کور / تازه خبرونه / شرق تلويزيون دسټيلايټ له لارې نړيوال شو

شرق تلويزيون دسټيلايټ له لارې نړيوال شو

يادښت: دغه خبر د برېښناليک له لارې رارسېدلى دى
د اختر په رارسېدو سره تلويزيونونه د اختر لپاره شوګانې او پروګرامونه ريکارډ کوي چې بيا يې د اختر په ورځ خپاره کړي. په کې د پښتو تلويزيونونه هم له چا نه وروسته نه دي.
شرق تلويزيون چې د نن نه دوه کاله مخکې منځ ته راغلى دى خو هغه مهال سيمه ايز وو او اوس د سټيلائټ له لارې نړيوال شو
شرق تلويزيون خپله اولنۍ شو د پېښور په يو هوټل کې وکړه.
د انجينئر شفيق الله شايق له خوا دا شو د ذولفقار قرېشي په هدايت کې وشوه. د کوربنو چارې عابد ګمرياني او عينىٰ ترسره کړې.
د پېښور راډيو ډايريکټر ښاغلي لايق زاده لايق ټولو ته د اختر مبارکي ورکړه او د شرق تلويزيون په سټيلائټ کېدو يې خپله خوښي ښکاره کړه. ده وويل چې دا د ډېرې خوشحالۍ مقام دى چې د پښتو يو بل چېنل زيات شو، دې سره به ارټسټانو ته هم ښه کار او زيات کار پېدا شي.
ممثيل طارق جمال، سندرغاړي ګلزار عالم او عابد حسېن هم شرق تلويزيون ته مبارکي ورکړه او ډېره خوشحالي يې څرګنده کړه.
په دې موقعه د شرق نېټورک نوي سيريال “د رڼا په لور” پرومو هم وښودل شوه چې هدايتکار يې ذولفقار قرېشي او کيسه ليکونکى يې سيد امرالله اميد دى.
امنا، معصومه خان، طارق حسېن باچا، سمېره اقبال، عروج مومند، ګلزار عالم، ماسټر علي حېدر، حشمت سحر، جواد حسېن، سلمى ناز، نور جهان، يمي خان، ارشد اپريدي، سېف خان، عمران خان، خوشحال حېدر او عدل محمد خټک په خپلو ښکلو اوازونو کې سندرې زمزمه کړې چې محفل ته يې ښکلا وبخښله.
ريما، منيبه، زردار بلبل، جهانګير عادل، عزېر شېرپاؤ، او سراج اکبر هم ښکلى پرفارمنس ورکړو او په خاکو يې راغلي مېلمانه ښه وخندول.
په اخر کې هدايتکار ذولفقار قرېشي د راغلو مېلمنو (ممثيلينو، سندرغاړو، خبريالانو) نه مننه وکړه.