کور / هراړخیز / اختر، داسلامی نړۍ د وحدت ځانګړې ورځ

اختر، داسلامی نړۍ د وحدت ځانګړې ورځ

 اختر د اسلامي نړۍ د وحدت او ورورولۍ ورځ ده ,  هغه ورځ چې ټوله اسلامي نړۍ پكې  د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلوبیلو هيوادونو كى اوسيږي . اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د ټولو لپاره د مغفرت او اطاعت ګډ فرصت دی ,  زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يې د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي .  په اختر كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه  جوړوي , او د هغو صالحو اعمالو ساتنه نه كوي چې له عيد څخه وړاندي يې په لاس راوړې وي . له حماقت څخه لیرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه  ډګر پرانیزي  .


د بشريت د تاريخ په اوږدو كې په نړۍ كې په هرمذهب اوهر دين كې ځاڼګړى  اخترونه و, او شته دي  , خو په اسلام كې په دواړه موجود اخترونه كې د الله تعالى عبادت او اطاعت پرځای کیږي , داسلام یوه لویه ځانګړتیا همدا ده چې د انسان هرعمل پکې عبادت ګڼل کیږی , كه چیرې د اسلام په لارښونه او تګلاره پل کیږدي  .  كه كوچنی اختر راواخلو چې د روژى د مباركې مياشتې له عبادت څخه وروسته چې د قدرمباركه شپه هم پكې شامله ده , راځي . هغه شپه چې د کایناتو د خالق اود مځکې پرمخ د بشریت ترمنځ د پیوستون او وصال شپه ده ، هغه درسول الله صلی علیه وسلم پرسپیڅلی زړه باندې د قران دنزول شپه ده ، هغه د یوې لویې اوبا عظمته پیښې شپه ده ، هغه پیښه چې د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې يې د حقایقو لوری ته بدلون ورکړ او دانسانیت په ژوندانه کې د دغې  مبارکې شپې  اغیزه ساری نه لري ، او دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې .  دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په کامله اوپوره توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .  , داسي ښكاري چى د يوى مياشتى له عبادت څخه وروسته د الله تعالى د اطاعت اوعبادت خوشحالي څرګندوو , هغه چا لره پكار هم ده چى د خوشحالۍ څرګندونه وكړي چى پوره يوه مياشت يى د ايمان او احتساب سره سره روژه نيولي وي , او د الله تعالى د رحمت او مغفرت غوښتنه ئې کړی وي  .                       


اولوي اختر وروسته لدې راځي چى د الله تعالي بنده ګان مكې مكرمې ته ولاړ شي , څرنګه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مكې مكرمې ته مسلمانان ځي , او د دوي هغه خوږه او ګرانه ترانه له هر ګوټ او لوري څخه اوريدل كيږي (لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك،) په داسې حال کې چې سپين څادرونه ( احرام ) يى اغوستى وي چى ليدونكى په دوي كى شاهزاده او نيستمن نشي پيژندلي , او خپل ټاکلی مناسك په ځاي كوي , د عرفات په سپيڅلى غونډۍ باندي راټوليږي , پداسي حال كى چې ټول د الله تعالى څخه مغفرت او عفوه غواړي او الله تعالى دوي ته د مغفرت او بښني وعده وركوي او د ځمكې او آسمانونو خالق پدوي غږ كوي ( راشي زما بنده گانو مغفرت دي وي تاسو ته يقيناً ستاسو بدۍ په ښيګنو بدلې شوې ) . نو أيا د دي زيرى او لوي كرم او بښني په پايله كى مسلمانانو ته د خوشحالۍ څرګندونه پكار نده ؟ ,  عيد الاضحى  (لوي اختر) د مسلمانانو تر منځ د ژورو روابطو د تړاو اساسي لامل دي , اولوي اختر په هغه بې نظیره انسانی غونده کې چې په یوه ربانی چاپیریال کې راټولیږي  شعوري ګډون او مشاركت دي چى د عرفات له ډګر څخه ټولى اسلامي نړۍ ته د لوديځ څخه تر ختيځ پوري غزيږي  .


لوي اختر همداراز د هغه موسم اوګولالى بازار څخه یادونه ده چى انسان پکې د الله تعالى سره دخپل آخرت لپاره ګټمن  تجارت کوي , دا عيد د ذالحجه له هغه لسو د بركته ډكو ورځو څخه وروسته راځي چى  پكى د اطاعت او عبادت اجراوثواب زياتیږي , او رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي ستايلى دي (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب الى الله تعالى من هذه الأيام..) د الله تعالى په نزد  پدي ورځو كى صالح عمل له نوروعادی ورځو څخه غوره دي  .


اختر په اسلام كې  هغه خوشحالي نده چې ربانی اساس ونلري , بلكې دا هغه ژور ارزښت دي چې په الله تعالى پوري چى د انسان خالق دي تړلي دي , اودهغه دين په څيښتن پوري تړلي دي چى د بشريت لپاره يى سوكالي راوړي .


ورونو ! اختر يو ډير ښه فرصت دي تر څو هغه ټولنيزې اړيكې چې انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي دي  بيرته جوړې كړي , په عيد كې زړونه پاكيږي , غوڅى شوي اړيكې بيرته ټينګيداي شي , دښمني او عداوت له منځه ځي , د دښمني او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي , او عيد د صلة الرحم لپاره يو ښه فرصت دي چې الله تعالى يى د مكانت او منزلت په هكله داسي ويلي دي ( واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام إن الله كان عليكم رقيباً) وويريږئ له هغه الله څخه چې سوال كوي تاسې يو تر بله په نامه د ده ، او وویریږئ له پریکولو د خپلوۍ څخه ، يقيناً الله تعالى تاسو څاري .  او دا هغه مناسب فرصت دی تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكلې كړئ چې ميني او محبت ته تږي دي , پدې ورځ كې د هغه  پاك  زړونو خاوندانو انسانانو لاسونه د دوي سرونو ته د ښكل كول لپاره خامخا وږديږي .


په اختر كې مسلمانان خپل بيوزله وروڼه په خپله خوشحالۍ كى شريكوي تر څو د لږ وخت لپاره دوي له غمجن حالت څخه لري وساتي او د ژوندانه كړاو ورڅخه هير كړي .


ورونو ! اختر د رحمت , خوشحالي ,  سوكالي او سرور موسم دي , او هغه خلكو ته د خوشحالۍ ورګرځولوڅخه عبارت دی چى خوشحالي له دوي څخه ديوى اوږدې مودې څخه بيله شوي وي اوګواكى بيرته دوي ته دورګرځيدو اراده  ونلري , همدارنګه سرور هم دوی ته شا اړولي وي خو د عيد په راتلو دوي ته خوشحالي او سرور د عقيدې او ايمان د ورورولۍ په چاپيريال كى بيرته ورګرځي .


د اختر په راتګ سره انسان ته د ژوندانه له كړاو څخه چې د ژوند په اوږدو كې ورسره لاس اوګريوان وي او ورسره ستومانه وي د استراحت او دمه فرصت پيدا كيږي  , په عيد كې هغه كشمكش چې د دنيوي او مادي لاسته راوړنو لپاره روان وي په كرار شي  .


سره لدې چې اختر د خپلوانو او دوستانو تر منځ د راشه درشى فرصت وي خو په عين وخت كې د هغو خلكو سره د ناستي پاستي فرصت هم برابروي چې سړي ورسره كوم نسبي او د خپلوي تړاو نلري , دا دنفسونود پاكې ورځې دي او د خوښۍ او ميني او محبت او ورورولۍ ورځې دي .


اختر د اسلامي وحدت او يووالۍ ورځ ده , هغه ورځ چې ټول اسلامي نړۍ پکې د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلو هيوادونو كى اوسيږي , دا اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دی , نو زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يى د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي , نو پدي عيد كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي , او د هغو نيكيوساتنه وكړي چې له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړي دي , له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي راشي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه  ډګر دی  , الله تعالى  دې موږ ټول دشيطان له شر څخه وژغوري  او د ده تعالى په اطاعت او عبادت باندې دې صبر او استقامت  را په برخه كړي .


الله تعالی دې ګران افغانستان له دغه کړکیچن حالت څخه په خپل فضل او مرحمت وژغوري . وما ذالک علی الله بعزیز .


 د ټولواختر دې مبارك وي