلو سره  سم خپلو عسکرو ته حکم  وکړ  چې  روزي  له ځانه سره  مرکزی  چوڼۍ ته یوسي . په دې وخت کې یی دکلي خلکو ته  مخ  کړ او ورته یی وویل :  چې هغه د هغوې دسردار  لور  نیولې او له ځانه سره یی خپلې  پوستې ته وړي . دمقرون عسکر  رامخته شول  اونازک  اندامه روزي یی  په خپلو  سختو لاسونو کې  و نیوله . پاته سپاهیانو ته  مقرون حکم وکړ  چې هغوې دې  د کلی  څلورو  اړخونو ته  او ان تر ځنګله پورې  و غځیږي  او د ځوان  راهب  لټه دې وکړي .


دمقرون عسکرو  روزي  له ځانه سره  یوړه . اوباقو هملته په کلی کې ولاړ  پاته شو او روزی ته یی کتل .  قاسم لا   تر اوسه  هم هملته  په یو پټنځاې کې  پټ  ناست و . هغه غوښتل د ماښام د تیارو نه مخته یو آس  تر لاسه کړي  ، هغه  په ډیره  بې صبرۍ سره  د روزي د بیرته  راستنیدو  انتظار کاوه ، دلمر دپریوتو نه لږ څه مخته یی چې کله  د روزي د راتلو هیله  له لاسه  ورکړه  نو ډیر نا ارامه شو او په ذهن کې یی  د خطر زنګونو  وهل  پیل  کړل .  په دې فکر کې شو چې حتما کومه داسې خبره شته   چې روزي یی دلته د راتلو څخه  و ځنډوله . هغه  په همدې  فکر کې و چې د لرې څخه یی د یوه آس د  شڼړهار  اواز  واورید. هغه داسې  و انګیرله  چې روزي  له ځانه  سره آس  را خستې او را روانه  ده . سمدلاسه د پټنځاې  څخه بیرون  راووت . خوپه خپل مخکې یی  یو یوناني عسکر  چې  توره یی لوڅه په لاس کې نیولې  وه  ولاړ وکوت . قاسم دخپل  راهبانه  لباس  لاندې  دپټ کړي  خنجر په راویستلو کې   دریغ  ونه  کړ ، دغه یوناني هم  قاسم د یوه راهب  په څیر  پیژندلې و. قاسم  پیدل  و او یوناني په  آس  سپور  و . دواړه  یو دبل مخته  را  غلل….اوبیا  د لمر دلویدو  نه مخته   قاسم هغه یوناني له  تیغه تیر کړ  او دهغه آس  یی واخست او د رومیلي کلا  په لور  باندې ولاړ……


مصلح الدین اغا په یوې  جدا خیمه کې د قاسم  ټولې  خبرې واوریدې  اودقاسم په غوښتنه یی  ددې کلي د حال د معلومولو  له پاره دوه تجربه لرونکې  هوښیار  سپاهیان  د لیږلو  له پاره تیار کړل .  هغه دا سپاهیان  بیرته و لیږل  اود راستنیدو په وخت کې یی د خوراک  یو پطنوس  په لاس کې  نیولې و  اورا غې. خیمې ته د راننوتلوسره سم  یی  قاسم ته وویل : « قاسم بن هشامه  !  ستا لمړنې خبر مې  سلطان ته  پرون  ور  لیږلې دې….را ځه اوس  ډوډۍ  هم راغله …..


اغا  دسترخوان  خپور کړ او د  ډوډۍ  لوښي یی پرې کیښودل « د ابنای فاسفورس »ماهیان خو  قاسم بن هشام د څو ورځو راهیسې خوړل ، خو  د زیتون  په تیلو کې  وریته کړل  شوي ماهیانو ورته خپل  وطن او هیواد  را یاد کړ ، که څه  هم   د روزي  په اړه یی   اندیښنه درلوده خوبیا یی هم د خوراک  څخه پوره پوره  ګټه پورته کړه . د خوراک  د خوړلو په وخت  یی د مصلح الدین اغا څخه وپوښتل :


« د کلا  تعمیر تر کومه  ځآیه رسیدلې ، سلطان ورته  په   ډیره بې قرارۍ  سره  منتظر دې »


مصلح الدین اغا  ورته  په خندا  کې وویل  چې «  مونږ  په  ۲۴م د اپریل ددې کلا د تعمیر کار پیل کړې دې  او نن    ۱۸ م د مئ مو ددې  د تعمیر کار  تر څلورمې برخې پورې  رسولې دې. که چیرې  ددې په تعمیر باندې همدا  ډول  کار  و کړل شي نو شوني ده چې د اګست په میاشت کې یی  تعمیر  تکمیل  کړل شي . دکلا ټوله  زمکه  درې زره  متره  ټاکل شوې ده   چې په کې اولس  برجونه  هم شامل دي ، په دې برجونو باندې به ستا ددوست  «اربان» په لاسو جوړ کړل شوي  توپونه   نصب  کړل  شي. ما ددې  کلا  نقشه  داسې  را جوړه کړې ده  چې که د هوا  څخه  ور ته وکتل شی  نو د «محمد ص »….لفظ  به لیکلې  تر سترګو کیږي . په دې کلا کې  درې  ستر برجونه  جوړیږي   چې  اوږود والی  به یی  تر  ۹۰  فټو پورې  رسیږي ، ما ددې برجونود لاندېنیو  دیوالونو پلنوالې   نهه  متره  کړې  تر څو  برجونه  ډیر  قوي  او  مضبوط  و دریږي  »


« خو ددومره  پلن  دیوال  لوړوالې  به  په یقیني توګه   کم و ساتل  شي  که څنګه ؟ »


« هو !  ددیوال  پلنه  برخه  به  پنځه متره  او تنګه برخه  به یی  پنځلس  متره  پورته کیږي . »


قاسم   په ډیر خوند  سره د  رومیلي کلا  د تعمیر په اړه تفصیلات  اوریدل . او تر ډیره  وخته یی  دهمدې کلا په  اړه د مصلح الدین اغا  سره  خبرې کولې . ان تر دې چې هغه خبر  راوړونکې  بیرته را ورسید .  دغه  سپاهیانو  وویل  چې  :  یوناني  سالار  مقرون  د کلي سردار  وژلې دې  اودهغه  ځوانه لور  یی  تښتولې ده …..د قاسم له پاره  دا  خبر  د یوې  زلزلې په څیر ثابت  شو . ځکه  هغه په دې پوهیده چې  زوړ  سردار ته دغه مصیبت  دهمغه  په خاطر  ور  رسیدلې دې . اوبیا سپاهیانو دا هم ویلي و چې  هلته  د رومن کتولیک د ډلې  دیوه راهب  لټون  روان دې ،ځکه  هغه د  شپږو  یوناني عسکرو د وژلو نه وروسته  تښتیدلې دې ، سپاهیانو  خبر  ور کړ او نور  بیرته ولاړل . مصلح الدین اغا قاسم ته مخ کړ او ورته  یی وویل :


«  اوس  به څه کوو ؟ …. مقدس  پلاره ؟»


خو د مصلح الدین اغا  ټوکو  قاسم  خوشحاله نه کړ . البته قاسم  لږ څه  فکر وکړ  اوبیا یی وویل : « مونږ باید  د سردار  دغه بې ګناه  لور  را خلاصه کړو . ځکه په هغوې  دغه  ټول مصیبت  زما په خاطر  راغلې دې .»


ددې نه وروسته  دا خلک  دشپې تر ډیره پورې   د روزي د خلاصون   د پلانونوپه اړه    په خبرو کې  بوخت  شول . اوبیا یی  یو ډیر په زړه پورې  حکمت  خپل کړ  چې  دسهار  دلمانځه وروسته یی   د هغې دپلې کولو هوډ اوعزم وکړ .


سهار  وختي  مصلح الدین اغا او قاسم  د  خپلو  تکړه  فوځیانو  یوه  پنځوس کسیزه  ډله  و ټاکله  او د مقرون  دمرکزي  څارن  ځاې   په لور چې  د«پاسفورس » په غاړه پروت  و ، ورغلل . دهغوې  اسونه  په ګړندۍ توګه  هغه لورې ته روان و اوداسې بریښیدل  لکه  هغه  لورې  ته  چې ور الوزي . لا تر اوسه د لمر  لمړنۍ  وړانګې   نه وې  راخپرې  شوې  چې دمصلح الدین اغا  دغه  عسکری  ډله  لکه  د توپان په  څیر د مقرون  عسکري مرکز  ته ور  ورسیده . دا مرکز په   یوه   ډیر  کوچنې  تعمیر کې   جوړ کړل شوې  چې څلورو خواو ته یی  د انسان په قد  دیوالونه ولاړ و .  په منځ کې یی  څلور  پنځه  خونې  د خټو  اوتیږو څخه  جوړې کړل شوې وې . دعمارت  په یوه   کونج  کې  یو لوې  برج  هم  ولاړ و  چې په هغې کې د مقرون  دوه کسه  غشي ویشتونکې  د ډیرو شرابو د څښلو  له امله  بې هوشه  پراته و . دمصلح الدین اغا  عسکري ځوانانو  دسترګو په رپ کې  په دې مرکز  حمله وکړه  او په خونو کې  دننه پراته د خرګوش په خوب  ویده  یوناني ټول  عسکر  یی د تیغه تیر کړل . هلته په برج کې  ناست  یوناي  عسکر  هم له منځّه ولاړ ل  او په دې مرکز  کې هیڅ  کس  ژوندې  پاته نه شو . خو مقرون  اوروزي هلته    موجود  نه  وو .


او هغوې  به څه ډول ددوې لاسو ته را تلل ؟  هغوې  خو د تیرې شپې راهیسې  ددې ځایه  وتلي و ، مقرون  دخپله ځانه سره  په زنځیرونو کې  تړلې  روزی د « غلاطه د برج»  په لور  وړې وه ، ترڅو هلته د روزي د ځوانۍ  څخه پوره پوره ګټه  پورته  کړي . او د غلاطې برج  ددې  ځایه  پوره لرې   پروت  و . دا  یو پخواني  زوړ  څو پوړیزه   مینار  و  چې  پلنوالې  یی دومره  و چې انسان پرې د یوه   سهي  عمارت  ګمان کولې شو .  په دې برج کې  لاندې باندې  کمرې  وې  اود یوناني فوځیانو په ولکه کې و . دمقرون مرکزي دفتر  هم  همدلته و او دهمدې  ځاې  دفوځي  څوکیو  څارونکې  هم و . دا برج  قسطنطنیی ته  نژدې د ګولډن هارن  په څنګ  کې  جوړ کړل شوې و . دغلاطې برج  په  ۵۰۷ کال  بازنطینی پادشاهانو  د جهازونو او کشتیو  دلارښود په څیر « د رڼا کور  یا لائټ  هاوس » په توګه  جوړ کړې و . دا ډیر اوږود  و او ډیر منزلونه یی  درلودل .   مقرون  غوښتل خپله دا شپه د روزي سره په همدې  برج کې تیره کړي  ، هغه   به ټوله شپه شراب  څښل او دروزی په عزب  به یی حملې کولې  خو روزي لکه د یوې  وینه تویونکي پیشو په څیر  هغه  خپل ځانته  نه پریښوده . که ریښتیا هم  مقرون  په  هوش  کې واې  نو د روزی د عصمت  خوندي پاته  کیدل  شوني  نه و . خو د زیاتو شرابو د څښلو په اساس  هغه  خپل  ځان  نه شوکنترولولاې  او ټول وجود  به یی لړزیده .  بلاخره  دسهار په وخت کې  یی  سترګې سره ورغلې  ،  اوپه دې  توګه  یی  روزی   هغه وخت   دشرنه خلاصه شوه .


د ورځې  ناوخته دمقرون  سترګې په   یوه ډیر  بد خبر سره  پرانستلې شوې ….. ځکه چا دهغه  په مرکزی  پوسته باندې  حمله کړې وه اودهغه  ټول  عسکر یی له تیغه تیر کړي و . د مقرون  له پاره دا  یو تباه کونکې خبرو . ځکه چې هغه د قسطنطنیی د قیصر  تر مخه د خپلې مرکزي  پوستې  څخه دخپلې   غیرحاضرۍ  کوم  دلیل  نه شو  وړاندې کولې . سخت  وویرید او د لمړي  ځل  له پاره ورته داسې  ډاګیزه  شوه  چې هغه  مفرور  چې  دوې ورته   عیسایی راهب  وایه  ، هغه د سره  راهب  نه و  ، ځکه چې  په  دغه مرکزی پوسته باندې حمله  کول د یوه  کس  کار  نه  د ې  اومقرون په دې هم پوهیده چې دلته  یی ډیر دښمنان  مسلمانان دي . څنګه یی   چې په ذهن کې  داخبره  را وګرزیده  چې  دا حمله مسلمانانو  کړ ې ده  نو اندیښنه یی  نوره هم  زیاته شوه. اوس   نودهغه تر مخه  بله لاره  نه وه چې شهنشاه ته ددې  خبر  د ورسیدو تر مخه  هغه   د رومیلې کلا د مسلمانانو څخه  بدله واخلي . رومیلي کلا دهغوې څخه  په پنځه میله واټن کې  جوړیده . او د مقرون  سره په دې وخت کې څلور  سوه  وسلوال  کسان   موجود و و . مقرون د  غلاطه  د برج  د اوم  منزل  څخه را کیوت  اویوه  کشتۍ  یی و نیوله  او دګولډن هارن   د دروازې  څخه تیر شو  اوبیرته  په هماغه  ساحل  باندې   ښکته شو چې تیره شپه ترې  د برج  غلاطه  په لور  راغلې و .


په دې ساحل  دهغه عسکرو  خیمې وهلې وې  ،  مقرون په ډیر احتیاط سره  خپل  عسکر  له ځانه  سره واخستل ، هغه  له دې  ویریده  چې  هسې  نه چې د دیوالو څخه  د بیرون  حالاتو څخه  د دیوال  دننه  شهنشاه   خبر   شي . دښار څخه  په لږ واټن کې  مقرون  خپل  آس   ته   پونده ورکړه ، اوس  نو د څلور سوه  وسلوالو سپرو  لښکر   دخاورو  او ګردونو په وریځو کې  د ورمیلي د کلا په لور   ور روان دی …


دمصلح الدین  اغا  تیز رفتاره  جاسوسانو ، هغه ته  په دې اړه   د وخت  نه مخکې  خبر ورکړې و .  کله چې دمقرون   د یوناني عسکرو ډله   رومیلي کلا  ته  ور نژدې  شوه  نو هلته ورته  تمکیدل اړین  وګرزیدل . ځکه مخکې ورته د رومیلي  کلا  عسکر  تیار په لیکو کې ولاړ و . مصلح الدین اغا  مقرون ته  د یوه لښکر په  بڼه  ښه راغلاست ووایه . او سمدلاسه یی  د مقرون په  عسکرو  باندې  حمله وکړه . مسلمانان  دشمیر  له اړخه کم و او  دهغوې د سپرو شمیره  هم د  اتیاو  په شاوخوا کې  وه . اودپیاده  جنګیدونکو  شمیره هم  تر سلو نه زیاتیده . خو په کومه منظمه توګه  چې مصلح الدین اغا د جنګ  پیلامه وکړه  هغه  د مقرون  د عسکرو  د هیلو نه  ډیره  پورته وه.  د سهار په نهو  بجو دا جنګ پیل  شو او  یواځې  په نیم ساعت کې  پاې ته ورسید اومقرون  خپل  شاته  ګڼ  شمیر  لاشونه پریښول او بیرته د  غلاطې  د برج په لور  په شا و تښتید.


نن ورځ د مقرون  له پاره د یوه عذا ب  په څیر  راغلې وه . ځکه  کله چې هغه  د غلاطې  برج  ته ورسید  نو هلته ورته د شهنشاه  پیغام راوړونکې منتظر  ناست و . هغه   ته د  خپل ځان  له  پاره   د قیصر  له خوا  د مرګ  او یا عمری بندي کیدو  سزا  ترسترګو  کیده . خو دشهنشاه په لور د تللو دمخه یی  یو په زړه پورې کار وکړ او هغه  دا چې په اووم  منزل کې  بندي روزی یی  دڅه  ویلو پرته  ازاده کړه ، شوني ده  چې دا به هغه  اخري نیکې  وه  چې  په اخري وختو کې  یی په کار راغله . اوشهنشاه د ټولو پیښو د اوریدو وروسته ورته  همدومره سزا ورکړه چې  هغه  یی د خپلو څوکیو د څارنې څخه  را بدل کړ او یو عام سپاهی  یی و ګر ځاوه . اودهغه په ځاې یی  « ویلاروس  »  و ټاکه . اوبیا یی د یوه  هنګامي  حکم په اساس د قسطنطنیی ټولې  دروازې  و تړلې . دا په حقیت کې د عوامو تر مخه د اضطراري  حالت   اعلان  و . اوس  نو د قسطنطنیی خلکو په  ښه توګه  درک کړې وه  چې  په قسطنطنیه باندې  یوه  ځواکمنه حمله کیدونکې ده .


د قسطنطین دقیصر  له پاره ددې  احکامو  ګټه دا شوه   چې د ښار خلکو  چې په هغه وختو کې یی شمیره  تریولکو  زیاتیده ، د قیصر د مصارفو  له پاره  په خپلومنځو کې  چنده  ورکول  پیل کړل. تر څنګ یی خلکو د سلطان د مذهبي  فکرونو په اړه   خبرې او تبلیغات   بند کړل  او د عیسویانو د دواړو  ډلو د رایوځاې کیدو  له پاره یی  خبرې   پیل کړې . کله  چې  شهنشاه د خلکو دا  رویه  وکتله نو سمدلاسه یی د « سینټ صوفیا »  په  چرچ کې،  چې د شرقی  کلیسا اوبطریق  اعظم  ستر مرکز  و ، ددواړو  عیسوي  ډلو د یوه متحده  مجلس  د راغوښتلو  پریکړه وکړه  ، ددې  غونډې د مشرۍ  له پاره یی  د رومي کلیسا « پنځم   پوپ جان نیکلسن »  ځانګړي نماینده  « کارډینل اسیډور»  ته ، چې  په دې وخت کې  همدلته په قسطنطنیه کې موجود و ،  ځانګړې بلنه ورکړه .


ددیوال  نه بیرون د یوناني عسکرو سره د لاس  نښتې  وروسته ، شهنشاه یو بل کار  هم وکړ. هغه سمدلاسه  د تجربه لرونکو  کسانو یوه  ډله د سلطان محمدخان لورې ته  ولیږله . اوهغه ته یی  دمسلمانو سپاهیانو  د اوسنۍ حملې  څخه  شکایت وکړ . خوسلطان محمد خان ددې شکایت  ځواب  د جنګ د ډول د وهلو سره یو ځاې ورکړ . اود شهنشاه دسفیرانو د بیرته رالیږلو  په وخت کې یی ورته وویل:


« د قسطنطین قیصر ته ووایه  چې  سلطان محمد خان  د یوه  فاتح په څیر  قسطنطنیی ته را روان  دې . په دې خاطر  هغه ته په کار دي چې د سلطان د فوځونو د  ښه راغلاست په خاطر د قسطنطنیی دروازې پرانستې  پریږدي اوکه نه د ترکانو اسونه  به د  شهنشاه  دغه  ستر ښار د عبرت  یوه نښه وګرځوي .»


دسلطان  دغه  خبرې د شهنشاه په غوږونوکې  لکه دتوپ د ګولیو په څیر ولګیدې ، او هغه یی په ډیره   خرابه توګه  را  ومروړه .  هغه  سمدلاسه   ټولو اروپایی هیوادونو ته خپل سفیران  و استول  او دهغوې څخه  یی د دغه ستونزمن وخت  له پاره مرسته  وغوښته .


قاسم  لا تراوسه پورې په رومیلي  کلا کې و  چې  د قسطنطنیی د پادشاه  د کړچار  او نوو  اقداماتو څخه  ورته خبر ور  ورسید. هغه  غوښتل د مصلح الدین اغا څخه اجازه واخلي او د قسطنطنیی په لور  ولاړ شي  خوپه زړه کې یی د روزی  سره د شوي  تیري اوظلم په  اړه  درد  را پیدا کیده ،  هغه  هوډ وکړ  چې قسطنطنیی ته د تللو مخته به یو ځل هرو مرو د روزی  حال احوال    ځانته ډاګیزه کوي  تر څو دې معصومې  پیغلې ته ددې مصیبت نه  نجات ورکړاې شي . په همدې فکر کې  ډوب  د ماهي نیونکو دکلي په لور  ور روان شو ، اوس نو هغه  د عامو خلکو  په څیر  کالي اغوستي و .اود قسطنطنیی د خلکو  خاصه  خولۍ یی په  سر کړې وه . د رومیلی کلا څخه  یی یو  ځواکمن اوغښتلې  آس  را واخست  او دماهي نیونکو دکلي په لور  وخوزید  خو هلته  درسیدونه  مخته   تم  شو . هغه  دداسې  یو چا  لټه کوله چې د روزی په اړه ورته  سهي معلومات ورکړي . په همدې وخت کې یې  سترګې په یوې نهه کلني  نجلۍ  ونښتې ، خپل مخ یی  په دستمال کې  را  تاو کړ او هغه نجلۍ ته یی ورغږ کړ ، نجلۍ په یوه منډه د قاسم لورې ته راغله . قاسم هغه وپیژندله  ، هغه دهغې کلي یوه  عامه   نجلۍ  وه . اوقاسم  یی ډیر ښه پیژانده . خو قاسم ترې  خپل مخ  پټ  و ساته  او ترې  و  یی پوښتل :


«  لوري !  ستاسو دسردار  لور  خو یوناني سپاهیانو له ځانه  سر ه وړې  وه ….. هغې  ته څه پیښ شول ؟»


هغه نجلۍ په ډیره  تعجب  سره د  قاسم   مخ  دکتلو  هڅه   کوله  او غوښتل یی هغه وپیژني ، خو قاسم ترې یو ځل بیا  همغسې  وپوښتل   ، نو نجلۍ ورته وویل :


« زمونږ دسردار  لور  روغه  رمټه ده  او بیرته  را ستنه شوې ده ……خو ډیره  غمژنه او اندیښمنه ده .»


دقاسم  زړه  ټکان وخوړ .  خو خپل  ځان یی سنبال کړ او  کوچني  یی  له ځانه  رخصت کړ . اوس نو دقاسم  بل  منزل  د قسطنطنیی  ښار و . خو په دې فکر کې و چې  هلته  به څنګه  او څه ډول  ور  داخلیږي . ځکه دښار  ټولې دروازې  بندې وې ، که څه  هم ددروازو کړکۍ  پرانستې وې  خو ښار ته داخلیدونکې  هر شخص  به  ډیر  زیات  څارل کیده ، اوبله مهمه خبره  دا  وه چې  قاسم د ښار په  جنوبي اړخ کې  د ابناې پاسفورس  په غاړه  و او د ښار د اصلي  دروازې  څخه ډیر  لرې  واټن کې  و.  دا  دروازه  د  وچې   او دغبربی  هیوادونو  په لور   پرانستل کیده ، قاسم ته  دا  ضروري وه چې یا د ښار د سترې  دروازې « سینټ  رومانس »  پورې  لرې  واټن ووهي  یا د ابنای  پاسفورس  د شاخ   ګولډن  هارن  څخه  د کشتۍ  په واسطه  تیر  او دښار  بندرګاه ته ځان ورسوي .


پرلپسی لری…