کور / تازه خبرونه / طالبانو د ماشومانو د خوشې کېدلو پرېکړه وکړه.

طالبانو د ماشومانو د خوشې کېدلو پرېکړه وکړه.

پېښور: له باجوړ څخه نيول شوو پنځه دېرشو ماشومانو څخه د پنځه ويشتو د خوشې کېدلو امکانات پيدا شوي دي، د کوچني اختر په ورځ د باجوړ په ايجنسۍ کې په تېروتنې يو شمېر ماشومان د افغانستان پولې ته ننوتي وو چې د طالبانو لخوا ونيول شول او بيا يې پړه هم طالبانو منلې، اوس د طالبانو مرکزي شورا په غونډه کې پرېکړه کړې چې دغه ماشومان پرېږدي.