کور / تازه خبرونه / پېښور کې امنيتي چمتو والى کلک شوى.

پېښور کې امنيتي چمتو والى کلک شوى.

پېښور: په پېښور کې پوليسو امنيتي چمتو والى کلک کړى او په لويو لارو پوليس خپل سرتيري ځاى په ځاى کړي او د موټرو لټون روان دى، داسې اوازې خورې شوي چې پېښور ته چاودېدونکي مواد را ننويستل شوي او پوليسو امنيتي چمتو والى کلک کړى، دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سپتمبر شپږمه د پاکستان د دفاع ورځ په نامه لمانځل کېده او حساسې لارې په بشپړ ډول شوې وې او نن هم حساسې لارې بندې دي او د سپرليو موټرې پرې تګ راتګ نه کوي.