کور / هراړخیز / دپښتوژبی یوبل څراغ مړسؤ

دپښتوژبی یوبل څراغ مړسؤ

محمد نادر آیوبې کندهارې په حق ورسیدي


دکأئناتوپر مالیک ،لوی اومهربانه الله دې سپارم                         
زما دناستې او ولاړي آشنا  زما دمجلس او د رازونو آشنا ګوره ته خو را څخه ولاړي مګر زه دلته تنها پاته سوم .
جنتونه درته غواړم آشنا 
          


ګرانو وطنوالو: موږ او تاسي ته خو ښه خپل هیواد وال په خاص ډول پښتانه معلوم دي. په ژوندونې دخپلو مشرانو،پوهانو،علمانو،آستادانو،ښو ځوانانو لیکوالو ،شاعرانو اوقهرمانانو قدراوعزت  نه کوي چي وسه يې رسیږي،ځان ځیني لیري کوي،کله ناکله چي رډ څوک په پوهه نسې ،ښه خوڅه چي بد يې هم درپیژنې.کله چي بیا هغه په بیچاره ساه ورکړي، بیادونه شناخته،  نژدي اولیری دوستان يې زیات شي چي دمچانو په شان پر بڼیږي، اوښکې تو ئیږي،ویش او واخ پر کوي. زماپدي څو جملولیکلو تاسي مه خفه کیږي،په دي نژدي وختو کي وفات سوي  هریوه  لکه د خداي بخښلۍ محمود «حبیبی »، خداي بخښلۍ عبدالشکور «رشاد» ، خدای بخښلۍ محمد انور«نومیالې» ، خداي بخښلۍ  عبدالروف «بینوا»و خداي بخښلۍ محمد ابراهم «عطائی»،خداي بخښلې پلار جان محمدخان،خدا ي بخښلې وکیل صاحب نورمحمد خان،خداي بخښلې سناتور عبدالاحد بالاکرزي اونور.دنوموړو ژوند اوبیا ددوي  دژوند ورستي شپې ما له نژدي تر هر بل چا ښه لیدې. که  د نوموړوښاغلیو دژوند پرمشکلاتو وږغیږم باورلرم اوسني (تر مرګ) وروسته دوستان به يې خفه شي. دادي بل ستوري له وطنه لیرې ولویدي نوموړي دپور ته یاد کړل سو،خداي بخښلو پوهانو سره لکه پر دي نړي چي یو ځاي ؤ، داځل ددائیم لپاره پرهغه بله دنیا ور سره یو ځاي سو. ددوي  سره آشنا ، همزولي  لیکوال، سیاستوال، عالم ،دتقؤا خاوند ښاغلۍ  خداي بخښلۍ  محمد نا در آیوبي  کندهارې هم دا نن د۲۰۱۱م کال دسپټمبر دمیاشتې پر ۱۳تاریخ دمتحده ایالاتو په (ویرجننیا) اوبیا رچمُند ښارکي دمازدیګرپر۳او۳۰ دقیقو ساورکړل،نوموړي هم دنورپه شان د۷۶کالوپه عمردورپیښې ناروغې له امله  له دي نړي رخصت واخیستي . تراوسه لا خاوروته سپارل سوي ندي،زه له ده څخه کور راغلم اوبیرته جنازي ته ځم ،او دا څو جملۍ مي ولیکلې . ښاغلې دخپل ژوند په ورستې لحظ کښي ما ته داسي وویل :« معلم صاحب  زما ژوند نور پاته نه دي،هیله مي داده چي زما دمرګ خبرپه را دیو او تلویزون کښي اعلان  نشي،ما دالته نژدي خاورو ته وسپاري،خلګو ته تکلیف مه ورکوي، بل کوښښ وکړه چي زما تر مرګ وروسته داد(څلویښتمي) په نوم چي په مړي پسي کوم څه کیږي په ماپسي ونه شي ،ترکمه ځایه چي ماته داسلام اصول معلوم دي دا عمل درست ندي .دا خبره مي  یوازي تاته خپلی  لورسلطا ني او خپلی ښځي ته کړیده نه بل چا ته».  ښاغلې محمد نادر آیوبی کندهاری ،دکار ،ژوند،لیکلو آثارو شمیره هم له چا کمه نه وه.او دا ټول ذکرسوي پوهان زموږ دعصر دعلم او پوهي څراغونه وه.زه ځکه ځان ته دا حق ورکوم او ټولوځوانو ،لیکوالو ،شاعرانواو دکتاب پر مینه والو په خاص ډول پر کندهاریانو باندي انتقاد لرم . دوي دخپلو مشرانو خدمت  هم هغسي   چي يې ورسته تر مرک ستايې، په یادي يې جلسي او غونډي جوړوي ، ولې يې دهغو قدر دهغوي په ژوند کښی ونه کړي.


 دښاغلې محمد نادر آیوبی کندهاري  لنډه پیژندنه:


   محمد نادر آیوبی دمحمد سرور خان آیوبی زوي دآیوب خان لمسی دجنرال تاج محمد خان کړوسی او دیحیی خان پوپلزی کوسی وو.دکندهار دښار دیحیی خان په کوڅه کي يې پیدایښت سویدي . لمړي زده کړي يې په کندهار،خان آباد او کابل کښی سرته رسولي او دکابل په پوهنتون کي يې دحقوقو اوسیاسي علومو دفاکولتې ددیپلوما سۍ څانګه لوستي وه. تر عسکري کولو وروسته  تر۱۳۵۸هجري کال پوري د خارجه چارو دوزارت په چوکاټ کي دهیواد دننه او دباندي وظیفي سرته رسولې دي.پر وظیفه ټینګ ،وظیفه شناس ،صادق او مسلمان شخص  ښاغلې محمد نادر آیوبی وو.


دښاغلي محمد نادر آیوبی په قلم لیکل سوي او چاپ سوي اثار:


۱- فلسفه 
۲-روحیات
۳-حقوق
۴–دوي څوک وه     
۵-سیاسی نظر یات    
۶-اقتصادي نظر یات      
۷- عرفان        
۸- سپینه ملغلره پښتو داستان


تر چاپ لاندي:


۱-پا چهانو څه کول؟.


ناچاپ:


۱-دافریقا جغرافیايې، تاریخي  او اجتماعي مسائل .
۲-دانسان ستونځي .
۳-علم او یمان
۴-دحق او باطل تاریخي سیر


زه له نوموړي سره په ۲۰۰۱م کال کښي  آشنا سوم ،له هغي ورځي چي سره لیدلې مودي خوراسره خواږه آشنایان دنوموړي تر مرګه سره پاته سو،په هفته کښي مو یو اوحتی دوځل حتمي سره لیدل. په تلیفون کي خوهرورځ ،سره دخپل مشرتوب،علمیت اوپوهي چي لرل يې په دي ټولو مغرور نه وو.زما او دخداي بخښلي ښاغلي محمد نادر ایوبي  تر منځ په دغه  (۹) کالنه آشنايې کي داسي نده پیښه سوي چي زه دي دنوموړي لیدوته ددوي کورته ورغلې یم ،او په مقابل کي دی دي زما کورته نه وي راغلې.ماته په لمړي سر کي څوکسو وویل چي ستا او ایوبې صاحب آشنايې او ملګرتوب به  ونه سي.مګر تاسي باور ولري چي خداي بخښلې آیوبي  یوپوره کامل افغان اومسلمان ؤ،چي مالږ دده په شان پر انډیوالې ټینګ خلګ لیدلې دي. زه دځان اوخپلۍ کورنۍ لخوا نوموړي ته جنت اوکورنې ته يې له ربه دصبر غوښتونکۍ یم .