کور / هراړخیز / افغانستان د غازي امان الله خان په دوره كې _ شپږمه برخه

افغانستان د غازي امان الله خان په دوره كې _ شپږمه برخه

(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)

لومړى څپركى:


شپږمه برخه:ددې تحقيقي لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولئ


ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)


ژباړه: جاويد واك


په افغانستان كې د ديني كړيو رول (1839 _ 1880)


په افغانستان كې د سياسي ثبات نشتون او د هغې په ټپه درېدل د دې سبب شو، چې د نولسمې پېړۍ په لومړيو دريو لسيزو كې د ديني او مذهبي كړيو د نفوذ ساحه په پر له پسې توګه پراخه شي .


د دې تر څنګ د درانيانو د باچاهۍ جرړې د تيمورشاه له مرګه وروسته(1793) په وچيدو شوې. د قدرت پر سر د ۲۶ ورونو جګړه او كش ماكش د دې سبب شو، چې دراني شاهي د زوال پر لور حركت وكړي.د څه كم ۳۴ كلونو په اوږدو كې څلور باچايان بدل رابدل شول، سياسي مشري له شاه زمان څخه شاه محمود ته،له شاه محمود څخه شاه شجاع ته او له شاه شجاع څخه بېرته شاه محمود ته ولېږدول شوه، چې د همدغو تبديليو له امله سلطنت د سدوزيو له كورنۍ څخه د باركزيو كورنۍ ته، چې د درانيانو يوه بله پښه وه، انتقال وموند.


نو ويلاى شو چې د سدوزيو او محمد زيو تر منځ د ځاى نيونې او قدرت طلبۍ جګړو ديني كړيو او قبايلي مشرانو ته دا فرصت په لاس وركړ، چې د خپل قدرت او نفوذ ساحه پراخه كړي.


له بلې خوا د سدوزيانو په قلمرو كې د سياسي ثبات او استقرار نشتون هم ددې سبب وګرځېد، چې يو شمېر ديني كړۍ او مشران، چې د وخت د نظام له خوايې ملاتړ كېده، د نظام د بدنامۍ او را نسكورېدو په لټه كې شي.


په هماغو وختونو كې به په پر له پسې توګه له ديني رهبرانوڅخه غوښتنه كېدله، چې د باچايانو سياسي واك ته مشروعيت وركړي. نو ځكه شاهي غوښتونكي تل د ديني كړيو د جذب او خپلولو په لټه كې وه، غوښتل يې د هغوى په وسيله خپلو موخو ته ځان ورسوي او په دې توګه په خپلو دښمنانو پياوړي شي.


د بېلګې په ډول: د قدرت لېږد د سدوزيانو له كورنۍ څخه د محمدزيانو كورنۍ ته او د امير دوست محمد خان امارت په 1834 زېږديز كال كې د يو ديني عالم ميرحاجي لخوا چې د مشهور ديني عالم مير واعظ زوى وو، د عيدګاه په جامع جومات كې تاييد شو. ۵۴


همد راز د امير شېرعلي خان د كونډې(شمس جهان) غوښتنه له ملا مشك عالم څخه په داسې حال كې چې د افغان _ انګرېز جګړه روانه وه. له ملا مشك عالم څخه غوښتل شوي وو، چې د هغې تبعيدي زوى محمد يعقوب خان او يا يې هم لمسى موسى جان د سلطنت كرسۍ ته ورسوي. ۵۵


معمولا د تاج اېښودنې او دستار بندۍ مراسم به د يو يا دوه تنو سترو ديني عالمانو لخوا هغه وخت تر سره كېدل، چې چا به د شاهۍ اعلان وكړ. دا كار د ياد باچا د مشروعيت د رسميت پېژندلو لپاره تر سره كېده.


مراسم په دې ډول وو، چې ديني عالم به يوه سپينه لونګۍ د شاه پر سر تاووله، له هغه وروسته به يې د قران څو ايتونه لوستل او بيا به ياد ديني رهبر د قران مجيد يوه نسخه هم شاه ته ډالۍ كوله.


د دې كار مانا داوه، چې نوي امير به تعهد كولو، چې د همدې كتاب د ارشاداتو او لار ښوونو مطابق به د خپل حكومت پاليسي جوړوي.


د تېمورشاه زوى او د هغه لومړني ځايناستي، شاه زمان د خپلې شاهۍ د د ستار بندۍ مراسم، چې انتظار كېده د دربار د څو تنو ديني عالمانو لخوابه تر سره شي، وځنډول.


خو دى مجبور وو، چې د خپل حكومت د مشروعيت پيدا كېدولپاره د ديني مشرانو ملاتړ تر لاسه كړي، هماغه وو چې يوه شپه يې په پياده پښو ځان د شاه صفي الله مجددي كورته ورساوه،د هغه لخوا يې د شاهۍ دستار بندي وشوه او په دې توګه يې د سلطنت غوښتونكو رقيبانو پر وړاندې خپل موقف پياوړى كړ.


له سلطنت څخه د ديني مشرانو د ملاتړ اړينوالي د امير عبدالرحمن خان تر پاچاهۍ پورې دوام وكړ او وروسته له 1880زېږديز څڅه بيا دغه دستور پيكه غوندې شو. ۵۶


د بهرني يرغل پر وړاندې د ديني كړيو مقاومت:


د نولسمې ميلادي پېړۍ په اوږدو كې، افغانستان په اسيا كې دسياسي لوبو پر ستر ميدان بدل شوى وو. په اتلسمې ميلادي پېړۍ كې لويې برېتانا د هند نيمه قاره تر خپلې ولكې لاندې راوسته او په 1779 زېږديز كې د پاريس د تړون پر اساس د انګرېزانو د حاكميت حق په رسميت وپېژندل شو.


د نولسمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه كې كله، چې انګرېزان په هند كې د خپل قدرت د ټينګولو په حال كې وو، روسان د خپل هيواد جنوب لور ته د قدرت د پراخېدو په لټه كې شول.


روسانو په منځنۍ اسيا كې سر كشه كړۍ وځپلې او خپل واك يې د ايران تر شمالي څنډو پورې پراخ كړ. جنوب لورته د روسانو چټك پرمختګونه په هندوستان كې د انګرېزي امپرطورۍ امنيت ته د يو ګواښ په توګه را څرګند شول او انګرېزان يې سخت وارخطا كړل.


په سيمه كې د هند د دروازې په توګه د افغانستان موقعيت د دې سبب وګرځېد، چې دغه هيواد دې په لسګونه كلونه د انګريزي سياستونو په اور كې وسوځي، ان تر دې چې انګرېزانو پر دغه هيواد نظامي يرغل وكړ او بالاخره دغه هيواد د افغان _ انګرېز د جګړو ډګر وګرځېد.


فرخ مهدي په خپل كتاب (تاريخ سياسي افغانستان) كې ليكي: د انګريزي ښكېلاك پر وړاندې په مبارزه كې د افغانانو هرې قومي كړۍ په مېړانه ګډون كړى دى او دې جګړو ته به ټول افغانان په يوه غږ ور وتل. نوموړى وړاندې ليكي: (د انګريزانو پر وړاندې جګړه شورش نه وو، چې يو ځانګړى قوم يا ځانګړې ډله دې هغه را منځته كړي بلكې په دغو جنګونو كې د افغاني ټولنې د هرې برخې اوسېدونكو په ډېرې مېړانې سره ګډون وكړ او په زرګونه شهيدان او معلولين يې وركړل. په واقعيت كې د افغانستان هره دښته او هره كوڅه د جهاد او مبارزې ميدان وو او هره برخه يې د انګريزي ښكيلاك ګرو لپاره هديره ګرځېدلې وه.له اويا كلنو سپين ږيرو نيولې تر پنځلس كلنو تنكيو ځوانانو په دغو جګړو كې ګډون كړى او شهيدان شوي دي ان تر دې چې اتلو مسلمانواو افغانو ښځو هم په ډېر جرات او مېړانې سره په دغه مبارزه كې ګډون كړى او د ښكيلاكګرو په وړاندې يې خپل غږ پورته كړى دى.) (۵۷)


افغاني روحاني او ديني كړيو په ځانګړي ډول د افغان _ انګرېز په لومړي جنګ كې فعاله ونډه درلوده. هغوى هم په جګړه كې برخه اخيسته او هم يې د رهبرانو په حيث جهاد ته د خلكو د راجلبولو په برخه كې پراخې هڅې كولې. دوى د افغان مبارزينو مشري په غاړه درلوده او په واقعيت كې يې د انګرېز پر وړاندې د افغانانو د بېلابېلو غصه ناكو ډلو د يو ځاى كېدو وياړ هم خپل كړ. د پورتنيو اسنادو پر اساس ويلى شو، چې په نولسمه او د شلمې ميلادي پېړۍ په پيل كې جهاد ته رابلل او د بهرني يرغل پر وړاندې مبارزه يوازينۍ هغه لار وه، چې د هيواد د ځمكنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه كې ډېره اغېزمنه تمامه شوه او هم له همدې لارې افغانانو وكولى شول، چې خپل كلتور او عنعنات وساتي.


د افغان _ انګرېز لومړۍ جګړه (1838_ 1842)


نور بيا…


لمنليكونه


54 _ Mohan Lal, Life of the Amir Dost Mohammad of Kabul, 1: 168-69; j.p. Ferrier, 203.


55_ Hensman, The Afghan War of 1879-80, 264.


56 _ پوپلزائي، درت الزمان في تاريخ شاه زمان،.22-23


_ 57مهدي فرخ، تاريخ سياسي افغانستان، .32