کور / تازه خبرونه / کويټه کې دوه ځانمرګي بريدونه، ٢٠ مړه، څلوېښت ټپيان

کويټه کې دوه ځانمرګي بريدونه، ٢٠ مړه، څلوېښت ټپيان

کويټه: د جيو خبري چينل د خبر له مخې په کويټه کې د سول لاينز سيمه کې کمشنر دفتر ته نږدې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې له امله يې شل کسان وژل شوي او څلويښت ټپيان دي، د پوليسو د عملياتو مشر حامد شکيل څرگنده کړې چې يو ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر د ايف سي د چارواکو له موټر سره وجنگاوه او دويم ځانمرګي بريد کوونکي ډزې وکړې، بريدکوونکي کوشش کولو چې د ډى آى جي ايف سي کور ته داخل شي، په دواړو بريدونو کې د دريو ايف سي چارواکو په ګډون شل کسان وژل شوي او څلويښت ټپيان دي، ټپيان روغتون ته رسول شوي، په روغتونونو کې بيړني حالات پلي شوي او د نږديو کورونو شيشې هم ماتې شوي دي، د يادونې وړ ده چې په دغه بريدونو کې له سلو کيلو ګرامو زيات چاودېدونکي مواد کارول شوي دي، په بريدونو کې د ايف سي ډى آيى جي فرخ شهزاد ميرمن او کرنل خالد هم وژل شوي.