کور / هراړخیز / دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۴مه برخه

دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۴مه برخه

ددې تاريخي ناول تېره برخه له دې ځايه ولولئ


ایا صوفیاء


قسطنطنیه د خپل جغرافیایی جوړښت او تاریخ له اړخه په نړۍ کې یواځنې ښار و . ددې ښار نوم هم په مختلفو زمانو کې بدلیده رابدلیده . ددې ښار تر ټولو پخوانې نوم « زارغراد» و بیا « میکله غارو» ترې جوړ شو . په یوناني او رومی وختو کې یی ورته «بیزنطیه » وایه بیا په دریمه عیسوي پیړۍ کې رومي پادشاه قسطنطین هغه خپل پایتخت وګرځاوه او بیا دهمدې رومي پادشاه په نامه قسطنطنیه وګرزید. په هغو وختو کې یی ورته « نوې روم » هم وایه . په لمړیو وختو کې ورته بازنطینی خلکو « هیپولس » وایه اوعربو ورته په هغه وخت کې د « مدینة الروم » نوم ورکړې و .


په حقیقت کې دغه ښار ته د رومي سلطنت یو ستر ښاخ ویل په کار دي . دروم ښار چې په ایټالیا کې دې د عیسي علیه السلام د پیدایښت نه اوه نیم سوه کاله مخته اباد شوې و ،په ایټالیا کې یو دریاب دې چې ټایمر نومیږي ، دا دریاب د شمال له لورې راځی او د « روما » څخه تیریږي او پنځه ویشت میله لرې د روم په بحیره کې توییږي . په یو وخت کې دا دریاب د تجارت لویه لاره وه ، په همدې دریاب کې به یی ستر ستر شیان لاهو کول اوکوچني شیان به یی په کشتیو کې ایښول او د « فلورنس څخه تر نیپلز» پورې به یی پرې تجارت کاوه . ددې دریاب په غاړه یو ځاې دې چې دخپل شینوالي او په زړه پورې والی له اړخه ډیر مشهور دې ، هلته تجاران خیمې وهي او شپې شپې تیروي اوبیا دهمدې دریاب په غاړه سفر کوي . دمسیح د پیدایښت نه ا وه نیم سوه کاله مخته ، تجارانو په خپلو منځو کې پیسې واچولې او دلته یی یو سراې اباد کړ اوبیا همدا سراې په لوې ښار باندې بدل شو. چې اوس ورته د روم ښار وایی . په هغو وختو کې هرې کورنۍ ځانته جدا جدا سردار درلود. همغه به کورنۍ جګړې سرته رسولې ، ودونه اوخوشحالۍ به یی تر سره کولې ، په هره معامله کې به یی حکم صادراوه . اوخپلې قبیلی به یی د کوچنیو غلو او داړه مارانو څخه خوندي ساتلې ،د مسیح دپيدایښت نه مخته په شپږمه پیړۍ کې هلته یوې اسیایی قبیلې سر راپورته کړ چې د « تاریکینو » په نامه یادیدل . دې تاریکینو په ۵۰۹ قبل مسیح کې دلته یو ډیر ښه حکومت جوړ کړ . چې د اروپا لمړي جمهوریت ورته ویل کیږي . همدې جمهوریت کرار کرار په شاوخوا قبایلو باندې هم حاکمیت پیدا کړ ، ان تر دې چې ۲۶۵ قبل مسیح کې روم دیوه ځانګړي ځواک مرکز وګرزید ، اوس نو د فتوحاتو لړۍ پیل شوې وه ، په ۱۹۷ ق م کې «سپین » ، یو کال وروسته په شمالي افریقه او مقدونیا ، په ۶۴ ق م کې « شام » په ۵۰ ق م کې « فرانسه » او بلجیم ، په ۹ عیسوي پیړۍ کې « جرمني » او په ۴۴ عیسوي پیړۍ کې « برطانیه » په ۱۰۵ ع کې « فلسطین » او په ۱۱۴ عیسوي پیړۍ کې « ارمینیا» او په ۱۱۷ عیسوی پیړۍ کې عراق د رومیانو دسلطنت برخې وګرزیدې .


« کارنیلیس سلا» دعیسي علیه السلام د پیدایښت نه ۷۸ کاله مخته د روم یو ستر او مشهور جرنیل و . خو بیا د سیاست پوهانو د خپلمنځې رقابت نه تنګ شو اوپه ۸۳ ق م کې یی پارلمان معطل کړ او مارشلایی نظام یی قایم کړ . په هغو وختو کې به جمهور یت یواځې د خواصو اواشرافو دطبقو پورې را نغښتې و . د جرنیل « کارنیلیس سلا» د مارشلا په خلاف دهغه وخت فلسفي « سسرو » تحریک و چلاوه ، چې په پایلو کې یی په ۷۹ ق م کې «سلا» مجبور شو چې بیرته جمهوریت ته را وګرځی او په خپله د سیاست نه ځان څنګ ته کړي .


«جولیس سیزر» د سنا دغونډې غړې و او په ۵۸ ق م د فرانسې والي ټاکل شوې و . هغه تر لمړۍ شاوخوا سیمې فتحه کړې ، بیا یی په برطانیه باندې یرغل وروست اود ټیمز تر دریابه مخکې ولاړ ، د سیزر ددې بریالیتوبو څخه په سنا کې ویره را پیدا شوه ، هغوې ددې وویریدل چې هسې نه چې د سیزر څخه دیکتاتور جوړ شی ،په د ې خاطر په ۵۰ ق م کې سینټ حکم وکړ چې سیزر دې فوځ بیرته له منځه یوسي . سیزر په دې خبره ډیر په قهر شو اوپه روم یی ولکه وکړه او په ریښتیا هم یو دیکتاتور وګرزید.


د سیزر سره د رومي شهنشاه لړۍ پیل شوې اوبیا تر پنځو پیړیو پورې په همدې ښار کې را غځیدلې وه . ان تر دې چې په ۳۰۵ عیسوي کال د روم شهنشاه « لمړي قسطنطین » و زیږید، به ۳۳۰ عیسوي کال یی یو کلې د بائیز په نامه خپل پایتخت و ګر ځاوه او بیا یی دا د بائیز دکلي په ځاې د قسطنطین په نامه و نوماوه . د لمړي قسطنطین د مړیني وروسته دهغه د زامنو تر منځ اختلافات راپیدا شول او سلطنت یی په دوو برخو ویشه . هغه برخه چې په قسطنطین کې وه د قسطنطین په نامه او هغه برخه چې په روم کې وه د روما په نامه یاده کړل شوه . له دې وروسته ددې دواړو برخو تر منځه مذهبی اخلافات هم را وټوکیدل . د روم خلکو د رومن کتولیک مذهب اختیار کړ خو په قسطنطنیه کې د یوناني کلیسا تر مشرۍ لاندې د « دې هولي ارتوډکس» مذهب رایج شو . د لمړي قسطنطین نه وروسته تر دولسم قسطنطینه پورې په قسطنطنیه کې دوه اتیا شهنشاهان تیر شوی دي، چې په دې ډله کې یوازې دقسطنطین تر نامه لاندې د شهنشاهانو نومونونه دولسو ته رسیږي . دې شهنشاهانو ته د روم قیصر هم ویل کیده . اوس نو رومې سلطنت په دوو برخو ویشل شوې و غربې برخې ته یی « رومن ایمپائر» اوشرقې برخې ته یی « یازینټاین ایمپائر» ویل کیده .


هرقل یا « دریم قسطنطین » چې د ۶۱۰ نه تر ۶۴۱ کالو پورې ددې هیواد شهنشاه و ، په دې خاطر ډیر مشهور شوې و چې هغه ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ۶۳۰ کال یو لیک ور استولې و او داسلام په لور یی بلنه ورکړې وه . دسلطان محمد فاتح د سلطنت په وخت کې په قسطنطنیه کې ددولسم قسطنطین پادشاهي وه ، په پخوانیو وختونو کې د روم ، ایتهنز ، او قسطنطنیه ډیر ستر ښارونه و چې تر یولس سوو کالو پور ې د رومي سلطنت ستر مرکزونه ګڼل کیده .


قاسم بن هشام ته د قسطنطنیی په اړه ډیر معلومات تر لاسه شوې و . هغه ته د عیسویانو دډلو ټپلو اوفرقو په اړه هم پوره پوره پوهه تر لاسه وه ، تر څنګ یی د شهنشاه د حسب ونسب څخه هم ډیر ښه خبرو . هغه په دې پوهیده چې هغه وخت چې د قسطنطنیی قیصر عیسوي مذهب ومانه نو دعیسوي او د ایران د مجوسي سلطنتونو ترمنځ څو ځله جنګ جګړې شوې وې ، دا دقیصر او کسرې او یا روم اوفارس تر منځ جګړې وې ، ددې سلطنتونو ترمنځ جنګونه روان و چې په عربو کې اسلامې حکومت منځته راغې او عیسویانواو مجسویان یی په حیرانتیا کې و غورځول . دمجوسیانو سلطنت د مسلمانانو په لاسو ټوټه ټوټه شو او له منځه ولاړ خو د قسطنطنیی عیسوي حکومت تر ډیره پورې قایم پاته شو . خو نن قاسم بن هشام د عیسوي ددغه حکومت د پاې ته د ورسیدو په خاطر په هوډمنه توګه دغه ښار ته ور ننوتې و . هغه هلته د رومیل په کور کې د یوه رضا کار په څیر اوسیده . رومیل دهغه نوم د فوځ درضاکارانو په نوملړ کې لیکلې و . خو هغه یی سرکاري بیرکونو ته د ورلیږلو په ځاې هملته په خپل کور کې ساتلې و . قاسم هم غوښتل همدلته پاته شي ، رومیل د شاوخوا ګاونډیانوته ویلي و چې مورګن یی ورور دې او د بوسنیا څخه راغلې دې . رومیل د قاسم آس د محصول د دفتر څخه هم را خلاص کړې و ، اوس نو دقاسم له پاره دخپل کار د کولو موقع تر لاسه شوې وه ، ځکه په قسطنیه کې ورته دهغه دهیلو نه پورته خوندي ځاې ځیږې تر لاسه شوې و، هغه تر ټولو نه زیات د بریټاسره په کتلو باندې خوښمن و . ځکه چې په بوسنیا کې د عباس او مریم دګاونډۍ په څیر یی د بریټاسره د خپلوۍ احساس کاوه .


قاسم په همدې فکرونو کې ډوب په خپل آس سپور د « ایاصوفیاء » تر مخه تیریده . خپل مخ یی د څادر په یوې څنډې کې را تاو کړې و . ځکه هغه پوهیده چې ابوجعفر همدلته په ایاصوفیا کې اوسیږي او نه یی غوښتل چې سمدلاسه دهغه مخې ته راشي . دا د « دي هولي ارتوډکس » چرچ و ، او دروما د پخواني مرکز په څیر یی دعیسوي نړۍ په زړونو کې ځاې درلود. که څه هم دا چرچ د روم څخه وروسته ابادشوې و . خو د مذهب له اړخه قسطنطنیه په پخواني مذهب باندې روانه وه . ددې برعکس رومن چرچ درومن کتولیک د مذهب تر اغیز لاندې و . د ایاصوفیا ء د تعمیر په کتلوسره قاسم هک پک پاته شو . دا یو ستر او عظیم الجسه عمارت و ، خو د خپل زړښت سره سره یی بیا هم په کوم ځاې کې د زوړوالې نښې نه تر سترګو کیدې . ځکه چې دا دعیسویانو روحاني مرکز و اوهر شهنشاه به دهغه د ښایسته کولو او او ترمیم کار په ډیره ښه توګه تر سره کاوه . د ماڼۍ دروازه ددوو ستر سترو برج شکله ستنو ترمنځه د ځلیدونکې پتیل څخه جوړه شوې وه ، په دې دروازو باندې د سروزرو څخه جوړ شوې صلیب نصب کړل شوې و . د ا کلیسا لمړي قسطنطین په ۳۶۰ عیسوي کال د لرګیو څخه جوړه کړې وه ، بیا په شپږمه پیړۍ کې یی اور واخست او وسوځیده ، خو « جسټینین » قیصر په ۵۳۲ عیسوي کال به همدې ځاې یو نوې پوخ تعمیر جوړ کړ، دا تعمیر په پنځو کالو او لسو میاشتو کې تکمیل شو ، لس زره معمارانو پرې کا و وکړ او لس لکه پونډه مصرف پرې راغلې و . قیصر ددې کلیسا دتعمیر له پاره د نړۍ دمختلفو ځایو څخه دمر مر تیږه راوسته …. د«فریجیا» سپنیه د « لکونیا» شنه ، د « لیبیا» نیله ،« سلینګ توره او د« باسفورس » توره تیره څنډه لرونکې دمرمر تیږه یی دې کلیسا ته راوړه .دمصر د« دستاراتیږې » او « دسماق تیږې » یی هم ورته راوغوښتې . اوپه دې کلیسا کې یی استعمال کړې . د ټولې نړۍ کلیساو د دې کلیسا دجوړښت له پاره ډیر څه نذرانه کړل اوډیرې ارزښتناکه تحفیې یی ورته را ولیږلې . ددې کلیسا په جوړښت کې د نړۍ ډیرې مسالې استعمال کړل شوې ، هماغه و چې « جسټینین» ددې کلیسا د جوړښت نه وروسته د لمړي ځل له پاره ور ننوت نو ویی ویل :


« سلیمانه ! زه له تا نه مخکې شوم …»


سیدنا سلیمان علیه السلام بیت المقدس اباد کړې و . اود جسټینین دغه بې ادبه اشاره هم همغه لورې ته وه .


قاسم د ایاصوفیاء تر مخه د آسه را ښکته نه شو . هغه تر ډیره پورې ددې شانداره ماڼۍ او قصر په لیدلو کې ډوب و . قاسم ددې سترې کلیسا دتعمیر څخه لږ شانته لرې په آس سپور ولاړ و . اوددې عبادتځاې سیل یی کاوه . دهغه تر مخه چرچ ته د ور ننوتلو طلاې دروازه پرانستې پرته وه ….. دتیرو زرو کالو راهیسې د ایاصوفیا دغه ماڼۍ د عیسویانو د روحانی مرکز په توګه استعمالیده . دهغې په بیرونۍ دروازه باندې د عیسې علیه السلام او د پولس رسول ستر ستر انځورونه را ځړول شوي و ، قاسم ،په داسې حال کې چې په غاړه یی د صلیب انځور را ځړول شوې و ، د ایاصوفیا دروازې پورې ورتلل مناسب ونه ګڼل، خو کولې یی شول چې د یوه عیسایی عبادت کونکې په څیر ایاصوفیا ته ور ننوځي خو هغه هلته دعبادت له پاره نه وراغلې . یواځې د ایاصوفیا د کتلو له پاره راغلې و ، ځکه په دې کلیسا کې د رومي او بازنطینی کلیساګانو د اتحاد له پاره ډیره ستره غونډه را غوښتونکې وه ، اوقاسم غوښتل چې ددې غونډې راز ځانته معلوم کړي او دهرې لارې چې شوني وې هڅه وکړي تر څو ددې دواړو ډلو تر منځ اتحاد او یووالې منځته را تلو ته پرې نږدي .


« دي هولي ارتو‌ډکس چرچ» او د «رومن کتولیک چرچ» د اتحاد څخه سلطان محمد خان ته ډیر زیات زیان ور رسیده . ځکه د رومیانو ستر روحاني مشر پاپاې روم ، یا «پنځم پوپ جان نکلسن » په ټولې غربي اروپا کې پرته له کوم بل ګډون کونکې څخه دپوره واکمنۍ خاوند و . او دا شونی وه چې دهمدې پاپ د هڅو په پایلو کې ددې اتحاد د راتلو نه وروسته د قسطنطنیی د خوندي پاته کیدو په خاطر دجرمني ،فرانسې ، بلجیم ، سپین ، او برتانیی فوځونه دلته را شي ، ځکه نژدې څلور سوه کاله مخته دهمداسې یوپوپ « پطروس هرکولیس » د غوښتنې له مخې د غربي اروپا دټولو هیوادونو دسلطان صلاح الدین ایوبي په خلاف یوستر اتحاد جوړ کړې و . اوبې شمیره جنګې بیړۍ یی دې جنګ ته را ښکلې وې . سلطان محمد قاسم په دې خاطر هلته ور استولې و چې هغه دې د هرې لارې چې شوني وې دغه ډول اتحاد جوړیدو ته پرې نږدي . اولاتر اوسه ددې دواړو کلیساو ګډې غونډې جوړیدو ته څو ورځې پاته وې .


قاسم تر ډیره پورې په پوره خاموشۍ سره ولاړ و .بیا یی خپل سر و څنډه او آس ته یی لغته ورکړه ، اوس دهغه په فکر کې دې چرچ ته د ننوتلو په پلان باندې غور پیل کړ . اوغوښتل یی په داسې بڼه ور ننوځې چې ابو جعفر یی ونه شي پیژندلې . په همدې فکرونو کې ډوب د رومیل کور ته ورسید.


دهغه وخته چې هغه قسطنطنیی ته راغلې و نو په سر اوذهن باندې یی د ابوجعفرفکر سپور و. هغه پوهیده چې ابوجعفر په ایاصوفیاء کې دې اواصلي نوم یی « ډیمونان » دې . خو د کوم سهي او کوټلې پلان پرته یی په ډیمونان باندې لاس اچول نه غوښتل . کله چې کور ته را ننوت نو بریټا په انګړ کې ناسته وکتله ، دقاسم په کتلوسره هغه ددرنښت له پاره و دریده . قاسم هم په خندا سره بریټا ته سلام وکړ بیا یی ترې و پوښتل چې « سلټن نه تر سترګو کیږي ؟»


هغه د رومیل دزوې خبره کوله بریټا هم ورته په خندا کې ځواب ورکړ :


هغه لا تر اوسه د مدرسې نه دې راستون شوې ….خو ته نن سهار وختې چیرې تللې وې . ماخو تاته سهار نارې تیار کړې اوایښې مې دې …. لمړۍ هغه وخوره ! »


بریټا بلکل لکه د سکه ورندار په څیر ښکاریده . قاسم لا تر اوسه هغې ته کتل او خندل یی . خو په لږ څه نیولي لهجې یی وویل : « ما غوښتل د سهار د عبادت له پاره ایاصوفیاء ته ور شم ،خو چرچ ته په ور رسیدو سره زما اراده بدله شوه . ما له ځانه سره ژمنه وکړه چې تر هغې پورې به دې عبادتځاې ته ور نشم تر څو پورې مې چې دمسلمانانو د هلالي تورې ګواښ مې دهغې څخه نه وي تم کړې …. زما دا خبره ،زما له اړخه یو ډول سوګند و ګڼه .»


بریټا په ډیره حیرانتیا سره قاسم ته کتل . خو قاسم په زړه کې دخندا شین و ، ځکه هغه په یوه غشي دوه ښکاره کړي و . یو خو یی د بریټا پوښتنې ته ځواب ویلې و او بله دا چې دخپله ځانه یی داسې حواله ورکړه چې ددې وروسته هغه د یکشنبی په ورځ هم ددې خلکو سره یوځاې ایاصوفیاء‌ ته د عبادت د تللو څخه خوندی پاته شو . هغه خپل ځان ته افرین ووایه . خوبریټا ورته یوه په زړه پورې خبره وکړه او هغه یی سخت متوجه کړ .


« مورګن ! ستا په کتلو مې ولې زړه شاهدي ورکوی چې زه دې پیژنم »


قاسم سمدلاسه محتاطه شو او په بیړه یی یوه بهانه جوړه کړه « هو! دا خو دومره ستر خبره نه د ه ،مونږ دواړه د یوه ځاې اوسیدونکې یو ، هرومرو به دې په ژوند کې زه چیرې کتلې اوسم .»


بریټا ورته په ژورو سترګو کتل اودهغه ځواب یی اورید. په همدې وخت کې د قاسم په زړه کې یو فکر را وګرزید او دهمغې په اړه یی فکر کول پیل کړل ، هغه په دې فکر کې و چې په ایا صوفیا کې د ورننوتلو او د ایا صوفیا په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره د بريټا څخه کار واخلی . دهمدې فکر په بنسټ یی د بریټا څخه وپوښتل :


« ته خو به ځې راځې …..آیا صوفیاء ته …»


« هو ! زه په اونۍ کې یوځل « دی هولي ارتوډکس چرچ » ته هرو مرو ورځم .»


قاسم ورته یو ځل بیا وویل : « بیا خو به هلته ستا پیژندګلوې هم څوک وي ؟ »


« هو! زه خو هلته څو کسه راهبان پیژنم . بطریق ثاني ،عزتمند ډیمونان سره هم ښه پیژنم ، ډیر مهربانه سړې دې ….. خو که ریښتیا درته ووایم ، دغه پادري خلک زما ښه نه راځي .. زه خو د خداوند یسوع اومسیح عبادت ته ورځم اوکه نه دا مذهبي مشران ، چې مونږ یی خپل مذهبي مشران ګڼو ډیر غلط خلک دي ،په دوې کې مې یواځې عزتمند ډیمونان ډیر خوښ دې ، زه دهغه لیکچر هم اورم . هغه په میاشت کې یوځل لیکچر وکوی ….»


دقاسم له پاره دا خبر د احتیاطه ډک و . بریټا د ډیمونان سره نیک اړیکی درلودل . او ډیمونان قاسم ډیر ښه پيژانده . ځکه دا همغه ابوجعفر و چې په اورنه کې یی شل کاله د مسلمانانو امامت کړې و . اوبیا د قاسم محبت ، مارسي ، یی په زخمې حالت کې دهغه ځایه را تښتولې وه .


دمارسي د رایادیدو سره سم قاسم په زړه ټکان وخوړ او بیا یی د مارسی په اړه فکر پیل کړ . په دې وخت کې بریټا د خوراک د تیارولو له پاره ورغلې وه. اوقاسم په خپلې خونه کې ناست اود یوه کتاب په لوست یی ځان مصروف کړې و خو هغه په حقیقت کې دخپل راتلونکې پلان په اړه فکر کاوه . کله چې بریټا ډوډۍ راوړه نو هغې ترې وپوښتل :


« خو دا دې را ته ونه ویل چې تا ولې په ایاصوفیاء کې زما څخه دکوم پیژندګلو په اړه وپوښتل ؟ »


قاسم لا دپخوا څخه په دې اړه د ځواب د پیدا کولو هڅه کړې وه . هغه ورته وویل چې : « په حقیقت کې زه غواړم خپله یو ارزښتناکه تحفه خپلې کلیسا ته هدیه کړم . خو غواړم چې زما نذارانه هلته دداسې لاسو په واسطه ورسیږی چې ایمانداره اودخداوند یسوع اومسیح ددین ریښتونې پیرو وي ،خوتا راته وویل چې دهغه ځاې ټول راهبان بد دیانته دي …»


«نه ، نه ، ما کله دا ویلې دي ، ما خو ویلي دي چې په هغوې کې یواځې معزز ډیمونان ایمانداره او پاک انسان دې . ما په خپله ددې مقدس جنګ له پاره خپل ډیر قیمتي لاکټ چرچ ته دنذرانې په توګه ورکړې دې . اوهغه مې هم د معزز بطریق ډیمونان په لاسو کې ایښې دې …. حال دا چې هغه لاکټ ماته دخپل ځان څخه هم ډیر محبوب و . ځکه هغه ماته زما یوې ډیرې خوږې ملګرې د نښې په توګه راکړې و . کله چې بریټا دملګرې یادونه وکړه نو دقاسم ذهن سمدلاسه د مریم په لور ولاړ . ځکه چې همغه د بريټا سره په ګاونډي کور کې اوسیدله . د بوسنیا شهزادګۍ حمیرا خو د بوسنیا د جنګ نه وروسته دعباس کور ته ورغلې وه . هغه په زړه کې مسکې و او په همدې فکر کې ډوب چې بريټا ترې وپوښتل:


« لیکن ، ته چرچ ته او دې جنګ ته ،څه نذرانه کول غواړې ….. تا خو هلته د حنګ دګواښ تر پاې ته رسیدو پورې د نه تللو هوډ کړې دې …..راوړه ، ماته یی راکه ، زه به ستا نذرانه هلته ورکړم …زه به یی په خپله دمقدس پلار ډیمونان په لاسو کې ورکړم.»


حالات ډیر په زړه پورې او نازکه شوې و . د قاسم پلان بلکل په سهي توګه پلې کیده . اوس نو هغه د خپلې لارې د نورې هوارۍ له پاره وویل :


« دا خو ډیره ښه خبره ده ، که ته یی له ځانه سره یوسې نو دا خوبه زما له پاره د خوښۍ سبب وګرځي ،ځکه چې ډاګیزه ده چې ته به زما نذرانه دکوم ایمانداره وګړي په لاسو کې ورکړې »


خو قاسم کله چرچ ته نذرانه ورکول غوښتل . دهغه سره کومه تحفه نه وه ….. که ورسره واې نه بیا به یی چرچ ته نذر کړې واې . هغه خو دقسطنطنی دحکومت د کمزوره کولو له پاره راغلې و .


په دې ورځ قاسم د بریټا سره بس همدومره خبرې وکړې . اوبیا یی په دې خبره باندې و ځنډولې چې ، ډیر ژر به خپله قیمتی تحفه را ښکاره کوي . لا تر اوسه قاسم دخپل پلان د پلې کولو له پاره ډیر څه ته اړ و . هغه ددواړو کلیساګانو د متحده غونډی د سبوتاژ کولو له پاره هم دمهرو دبدلولو هڅه کوله . مګر لا تر اوسه دلته نوې و . بیا هم هغه دبریټا په ذهن کې دخپل پلان څه خاکه ورځاې کړه . اوس یی نو هڅه پیل کړه چې بریټا نوره هم په خپل ځان باوري کړي . هغه د رومیل ، بریټا اودهغوې دزوې سره خپل ځان ډیر زیات ورنژدې کړ ، بریټا به اوس قاسم ته د ورور په نامه غږ کاوه . کله به هم چې قاسم د بیرون څخه راغې نو دبریټا او سولټن له پاره به یی نوي نوي کالی اوشیان راوړل . رومیل په وړاندې د قاسم عزت اودرنښت نور هم زیات شو. هغه خو دقاسم نوم په رضاکارانو کې لیکلې و خو قاسم لا تر اوسه دخپلو دندو د اجرا په خاطر هلته نه و ورغلې . قاسم به ویل چې هغه غواړي تر څو ورځو پورې د قسطنطنیی ښار په ښه توګه وویني .


د « ایاصوفیاء » ترمخ د یو وار ګرزیدو وروسته ،قاسم بیا هلته ور نغې . هغه نه غوښتل د پوره تیارۍ نه مخته د ډیمونان سره ټکر وکړي . په دې خاطر یی دخپلو پلانو دپلې کولو له پاره د کلیسا په اړه د نورو زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو هڅې پیل کړې . هغه غوښتل د ایاصوفیاء په داخلي نظام باندې ځان ښه خبر کړي . هغه د بازنطینی ځواکونو دسالار « نوټاراس » د وړتیاو اوکمزورتیا و ،اوارادو څخه سطان ته خبر ورکول غوښتل . اودمحاصرې دمخه یی دښار ددیوال د«سینټ رومانس » دروازه ، دګولډن هارن بندرګاه ، دقسطنطنیی خلکو ته د غذای اونورو موادو د ترسیل لارې چارې ، او ترڅنګ یی په ګولډن هارن کې را ځړول شوې هغه زنځیر هم کتل غوښتل چې دګولډن هارن لاره یی بندولې شوه . هغه د رومیل څخه هم یو ځل دوه د ګولډن هارن ددې عجایبو د کتلو له پاره غوښتنه کړې وه ، اوبیا رومیل هغه په یوې فوځې کشتۍ کې کینولې هم و او ګولډن هارن یی ورته ښوولې و ،کله چې قاسم دغه دیوشکله ستر زنځیر وکوت او دهغې ددواړو سرونو جایزه یی واخسته . نو هغه په دې ناهیلې شو چې دکلابندۍ په وخت کې ددې زنځیر ماتول ناشونې دي . شونی وه چې د «اربان » د توپ دیرش انچه غټه ګولۍ هغه دوړی وړي کړي خو دې ځاې ته د یوه توپ راوړل اوبیا دلته نصبول له یوه سره ناشوني وو . ځکه د اربان توپونه د نقل وحمل له اړخه ډیر ستونزمن و . ان تر دې چې د جنګ په وخت کې دهغوې دیوه ځایه بل ته وړل څه اسانه کار نه و . قاسم د زنجیر دماتولو فکر د زړه نه وویست اوبیرته کورته ستون شو. خو پریکړه یی وکړه چې هغه به په یوه یا دوو ورځو کې لاسته راوړې ټول معلومات سلطان محمدخان ته ورلیږي . خو ددې معلوماتو د لیږدلو له پاره هغه باید تر رومیل کلا پورې تللې وې .


قاسم دسلطان په نامه یو تفصیلي لیک ولیکه ،اوپه ډیره ګړندۍ توګه د رومیل دکلا په لور ورغې ، اوس نو هغه د قسطنطنیی د فوځ یوعسکر و ، هغه هیڅ اندیښنه نه کوله ، هغه د ګولډن هارن لاره پريښوده او دښار د سترې دروازې « سینټ رومانس » له لارې درومیلي کلا په لور ولاړ ، درومیلي کلا د قسطنطنیی څخه پنځه میله لرې وه . قاسم سهار وختي ددې ځایه ولاړ او دغرمې دمخه بیرته راستون شو اوخپل لیکلې تفصیلې لیک یی مصلح الدین اغا ته ور وسپاره .


څو ورځې همداسې په همدې ‌ډول مصروفیاتو کې تیرې شوې ، په دې وختو کې قاسم دبریټاسره دیوه ورور په څیر ډیر ور نژدې شوې و. اوس به نو بریټا په هر ځاې کې د قاسم خبره کوله . اوبیا یی یوه ورځ په ټوکو ټوکو کې قاسم ته وویل :


« پریږده وروره ! ته داسې ورور یی چې تر اوسه د ې ماته هغه تحفه و نه ښودله . تا ویلي و چې زه به هغه تحفه چرچ ته نذرانه کوم . »


قاسم غالبا د همدې خبرې انتظارکا وه . سمدلاسه یی وویل : اوهو ! زما درنې اوخوږې خورې ، دهغې تحفی به څه ارزښت وي ، زه خو په تاباندې خپل ځان هم ځارولې شم . خویوه خبره ده ، اوهغه داچې زه به هغه تحفه هغه وخت چرچ ته نذرانه کړم چې ته به دا دنده په خپل لاس تر سره کوې . ایا داسې شوني نه ده چې مونږ نن یا سبا یا بل کوم وخت معزز ډیمونان ته د خوراک له پاره بلنه ورکړ و . که داسې وکړل شي نو زه به په خپل لاس دا تحفه معزز ډیمونان ته ورکړم . ته خوپوهیږې چې ما ایاصوفیاء ته د نه تللو هوډ کړې دې ، که چیرې ته هغه مقدس پلار کور ته راوبلې نو مونږ به ترې برکتونه هم تر لاسه کړو اوهمغه ته به دمقدس جنګ له پاره تحفې هم نذرانه کړو .


قاسم ددې خبرې کولو سره دا هیله نه درلوده چې همداسې به وشي . خو دبریټا د ځواب په اوریدو سره حیران پاته شو .


« اوهو! ….دا خو دې ډیره پښخه خبره وکړه . ما پخپله د ډیره وخته همدا ډول فکر کاوه چې کوم وخت دغه مقدس پلار خپل کور ته د خوراک له پاره را وبولم . ما د رومیل سره هم خبره کړې وه. خو هغه فوځې دې که نه …. هغه د مذهبی خلکوسره زیاته دلچسپې نه لري …..خو مورګنه ! ته ډیر زیات مذهبي انسان یی …… که داسې نه ده .؟»


دقاسم غشي په نښه لګیدلې و . هغه په زړه کې دخوشحالۍ نه ګوړې ماتولې . اوس نو هغه دخپلې چالاکۍ په واسطه غوښتل ډیمونان دخپلې سوړي نه راوکاږي ، غوښتل یی په کوم ډول د ډیمونان څخه دمارسي د راز پوښتنه وکړي . خو دې کار ډیرې هوښیارتیا ته اړه درلوده . او هغه ته په کار و چې هغه تر هر څه لمړۍ بریټا په ذهني توګه دې کار ته تیاره کړي . نوپه دې اساس یی د ځانه سره پریکړه وکړه چې بریټا ته به د مارسي په اړه ټول څه وایی . ښکاره ده چې هغه بریټا ته دمارسي په اړه همدومره څه ویلي شول چې مارسي نومې یوه نجلۍ دده سره محبت کاوه او ډیمونان په یوه ډول دده څخه لرې کړه او له ځانه سره یی بوتلله . هغه نه غوښتل بريټا ته دډیمونان څخه شکوه او شکایت وکړي ،په دې خاطر یی یوه کوچنۍ قصه له ځانه سره جوړه کړه ….


په حقیقت کې قاسم د ابوجعفر څخه دمارسي د راز د را بربنډیدو وروسته دهغه څخه دانتقام اخستلو په فکر کې و . هغه د ایاصوفیاء دغه دویم ستر بطریق ابوجعفر یا ډیمونان واژه اوبیا یی دهغې تور په رومن کتولیک چرچ باندې ور اچاوه تر څو ددواړو کلیساو تر منځ داختلاف خلیج نور هم زیات کړل شي . په دې خاطر یی فکر کاوه چې تر هر څه لمړۍ بریټا په سهي لاره روانه کړي . هغه دمارسي په اړه یوه دردناکه قصه جوړه کړه . او فکر یی کاوه چې څه ډول یی بریټا ته واوروي ، په همدې وخت کې ترې بریټا وپوښتل :


« تا خو تر اوسه پورې هغه تحفه ماته و نه ښووله . اخر هغه څه ډول تحفه ده چې ته یی له ماڅخه پټوې .»


قاسم به څه ویلې وې .دهغه سره هیڅ ډول تحفه نه وه . خوبریټایی په دې خبره خاموشه کړه چې « هو، هو ، هرومرو به یی درته وښایم . خو دهغې د ښوولو نه مخته زه درته یوه په زړه پورې قصه اورول غواړم . اودا زما دخپل ژوند قصه ده .


بریټا سمدلاسه په یوه لمڅې کیناسته . اوسترګې یی په پوره دلچسپۍ سره په قاسم ور ونښتې او ورته یی وویل : « هرو مرو یی راته واوروه . زه به ستا دقصې په اوریدلو ډیره خوشحاله شم .»


خو قاسم د خپلې جوړې کړل شوې قصې د اورول نه مخته ډیمونان ته د بلنې دورکولو خبره پښخول غوښتل . هغه دبریټا سترګو ته وکتل او ورته یی وویل چې زه خپله قصه هغه وخت درته اوروم چې ته به همدا نن د مقدس پلار د بلنې کار سرته رسوي .»


بریټا دهغه دخبرې سره موافقه شوه اوپه همدې ورځ یی ایا صوفیا ته د تللو اراده وکړه ، د تللو دمخه قاسم هغه تم کړه او ورته یی وویل : « ګوره ، چې ته اوس دمقدس پلار تر مخه زما یادونه و نه کړې . زه غواړم چې دهغه سره د مخکني تعارف پرته ووینم . »


بریټا سمدلاسه و دریده او د قاسم په لور یی په حیرانتیا سره وکتل . « مورګن ! څه خبره ده ؟ ….ته خو نن ډیر پراسراره شانته خبرې کوې . اول خو دې ماته هغه تحفه و نه ښووله ،بیا دې غوښتل خپله قصه دې راته واوروې ، هغه دې هم راته وا نه وروله ، او اوس ته دخپل نوم د پتولو خبره هم کوې .. را ته ووایه ، چې په زړه کې دې څه دي . زه ستا سره هر ډول تعاون ته تیاره یم . ته خو پوهیږې چې زه بل ورور نه لرم او تا دخپل کشر ورور په څیر پیژنم . ستا د نوم د یادولو پرته به زه هغه ته څنګه بلنه ورکړم . ته غواړی هغه ته د چرچ قیمتي تحفه نذر کړې او د همغې په خاطر خو زه دغه مقدس پلار ته د بلنې د ورکولو له پاره ورځم . »


قاسم په ډیره بده توګه را نښتې و . هغه نه غوښتل چې بريتا د ډیمونان سره هغه د یو اجنبي میلمه په څیر یاد کړې ،هغه د ابوجعفر دشیطاني ذهن څخه پوره خبر و . نو که د جنګ په ورځو کې کوم اجنبی شخص ابوجعفر ته دمیلمستیا بلنه ورکړي نو هغه ته به هرومرو په دالو کې څه تور والې تر سترګو شي . په دې اساس قاسم دبریټا څخه وپوښتل :


« نو ته به بیا …..ته به څه ډول ما هغه ته ور وپیژنې ؟ »


« دخپل ورور په څیر …. خو زه به ستا دشان د پورته والي په خاطر هغه ته خامخا دا ووایم چې ته ډیر شتمن او رئیس شخصیت یی . »


قاسم د بریټا په دغه ساده فکر باندې و خندل اوهغې ته یی دتللو له پاره اجازه ورکړه . هغه چې په خپل ذهن کې کوم پلان جوړ کړې و دهغې پلې کول پیل شوي و .


دبریټا دراتلو دمخه دهغه زوې « سلطان مراد » راغې . قاسم ورسره لوبې پیل کړې ، یوساعت وروسته چې بریټا بیرته راستنه شوه نو د ورایه په خندا وه ، کله چې ترې قاسم دهغې دخندا علت وپوښت نو هغې ورته وویل :


« زمونږه بلنه ومنل شوه … د رومیل څخه ما لا دپخوا څخه اجازه اخستې وه . مقدس پلار به زمونږ په بلنه سبا شپه زمونږ سره د ډوډۍ خوړلو له پاره تشریف راوړي .»


قاسم هیله نه درلوده چې ډیمونان به دومره ژر دغه بلنه و مني . هغه داسې انګیرله چې هغه به دخپلو مصروفیاتو له مخې دې بلنې ته څو ورځې وروسته وخت ټاکي . اوس نو چې قاسم څه کول غوښتل باید ډیر ژر یی تر سره کړې وې . هغه سمدلاسه خپلې کوټې ته ولاړ او دخپل سامان څخه یی څه قیمتي اشرفۍ را وویستلې ، اوپه یوه کڅوړه کې یی واچولې اوبریټا ته یی د ورکولو له پاره راوړې .


« واخله خورې ! …. مقدس پلار ته ما بلنه ورکړې ده اوپه دې بلنې باندې به ټول مصارف هم زه ورکوم .» قاسم ډیره هڅه وکړه چې بریټا هغه اشرفۍ واخلي خو بریټا ېې داخستلو څخه انکار وکړ او ورته یی وویل : « مونږ ته خجالت مه راکوه …. مونږ تا دد ې کور یوغړې او زه دې خپل ورور ګڼم . ته دا اشرفۍ دخپله ځانه سره کیږده . »


قاسم هغه اشرفۍ بیرته واخستې او په ډیرې محتاطې لهجې سره یی بریټا ته وویل : « اوس زه تیار یم چې تاته خپله قصه واوروم . که ته یی مناسبه وګڼی نوزه به درته دخپل زړه راز ووایم . زما قصه ډیره په زړه پورې هم ده او دردناکه هم ….»


قاسم قصدا دغسې تجسس پیدا کول غوښتل . د بریټا زوې بیرون په انګړ کې لوبې کولې اوقاسم دبریټا سره په برنډه کې په یوې لوېې چوکۍ ناست و، د قاسم د تجسس نه ډکې لهجې دبریټا په زړه پورې والې نور هم ورزیات کړې و . دهغه زړه درزیده او له ځانه سره په دې فکر کې وه چې : خداې خبر مورګن یعنې قاسم به هغه ته د څه قصه کوي … په دې خاطر یی قاسم ته وویل :


« هو ، هو ، …… ولې نه …… ته ولې د دومره تکلف نه کار اخلې ؟ زه په پوره غور سره ستا قصه اوریدل غواړم .»


قاسم بریټا ته په ډیره مینه وکتل اوبیا یی ورته وویل : « خورې ! اصلا خبره څه دا ډول ده چې ما ته یی ستا تر مخ ویل د شرم احساس راپیدا کوي ….»


کله چې قاسم د خپلې درواغو د قصې دپیل کیدو دمخه دشرمیدو نوې اداکاري وکړه نو بریټا ورته په زوره زوره وخندل : « اوهو هو ! ته خو شرمیږې …. داسې څه خبره شوې ده چې ته پرې شرمیږې ؟ ….داسې بریښې چې زما د ورور په زړه کې کومه ماجبینه پټه شوې ده …»


بریټا دقاسم دهیلو سره سم خبره کړې وه . قاسم خپل سر د شرم څخه ټیټ کړ او بیا یی په همدې لهجه باندې وویل : « تا سهي درک کړې ده …. ریښتیا هم ما د یوې البانوی پیغلې مارسي سره ډیره مینه درلوده ، دا پیغله نه یواځې ښایسته او حسینه وه بلکه ډیره ذهینه او د پوهې خاونده هم وه … خو هغه زما څخه جدا کړل شوې ده …… اوس به ته ډیره حیرانه شې چې درته ووایم چې ستا همدې مقدس پلار ډیمونان هغه له ماڅخه را جدا کړې ده ……»


قاسم د خبرو په دوران کې لږ څه تم شو ،ځکه چې بریټا دحیرانتیا څخه ټوپ کړ اوپه لږ څه لوړ اواز یی وویل :


« اوهو هو! …. داسې بریښي چې ته مقدس پلار دمخکې نه پیژنې …. دا خو ډیره بده خبره وشوه … ته خو ما هغه ته دخپل ورور په څیر ورپیژندلې یی …اوس چې هغه له تاسره وویني ، نوتابه وپیژني .. نو زه به هغه ته له تاسره د خپلې خپلولۍ کومه پیژندګلوي وړاندې کوم ….»


خو قاسم هغه تسلي ورکوله او ورته یی وویل : « بریټا خورې ! ته مه اندیښمنه کیږه …. ته خو زما د قصې د اوریدو دمخه وویریدې . اول خو ته زما خبره واوره …… ډیمونان خو ماپیژنې خو دومره مې نه پیژنې چې زما هم مه خور لڼه شته او که نه . هغه دخپلولۍ اړیکې چې تا ښوولې هغه په خپل ځاې سهي دي .»


« خو که چیرې تا ډیمونان د پخوا څخه پیژنده نو زه دې دهغه دبلنې نه مخته ولې بې خبره پریښوم » زه خو درته همدا خبره کوم … شاید چې تاته به معلومه وي چې دویم بطریق اعظم نژدې اوه کاله مخته د « اورنې ، ابانیی او بوسنیا » په سیمو کې اوسیدلې دې ، دا دهغو ورځو خبره ده چې هغه په البانیه کې اوسیده او زه هم هملته وم. هلته ماته د یوې شاهي کنیزې مارتها د لور مارسي سره مینه پیدا شوه ، خو فادر ډیمونان د الباني پادشاه سکندر بیګ له پاره هغه له ما څخه یوړه . اودهغې مور مظلومه یی ووژله . خو مارسی د سکندربیګ خواته هم نه ده ور رسیدلې ، بلکه بې درکه شوې ده . دهغه وخته راهیسې اوه کاله تیر شوي دي اوزه یی په لټه کې یم . زه په حقیقت کې قسطنطنیی ته دهمدې له پاره راغلې یم ، فادر ډیمونان ما ډیر ښه پیژنی ،په دې خاطر زه نه غواړم دهغه مخې ته ورشم . زه غواړم چې ته په خپله خوښه دهغه څخه په دې اړه پوښتنه وکړې او دمارسي د درک د مالومولو هڅه وکړي ….بریټا ، ته خو زما خور یی . اوخویندې د ورونو له پاره هر راز قرباني ورکوي ….»


بریټا دقاسم خبرې په ډیر غور سره اوریدې . کله چې خبره پاې ته ورسیده نو هغې یو دم وویل :« واخله ….دا کومه ستونزمنه خبره ده …. ته داسې پلانونه جوړوې …زه به نیغ په نیغه د فادر ډیمونان څخه وپوښتم چې مارسی چیرې ده ،که چیرې فادر ته معلومه وي نو هرو مرو به یی ووایی …»


قاسم دبریټا په سادګۍ باندې وخندل ،ځکه د ډیمونان دذهن څخه خبره ویستل اسانه کار نه و،هماغه و چې قاسم دخپل ځانه جوړه شوی قصه د اول نه تر اخره پورې بریټا ته واوروله . په دې قصه کې داسې ډیر ځایونه هم راغلل چې د بریټا دسترګو نه ورته اوښکې ولاړې . دقصې ټول مقصد همغه و چې قاسم مخته بیان کړې و . خو جزئیات او تفصیل یی ډیر په زړه پورې و . اوبریټا په ډیره دلچسپۍ سره هغه اوریده . قاسم هغې ته دا تأثر ورکړ چې هغه ته د ډیمونان کړچار مشکوک تر سترګو کیږي ..اوپه ډیره سنجول شوي توګه یی وویل :


« سهي ده . زه ستا په ټوله خبره وپوهیدم .اوستا له پاره دهر څه کولو ته تیاره یم . خو په یوه خبره مې لا تر اوسه سر خلاص شوې نه دې چې زه د فادر تر مخه مارسي څه ډول را یاده کړم . اودهغه څخه حقیقت را وسپړم ……اوته به څه کوې ؟ …ایا ته په دې دعوت کې ګډون نه کوې ؟ که ګډون ونه کړې نوخبره به ټوله خرابه شي ….»


دبریټا پوښتنې په خپل ځاې سهي وې ، همغه و چې قاسم هم ورته ځوابونه وویل : « بریټا ، خورې ! ته ولې اندیښنه کوې .. زه به دډیمونان نه تر هغه وخته پورې پټ پاته شم ، ترڅو چې تا ترې د مارسی په اړه خبره نه وي را ویستلي . کله چې هغه دمارسي په اړه خبره وکړي ،زه به هم مخته راشم او په دعوت کې به ګډون وکړم اوخپله خاص تحفه به هم چرچ ته نذرانه کړم . زه ډاډمن یم چې هغه وخت به تاسې ټول زما ددې تحفې په کتلو سره حیران پاته شئ . پاته دا شوه چې ته به څه ډول د فادر ډیمونان تر مخه د مارسي خبره راو سپړې ….. نو واوره !…»


دا دخبرو هغه ځاې دې چې قاسم یی د ډیره وخته راهیسې انتظار کاوه . اودهمدې فکر په بنسټ یی ډیمونان ته د خوراک بلنه ورکړې وه . قاسم په خپلوکالیو کې لاس ور ننویست . یوه ډیره ښکلې ګوته یی راوویسته . چې په شنه غاړه یی د صلیب نښه کندل شوې وه ….. دا هغه ګوته وه چې مارتها خپلې لور مارسی ته ورکړې وه . اومارسي بیا په خپلې اخري لیدنه کې هغه ګوته قاسم ته ورکړې وه . قاسم دا ګوته بریټا ته ورکړه او په پلټونکي لهجې یی ورته وویل :


بریټا خورې ! دا ګوته ماته مارسی پخپله راکړې وه،دا دهغې دمور مارتها ګوته ده . خو اوس به دا ته په ګوته کوې . کله چې ته د فادر ډیمونان تر مخه کینې نو هغه به ددې ګوتې په کتلو سره هرو مرو له تا څخه پوښتي ، خو ته دا یاد لره چې ته به ددې ګوتې په اړه هغه ته څه ځواب ورکوې .


قاسم چې خبره بس کړه . نوبریټا ترې په ډیرې پلټونکې لهجې سره وپوښتل : « هو ! ….راته ویی وایه چې زه به د فادر ډیمونان تر مخه ددې ګوتې په اړه څه وایم ؟»


اوس نو قاسم بریټا ته وویل : ته به فادر ډیمونان ته وایی چې دا ګوته ما د قسطنطنیی په بازار کې اخستې ده …. کله چې فادر ډیمونان ته دا محسوس شي چې دا ګوته ستا تر سترګو دومره ارزښتناکه نه ده او ته یی د قصې څخه بلکل بې خبره یی ،نوزه ډاډمن یم چې هغه به له تاڅخه دا ګوته وغواړي …ته بې شکه هغه ته ګوته ورکړه …. په دې توګه به هغه لمړۍ په خپله تاته دمارسي په اړه بیان وکړي اوکه هغه بیان ونه کړ نوبیا به هم مونږ زیان نه وې کړي ،ځکه چې مارسی ژوندۍ ده او فادر ډیمونان ته دهغې په اړه پوره پوره معلومات شته . هغه به دا ګوته هرومرو مارسي ته ور رسوي ، په دې توګه به مارسی ته هم ډاګیزه شي چې ګوته دکومه ځایه راغلې او څه ډول دې ته بیرته را رسیدلې ده …..او که ته غواړې نو د ګوتې د ورکولو دمخه په فادر باندې دا شرط ولګوه چې ددې ګوتې په اړه درته قصه وکړي ….


داخو نیغه خبره ده …..نه ستونزمنه او نه نغښتې …..ایا داسې کولې شې ؟ زه ډاډمن یم چې هغه به هرو مرو څه ووایی . اوزه به یی ددغې دریچې څخه د اوریدلو هڅه وکړم ….اویا به یی وروسته له تا څخه وپوښتم .


قاسم په دې پوهیده چې ډیمونان د چې د کوچني والي څخه د مارسی کورته راته او دمارتها سره یی ډیر ژور اړیکي درلودل نو هرو مرو به دمارتها داګوته وپیژني . اوکله چې بریټا په دې اړه خپله بې خبرې څرګنده کړي او ورته ووایی چې دا ګوته یی په بازار کې رانیولې ده . نو هغه به حیران پاته شي او که چیرې تر اوسه پورې یی د مارسي سره اړیکي وجود ولري نو په ډاډمنه توګه به د ا ګوته مارسي ته د ورښولو له پاره تر لاسه کړي … اوهمدا به هغه وخت وي چې بریټا ترې د مارسی په اړه خبره را برسیره کړي . اوس نو بریټا هم په دې مسئله کې ډیره دلچسپې پیدا کړې وه ، هغه په ټول پلان پوه شوې وه اودقاسم سره یی د پوره کومک لاس ورکړې و .


د بلې ورځې دشپې پور ې وخت په قاسم باندې ډیر سخت تیر شو ، نن رومیل هم دهمدې دعوت په خاطر کورته وختی راغلې و . بریټا هم د ډیمونان دخوراک له پاره تر ټولو ښه غذا تیار کړې وه .تر څنګ یی دمقدس پلار د راتلو په خاطر خپل کور هم ډیر ښایسته کړې و ، هغه د ډیمونان د ناستې له پاره په هغه خونه کې ځاې جوړ کړ چې په ترڅنګ کمره کې یی د ډیمونان خبرې په ډیره ښه توګه اوریدل کیداې شوې. ځکه په منځنې دیوال کې د لرګي یوه دروازه وه اوهغې قاسم ته ددې دروازې په اړه ویلي و . قاسم هم پوره ډاډمن شوې و چې بریټا ورسره پوره مرستې ته ملا تړلې ده .



پرلپسی لري …..