کور / تازه خبرونه / افضل خان لالا د پښتنو د ملي جرگې د راغوښتلو هوډ څرګند کړو.

افضل خان لالا د پښتنو د ملي جرگې د راغوښتلو هوډ څرګند کړو.

پېښور: د عوامي نيشنل ګوند يو مشر او ملت پال سياسي چارواکي افضل خان لالا د پېښور په پريس کلب کې يوې خبري غونډې ته د وينا په وخت وويل چې د پښتنو د پايښت لپاره د ملي جرګې جوړښت زيات اړين دى، ټول پښتانه سياسي، مذهبي ګوندونه بايد په دغه ملي جرګه کې برخه واخلي او په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره خپل رول ولوبوي، نوموړي دا هم وويل که طالبان له وسله والې مبارزې لاس واخلي دغه ملي جرګې ته غوښتل کيداى شي، نوموړي دا هم وويل چې دغه ملي جرګه بايد په پېښور، کويټې، کندهار، جلال آباد او کابل کې جوړه شي او په دې جرگه کې بايد د پاکستان، افغانستان او امريکا استاذي هم برخه واخلي، نوموړي دا هم وويل چې په سوات کې د طالبانو سره تړون ځکه ناکام شو چې هغه له افراسياب خټک او ميا افتخار حسين سره شوى ؤ چې د سوات اوسيدونکي نه وو، کراچۍ د پښتنو لوى ښار دى او دا مهال په کراچۍ کې د هدفي وژنو له امله اتيا فيصده پښتانه وژل شوي او د ستر ځواک په جنګ کې تر دې مهاله دېرش لکه پښتانه وژل شوي دي، افضل خان لالا زياته کړې چې ملي جرګه د پښتون قوم جرګه ده، د کوم ګوند يا شخصيت نه ده، له دې لپاره د وخت غوښتنه ده چې ټول پښتانه سياسي او مذهبي مشران يو موټى شي او د پښتنو دپايښت او په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره خپل رول ولوبوي، نوموړي دا هم وويل چې ډېر ژر به دغه ملي جرګه راوغواړي.