کور / تازه خبرونه / په خيبر پښتونخوا کې ښوونيز کال پيل شو.

په خيبر پښتونخوا کې ښوونيز کال پيل شو.

پېښور: په خيبر پښتونخوا کې يو شمېر افغان ښوونځي د افغان بچيانو په روزنې بوخت دي چې د وږي په پنځلسمه نوى ښوونيز کال پيل کړو، په دې اړه د خوشحال خان په ليسه کې غونډه وشوه چې پکې د پېښور په کونسلګرۍ کې د پوهنې د څانګې مشر عبدالغني هدايت د زنګ په وهلو نوى ښوونيز کال پيل کړو، خو افغانان د هجرت په دې ديار کې د يو لړ ښوونيزو ستونزو سره مخ دي، د افغان ليسو چارواکي د کتابونو او د ښوونکو د نه شتون ستونزې يادوي او ځينې بيا په افغان ليسو نيوکې کوي چې د سوداګرۍ او تجارت يو کاروبار يې پيل کړى او تش په نوم ښوونځي دي، په ځينو ښوونځيو کې لا زده کوونکي نشته او اداري چارواکو يې په ادارو کې د نوم ليکنې لستونه پيل کړي دي، په ځينې ليسو کې چارواکو خپل خپلوان د ښوونکو په دندو ګمارلي دي، او د ښوونې په اصولو نه دي خبر، په لومړنيو ښوونځيو کې هم ښوونکي کاري وړتيا نه لري، د پوهنې چارواکي بايد د دغو ليسو د خپلسريو مخه ونيسي.